جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 جمادی الثانی 1442

میلادی نېټه :     دوشنبه, 18 جنوری 2021 م

شمېره:      ۴۲/ ۱۴۴۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
پاکستان او ترکیه په ګډه د نبوت پر منهج د خلافت تر سیوري لاندې یو زبر ځواک جوړوي!

د هوايي چلند مشر مارشال مجاهدین انور خان، د ۲۰۲۱م کال، د جنوري پر ۲۱مه  له انادولو اژانس سره په یوه مرکه کې وویل: «زموږ اړیکي ځانګړې او د پام وړ دي، نه یوازې دلته په پاکستان او ترکیه کې، بلکې په ټوله نړۍ کې دوی موږ ته ورته ښکاري.» خان یادونه وکړه چې هغه ترکیې ته د دویم کور په سترګه ګوري، «زما په رښتیني نظر، موږ یو ملت او دوه هېوادونه یو.» دا حقیقت دی چې د پاکستان او ترکیې خلک مسلمانان دي، د الله سبحانه و تعالي په رښتیني دین کې سره وروڼه دي، الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)

ژباړه: «مومنان د یو بل وروڼه دي» [حجرات: ۱۰]

په هر صورت، اوسنیو رژيمونو د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوښې خلاف دواړه هېوادونه یو له بل څخه بېل کړي دي، چې مسلمانان له یو څخه د ډېرو واکمنانو له درلودلو څخه منع کوي او پر هغه څه حکم کوي چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي. شریعت د یوې سیاسي ادارې په توګه د مسلمانانو پر یووالي ټینګار کوي او د هغو کسانو لپاره چې د اسلامي دولت څخه په بېل حالت کې خپلواک دي، د مرګ د سزا حکم کوي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ فَاقْتُلُوهُ»

ژباړه: «کله چې د مشر په توګه د یو سړي له خوا تاسو یو ځای کېږئ، نو تاسو باید هغه څوک ووژنئ، چې ستاسو پیوستون کمزوری کوي یا ستاسو یووالی ګډوډوي.» [مسلم]

همدا راز بل ځای فرمايي:

«إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فاقتُلوا الآخِرَ منهُما»

ژباړه: «که له دوو خلیفه ګانو سره بیعت وشو، دویم یې ووژنئ» [مسلم]

سره له دې چې پاکستان او ترکیه دوه هېوادونه دي او دوه بېل حکومتونه لري، چې د الله سبحانه وتعالی له حکم پرته واکمني کوي. د دوی دواړو اساسي قانونونه همدا راز هغه قوانین چې له دې څخه اخیستل کېږي، سیکولر دي او د اسلام او مسلمانانو له هویت څخه په بشپړه توګه بېل دي. په اسلامي نړۍ کې له نورو هېوادونو سره دا هېوادونه د خلافت دولت په ړنګېدلو سره رامنځ ته شول، چې د انګریز اجنټانو له لوري د ترکیې او عرب ملتپالو په وسیله دقیقاً سل هجري کلونه مخکې ويجاړ شوی و. که څه هم دا د مسلمانانو لپاره یوه غمیزه وه، د انادولو ادارې، چې دا مرکه یې تر سره کړې، دا ورځ لمانځي او د دې لپاره د «۱۰۰» شعار خپلوي.

خان له انقرې سره پر قبرس او نورو سیمه ییزو مسلو د اسلام اباد پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د ترکیې تر څنګ ولاړ دی. هغه وویل: «موږ دې ننګونو ته د رسېدلو لپاره متقابلې همکارۍ ته اړتیا لرو،» هغه زیاته کړه چې پاکستان هم په خپلو پولو کې ورته ننګونې لري. موږ واقعاً هیله لرو چې پاکستان او ترکیه د یو بل تر څنګ په رښتینې توګه ودرېږي. دا رښتینی یووالی د قبرس مسلې ته اړتیا لري، چې ترکیه یې په بشپړ ډول د جګړې له لارې د خپلواکۍ وړتیا لري، په داسې حال کې چې دا باید د خبرو اترو له لارې یونان ته د هغې یوه برخه هم پرېږدي. د کشمیر پر مسلې داسې یووالي ته اړتیا ده او د پاکستان اردو یې د ازادۍ وړتیا لري. نو د سولې لپاره باید مودي ته هېڅ لاس ونه غځول شي. موږ په حقیقت کې هیله لرو چې د پاکستان پوځ به د ترکیې له پوځ سره په سوریه کې د ظلم پر ضد بغاوت کې د دوی د ورور ملاتړ وکړي او د امریکا د اجنټ بشار څخه یې خلاص کړي، ترکیه د دې پر ځای چې د ازادې شوې سیمې نور سوري رژیم ته وسپاري، چې روسیه او ایران یې د سوریې د زیانمنو خلکو پر وړاندې سره یو کړي دي. موږ واقعاً هیله لرو چې دواړه هېوادونه به په سیمه کې د یهودي دولت، امریکا او روسیې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري وکړي. د دې پر ځای چې له دغو ناوړه ځواکونو سره یو ځای شي، ګډ دفاعي ځواک جوړ کړي، ځکه چې دا د ترکیې او یهودي دولت تر منځ مسله ده. دواړه هېوادونه د دښمنانو د کارونې لپاره پوځي اډې خلاصوي، که څه هم دا د مسلمانانو کلا ده. دوی دواړه د مجاهدینو په ځپلو کې له ناوړه ځواک سره همکاري کوي، چې خپل هېواد د غرب له اجنټانو څخه ازادوي او یا هم د امت د بقا لپاره د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار کوي.

الله سبحانه و تعالی پر پاکستان او ترکیې دواړو ډېر رحم کړی دی، دوی ته یې دا وړتیا ورکړې ده، چې دواړه له یو بل سره یو ځای شي او یو زبر ځواک جوړ کړي. همدا راز له شاوخوا اسلامي هېوادنو سره یو ځای شي چې د رښتیني حاکمیت تر سیوري لاندې د مسلمانانو د خلیفه له لوري د الله سبحانه و تعالی احکام پلي کړي. دا یوازې هغه وخت کېدلای شي چې امت اشغال شوې اسلامي خاورې ازادې کړي او مسلمانان له هغو نعمتونو څخه برخمن کړي چې الله سبحانه و تعالی ورکړې دي. د دې پر ځای چې په اسلامي هېوادونو کې د موجود سیکولر رژيمونو له لوري د کافرو استعمارګرو له لوري غلا شي. نو په حقیقت کې د خلافت دولت تر مشرۍ لاندې د پاکستان او ترکیې د یو ځای کولو لپاره، موږ د هوايي ځوکونو پر مشر، د پاکستان او ترکیې په پوځونو کې پر خپلو وروڼو غږ کوو چې حزب التحریر ته په نصرت ورکولو سره د نبوت پر منهج د راشده خلافت له لارې بېرته غوره حالت ته وروګرځئ. 

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ)

ژباړه: «اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي، چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. وپوهېږئ چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی. د هماغه لوري ته به تاسو ورغونډ کړای شئ.» [انفال: ۲۴]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې