جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     11 شوال 1439

میلادی نېټه :     دوشنبه, 25 جون 2018 م

شمېره:     

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت په شتون کې ګاز عامه شتمني ګڼل کېږي او په هغه بيه به پلورل کېږي، چې اقتصاد له پياوړتیا سره مخ کړي

د ګازو د بیو لوړوالی به اقتصاد نور هم زیانمن کړي

د تېلو او ګازو د تنظيم ادارې  (OGRA)د پاکستان فدرالي حکومت ته وړاندیز کړی چې د ګازو په بیه کې دې ۴۶ سلنه زیاتوالی راولي. د دې ادارې چارواکو د کورنیو او سوداګریزو مستهلکینو د بېوزلې طبقې لپاره د ګازو د بیو په جګوالي کې ۸۶ سلنه پرېکړه وکړه. په ورته وخت کې دغه بیې په نورو  طبقو، لکه: صنعت، سيمنټ، CNG ګاز، برښنا او سوداګريزو برخو کې له ۲۷ څخه تر ۳۱ سلنې پورې جګې شوې دي. په بیو کې یاد لوړوالی د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ مالي کال لپاره د اټکل شویو عایداتي اړتیاوو له امله او ترلاس لاندې د بېلابېلو پروژو د پلي کېدو او نورو لګښتونو په موخه رامنځته شوی.

حزب التحرير- ولاية پاکستان په کلکه د ګازو د بیو له لوړوالي سره مخالف او په بشپړه توګه یې ردوي. هغه مهال چې کورني مستهلکین د کلدارې د ارزښت د ټيټوالي له امله له ګرانۍ او د بیو له لوړوالي سره مخ شول، نو صنعتي او کرهڼیزو سکتورونو لا له وړاندې له بهرنیو تولیداتو سره د سیالۍ په ډګر کې د کورنیو توکو د اغېزمنتیا په اړه شکایتونه کول. 

په پاکستان کې هر حکومت که نظامي دی یا سیاسي، تل پانګوالو سیاسي دلایلو ته په کتو سره د ګازو او برښنا بیې لوړې کړي دي. له شکه پرته د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې تر بریاليتوب وروسته کومه ډله چې واکمنېږي، د یوې سیاسي ډلې په توګه به د بیو د لوړوالي دغه دود ته دوام ورکړي، چې له دیموکراسۍ څخه به ملاتړ کوي او له کپيټلیزم پرته به بل کوم نظام نه لري. 

د پاکستان مسلمانان او د هغوۍ اقتصاد، خلافت نظام ته اړتيا لري، چې د شرعي اصولو پر بنسټ به ګاز عامه شتمني اعلانوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

»الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ الْمَاءِ وَالْكَلَإِ وَالنَّارِ«

مسلمانان په درې څيزونو اوبو، څړ ځايونو او اور کې سره شريک دي.

(احمد)

 دلته د اور په لفظ کې د انرژۍ ټول هغه ډولونه شامل دي، چې په صنعت، ماشینونو او کار ځایونو کې ورڅخه د سون موادو په توګه ګټه اخیستل کېږي، دغه راز هغه کار ځایونه چې ګاز د تېلو او د سکرو د ډبرو پر ځای کاروي د همدغه حديث له مخې اسلام ګاز عامه شتمني اعلان کړې او دولت ته یې دنده سپارلې، چې د خلکو په ګټه یې چاري تنظیم کړي او خلک یې له ګټو څخه برخمن کړي. نو د نبوت پر طریقه خلافت به د کورنیو، سوداګریزو، صنعتي او کرهڼیزو مستهلکینو لپاره ګاز په داسې بیه وړاندې کړي چې پر دوی به بار او پېټی نه وي، اقتصادي ماشین به په چټکتیا سره په څرخېدو کړي او د تولید شویو توکو بیې به داسې راټیټي کړي، چې د سیالۍ وړ به وي. خو دا هر څه هغه مهال شوني دي چې دیموکراسۍ ته نه وویل شي او د خلافت نظام رامنځته شي. نن ورځ د خلافت رامنځته کول یوازې یوه اسلامي وجیبه او دنده نه، بلکې اړینه ده چې اقتصاد هم له کړکېچ څخه وژغورل شي او یو ځل بیا د ودې لارې ته سم شي. په رښتیا سره زموږ د خوشحالۍ ډاډ منتیا د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پېغمبر صلی الله علیه و سلم د حکمونو په پلي کېدو کې نغښتې ده.

﴿إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ ٱلْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوۤاْ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَـٰئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ﴾

[النور: ۵۱]

ژباړه: د مومنانو کار خو دا دی، چې کله د خدای او پېغمبر لوري ته د خپلو شخړو د پرېکړې کولو لپاره راوبلل شي نو وايي، موږ واورېدله او ومومنله، دغه راز خلک بریالي او نجات موندونکي دي.

حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې