جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     6 صفر 1441

میلادی نېټه :     جمعه, 11 اکتوبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۸

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ازاد کشمير مسلمانانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د کنټرول له کرښې وا نه وړي! د باجوه ـ عمران رژیم د مسلمانانو دیني احساساتو ته سپکاوی کوي

د باجوه ـ عمران رژیم د ټرمپ، پمپیو او الیس ویلز د خوشاله کېدو لپاره هر حد مات کړ. عمران خان د الله سبحانه وتعالی او د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  له اوامرو سرغړونه کوي او د مسلمانانو دیني احساسات له پامه غورځوي. د ۲۰۱۹م کال د اکټوبر پر ۵مه یې ټوېټ وکړ: «زه په AJK کې د کشميریانو پر کړاوونو خبر یم، چې پهIOJK  کې له دوو څخه د ډېرو میاشتو راهیسې په ناوړه حالت کې له زړه سوي پرته د خپلو کشميري ملګرو په لټه کې دي. هغه څوک چې له LoC څخه AJK ته د کشمير د مبارزې د ملاتړ او بشري مرستې لپاره اوړي، ښايي د هندي داستان لاسونو ته ولوېږي».

د باجوه ـ عمران رژیم  د امريکا په امر د هندي یرغل او «لوی هند» (اکهاند بهارات) پروژې  پر وړاندې د کشميري مقاومت د ماتولو هڅه کوي. دغه رژیم زموږ د وسله والو ځواکونو خورا پیاوړي زمریان په قفس کې اچولي. کله چې عادي مسلمانان په مستعمره کشمیر کې د خپلو وروڼو او خویندو د سیاسي او وسلوال ملاتړ لپاره غږ پورته کړي، رژیم په ډېرې سپین سترګۍ سره د «هندي داستان» نوم ورکوي او د مومنو مسلمانانو پر وړاندې خنډ ګرځي. عمران خان له یاده ایستلي، چې څو اونۍ وړاندې یې له مسلمانانو غوښتي وو، چې د کنټرول کرښې ته لاړ نه شي. همدارنګه د سپټمبر په ۲۷مه یې په ملګرو ملتونو کې له وینا ښکاري، چې دا به د هند په تابوت وروستی مېخ وي. له هغه وخت راهیسې لس ورځې تېرېږي، چې عمران خان وینا کړې او د طاغوت مشرانو ته یې لاسونه ور وغځول؛ خو د هند زور زیاتی کم نشو، بلکې لا ډېر شو. د باجوه ـ عمران رژیم د امريکا او هند اجنډا څاري او د همدې لپاره د مسلمانانو په دیني احساساتو ملنډې وهي او د دوی دیني احساسات یوه هندي اجنډا بولي.

دغه رژيم یو کوچنی اقلیت دی او په بهرنیو مرستو پورې د ځان تړلو سره د زړورو مسلمانانو او د پاکستان د وسله والو ځواکونو استازیتوب نه کوي، بلکې دغه رژیم د «لوی هند» د پلان د پلي کولو لپاره د ټرمپ د ساتونکي په توګه عمل کوي. له دغو واکمنانو څخه داسې هیله درلودل چې دوی به د کشمير د ازادۍ لپاره جهاد اعلان کړي، یوازې د وخت ضایع کول دي. که چېرې دوی ته اجازه ورکړل شي، دوی به حتا د کشمير موضوع دفن کړي.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! تاسو زمریان یاست او تاسو به د دښمن پر مخ په لومړۍ څپېړې سره په خپل زور پوه شئ. تاسو دا مزه هغه وخت وڅکله، کله چې تاسو په بالاکوټ کې د هندي برید ځواب ورکړ. بې زړه هندي ځواک ستاسو پر وړاندې نشي درېدلی. یوازې د نبوت پر تګلاره خلافت تاسو ته دغه فرصت درکولی شي، ترڅو د پيغمبر صلی الله علیه وسلم زیری په رښتیا بدل کړی، یعنې د هند غزوه. هغه غزوه چې ابو هریر‌ّة رضی الله تعالی عنه به تل د هغې په نظامي برخه کې د ګډون غوښتنه کوله. وروسته به په سرینګر، الاقصی او قرطبه کې د تکبیر نارې پورته شي. تاسو به د غوره شهېدانو او هغو کسانو په منځ کې وی، چې بریا او فتحه یې ترلاسه کړې وي. د دغه امتیاز د لاسته راوړلو لپاره حزب التحریر پر تاسو غږ کوي، نو ستاسو له منځه به څوک دغه غږ ته ځواب ووایي؟

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ

[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې اېمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغې بلنې ته لبیک ووایئ، چې د هغه څه لوري ته مو رابولي چې تاسو ته ژوند در بښي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې