پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 جمادی الثانی 1440

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 20 فبروری 2019 م

شمېره:      ۳۲/۱۴۴۰

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
عمران خان د هند د اشغال په وړاندې مقاومت باندې د (تروریزم) په تور لګولو سره مودي ته د ټاکنو تحفه ورکړه!

 (ژباړه)

عمران خان د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۱۹مه په یوه مخکې ثبت شوي ویډیويي پیغام کې محتاطانه خبرې خپرې کړې، دا ویډیو هغه مهال خپریږي چې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې د فبرورۍ له ۱۴ نېټې راهیسې خرابې شوي چې په هغه نېټه د (پولواما) پېښه کې د اشغال شوي کشمیر یوه ځوان ۴۰ تنه هندو اشغالګر ځواکونه دوزخ ته واستول. دا برید د کمو تجهیزاتو خو لوړ همت لرونکو ملکي خلکو باندې د هندو اشغالګرو ځواکونو د یرغل سست والی په ډاګه کوي. همداسې د ۲۰۱۶ کال په جولای میاشت کې د ځوان قومندان برهان وانی شهادت څخه وروسته دا د اشغال شوي کشمیر د یوه ځوان لخوا د هندي تروریزم په وړاندې د مبارزې لمړی ګام دی. دا د کشمیر د ځوانانو د مبارزې ګام دی، هغه ځوانان چې تر اوسه یې جنازې د پاکستان تر بیرغ لاندې خاورو ته سپارل کیږي او په مېړانې سره وايي چې (کشمیر د پاکستان دی). خو عمران خان د دې پر ځای چې د هند د ځواکونو په ګونډو کولو له فرصت څخه کار واخلي او یو ګام پورته کړي، بزدلانه خبرې کوي چې د هند په راتلونکو ټاکنو کې د موډي موقف پیاوړی کړي.

عمران خان د هند د اووه لسیزو تروریزم د محکومولو په ځای په دې مشروع مقاومت نیوکه کوي او وايي: (موږ په سیمه کې د تروریزم د پای غوښتونکي یو). عمران خان د دې پر ځای چې د اشغال شوي کشمیر مسلمانان تجهیز کړي وای، هغوی يې د خبرو اترو له لارې د خیالي خپلواکۍ په بهانه د یوه تروریست دولت په وړاندې محکوم کړل او ویې ویل: (دا موضوع یوازې د خبرو اترو له لارې حل کیږي.) عمران خان د دې پر ځای چې د اشغال شوي کشمیر له مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه د پاکستان پوځ چمتو کړي، له خپل ځان نه مخکې امریکايي مزدورانو لاره تعقیبوي او له هند سره د سیمه ییزې جګړې څخه ډډه کوي.

ای د پاکستان د پوځ زمریانو! د پولواما برید بل څه نه وو مګر دا چې کشمیري ځوانانو په تاسو غږ کړی وي چې خپلواکي غواړي. تاسو هغه زمریان یاست چې د ځنګله له بزدلانو سره له مخامخ کېدو څخه مو مخه نیول شوې. ستاسو مخه نیول شوې په داسې حال کې چې ستاسو هره ضربه نړیوالو ته د مسلمه امت پیاوړتیا په ډاګه کولای شي. عمران خان، د مخکینیو مزدورانو په ډول لکه مشرف، زرداري او نواز، خپل ځان ته یو سره لیکه ایستلې چې نه پرېږدي چې یو ګام وړاندې کېږدي. نور هغه بې جرئته حاکمان بس دي چې د دښمنانو د مقام طلبۍ د زیاتولو لپاره د مسلمانانو احساساتو باندې لوبې کوي. خیانت له ریښې راوباسئ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج د خلافت د بیا قایمولو لپاره مرسته وکړئ، په دې ډول سره به تاسو د مسلمانانو د ځمکو خپلواکۍ لپاره خوشې شئ او د مسلمانانو دعا او د الله سبحانه و تعالی رضایت به لاسته راوړئ. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾
[توبه: ۱۲۳]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! له هغو کافرانو سره چې تاسو ته نږدې دي جګړه وکړئ (او لرې دښمن تاسو له نږدې څخه غافل نکړي)، هغوی باید په تاسو کې قهر او جدیت (او قدرت) احساس کړي او پوه شئ چې الله (سبحانه و تعالی) له متقیانو سره دی.

د ولایه پاکستانحزب التحریر مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې