شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ترکیې د پولي واحد لېرې سقوط
بسم الله الرحمن الرحيم
د ترکیې د پولي واحد لېرې سقوط

(ژباړه)

پوښتنه:

د ترکیې پولي واحدې لېره په یوه ورځ کې (۲۰۱۸ د اګست ۱۰مه) کې ۱۴ سلنه راټيته شوه، په داسې حال کې چې په تېر پوره یوه کال کې په متواتر ډول ۲۱ سلنه راټيټه شوې وه. امریکا ته د ترکیې پر فولادو، المونیمو او نورو توکو باندې د یاد هېود لخوا د ګمرکي محصول لوړول د لېرې په راټيټېدو نوره هم اغېزه کړې ده، سر بېره پر دې له تېر یوه کال راهیسې په ترکیه کې د امریکایي عیسوي کشیش د خوشي کولو د مسله هم ګرمه شوې ده؛ د دې ناورین اصلي واقعیت څه دی او کوم لوري ته روان دی؟

ځواب:

د ځواب د ښه وضاحت لپاره باید لاندې ټکو ته ښه ځیر شو:

لومړی: د لېرې ناورین او په څو پړاوونو کې د هغې متواتر راټيټېدل:

1-      کله چې خلافت او د خلافت د پولي واحد سره زر او سپین زر له منځه لاړل، نو لېره په ۱۹۲۷ ز کال کې لېرې د ډالر په معادل ارزښت سره کار پیل کړ. وروسته بیا په ۱۹۳۳ کال کې د لېرې د سقوط داستان پیل شو، چې یو ډالر د دوو لېرو معادل و او د لېرې سقوط همداسې دوام پیدا کړ، چې په ۲۰۰۱ کال کې یو ډالر له یو میلیون او ۶۵۰ لېرو سره معادل شو. د پیسو د نړیوال صندوق لخوا د اقتصادي فشارونو له امله د ترکیې اقتصادي وضعیت خورا ویجاړ و او ترکیه په دې وخت کې د اجاوید لخوا رهبري کېدله او له سیاسي اړخه په انګلیس پورې یې تړاو درلود او په چیغو او زاریو یې پیل کړی و. وروسته په ۲۰۰۲ کې ټاکنې وشوې او دا ټاکنې د امریکا په ملاتړ اردوغان وګټلې او حکومت یې جوړ کړ. د اردوغان حکومت پرېکړه وکړه چې له خپل پولي واحد څخه شپږ صفرونه لرې کړي، چې دا پرېکړه د پارلمان په تصویب سره عملي شوله او د ۲۰۰۵ د جنوري د میاشتې له لومړۍ نېټې په رسمي ډول یې اعتبار پیدا کړ. په دې سره یو ډالر له ۱.۷۹ لېرو سره معادل شو. مګر دغه حالت زیات دوام ونه کړ او له ۲۰۱۳ کال څخه لېرې د ډالر پر وړاندې نزولي خوځښت پیل کړ او د ۲۰۱۴ کال تر لومړیو پورې دغه نزولي خوځښت خورا ګړندی شو او تر ۳۰ سلنې یې خپل ارزښت بایلود او همداسې تر ننه پورې نوره هم راټيټه شوه. د اردوغان حکومت تلاش کاوه چې د لېرې دا نزولي خوځښت ډپ کړي، مګر کله هم بریالی نشو. د لېرې ارزښت د روان کال له پيله د پام وړ ټيټوالی لري؛ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ارزښت ۲۱ سلنه راټيټ شو.

2-      د لېرې د راټيټدو ناورین د جولای د میاشتې په ۲۶ تاریخ هغه وخت نور هم لانجمن شو چې کله ټرامپ او مرستیال یې مایک پنس ترکیې ته خبرداری ورکړ چې که امریکایي کشیش بونسون ازاد نه شي، نو سخت بندیزونه به ورباندې ولګوي. وروسته د اګېست د میاشتې په وروستیو کې د لېرې ارزښت نور هم راټيټ شو او یو ډالر له ۴.۹۱ سره معادل شو، په داسې حال کې چې د ترکیې د مرکزي بانک د پرېکړې پر بنسټ مخکې دا قیمت ۱۷.۷۵ سلنه چې ۴.۷۶ کېږي معادل و. د ترکیې مرکزي بانک د سه شنبې په ورځ د سود بیه ثابته وساتله او دا په تېرو ۱۴ کلونو کې د تورم هغه لوړه کچه وه. نوموړي بانک د یوې اونۍ لپاره د سود بیه ۱۷.۷۵ سلنه وساتله او د لېرې ارزښت د روان کال له پیله تر اوسه ۲۰ سلنه ټيت شوی و، خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکړ او په دې سره یو ډالر له ۴.۹۱ لېرو سره معادل شو او دا هغه وخت راټيټ شو چې کله پرېکړه وشوه چې یو ډالر باید له ۴.۷۶۰۵ لېرو سره معادل وي. (سرچینه: سکای نیوز عربي؛ ۲۰۱۸ د جولای ۲۴مه)

3-      همدارنګه لېرې هغه وخت خپل ارزښت له لاسه ورکړ چې کله ټرامپ په خپل ټويټر پاڼه باندې اعلان وکړ چې غواړي پر ترکیه باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي. د دې لپاره چې انقره دا ناورین کنټرول کړي، امریکا ته یې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د اګېست د میاشتې په اوومه نېټه یوه ډله واستوله او دوی له خپل سیال سره د امریکا کشیش په اړه خبرې وکړې، مګر دغو خبرو کومه پایله نه درلوده. د خبرو تر ناکامېدو وروسته ټرامپ پر خپل ټويټر پاڼه د اګېست د میاشتې په لسمه د ترکیې د المونیمو او فولادو پر صادراتو د مالیې د لوړولو پرېکړه اعلان کړه او دا ستونزه یې نوره هم زیاته کړه. امریکا د ترکیې په المونیمو او فولادو چې امریکا ته صادرېږي په ترتیب سره ۲۰ سلنه او ۵۰ سلنه مالیه لوړه کړله او دې کار د لېرې ارزښت نور هم راټيټ کړ.  په دې سره د ډالر پر وړاندې د ترکیې ارزښت ۴۰ سلنه راټيټ شو. ټرامپ وویل: (د فولادو او المونیمو پر مالیاتو مې د دوه چنده زیاتوالي امر ورکړی دی. سرچینه: https://arabi21.com د اګېست ۱۰مه)

4-      پورته واقعیتونو ته په کتو سره د امریکا او ترکیې ترمنځ د مالي ناورین لانجه په ظاهره د امریکایي کشیش مسله ده. ځکه د امریکا ولسمشر غواړي د امریکا اصولي مسیحیان خوشاله کړي. مکر رښتیا خبره دا ده چې د امریکایي کشیش مسله یوازې یوه پلمه ده او غواړي چې د لېرې د سقوط اصلي لاملونه پټ کړي. په اصل کې دا خبره یوه سیاسي مسله ده او امریکا غواړي چې په دې سره اورپا ته اقتصادي ټکان ورکړي، چې د دې خبرې جزیات په لاندې ډول دي:

د دې ناورین نښې د امریکا او ترکیې د اوسنۍ لانجې څخه مخکې څرګندې وې؛ د همدې لپاره ترکیې ټولټاکنې د ۲۰۱۸ کال د نومبر له میاشتې د همدې کال د جون میاشتې ته رامخته کړلې، چې داسې نه چې پر ټولټاکنو ناوړه اغېز وکړي. په دې خبره باندې خپله اردوغان هم اعتراف وکړ: (د انتخاباتو د تاریخ په مخته راوستلو سره لویو اقتصادي زلزلو ته چمتووالی نیسو، که داسې ونه کړو، نو د دې دورې مالي تاوانونه نشو زغملی.) (سرچینه: د ترکیې خبرې پاڼه: ۲۰۱۸ د اپرېل ۲۰مه). دا په دې دلالت کوي چې د لېرې د ارزښت ټيټوالی د امریکایي کشیش او ګمرکي مالیاتو مخکې په پلان کې و. ځکه امریکايي کشیش برونسون په ۲۰۱۶ کې زنداني شوی و او پر ترکیه اقتصادي بندویزونه اوس ولګول شول، نو ځکه د برونسون مسله هېڅ معنا نه لري، په ځانګړې ډول چې امریکا دین او د بشر حقونه ته کومه ځانګړې پاملرنه نه لري.

5-      د ترکیې د سقوط اصلي لاملونه په لاندې ډول بیانوو:

الف) په وروستیو لسو کلونو کې پر ترکیه او په ځانګړې توګه په خصوصي سکټورونو باندې د پورونو د اندازې کچه. د ترکیې د خزانې وزارت د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې ترکیه ۴۳۸ میلیارده پوروړې ده او دوی یوازې ۱۱ میلیارده ورکولی شي. د ترکیې د خزانې وزارت مسوولینو د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر د میاشتې په ۳۱ داسې اعلان وکړ: (موږ د ۱۰.۹۲ ملیاردو ډالرو د پور د ادا کولو لپاره چمتووالی نیسو او دا د ۴۳.۱ میلیاردو ډالرو هغه برخه ده چې موږ یې په ۲۰۱۸ کې اخلو او نوی تورم له ۱۰ سلنه زیات دی.) (سرچینه: د اناضول خبري اژانس د ۲۰۱۷ د اکتوبر ۳۱) په دې سره د خطر زنګ ووهل شو او په دې وروستیو کې د خزانې د وزارت مشاور داسې اعلان وکړ: (پر ترکیه باندې د بهرنیو پورنو اندازه د روان کال په لومړي فصل کې ۴۶۶.۱ میلیارده ډالر ده. سرچینه: د اناضول خبري اژانس د ۲۰۱۸ د جون ۲۹مه) د یادولو وړ ده چې دا د دې پورونو زیاته برخه په دولتي پروژو په اړه ده، مګر اجرا او پلي کول یې خصوصي سکټورونو په غاړه اخیستې، ځکه په وروستیو لسو کلونو کې د اردوغان حکومت کوښښ کړی دی چې د نړیوال پورونه یوه اندازه په خصوصي سکټورونو باندې واچوي او پر دولت یې فشار یو څه کم شي. دا پورونه خصوصي سکټورونه په مستقیمه توګه له بهرنیانو تر لاسه کوي. اوسمهال د دې قرضونه یوه برخه په خصوصي سکټورونو پورې اړه لري او همدوی یې باید ادا کړي او دا د دولت یو سیاسي چل دی او غواړي وښيي چې دولت زیات بهرني پورونه نه لري.

ب) د ترکیې د سوداګرۍ او ګمرکونو وزارت په دې وروستیو کې وویل چې په روان کال کې د صادراتو او وارداتو ترمنځ ۷۷.۰۶ سلنه تفاوت موجود دی. په داسې حال کې چې په تېر کال کې دا تفاوت یوازې ۳۷.۵ سلنه و او دا په دې پولي واحد سره په سختۍ ورکول کېږي. په ۲۰۱۷ کې د ترکیې صادرات ۱۵۷.۱ میلیارده ډالر وو او واردات یې ۲۳۴.۱۵۶ میلیارده ډالر وو. (سرچینه: د ترکیې دولتي ټلویزیون، ۲۰۱۸ د جنوري دویمه.) سربېره پر دې د تورم رسمي شمېرې هم د ترکیې د شمېرو او ارقامو د رسمي ادارې له لوري د روان کال د اګېست د میاشتې په درېیمه اعلان شوې؛ دا اداره د تورم اندازه ۱۵.۸۵ سلنه ښيي. (سرچینه: د اناضول خبري اژانس، ۲۰۱۸ د اګېست دريمه) د تورم دا کچه له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې کله اردوغان او د هغه حزب واک ته رسېدلی دی لوړه کچه ده او دا لومړی ځل دی چې د تورم کچه دومره لوړه شوې ده. په داسې حال کې چې د ترکیې د مرکزي بانک دنده او موخه دا ده چې یاد تورم پنځه سلنې ته راټيټ کړي، یعنې د اورپا د تورم له کچې سره یې برابر کړي. مګر دې موخه ته په رسېدو کې دوی ناکام شول، ځکه دوی دا کچه یوازې اته سلنې ته راټيټه کړی شوی، مګر تېر کال بېرته دا کچه لس سلنې ته جګه شوه او سږ کال ۱۶ سلنې ته جګه شوه.

ج) د طبقه بندۍ د اژانسونو لخوا د ترکیې د اقتصاد ټيټ ښوودل، چې دې چارې د لېرې پر ارزښت منفي اغېز وکړ او د اعتماد کچه یې د ترکیې پر اقتصاد راټيټه کړله. له دغو اژانسونو څخه د (مودیز) آژانس د ۲۰۱۸ د اپرېل پر ۱۴ اعلان وکړ چې د ترکیې د پولي واحد کمزوري او د پورونو زیاتوالی کېدی شي خورا خطرناک وي. یاد اژانس وویل: (د ترکیې د پولي واحد سخته کمزوري د هغه د قرضونو په کچه باندې اغېز کوي او اقتصاد یې له ستونزو سره مخ کوي.) سرچینه: د رویترز خبري اژانس، ۲۰۱۸ د اپرېل ۱۴مه. یاد اژانس د ۲۰۱۸ د مارچ په ۱۳م د ترکیې درجه له BA1 څخه BA2 ته راټيټه کړله. اردوغان په دې کار سخت خواشینی شو او داسې یې وویل: (د اقتصادي ودې د ټاکوونکو اژانسونو موخه دا ده چې ترکیه په اقتصادي کړاوونو کې واچوي او مالي بازارونو باید دا خبرې جدي ونه نیسي.) سرچینه: ترک پرس، ۲۰۱۸ د مارچ ۱۳مه. همدارنګه د اقتصادي ودې د درجه بندۍ یوه بل آژانس (اند پورز سټنډرډ) د ۲۰۱۸ د مې په دویمه نېټه له تمې خلاف د ترکیې اقتصاد یې له مخکې کمزوری اعلان کړ. یاد اژانس اعلان وکړ چې غواړي د ترکیې د اقتصادي ودې درجه له (B/BB+) څخه یې (B/BB-) راښکته کړي. یاد اژانس په یوه بیانیه کې داسې اعلان وکړ: (د دې راټيټدو لامل دا دی چې موږ د ترکیې د پولي واحد له بې ثباتۍ او د تورم د لوړې کچې او نوسان څخه وېره لرو.) سرچینه: د رویترز خبري اژانس، ۲۰۱۸ د مې دویمه. همدارنګه د (فیتش) په نامه یوه بل اژانس په خپله یوه بیانیه کې داسې څرګندونې کړې وې: (د ترکیې د اقتصادي ودې د درجې راټيټېدل له (BB+)‌ څخه (BB) د لېرې د تورم د زیاتوالي او همدارنګه هغه ستونزې دي چې د ترکیې په اقتصادي سیاست کې شتون لري.) (سرچینه: ترک پرس، ۲۰۱۸ د جولای ۱۴مه.)

څرګنده خبره ده چې دغه اژانسونه پر اقتصادي وضعې ژور اغېز لري؛ ځینې وخت د یوه هېواد اقتصادي ستونزې پټې ساتي او تمرکز نه ورباندې کوي، چې دا کار یې په کلونو له ترکیې سره وکړ. همدارنګه ځينې وخت د یوه هېواد له اقتصادي ستونزو پرده پورته کوي او حتا څو برابره یې زیاد ښيي، چې ورته کار یې اوس له ترکیې سره وکړ؛ چې دا د دې لامل ګرځي چې پوروړي له ترکیې خپل پورونه وغواړي او ترکیه خپل پورنه په لېره نه، بلکې په بهرنیو پولي واحدونو سره ورکړي او په دې سره د لېرې ارزښت راټيټ شي.

دویم: هغه پوښتنه چې دلته راپورته کېږي دا ده چې که د لېرې ناورین اوس نه، بلکې له ډېره وخته راهیسې پیل شوی دی، نو ولې اوس چې د عیسوی کشیش له لارې او د مالیو د زیاتوالي پر مهال یې راپورته کړ او لېره دومره تیز خپل ارزښت له لاسه ورکوي؟ اوس چې امریکا په لېرې پسې دومره راخیستې ده چې حتا د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې لامل ګرځي او یا دا چې ترکیه باید له امریکا، ناټو او ... سره خپلې اړیکې پرې کړي په داسې حال کې چې دا یو غبرګون هم عملا نه دی شوی، نو رښتیا خبره څه ده؟ په دې خبره باندې د پوهېدو لپاره باید لاندې واقعیتونه وڅېړو:

1-      یوه مهمه مسله چې د ټرامپ حکومت د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ونیوه دا ده چې امریکا باید ډالر د یورو په ګډون د نړۍ د ټولو پولي واحدونو پر وړاندې ارزښتمن کړي. امریکا لومړی وغوښتل چې د یورو په سیمه کې د سود له ټيټې کچې استفاده وکړي او په امریکا کې یې د سود کچه لوړه کړله او په دې سره یې زیاتې پانګې امریکا ته جذب کړلې. امریکا تمه درلوده چې دا کار به یې یورو د ډالر پر وړاندې بې ارزښته کړي، مګر داسې ونه شول، بلکې د یورو ارزښت همداسې پاتې شو، ځکه چې د اورپا مرکزي بانک د نغدې او د تیسیر په نامه نغدو نوټونو د اخیستلو د کمولو سیاست یې وکاروه او دا کار د دې لامل شو چې په اورپا او اسیا کې پانګونه له زیاتې ګټې سره سرته ورسېږي او په امریکا کې پانګونه ډپ کړي. کله چې ټرامپ په دې کار کې ناکام شو، نو د وارداتو په کمولو او د صادارتو په زیاتولو یې پیل وکړ، څو سوداګریزې معاملې په خپله ګټه وڅرخوي او په دې سره د ډالر ارزښت لوړ کړي. له همدې امله یې په وارداتي توکو مالیه زیاته کړه. ویلبور روس د ۲۰۱۸ د مې په ۳۱مه اعلان وکړ چې هېواد یې له اورپایي اتحادیې، چین، مکسیکو او کاناډا څخه په وارېدېدونکو فولادو او المونیمو مالیه لوړوي. سرچینه، www.dw.com ، ۲۰۱۸ د مې ۳۱)

2-      د ټرامپ یو سیاست هم د یورو د ارزښت د ټيټولو او د ډالر د ارزښت د زیاتولو په موخه بریالی نشو، نو فکر یې وکړ چې راځه پر ترکیه فشار راوړه او د لېرې ارزښت ټيټ کړه. امریکا غواړي چې د اورپا مالي بازارونو وځپي او په دې سره اورپا وویروي. ځکه اورپا له ترکیې سره خورا زیاتې مالي معاملې لري او په ترکیه کې تر ټولو زیاته پانګه اچونه د اورپا ده او دا کچه په ۲۰۱۷ کال ۴۲ سلنه لوړه شوه. همدارنګه د ترکیې د سوداګریزو توکو زیاته معامله له اورپا سره ده او دا کچه په ۲۰۱۷ مې ۱۶۰ میلیارده ډالره وه، چې زیاته ګټه یې هم اورپا ته رسېږي. دواړو لوریو پرېکړه کړې چې د ګډ ګمرک هوکړه لیک چې په ۱۹۹۵ کې شوی دی له سره نوی کړي او په دې سره غواړي د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه تر راتلونکې یو نیم کال پورې ۲۰۰ میلیاردو ډالرو او تر راتلونکو پنځو کالو پورې یې ۵۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي. دا معلومات د ترکیې د اقتصاد وزیر نهاد زیکجي رسنیو ته ورکړل. سرچینه: شرق الاوسط، ۲۰۱۷ د سپټمبر ۲۹مه) په داسې حال کې چې د ترکیې او امریکا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې اندازه ۱۸.۷ میلیارده ډالر ده، چې ترکیې ته د امریکا صادرات د ټرامپ په لومړیو ۱۱ میاشتو کې ۷.۲ سلنه له ترکیې امریکا ته زیات وو. سرچینه: د اناضول خبري اژانس د ۲۰۱۸ د جنوري ۲۱مه. نو که امریکا هر څومره د ترکیې اقتصاد ته ټکانونه ورکوي په همغه کچه د اورپا اقتصاد زیانمنوي او په دې سره لکه څنګه چې ټرامپ پتېیلې ده د یورو ارزښت راټيټ کړي.

۶. د اورپا بازار د لېرې د سقوط له امله اغېزمن شو:

الف) د اورپا مرکزي بانک تل د ترکیې پر وړاندې د یورو د سیمو د بانکونو د دروازو د پرانیستلو په اړه اندېښنه درلوده، په ځانګړې توګه فرانسوي NB-BARIBA، هسپانوي بي بي في ایه او د ايټالوي اوني کريډټ بانکونه؛ په دغو دریو بانکونو کې ترکي لېره پراخ فعالیت لري او د دې بانکونو سهام تر درې سلنې راټيټ شول او له همدې همدې امله د ترکیې له وروستیو بدلونونو څخه اغېزمن شول.

ب) د نړیوال بانک د وروستیو شمېرو پر بنسټ؛ د هغو پورونو کچه چې اورپایي بانکونو ترکیې ته ورکړي دي ۲۲۴ میلیارده ډالر دي، چې تقریبا ۲۰۰ میلیارده یورو کېږي، چې زیاته کچه یې د هسپانوي بانکونو له لوری ورکړل شوې ده. اوس دا بانکونه د ترکیې د ناورین په اړه سخته اندېښنه لري، ځکه چې د لېرې تر سقوط وروسته د دغو بانکونو اسهام له ۱۰ تر ۲۰ سلنې راټيټ شوي دي او لامل یې هم هغه پورونه دي چې ترکیې ته یې ورکړي دي. سرچینه: سکای نیوز، ۲۰۱۸ د مې ۳۱مه.

ج) بله مسله چې د ترکیې د پورونو په اړه اندېښنې راپورته کوي دا ده چې ترکیه د خپلو پورونو د ورکړې وس نه لري؛ ځکه چې ترکي پانګوال ۸۲.۳ میلیارده ډالر له هسپانیوي بانکونو، ۳۸.۴ میلیارده له فرانسوي بانکونو او ۱۷ میلیارده له ايټالوي بانکونو پوروړي دي. له همدله امله په اورپا کې د خطر زنګ کړنګول کېږي، ځکه دغو بانکونو خپل اسهام له لاسه ورکړي دي. سرچینه: https://www.ft.com/content/51311230-9be7. د لېرې د ارزښت کمېدل د دې شونتیا زیاتوي چې ترکیه خپل پورونه ادا نه شي کړلی او دا خپله اورپا په پراخه کچه اغېزمنوي.

د) ځینې راپورونه داسې ښيي چې یو شمېر لوی ترکي شرکتونه له ۲۲۰ میلیارده زیات پوروړي دي او د لېرې تر سقوط وروسته یې دولت ته د مرستې غوښتنلیکونه استولي دي. دغوش یو هغه لوی شرکت دی چې د یوه لوی ترکي شتمن فریدهاینک لخوا رهبري کېږي، نوموړي له بانکونو غوښتي چې له نوموړي سره پورونه ور سره په ډالرو واړوي. ځينې راپورونه ښيي چې دا ډول پورونه چې په ډالرو باندې اړول غوښتي ۲۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

هـ) د المان د صنعت او سوداګرۍ خونې اعلان وکړ چې ۶۵۰۰ الماني شرکتونه په ترکیه کې فعالیت کوي او په ترکیه کې له شته ناوړه اقتصادي وضعیته اغېزمن شوي دي. نوموړې خونې اعلان وکړ چې یاد الماني شرکتونه غواړي نور په ترکیه کې پانګونه ونه کړي. سرچینه: www.lebanon24.com ، ۲۰۱۸، د اګېست ۱۳مه)

درېیم: نو د لېرې پر سقوط باندې د امریکا د فشار موخه دا ده چې په دې سره د اورپا اقتصاد وځپي او بلاخره د یورو ارزښت د ډالر پر وړاندې ټيټ کړي. د ټرامپ فشارونه د دې لامل شوي دي چې په ترکیه کې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ شي، مګر ټرمپ دې ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. که څه له ټرامپ غوندې انسان څخه د داسې کار کول د حیرانتیا ځای نه دی. ځکه نوموړی د پدوانۍ د مفکورې پر بنسټ رالوی شوی دی او د پدوانانو وینه یې په رګونو کې ده، مګر هغه څه چې خورا ناوړه دي او انسان ته ازار ورکوي دا دي چې اردوغان دا خاین او چمباز درک نه کړ او اردوغان حیرانېږي چې خپل یو تاریخي ستراتيژیک دوست یې د یوه کشیش له امله وځپلو.

اردوغان د تور سمندرګي په غاړه په اونیه ښار کې یوې غونډې ته داسې وویل: (د یوه کشیش د خلاصون لپاره د ترکیې پر وړاندې دا ډول جرئت او ګواښ لویه اشتباه ده.) نوموړي زیاته کړه: (یو ځل بیا امریکايي چارواکو ته وایم چې تاسو ته شرم دی چې په ناټو کې خپل یو ستراتيژیک دوست له یوه عیسوي کشیش سره معامله کوئ.) سرچینه: د الانباء پاڼه، ۲۰۱۸، د اګېست ۱۲مه) وروسته یې په غم او پرېښانۍ ټرامپ ته خطاب وکړ چې ترکیې د امریکا لپاره خورا زیات خدمتونه کړي دي او له د امریکا لپاره یې د خپلو مبارزو یادونه وکړه. همدارنګه نوموړي په یوه لیکنه کې چې د (له امریکا سره ناورین څنګه ارزوئ) تر سرلیک لاندې د نیویارک ټایمز په نشریه کې خپره شوه داسې ویلي دي:  (۶۰ کاله کېږي چې امریکا او ترکیه په ناټو کې ستراتيژيک ملګري او شریکان دي. دواړو هېوادونو په ګډه د سړې جګړې پر وړاندې او تر هغه وروسته مبارزه وکړه او یو د بل تر څنګ یې سختې ستونزې وګاللې. ګڼ کلونه ترکیې د امریکا غوښتنې ته هرکلی ویلی دی. زموږ پوځونو د کوریا په جګړه کې اوږه په اوږه د امریکايي سرتېرو ترڅنګ جنګ کاوه، د کیوبا د توغندیو د ناورین پر مهال د امریکا ترڅنګ ودرېدو، د وضعیت د ارامولو لپاره مو امریکا ته اجازه ورکړه چې د جای جوبیتر توغندي زموږ په خاوره کې نصب کړي او کله چې امریکا وغوښتل د سپټمبر د ۱۱ د پېښې عاملینو ته جزا ورکړي استفاده یې ترې وکړه. ترکیې د ناټو په چوکاټ کې خپل سرتیري د امریکا د جګړې د بریالیتوب لپاره افغانستان ته واستول.) د ادروغان له خبرو ښکاري چې نوموړي خپله دوستي د امریکا پر وړاندې چې د اسلام او مسلمانانو دښمن دی، څنګه اعلانوي. مګر د دې ټولو چوپړونو پایله یې دا شوه چې هغه هېڅ ارزښت نه ورکوي.

څلورم: دا چې د امریکا او ترکیې ترمنځ به دا کړکېچ تر کومه ادامه ولري، په دې اړه داسې وایو:

1-      په اصل کې پر لېره د امریکا فشار د دې لپاره دی چې د اورپايي اتحاديې اقتصادي وضعیت وځپي او په پایله کې د یورو پر وړاندې د ډالر ازښت لوړ کړي، نو کله چې ټرامپ دې موخې ته ورسېد او خپله غریزه یې اشباع کړه، نو د اقتصادي ودې د درجه بندۍ د سازمانونو په وسیله به بېرته ارقام او شمېرې واړوي او له لېرې به بېرته خپل ملاتړ اعلان کړي، ځکه چې د امریکا موخه لېره نه، بلکې یورو ده او اوس ځکه پر لېره فشار راوړي چې له اورپا سره یې خورا زیاتې سوداګریزې راکړې ورکړې دي، ځکه همدا اوس د ډالر پر وړاندې یورو راټيټه شوې ده: (کله چې فایننشل ټایمز له دوو نورو سرچینو څخه راپور خپور کړی چې د اورپا مرکزي بانک د هسپانیې، ايټالیې او فرانسې د بانکونو په اړه اندېښنه لري، یورو سخته اغېزمنه شوله. اوس یوه یورو ۱.۱۳۶۵۵ دی او دا د ۲۰۱۷ کال د جولای له میاشتې تر ټولو ټيټ قیمت دی. سرچینه: د رویترز خبري اژانس ۲۰۱۸، اګېست ۱۳مه)

امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د اردوغان د قدرت ته رسېدو سره سم د ترکیې اقتصاد په کاذبو خبرونو سره لوړ وښوود. په داسې حال کې چې تر اردوغان مخکې د اجاوید د واکمنۍ پرمهال د لېرې ارزښت خورا ټيټ او اقتصاد یې سخت ویجاړ و. امریکا او ملګرو یې ترکیې ته د زیاتو پورونو په ورکړې سره پرمختللی وښوود او د اقتصادي ودې د اژانسونو لخوا یې په لوړه درجه کې راوست. وروسته یې د ترکیې اقتصاد د ودې په حالت کې معرفي کړ، په داسې حال کې چې په پورونو او سودونو باندې ولاړ و.

2-      امریکا ته د ترکيي المونیمو او فولادو د صادارتو په اړه باید وویل شي چې دا ډېر تاثیر نه لري، ځکه امریکا ته د ترکیې د فولادو د صادراتو بیه یوازې له یوه میلیارد یو څه زیاته ده او دا د دولتي اقتصاد د مجموعي کچې په نسبت چې ۱۵۷ میلیارده ډالره ده، خورا کمه ده. اصلي موخه دا ده چې د ترکیې په اقتصادي بازار کې د لېرې په اړه سخته اندېښنه راپورته کړي او په دې سره د اورپا اقتصاد وځپي او بلاخره د یورو ارزښت د ډالر پر وړاندې ښکته کړي. ځکه چې د اورپا او ترکیې ترمنځ زیاتې سوداګریزې معالې کېږي او د امریکا له نظره دا موثر کار و.

3-      په ترکیه کې د امریکايي کشیش د نیولو په اړه باید ووایو چې نوموړی کابو دوه کاله کېږي چې بندي دی، مګر بیا هم د امریکا او ترکیې ترمنځ اړیکې نورمالې وې، نو ټرامپ دا مسله په قصدي توګه جدي ونیوله او د راتلونکو انتخاباتو لپاره ترې استفاده وکړي او د دې ترڅنګ د ترکیې او امریکا ترمنځ دا ستونزه د ترکیې د پولي واحد د ټيټېدو لامل شي او امریکا ترې د ځان په ګټه استفاده وکړي. نو د کشیش موضوع په دې مسله کې یوازې د ستونزې د راپورته کولو کې وکارول شوه. اصلي موخه د یورو ځپل و، چې امریکا تقریبا دې موخې ته رسېدونکې ده او کېدی شي کشیش وروسته په یوه داسې اسلوب ازاد شي چې د اردوغان ابرو پکې لاړه نشي او یا یې ابرو ته هېڅ ارزښت ورنه کړل شي.

4-      مګر هغه ستونزې چې د لېرې د ټيټوالي او د لومړنیو توکو د لوړوالي له امله د ترکیې خپل زغمي، نه ټرامپ ته اهمیت لري او نه هم د هغه ملګرو او نه هم دامریکا مزدورانو ته. اوس کوندې د امریکا مزدوران پوه شوي وي چې کله چېرته د امریکا ګټه وي، بیا نه د خپلو مزدورانو پروا لري، نه یې د خلکو او هر څه چې وغواړي کوي یې؛ حتا کولی شي خپل مزدوران توهین کړي او د خپل خلکو پر وړاندې یې بې ارزښته کړي. رښتیا هم کله چې یو څوک ټيټ او ذلیل وي، نو هر ډول توهین او رټل ورته اسانه وي.

پایله دا چې هغه ناورین چې ټرامپ د مالیاتو د لوړولو، د کشیش د موضوع د راپورته کولو، د اقتصادي ودې د اژانسونو لخوا د ترکیې د ټيټې درجې ښوودلو، د ترکیې د پورونو د افشاء کولو پر مټ منځه راوړ او له امله یې د لېرې ارزښت خورا ټيټ کړ، موخه یې د اورپا ویرول او د دوی د اقتصاد ویجاړول وو، څو یورو د ډالر پر وړاندې راټيټه کړي. ځکه چې له اورپا سره د ترکیې سوداګریزې راکړې ورکړې خورا زیاتې وې او د یورو د ټيټولو لپاره پر ترکیه فشار د امریکا لپاره ښه لاره وه.

لکه څنګه چې اردوغان اوس هم د امریکا پر محور تاويږي، نو شاید دا ناورین ډېر وخت ونه نیسي، بلکې کله چې ټرامپ وویني چې یورو د ډالر پر وړاندې د نوموړي په زړه راټيټه شوې ده، نو لکه څنګه یې چې دا ناورین پیل کړی، همداسې به یې پای ته ورسوي. دا کار شاید داسې وکړي چې د اردوغان ابرو پکې لاړه نشي او شاید هېڅ پروا یې هم ونه لري او وروسته به کشیش ازاد شي، سختې مالیې به لغوه او یا به یې کمې کړي او د اقتصادي رشد اژانسونه به ترکیې ته امریکا په پور ورکولو سره بېرته د ترکیې اقتصادي ودې درجه لوړه وښيي او په دې سره به د لېرې ارزښت بېرته لوړ کړي، که څه هم شاید ارزښت یې بېرته تر ناورین مخکې کچې ته ونه رسېږي. نو بېرته به اردوغان او ټرامپ غاړه غړۍ شي او داسې به وښيي چې ګواکي هېڅ هم نه دي شوي.

رښتیا هم چې کله د دغو مزدورو حکامو د بادارانو ګټې هر څه وغواړي، دوی یې ورته چمتو کوي او که دوی سپکېدل هم پروا یې نه لري، حتا که وغواړي خپل مزدوران د قدرت له ګدۍ هم غورځوي، چې په ځلونو یې له خپلو مزدورانو سره همداسې کړي هم دي. مګر داسې څوک شته چې پند ترې واخلي؟! ﴿إن فی ذلک لذکری لمن کان له قلب أو ألقی السمع و هو شهید﴾

ژباړه: انجنیر احرار

Last modified onشنبه, 15 سپټمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې