جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 جمادی الثانی 1442

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 04 فبروری 2021 م

شمېره:      ۴۷/ ۱۴۴۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د هند مظلوم کروندګر په پاکستان کې د خلافت پر اړتیا پسې خپه دي، ترڅو په سيمه کې د اسلام سرپرستي بیا پیل کړي

کله چې د ۲۰۲۰م کال، د سپټمبر په ۱۷مه هند لوک سبا د کرهڼې دری قوانین تصویب کړل؛ چې ګټې یې په غیر عادلانه توګه د کوچنیو بزګرانو پر ځای د لویو شرکتونو بزګرانو ته ورکولې، هند د بېوزلو بزګرانو لاریونونو ولړزاوه. دغه ناوړه حالت د انسان په لاس د جوړ شوي قانون د نړۍ د لویې ډیموکراسۍ ترخه ثمره ده. په داسې حال کې چې د هند لویې وچې د اسلام او د هغه د کرهڼې قوانینو لاندې د ټولې نړۍ ۲۳٪ اقتصاد تشکیلولو چې د عالمګیر اورنګزیب په وخت کې ۲۷٪ ته لوړ شوو.

نن ورځ هم یوازې اسلام کولای شي چې د هندوستان غمځپلو بزګرانو د ژوند هوساینه تضمین کړي. هغه بزګران چې د قانون په واسطه ځان وژنې ته اړ کېږي او فشار ورباندې راوړل کیږي تر څو د لویو شرکتونو بزګرانو ته لاره هواره شي. د اسلام د کرنې قانون د کرنیزې ځمکې مالکیت د ځمکې له کښت سره تړلی دی. د هغو خلکو لپاره چې لږ امکانات لري د ښه عاید لپاره یې ورته ډیر فرصتونه چمتو کړي دي. د کرنیزې ځمکې مالک باید خپله ځمکه په خپله وکري او یا یې بل چا ته ورکړي، چې یې وکري. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا أَوْ لِيَمْنَحْهَا أَخَاهُ»

ژباړه: «هر څوک چې ځمکه لري، باید ویې کرئ او یا یې خپل ورور ته ورکړي.» [بخاري]

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځمکې له مضارعت څخه هم ډډه کړې ده:

«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ يُؤْخَذَ لِلْأَرْضِ أَجْرٌ أَوْ حَظٌّ»

ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې چې ځمکه د په اجوره او یا هم د حاصلاتو په یوه برخه ورکړل شي، ډډه کړې.» [مسلم]

سربیره پردې، اسلام اجازه ورکړې، چې یو سړی د داسې ځمکې مالک شي چې د هیچا ملکیت نه وي. بخاري له عایشې(رض) څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ أَعْمَرَ أَرْضًا لَيْسَتْ لأَحَدٍ فَهْوَ أَحَقُّ»

ژباړه: «هر څوک چې داسې ځمکه وکري چې د هیچا ملکیت نه وي نو دغه سړی یې مستحق دی.» [بخاري]

سربېره پردې، اسلام په کرنیزو محصولاتو هر ډول مالیه منع کړې ده، چې د تخمونو، حشره وژونکو موادو او کیمیاوي سرو قیمتونه را ټیټوي. اسلام د انرژۍ سکټور د عامه ملکیت په توګه اعلانوي نو کروندګر برق او تیل په مناسبه بیه ترلاسه کولای شي.

ای د پاکستان مسلمانانو!

موږ د هند د لویې وچې د اصلي ساتونکو اولادونه یو او باید خپل سم دریځ ته ادامه ورکړو.  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَام»

ژباړه: «زما د امت څخه دوې ډلې به الله سبحانه وتعالی د دوزخ له اوره ساتي: یو هغه ډله چې هندوستان ازادوي او بل هغه ډله چې له عیسی ابن مریم (ع) سره وي.» [احمد-النسائی]

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارک تقریر چې زموږ د سیمې د راتلونکی په اړه د الله سبحانه وتعالی له وحی پرته بل څه نه دي. دغه مبارک حدیث زموږ لپاره خبر دی چې باید عمل ور باندې وکړو. او دا د اسلامي امت جمعي مکلفیت دی چې ټول هندوستان اسلام ته چمتو کړو. په هر صورت د هند د غزوې (د هند ازادول) افتخار او عزت د پاکستان د اوسنیو واکمنانو تر بصیرت لاندې هېڅکله نه شي را تللای، ځکه چې دوی د امریکا پلان ته تسلیم شوي دي. زموږ د پیاوړي نظامی قدرت په مهارولو سره د هند دولت ته اجازه نه ور کوي تر څو د غښتلي سیمه يیز واکمن په توګه را پورته شي. دا زموږ ټولو دنده ده چې د ټولې سیمې د اوسېدونکو د سرپرستۍ لپاره د مذهب، ژبې او نژاد په پام کې نیولو پرته د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړو.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې