پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 ربیع الثانی 1441

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 18 ډسمبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳۱

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
هر سیاسي یا نظامي مشر چې د امريکا غلامي مني او د پاکستان تباه کوونکې ملګرتیا ورسره ساتي؛ په حقیقت کې زموږ د دین، امت او وسلوالو ځواکونو پر وړاندې خیانت کوي

پروېز مشرف به د پاکستان په تاريخ کې د خاین ابو رغال په شان یاد شي، چې د کعبې شریفې په لور یې د ابرهه لښکر ته لارښوونه کوله. د ناکام امریکایی اجېنټ نواز شریف د حکومت له ړنګېدو وروسته په ۱۹۹۹م کال کې مشرف وویل: «مصطفی کمال – چا چې زموږ خلافت ړنګ کړ- زما اېډيال دی.» مشرف د امریکا په اشاره د پاکستان ټولې مهمې چارې او ګټې دغه هېواد ته تسلیم کړې. د مشرف خیانت په شاکولو، کشمير، د افغانستان په پاليسۍ، اټومي پروګرام، اقتصاد، داخلي او بهرني حاکمیت او د انرژۍ امنیت په ګډون په هره برخه کې څرګند دی. مشرف په یوې ټیلفوني اړیکې سره د افغانستان مسلمانان بې رحمه امریکایانو ته وسپارل؛ چې دا په حقیقت کې یو بې ساری خیانت دی. همدا مشرف و چې هوایي ‌ډګرونه، هوایي دهلېزونه او ځمکنۍ لارې  یې صلیبي کفارو ته وسپارلې او پر افغانستان د برید لپاره یې د ناټو د اکمالاتي کرښې امنیت ټینګ کړ. مشرف د هېواد د داخلي امنیت په له منځه وړولو کې د امريکا خصوصي نظامي سازمانونو ته د پښې اېښودلو اجازه ورکړه، چې په هېواد کې زهر وشیندي. هغه په ​​کشمیر کې د مجاهدو ډلو پر وړاندې خاینانه سختګیري وکړه او هلته یې د جهاد بنسټونو ته ضربه ورسوله. هغه هندوستان ته دا فرصت ورکړ، چې د کنټرول کرښې په ۷۴۰ کیلو متر فاصله کې دایمې دیوال جوړ کړي. پرویز مشرف حتا د پاکستان اټومي پروګرام په نښه کړ. مهم پوهان یې له دندو لرې او تقاعد کړل او د پاکستان د اټومي پروګرام جزیات یې امریکا ته وسپارل. د امریکا په لارښوونو مشرف د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پښتنو جنګیالیو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل، چې په افغانستان کې د امریکایی اشغال پر وړاندې جهاد ګډوډ کړي. مشرف امریکا ته په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو اجازه ورکړه، چې په پایله کې یې ملکي وګړي او رښتیني جنګیالي ووژل شول. مشرف د «روڼ انده منځلاريتوب» تر نامه لاندې د پاکستان د سېکولر او لېبرال دولت جوړولو پروژه پیل کړه، ترڅو دولتي ځواک د لېبرالي اخلاقو د خپرولو او اسلامي ارزښتونو د لوټلو لپاره وکاروي.

د پرویز مشرف نوم به تل د میر جعفر او میر صادق له نومونو سره یو ځای یادېږي، ځکه د مسلمانانو خاوره یې د امریکا سفیر ته تسلیم کړه. سلګونه مجاهدین یې د امریکايي ډالرو په بدل کې وپلورل او زموږ خور او لور عافیه صدیقي یې د هغې له بې ګناه ماشومانو سره یو ځای امريکا ته وسپارله. مشرف د پلازمینې په زړه لال مسجد کې په سلګونو پاک لمنې لورګانې په سپین فاسفورس وسوځولې.

له دغو ټولو جنایتونو وروسته مشرف یوازې په دې ګناه محکوم دی، چې د بشر په لاس جوړ شوی قانون یې تر پښو لاندې کړی؛ ترڅو د هغه تر ټولو ناوړه جنایتونه پای ته ورسوي. په داسې حال کې چې اوسنۍ سیاسي او نظامي رهبري په ټوله مانا د پروېز مشرف لیدلوری او فکر تعقیبوي. دا ښکاره ده چې په دغه سېکولر نظام کې هېڅ محکمه د مشرف د جرمونو لپاره عدالت نشي چمتو کولی. هغه ته به ان شاءالله د خلافت محاکمه خپله رښتینې سزا ورکړي او هغه څه لا ډېر سخت دي، چې دی به د قیامت په ورځ ورسره مخ کېږي. نو له همدې امله اوسني خاینین باید پند واخلي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[﴿إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي عَذَابِ جَهَنَّمَ خَالِدُونَ * لَا يُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ * وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا هُمُ الظَّالِمِينَ

[الزخرف: ۷۴ـ۷۶]  

ژباړه: له شک پرته مجرمين به د تل لپاره د دوزخ په عذاب کې وي. عذاب به یې هېڅکله نه کمېږي او په هغه کې به په ناهیلۍ سره پراته وي. موږ پر هغوی ظلم نه دی کړی، بلکې هغوی خپله پر ځان ظلم کړی.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

                                     

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې