پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 26 آګست 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۷۸

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
بې غیرته مسلمان چارواکي دا ثابتوي، چې یوازې خلافت اشغال شوی کشمېر او مسجد‌الاقصی ازادولی شي

کله چې د عربي اماراتو چارواکو قصاب مودي ته جایزه ورکړه، نو مسلمانان د دوی پر دغه کړنه سخت غوسه شول. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۲۵مه وویل: «نړیوالې اړيکې تر دیني ارزښتونو مهمې دي.» تاسو یې پرېږدئ، چې شاه محمود قریشي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغه حدیث غور وکړي:

«وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَاليَومِ الآخِرِ ، فَلْيَقُلْ خَيْراً أَوْ لِيَصْمُتْ»

(البخاري او مسلم)

ژباړه: هغه څوک چې پر الله سبحانه و تعالی او د اخرت په ورځ ایمان لري، نو باید ښې خبرې وکړي او یا هم چوپ پاتې شي.

د مسلمانانو چارواکي په حقیقت کې له امت سره ډېر توپیر لري. امت د اشغال شوي کشمير، فلسطين، برما (میانمار) او چين له مظلومو مسلمانانو سره په خواخوږۍ کې ستړی او ستومانه دی. له شک پرته چې د امت نړۍليد په ستر دين کې نغښتی، هغه دین چې چارواکو له امت څخه د بېلولو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو دوی بیا هم ټینګې منګولې پرې خښې کړې دي. مسلمان چارواکي تل د خپلو خلکو د ځپلو هڅه کوي، څو د مسلمانانو له دښمنانو څخه خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي؛ هغه که امریکا ده یا هند، یا یهودي اشغالګر دولت او یا هم چین دی. په داسې حال کې چې دغه ډارن چارواکي یوازې شخصي شتمنۍ خوندي کوي؛ هم یې د اسلام له دښمنانو څخه اخلي او هم یې د امت پر پراخو سرچینو ولکه ټینګه کړې. په دې توګه غواړي، چې امت تر ظالم کپیټلېسټ اقتصادي نظام لاندې له منځه یوسي.

اې د پاکستان مسلمانانو! پر رښتیني دین (اسلام) د منګولو ټینګول د الله سبحانه وتعالی د رضایت لامل کېږي او په دې سره موږ ته له هغو چارواکو څخه د خلاصون توفیق راکوي، چې پر موږ د واکمنۍ وړتیا نه لري. موږ له پاکستاني چارواکو څخه غواړو، چې اشغال شوی کشمیر د خپلو وسله والو زمریانو په لېږلو سره بېرته ازاد کړي؛ خو زموږ د غوښتنې له ځواب څخه ښکاري چې دوی په پوره توګه بې واکه دي او لاسونه او پښې یې تړل شوي دي. دا چارواکي پرله پسې دفاعي ویناوې خپروي او هره وینا یې د کمزوري او بې وسه دریځ ښکارندویي کوي. دا زموږ دنده ده، چې د هر هغه څه د پلي کولو لپاره راپورته شو، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي. هغه مهال به مو بیا چارواکي له موږ څخه وي، پر موږ به زړه سوی کوي، ورباندې ګران به وو او داسې به مو رهبري کوي، لکه څنګه یې چې وړ یو. په دې توګه به دوی زموږ دعا لاسته راوړي.

د نبوت پر تګلاره د هغه خلافت د بیا تاسیس لپاره هڅه وکړئ، چې د امت ډال بلل کېږي او خپل وسلوال ځواکونه د تېر په څېر د مسلمانانو د دفاع لپاره ولېږي. د خلافت د تاسیس لپاره راپورته شئ، ترڅو زموږ نسل د رسول الله صلي الله علیه وسلم د دغه زیري شاهد شي؛ یعنې د هند غزوه، د روم فتحه او د یهودي دولت له منځه وړل. د خلافت په بیا تاسیس سره به زموږ مخلص بچیان د دښمن له لیکو څخه راوګرځول شي او د فتحې او شهادت په موخه به رهبري شي. مسلم له ابو هریره «رض» څخه روایت کوي، چې پیغمبر صل الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام (خلیفه) هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کوئ او پرې ساتل کېږئ.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې