جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 جمادی الثانی 1439

میلادی نېټه :     سه شنبه, 20 فبروری 2018 م

شمېره:      ۱۸۰۱۳ PR

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
نور باید زموږ ځواکونه د استعماري استثمار قرباني نه شي

هو، نبوي مسجد او بیت الله شریف د دې حق لرې چې د هغو لپاره زموږ وینې تویې شي، خو ایا الاقصی مسجد او هغه مظلومان چې چیغو یې غوږونه کاڼه کړي دا حق نه لري؟

 

له هغې وروسته خبرو اترو ډېره فضا ګرمه کړه، چې د ۲۰۱۸م د فبروري پر ۱۹مه  د پاکستان د دفاع وزیر خرم رستګار تایید کړه چې پر ۱۶۰۰ وسلوالو سربېره چې اوسمهال په سعودي عربستان کې اوسېږي، د پاکستان دولت تر ۱۰۰۰ نور  ډېر وسلوال هلته لېږلي دي. له دې سره سره هغه وویل، چې پاکستان به هېڅکله په منځني ختیځ او یا نورو عربي هېوادنو کې په هره جګړه کې ګډون ونه کړي. که څه هم اسلام او مسلمانان هلته د پاکستاني ځواکونو لېږل اړین نه بولي؛ بلکې دغه د امریکا هوډ دی چې په اسلامي نړۍ کې یې خپلو لاسپوڅو رژیمونو ته امر کوي چې دغه کار ترسره کړي. زموږ ځواکونه د اشغال شوي کشمیر له ختیځې پولې څخه چې پکې مسلمانان د مشرکو هندیانو لخوا قصابي کېږي لوېدېځې پولې ته لېږدوي؛ ترڅو امریکایي صلیبي ځواکونه د افغان سیمه‌ییزو جنګیالیو له فشار څخه وژغوري.

پاکستاني حکام، مسلمان ځواکونه د خلیج او سعودي عربستان هغو کلیدي لاسپوڅو ته استوي، چې د امریکا د خوښۍ او د مسلمانانو د جګړې پر وړاندې د بشار اسد د ظالم رژیم د ژغورلو په بدل کې اجوره اخلي؛ په داسې حال کې چې په سوریه، میانمار(برما)، فلسطین او اشغالي کشمیر کې مسلمانان د مرستو چیغې وهي، چې څوک یې غږ واوري.

کله چې له ښکېلاک څخه د اسلامي خاورو د ازادولو موضوع یاده شي، پاکستانی مزدور رژیم ټینګار کوي چې غربي رسم شوو پولو دولت- ملت ته احترم وکړي؛ خو کله چې د امریکا او د مزدورانو د پروژو د تامین موضوع یې یاده شي، په اړه یې هېڅ اندېښنه نه کوي. هو، نبوي مسجد او بیت الله شریف پر موږ حق لري چې د ملاتړ لپاره یې زموږ وینه تویې شي، خو د الاقصی مسجد له ملاتړ څخه څنګه؟ ایا دا حق لري؟ هو، بیت الله شریف دا حق لري، چې ورته وینه تویې شي؛ خو دا د مسمانانو وینې دي چې د کفارو د وحشت په پایله کې په ناحقه تویږي.

عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مې کعبه کې په طواف کې ولید چې ویل یې:

«مَا أَطْيَبَكِ وَأَطْيَبَ رِيحَكِ مَا أَعْظَمَكِ وَأَعْظَمَ حُرْمَتَكِ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ حُرْمَةً مِنْكِ مَالِهِ وَدَمِهِ وَأَنْ نَظُنَّ بِهِ إِلاَّ خَيْرًا»

(ابن ماجه)

ژباړه: څومره پاکه، څومره ښه بوی  او څومره لویي لرې؛ قسم په هغه چا چې د محمد روح یې په لاس کې دی، د مومن وینه او د مال حرمت الله (سبحانه وتعالی) ته له تا باارزښته دی او موږ مومن ته له خیر پرته د بل څه فکر نه کوو.

په حقیقت کې هغه څه چې نن یې اړتیا احساسېږي، د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس دی، ځکه تر حاکمیت لاندې یې اسلامي ځواکونه یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره وژنه کوي او وژل کېږي، جنت ته کار کوي او د مظلومینو په دعا کې شاملېږي.

د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې