جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 محرم 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 28 سپټمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/ ۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اشغال شوی کشمیر له وسلوالو ځواکونو څخه د ازادۍ غوښتنه کوي، نه د ښکېلاکګرو له وسایلو (ملګرو ملتونو) څخه، چې تل یې ځورولي یو

له تېرو ۵۵ ورځو را پدېخوا په اشغال شوي کشمیر کې د نارینه وو شکنجه او د ښځو سپکاوی روان دی. د دې پرځای چې د پاکستان پیاوړي وسلوال ځواکونه په پوره زغم سره د کشمیر ژغورلو ته را ودانګي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر په ۲۷مه له ملګرو ملتونو څخه د کشمیر د موضوع د حل غوښتنه وکړه. د پاکستان لومړی وزیر چا ته د مسلمانانو چارې سپاري؟ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه، ښکېلاکګر ځواکونه تل د مسلمانانو خاوره لاندې کوي، ویشي او یا له نورو سره په دغه کړنه کې مرسته کوي. امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړی دی، چې افغانستان او عراق یې بمبار او اشغال کړي دي. روسیه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا بل غړی دی، چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم د خوندي کولو لپاره د مسلمانانو د وینو ویالې وبهولې او تر هغې وړاندې یې په ډېره بې رحمۍ سره په افغانستان او چیچینا کې مسلمانان ووژل. چین هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی دی، چي د ختیځ ترکستان د ایغور د مسلمانانو د عقېدې (دین) خلاف په ښکاره ډول جګړه کوي. مسلمانان د شرابو او د خنزیر غوښې خوړلو ته اړباسي او ماشومان یې تښتوي. ملګرو ملتونو خپله له تېرو اوو لسيزو را پدېخوا په خپله سیستماتیکه څارنه  یهودي او هندو دولتونو ته د مسلمانانو د خاورې د لاندې کولو وخت ورکړی. دوی یوازې پرېکړه لیکونه خپرولی شي، چې د ښکېلاکګرو پر وړاندې هېڅ ارزښت نه لري. په حقیقت کې له ملګرو ملتونو څخه د مرستې غوښتنه له لیوه څخه د پسه د ساتنې غوښتنه ده.

اې د پاکستان مسلمانانو! د باجوا-عمران رژیم اشغال شوی کشمیر د هغه ښکېلاکګرو په واک کې ورکړی، چې تل یې د اسلامي امت د بدن یو غړی پرې، وران او لاندې کړی دی. الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا

[نسا:۱۴۱]

ژباړه: ... الله سبحانه وتعالی د کافرانو لپاره پر مسلمانانو باندې د برلاسه کېدو هېڅ کومه لاره نه ده جوړه کړې.

یرغلګر په ډېره زړه ورتیا سره په اشغال شوي کشمیر کې زموږ د وروڼو او خویندو خلاف جګړه کوي. په داسې حال کې چې د باجوه-عمران رژیم بیا د جګړي وېره خپروي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ

[بقره:۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره هر چېرې چې مخامخ شئ، وجنګیږئ او له هغه ځای څخه یې وباسئ، چې تاسې یې ترې ایستلي یاست.

د بصیرت او درک خاوندان پوهېږي، چې یوازې خلافت (د امت ډال) کولای شي چې د دښمن بې رحمو څپو، سپکاویو، او اشغال ته د پای ټکی کېږدي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

(مسلم)

ژباړه: امام (خلیفه) هغه ډال دی، چې  تر شا یې جګړه کېږي او پرې ساتل کېږئ.

راځئ چې د وسله والو ځواکونو له زمریانو څخه وغواړو، چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت (مادي ملاتړ) ورکړي، څو اسلامي امت د خپل ایمان، پراخه سرچینو او زړه ورو سرتېرو په وسیله خپل دښمن ته ماتې ورکړي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې