جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 جمادی الاول 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 05 فبروری 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۲۹

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اشغال شوي کشمیر د مظلومانو غږ د پاکستان د وسلوالو ځواکونو ملاتړ غواړي

 (ژباړه)

د کشمیر د یووالي ورځ بیا رسېدلې، نو د اشغال شوي کشمیر د مسلمانانو په حالت کې له وړمه کال راهیسې څه بدلون راغلی؟ د جمو کشمیر لپاره په وروستۍ لسیزه کې  ۲۰۱۸ کال تر ټولو خونړی کال وو چې د هندو دولت د اشغالګرو ځواکونو لخوا ۱۶۷ ملکي وګړي او ۲۶۷ تنه مبارزین وژل شوي. له دې سره لا تر اوسه د اشغال شوي کشمیر مسلمانان د اشغال په وړاندې خپل برحق مقاومت ته دوام ورکوي، او په صبر سره (کشمیر د پاکستانن دی) شعارونه ورکوي او تر اوسه د مخالفت له مخې خپلې جنازې د پاکستان په بیرغ پېچلې خاورو ته سپاري. په دې حالت کې د پاکستان د نظامي او سیاسي مشرتابه له خوا څه تر سره شوي؟ د هغو کسانو لخوا چې د نړۍ په شپږم لوی ځواک کې یې د هیله منو او ځواکمنو مسلمانانو زرګونه ځوانان په لاس کې دی څه تر سره شوي؟ هغوی په هغو ویناوو خوښ دي چې د تکرارولو ارزښت هم نه لري. په ځانګړې توګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، چې په لندن کې ګرځي او له (نړیوالې ټولنې) غواړي چې د کشمیر قضیې ته پاملرنه وکړي، لکه دا چې پاکستان مظلومانو ته د مرستې لپاره د نړۍ تر ټولو ښه ځواک ونه لري!

اې د پاکستان مسلمانانو ! الله سبحانه‌وتعالی ویلي:

﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَانِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هَـٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهْلُهَا﴾

[نساء: 75]

ژباړه: و چرا شما در راه الله(سبحانه‌وتعالی) و در راه نجات مستضعفین نمی‌جنگید! مردان و زنان و کودکان هم آنان که‌می‌گویند: پروردگارا! مارا ازین شهری‌که مردمش ستم پیشه‌اند، بیرون آر!

د  امت ستونزه دا ده چې له داسې حاکمانو څخه رنځوری دی چې د الله سبحانه و تعالی امر، د نورو بادارانو د امر په پرتله ورته هېڅ ارزښت نه لري. اسلام په مسلمانانو امر کړی چې د اشغال په وړاندې جګړه وکړي خو دا حاکمان د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو لپاره په خلکو د (تروریزم) تور لګوي او له مبارزینو غواړي چې خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او له هغو کسانو سره خبرې وکړي، چې له ډېره وخته راهیسې پرې ظلم کوي. اسلام امر کړی چې له اشغالګرو خپلواکي د خپلواک کوونکي ځواک سره لاسته راشي، خو دا حاکمان غواړي چې زموږ ځواکونه له اشغالګرو سره له جګړې ډډه وکړي او دا حاکمان په بې شرمۍ له هند دولت سره خپلې اړیکې عادي حالت ته راګرځوي او له ټولو لارو هڅه کوي چې په دې برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، اسلام د مسلمانانو په چارو کې د کفارو لاسوهنه په داسې حال کې ردوي چې دا حاکمان د (نړیوالې ټولنې) په لټه کې دي چې د ظالمو دولتونو اصلي ملاتړ کوونکې ده څه هغه دولت ظالم هندو دولت وي یا د یهودو دولت او یا هم صلیبي امریکايي دولت. موږ ته اړینه ده چې دا ناسم کار چې موږ ځوروي، اصلاح کړو چې د مظلومانو او ضعیفانو غږ او چیغو ته د یوه خپلواک بښونکي ځواک په توپاني او پیاوړي خوځښت باندې ځواب ورکړو. دا موږ ټولو ته اړینه چې: له هغو افسرانو چې پېژنو یې د نبوت په تګلاره د خلافت د تاسیس لپاره نصرت وغواړو چې د کشمیر د خپلواکۍ په لور د حرکت په وخت د شهادت یا بریا په لویه موخه ورته لارښوونه کړي.

د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې