پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 صفر 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 17 اکتوبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مه پرېږدئ چې د ملتپالنې ټوټه کوونکې اړیکه مو د کشمیري مسلمانانو د اوښکو په ځواب کې د فوځي اقدام مخه ونیسي

جنرال باجوه د ۲۰۱۹م کال د اکټوبر پر ۱۶مه د کنټرول پر کرښه د پرتو سرتېرو څخه د لېدنې پر مهال وویل: «کشمیریان په IOJ&K کې د هند له سختې محاصرې او ظلم سره لاس او ګرېوان دي. موږ باید دوی یوازې پرې‌نږدو او په هر قېمت باید خپل ریښتینی رول ولوبوو.» په حقیقت کې د خپلواکۍ په دغه جګړه کې د باجوه-عمران د دولت زړه نازړه توب او زموږ د پیاوړو ځواکونو ایسارول د مظلومو کشمیري مسلمانانو د یوازې پرېښودلو په معنا دي. دغه دولت د کشمیر مسلمانان د نشنلېزم په پلیتې ناروغۍ اخته کړي او توکم او سرحدي کرښو ته یې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر احکامو برتري ورکړې ده. د باجوه دولت په پوره توګه په ملتپالنه کې ډوب دی، که څه هم دی د نړۍ د شپږم فوځي قوت رهبري پر غاړه لري، خو ادعا کوي چې له هند سره د اشغال شوي کشمیر پر سر د جګړي نه کولو موخه یې دا ده، چې پاکستان له بې وزلۍ او ورانۍ څخه وژغورل شي. په ورته توګه عرب چارواکي هم د نړۍ د لویو پوځونو مشري پر غاړه لري، خو د ملي ګټو لپاره له هند سره خپلې اړیکې ټینګوي. په واقعت کې همدا ملتپالنه د مسلمانانو اوسني چارواکي د اېغور، روهینګیا، فلسطین او کشمیر له خلکو سره مرستې کولو ته نه پرېږدي؛ په داسې حال کې چې د اسلامي امت میلیونونه سرتیري او افسران د شهادت یا بریا په تمه دي.

اې د پاکستان مسلمانانو! له اسلامي ورورولۍ پرته د بل شي پر اساس اړیکې ټینګول ډېره لویه ګناه ده، الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

[حجرات:۴۹]

ژباړه: مومنان یو د بل وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې اړیکې سمې کړئ او له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، چې رحم در باندې وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له اسلام پرته نورې ټولې اړیکې رد کړې دي.

«مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عُمِّيَّةٍ يَدْعُو عَصَبِيَّةً أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ»

(مسلم)

ژباړه: که چېرې یو څوک د یوه ړوند سړي تر بیرغ لاندې (د هغه د یوازیني دلیل لپاره) مړ شي، چې د خپلې کورنۍ یا قبیلې د ملاتړ شعار ورکوي، نو په جهالت (ناپوهۍ) کې مړ شو.

نو یوازې د خلافت په شتون کې اسلام زموږ ګټې او ارزښتونه ښکاره کولی شي او د نړۍ په هر ګوټ کې د مظلومو مسلمانانو اوښکې پاکولی شي. تاریخ یې شاهد دی، محمد بن قاسم له پاریس څخه له لښکرو سره یو ځای د هند په نیمه قاره کې د مسلمانانو پر وړاندې د ظلمونو د ختمولو لپاره وخوځېد؛ د کردستان صلاح الدین له مصر څخه د اقصی د ازادولو لپاره خپلې لښکرې روانې کړلې. په حقیقت کې ملتپالنې په اسلامي نړۍ کې د نفاق، ماتې او ذلت اور بل کړی دی، چې دغه اور یوازې د الله سبحانه و تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم لوري ته په بېرته راګرځېدلو سره له منځه تللی شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:  

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنْتُمْ عَلَى شَفَا حُفْرَةٍ مِنْ النَّارِ فَأَنْقَذَكُمْ مِنْهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

[ال عمران: ۱۰۳]

ژباړه: ټول یو ځای شئ او د الله سبحانه وتعالی په رسۍ منګولې ولګوئ، تیت او پرک مه کېږئ. د الله سبحانه وتعالی هغه پېرزوینه دریاده کړئ چې پرتاسو یې کړېده. تاسو یو د بل دښمنان وئ، هغه ستاسو په زړونو کې مینه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورینه تاسو سره وروڼه شوئ. تاسو د یوې داسې کندې پر غاړه ولاړ وئ، چې له اوره ډکه وه، خو الله سبحانه وتعالی ترې وژغورلئ. په دې ډول الله سبحانه وتعالی خپلې نښانې تاسو ته ښيي او پکار ده چې په دغو نښانو سره خپله د ژغورنې لاره پیداکړئ.

نو پرېږدئ چې مسلمانان د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپلې هڅې وکړي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې