جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 ربیع الاول 1442

میلادی نېټه :     یکشنبه, 08 نومبر 2020 م

شمېره:      1442/7

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
موږ به څنګه د الله سبحانه وتعالی د رضایت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت وړ وګرځو، که چیرې موږ له روسې سره ګډ پوځي تمرینونه تر سره کړو؛ هغه چا چې په بې رحمۍ د سوریې مسلمانان بمبار کړل، په هند یې وسلې وپلورلې او د اذربایجان د مسلمانانو په مق
 

د ۲۰۲۰م، د نوامبر په پنځمه د روسې ځانګړي ځواکونه د دوو اونیو لپاره د ګډو پوځي تمرینونو “DRUZHBA 5” په خاطر پاکستان ته راغلل، تر څو په جګړه (تروریزم) کې تجربې سره شریکې کړي او وروستي تمرینونه یې یو کال وروسته تر هغې پیل کړل، چې د سوریې مسلمانان یې د بمباریو له کبله له خاورو سره خاورې کړل. که څه هم دغه ډول ګډ تمرینونه د دې لامل ګرځي، چې کمزوری دولت له ځواکمن څخه ګټه واخلي او په عملي توګه هغه مستعمره حکومت ته اجازه ورکوي، تر څو د ځواکمن دولت پوځي تواناییو ته لاسرسی پیداکړي. د دوی د جنګي تکتیکونو په اړه پوه شي، نیمګړتیاوې او ناتوانایۍ او همدارنګه د پرمختګ عوامل یې وپیژني، په ساحه کی نفوذ پیداکړي او د خپلو وسلو او تواناییو په وسیله وېره خپره کړي. سربیره پردې چې دا پوځي تمرینونه له کافرو روسانو سره دي او لاسونه یې د سوریې د مسلمانانو په وینو سره دي. هغه کفار چې نوې وسلې یې د مسلمانانو په سرونو وازمویلې. دا خو هماغه روسیه ده، چی په دې وروستیو کې یې د یوولسم ځل لپاره زموږ له دښمن هند سره ګډ پوځي تمرینونه(INDRA) وکړل او په ضمن کې یې د S-400 میزایلو سیستم هم پر هندو حکومت خرڅ کړ. دا خو هماغه روسیه ده چی په سلګونو زره د افغانستان مسلمانان یې شهیدان کړل او همدارنګه د چیچنیا، قفقاز او پخپله د روسې پر مظلومو مسلمانانو یې ډیر بې رحمه ظلمونه وکړل. دا خو هماغه روسیه ده چی د اذربایجان د مسلمانانو په مقابل کې یې د امریکایې پوځيانو ملاتړ وکړ. نو د دغه تروریستي حکومت کومه شریکه شوې تجربه به موږ تقویه کړي چې د دوی ټوله جګړه د مسلمانانو او اسلام په مقابل کې ده!؟

ای د پاکستان مسلمانو پوځیانو! څنګه دغو قوانینو تاسې دې ته اړېستلی، چی په دومره نړۍ کې له دغو ظالمانو سره یو ځای ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړئ؟ ایا د کشمیر ازادول د تاسی لپاره غوره پوځي تمرین نه و، چې تاسې به شاید په غازي او یا هم شهید کیدو سره ډیر زیات اجر تر لاسه کړی وای؟ نو تاسې به څنګه عمل کوئ، کله چې د باجوه-عمران رژیم ستاسې مخه ونیسي په داسې حال کې چې د هند حکومت اشغال شوی کشمیر خپل کړي؟ له دې چټلې سیاسي او پوځي رهبرۍ څخه ځانونه ازاد کړئ، چې د غربي موخو لپاره وفاداره او صادق دي؛ خو د اسلام او د هغه له قوي تصویر څخه بې خبره دي، چې همیش به یې ځواکمنو دښمنانو ته ماتې ورکوله.

څنګه هغه روسیه موږ ته شجاعت او جنګ را زده کولی شي، چی د افغانستان او پاکستان مسلمانانو په واسطه یې ښکر مات شول؟ پر دې سربېره په مرکزي اسیا کې د خلافت د ایجاد مخه نیسي او دا خلافت به ممکن اول په پاکستان کې جوړ شي. ممکن دا یو بنیادي او غاښ ماتوونکی ځواب وي، چې مسلمانان یې د بې رحمه ظلمونو په مقابل کې دښمن ته ورکوي. ان په کرملین کی یی د پوتین او د هغه د ملګرو په زړونو کی سخت ډار یی اچولی دی. دغه راز دا به یو پیل و، چې د سپینی ماڼی او د Ten Downing Street د اشغال د ختمولو لپاره د خالد ابن ولید زامنو ته دا امت په تمه دی. نو اوس حرکت وکړئ او د الله سبحانه وتعالی دا ژمنه تاسو ته په تمه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 ﴿ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلْكَافِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلْعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً

[النساء‌: ۱۳۹]

ژباړه: هغه کسان چې مومنان پرېږدي، له کافرانو سره د دوستۍ اړیکې ټینګوي، ایا دا خلک د عزت لاس ته راوړلو لپاره هغوی ته ورځ؟ په داسې حال کې چې هر راز عزت یوازې د الله تعالی لپاره دی.

د حزب التحریر ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې