پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اسمره کې د اریتریا او اټیوپیا تر منځ د سولې تړون
بسم الله الرحمن الرحيم
په اسمره کې د اریتریا او اټیوپیا تر منځ د سولې تړون

 (ژباړه)

پوښتنه:

په اسمره کې د ۲۰۱۸ په جولای کې د اریتریا او اټیوپیا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو او میلس د اټیوپیا د بهرنیو چارو وزیر په دې ټینګار وکړ، چې د اسمرې تړون چې په دې وروستیو کې له اریتریا سره لاسلیک شو، د دوو هېوادونو په خوښه او د درېیم اړخ بې له کوم منځګړیتوب څخه تر سره شوی. پوښتنه دا ده چې دا وینا سمه ده؟ او د دې تړون په لاسلیک کولو کې نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو اغېزه نه درلوده؟ د اسمرې تړون، د ۲۰۱۸ د جون د ۱۸ نېټې له الجزایر تړون سره څه تړاو لري؟ ظاهرا داسې ښکارئ چې د هغې بشپړوونکې ده، ولې ۱۸ کاله وروسته پاتې شوه؟ الله سبحانه و تعالی دې خیر درکړي.

ځواب:

د دواړو خواوو په خوښه د دې تړون د لاسلیک کولو په هکله د اټیوپیا د بهرنیو چارو وزیر د ویاند (میلس) ویناوې د عوامو خلکو د غولولو لپاره دي! او د پېښو د لړیو په تعقیب سره دا په ډاګه کیږي چې د هغې شاته څه پېښې شوي او کیږي، امریکا د اروپا او چین د تحرکاتو پر وړاندې د خپلو ګټو او نفوذ لپاره په افریقا کې ښکېله ده چې په لاندې توګه واضح کیږي:

لمړی، د اسمرې د تړون لړۍ: دا تړون د ۲۰۱۸ د جولای په ۹ لاسلیک شو چې وروسته اتیوپیا او اریتریا د دې دواړو هېوادونو ترمنخ د جګړې د پای ټکی اعلان کړ او دا اعلان وروسته له هغې لیدنې وشو چې د اتیوپیا لمړی وزیر آبی احمد او د اریتریا ولسمشر اسیاس افورقي تر منځ د تاریخي لیدنې په نامه یادیږي. د اریتریا د رسنیو وزیر یماني جبر میسکیل په خپل تویتر کې ولیکل: «د دواړو خواوو تر منځ د سولې او دوستۍ دوه اړخیز تړون لاسلیک شوی او د دواړه هېوادونو تر منځ جګړه پای ته رسېدلې، د دوستۍ او سولې نوی عصر رامنځته شوی او دا دواړه هېوادونه به یوځای هڅه وکړي چې په خپلو منځو کې فرهنګي، ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او امنیتي مرستې ولري.» (سرچینه: فرانس پرس د ۲۰۱۸م د جولای ۹) د دې تړون د پردې تر شا د لا زیات وضاحت لپاره باید له دې تړون مخکې او وروسته پېښو ته اشاره وشي.

1.  هغه څه چې له دې تړون مخکې پېښ شول:

د افریقا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال دونالد یاموتو، پنچشنبې د ۲۰۱۸م د اپریل په ۲یمه «آدیس آبابا» ته یو رسمي سفر وکړ، په دې ۳ ورځني سفر کې يې د اتیوپیا له لمړي وزیر آبي احمد علي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنې وکړې. دا لیدنې د هغه سفر په اډانه کې تر سره شوې چې د اپریل په ۲۲مه یې پیل کړې وې چې پکې اریتریا او جیوبوټي شامل وو او په اتیوپیا کې پای ته ورسېدې. (سرچینه : فرانس پرس د ۲۰۱۸ د جولای ۹مه)

آبی احمد د ۲۰۱۸م د مې پر ۱۷ په لمړني بهرني سفر کې د شاه سلمان بن عبدالعزیز په رسمي بلنې له سعودي لیدنه وکړه.

د سعودي ولیعهد بن سلمان لمړی کس و چې آبي احمد د ۲۰۱۸م د جون په ۷مه ورسره لیدنه وکړه. د اتیوپي آژانس د دې هېواد د لمړي وزیر آبي احمد له رئیس دفتر څخه په نقل داسې لیکلي وو: «آبي احمد له سعودي سره د اړیکو پراختیا ته هرکلی ویلی او ویلي یې دي چې د محمد بن سلمان په مرستې سره د دې دواړو هېوادونو اړیکې زیاتې شوي او له بل هره وخته پیاوړې او نږدې شوې هم دي او د سعودي ولیعهد ژمنه کړې چې په اتیوپیا کې د سعودي د پانګه اچونې د تشویق او زیاتوالي لپاره د آدیس آبابا له مرستو څخه به ملاتړ وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۸م د جون په ۲۱مه په یوه وینا کې ویلي: «امریکا متحده ایالت د اتیوپیا او اریتریا تر منځ د اوږدمهاله اختلافونو حل لارې ته د رسېدو وروستي پرمختګونه ښه بولي او اسیاس افورقي او آبی احمد د سولې په لور د ګامونو په اخیستلو سره یوه زړوره رهبري وښوده. متحده ایالتونه هیله لري چې د دې دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په بشپړه توګه عادي شي او دا دواړه هېوادونه خپلو ګډو هیلو ته ورسیږي چې تلپاتې سوله ولري.» (سرچینه: رویترز۲۰۱۸م جون ۲۱)

مایک راینور په اتیوپیا کې د امریکا سفیر له آدیس استاندارد سره په یوه مرکه کې وویل: «ډېر ښه، موږ دواړه خواوو ته په علني توګه ویلي او بیا هم وایو چې موږ دې رول لوبولو ته چمتو یو، د الجزایر د تړون په ورځ متحده ایالت رسمي ضامن و، موږ تړون ته په رسېدو کې ښکاره رول درلود، هغه هم په هغه وخت کې چې هېڅ یو د دې دواړه هېوادونو (اریتریا او اتیوپيا ) سولې ته هېڅ تمایل نه درلود، موږ هغوی سولې ته وهڅول او په همدې دلیل مو وویل: که داسې احساس کوی چې د همکارۍ په توګه متحده ایالت کولای شي ښه رول ولوبوي، موږ له هغې څخه په ملاتړ هغه څه مو چې په وس کې وي تر سره به یې کړو... څرنګه مې چې وویل: زه په دې اند یم چې موږ دې پایلې ته د رسېدو لپاره، ډېر اړین رول لوبولی، ځکه چې له څو میاشتو راهیسې له دې دواړو هېوادونو سره په تماس کې وو.» (سرچینه: www.addisstandard.com ۲۰۱۸م جولای ۲)

دا ټول یاد شوي مطالب دا په ډاګه کوي چې د دې تړون د لاسلیک کولو پیل د امریکا او مزدورانو لکه سعودي لخوا شوی او له دې تړون څخه د پخوانیو پېښو په تعقیب سره کېدای شي یادې پایلې ته ورسېږو.

2.  هغه څه چې وروسته له دې تړون څخه پېښ شول:

امریکا د اریتریا او اتیوپیا تر منځ وروسته له کلونو جګړې څخه د سولې له تړون څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دغه اعلان د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (مایک پامپئو) په وینا کې راغلی وو، هغه وویل: «امریکا متحده ایالات د اریتریا او اتیوپیا تر منځ د سولې له تړون څخه ملاتړ کوي، چې پرون د دوشنبې په ورځ لاسلیک شو او ۲۰ کلنې جګړې ته یې د پای ټکی کېښود. هغه په دې ټینګار وکړ، چې د اړیکو عادي کول او د اریتریا او اتیوپیا تر منځ د سولې د ګډ اعتماد اعلان د دواړو هېوادونو خلکو ته د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي اړیکو په ډول ګډو هیلو باندې د تمرکز زمینه برابروي.» (سرچینه: www.ar.haberler.com ۲۰۱۸م د جولای ۱۰)

اسیاس افورقي د ۲۰۱۸م جولای په ۲۳ د اسمرې له تړون وروسته  چې د ۲۰۱۸م جولای پر ۹مه لاسلیک شو، له سعودي لیدنه وکړه. هغه او ملک سلمان د وروستیو سیمه ییزو پېښو په اړوند خبرې اترې وکړې، همداسې (عادل جبیر) له خپل اریتریائي سیال سره په یوه ناسته کې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو او اړینو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې. (سرچینه: الشرق الاوسط ۲۰۱۸م جولای ۲۴)

د اسمرې له تړون دوه میاشتې وروسته، د اریتریا ولسمشر اسیاس افورقي او د اتیوپیا لمړي وزیر آبی احمد علی، یکشنبه د ۲۰۱۸م د سپتمبر پر ۱۶مه د سعودي د شاه، ملک سلمان په ملاتړ، د دوو هېوادونو تر منځ د سولې تړون لاسلیک کړ چې د سعودي ولیعهد هم پکې ناست وو. (سرچینه: عربي اسکای نیوز ۲۰۱۸م سپتامبر ۱۶).

د پاسنیو پېښو له لړۍ څخه په ډاګه کیږي چې امریکا او مزدوران یې د اسمرې د تړون د فضا په رامنځته کولو سره او له تړون وروسته ښکاره ملاتړ سره، د دې پېښو تحریک کوونکي دي.

دویم، د اریتریا او اتوپیا د حکومتونو واقعیت:

1.              حبشه د انګلیس او ایتالیا په ښکېلاک کې:  حبشه په ۱۹۵۳م، د ایتالیا تر ښکېلاک لاندې راغله او د هغې امپراطور (هایله سلاسي مریم ) د کینیا له لارې مصر ته ولاړه چې په هغه وخت کې دا دواړه هېوادونه د انګلیس په ښکېلاک کې وو او په هغه ځای کې تم شوه تر هغې چې په ۱۹۴۱م کې په دویمې نړیواله جګړې کې د متفقیونو لخوا د ایتالیا تر ایستلو وروسته، انګلیس بیا ځل هیله سلاسي د امپراطورۍ پر کرسي کښېنوله او له هغې وروسته حبشه د انګلیس تر ښکېلاک لاندې راغله او په ۱۹۵۰م کال کې اریتریا له اتیوپیا سره یو ځای شوه او د هایله سلاسي تر حکومت لاندې راغله. په اریتریا او اتیوپیا کې د انګلیس نفوذ تر ۱۹۷۴م پورې دوام وموم. خو د راستګرا نظامیانو لخوا د امپراطورۍ پر وړاندې نظامي کودتا وشوه، چې په هغه کې افسر منګیتسو او هیله مریم ډېر د خلکو په منځ کې مشهور وو، چې دې نظامیانو له جګړې وروسته له ۱۹۷۷م  تر ۱۹۹۱ پورې په قدرت کې وو. په هغه وخت کې ډېریو انقلابي حرکتونو انقلابي شعارونه، آزادي، کمونیستي او داسې نور شعارونه ورکول او د (مریام) دخلکو شعارونه هم همدا وو، که څه هم امریکا د انګلیس استعماري نفوذ د له منځه وړلو لپاره د دې تر شا وو. د امریکا لپاره د مریام په خارجي سیاست کې له خدمتونو څخه یو یې د (جان ګارانګ) په مشرۍ د سوډان د جنوب (ترهګر سازمان) څخه ملاتړ وو چې له امریکا سره یې تړاو درلود او له نوموړي سازمان څخه د اتیوپیا ملاتړ هم مداوم پاته شو څو چې په سودان کې د (بشیر) له حکومت سره په یووالي، جنوبي برخه له سودان څخه بېله شوه.

منګیتسو په خون خوارۍ مشهور وو او امریکا اندېښمنه شوه چې داسې نه چې خلک انقلاب وکړي او انګلیس د دویم ځل لپاره راشي، د منګیتسو حکومت یې نسکور کړ او ملس زناوي چې د (خپلواکۍ جبهه) یادېده او د مسیحي تغرای قبیله وه، حکومت ته راوسته چې دا قبیله د اتیوپیا د نفوس ۵٪ ده او له نورو قومي جبهو سره یې تړون لاسلیک کړ د بېلګې په توګه له اورومو خپلواکۍ جبهې سره. له مهمو کارونو چې (زناوې) د امریکا په ګټه تر سره کړل دا وو چې په ۲۰۰۶م کې یې په سومالیا کې لاسوهنه وکړه او امریکا دې ته اړ کړه چې له اسلامي حرکتونو سره وجنګیږي او د سومالیا له محاکمو څخه د اسلامي احکامو د لغو کولو سبب وګرځي چې لا تر اوسه د اتیوپیا اردو په سومالیا کې د امریکا د نفوذ د استحکام لپاره کار کوي.

په ۲۰۱۲م کې د زناوې له مړینې وروسته له همدې قبیلې څخه د (هیله مریم دسالین) په نامه یو کس واک ته ورسېد، خو ګډوډي رامنځته شوه او په وروسته کال کې یې اضطراري حالت اعلان شو او د ۲۰۱۵م په اکتوبر کې د پلازمېنې (آدیس آبابا) د پراختیا او د کرنیزو ځمکو د مصادرې په هکله د حکومت د هوډ په پایله کې ګډوډي رامنځته شوه. دا ځمکې د (اورومو) قبیلې اړوند وې چې د دې هېواد ۴۰ سلنه خلک دي او وروسته له دې قبیلې تر ټولو لویه قبیله (امهریه) ده چې د دې هېواد ۲۰ سلنه نفوس جوړوي. حکومت له یوه کاله وروسته په ۲۰۱۶م کې اضطراري حالت اعلان کړ او د څو میاشتو لاریونو په لړ کې یې ۲۹ زره کسان ونیول او له ۵۰۰ زیات کسان یې ووژل، ځکه چې هیله مریم دسالین ونه توانېده چې وضعیت کنټرول کړي، امریکا په افریقا کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښمنه شوه او هغې ته یې دستور ورکړ چې ګوښه شي.

په دې ډول دسالین د ۲۰۱۸م د فبرورۍ په ۱۵ استعفا ورکړه. امریکا د اتیوپیا حاکم تر ټولو لویو او سرکشې قبیلې (اورومو) څخه چې ډېر یې مسلمانان دي یو کس د (آبی احمد) په نامه وټاکه. هغه کس چې مور یې له مسیحي قبیلې (امهریه) څخه وه او د هغه ښځه هم له همدې قبیلې وه په دې ډول امریکا دوې لویې قبیلې په خپله ګټه سره یوځای کړې.

آبی احمد په اردو، استخباراتو او په سیاست کې تجربه لري، هغه د ۲۰۱۸م د اپریل ۲مه لمړی وزیر شو. د ۲۰۱۸م د جون پر ۲۳مه د ترور له ناکامې نقشې سره مخ شو چې د اتیوپیا په پلازمېنه آدیس آبابا کې د ناستې په ترڅ کې د لسګونو زرو پر وړاندې وشوه. هغه له انفجار وروسته وویل: «دا ناکامه هڅه د هغو ځواکونو لخوا تر سره شوې چې نه غواړي اتیوپیا په یووالي کې وګوري.» همداسې په آدیس آبابا کې د امریکا سفارت دا برید محکوم کړ او ویې ویل: «په اتیوپیا کې به تاوتریخوالی ځای ونلري.» (سرچینه: الحره شبکه ۲۰۱۸م جون ۲۳)

له دې امله داسې نه معلومیږي چې پورتني بریدونه، په نظامي او امنیتي بدلونونو پورې اړه ولري چې په ۲۰۱۸م د جون ۸مه د استخباراتو د عمومي رئیس او مسلح ځواکونو د قوماندان د ګوښه کېدو لامل وګرځېد. دا دواړه ارګانونه د ۲۰۱۵م د سلګونو اعتراض کوونکو او زرګونو د بندي کولو په تور تورن دي.

په دې ډول امریکا د اتیوپیا حکومت کړۍ په خپل لاس کې ونیولې، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې آبي احمد حکومت په لاس کې ونیو، ځکه هغه کس د امریکا د هر ډول دستور تګلاره په ښه توګه تر سره کړه، چې په سیمه کې د چین د اقتصادي پرمختګ او د اروپا د هر ډول سیاسي پرمختګ پر وړاندې د امریکا د مزدورانو تر منځ د جنجالونو د له منځه وړلو لپاره وو.

2.  د اریتریا د حکومت په هکله:

څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، د هایله مریم دسالین پر وړاندې د نظامیانو له انقلاب او په اتیوپیا او اریتریا کې د اانګلیس له نفوذ وروسته، منګیتسو مریام حاکم شو او ډېرې وینې یې وبهولې، امریکا د خلکو له انقلابه اندېښمنه شوه او د انګلیس د بیا نفوذ په اړه یې اندېښنه پیدا کړه، که څه هم په دې هکله برلاسې هم وه. ځکه نو منګیتسو یې له صحنې وایست او په ۱۹۹۱م کې (زناوي) حاکم شو. په همدې وخت کې په اریتریا کې د خپلواکۍ د غوښتلو لپاره تحرکات په لاره واچول شوو. امریکا د خلکو غوښتنو ته ځواب ویل، د خلکو د آرامولو لپاره ګټه ور وګڼل او په ۱۹۹۳م کې یې د اریتریا خپلواکي اعلان کړه او افورقي یې حاکم کړ، لیکن د خپلواکۍ په دې اعلان کې د دې هېواد نوي سرحدونه ونه ټاکل شول. افورقي له دې اندېښمن شو چې اریتریا له اتیوپیا سره بیاځل یو ځای نشي او په ۱۹۹۸م د مې پر ۱۲مه یې د امریکا له اختلاف سره سره چې هغه یې د حاکم په توګه ټاکلی هم و، د هېواد سرحدونه وټاکل او هغه خبرې اترې چې د (سوزان رایس) لخوا په ۱۹۹۸م د مې پر ۳۰مه وړاندیز شوې وې هم ګټورې نه وې. نږدې وو چې په دې کار کې بریالی هم شي، خو امریکا د هغه  دا کار سرغړونه وګڼله او ویې غوښتل چې هغه ذلیل کړي، له همدې امله یې (زناوي) ته دستور ورکړ چې پر اریتریا باندې د ۱۹۹۹م د فبروري پر ۴مه وحشیانه جګړې پیل کړي. دا جګړې د ۲۰۰۰م کال د مې پر ۱۲مه زیاتې هم شوې څو چې ټول ټاکل شوي سرحدونه له منځه یوسي او ځان د اریتریا زړه ته ورسوي.افورقي د ۲۰۰۰م د جون پر ۱۸مه د الجزایر تړون او ټولو شرطونو سره هوکړه وکړه. خو له دې سره بیا هم د سرحدونو موضوع حل نشوه.

موږ په هماغه وخت کې د ۲۰۰۰م د جون پر ۲۲ مه سیاسي تبصره درلوده او په هغې کې مو ویلي وو: «د ۲۰۰۰م کال د جون  پر ۱۸ د یکشنبې په ورځ د اریتریا او اتیوپیا د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو د اوربند تړون لاسلیک کړ او دا کار په الجزایر کې د هغه هېواد د ولسمشر په شتون کې تر سره شو، چې اوس د افریقا د یووالي د سازمان دوره‌یي رییس دی. په هغې کې د ملګرو ملتونو، د اروپا د اتحاديې او د امریکا استازو هم ګډون درلود. دا تړون ۱۵ فقرې لري چې مهمې یې دا دي: د ملګرو ملتونو د نړیوالو کارپوهانو په واسطه د دواړو هېوادونو ګډو سرحدونو ټاکل، بادمي او نورو سرحدي سیمو ته د نړیوالو ځواکونو له شتون دوه اونۍ وروسته د اتیوپیا د ځواکونو د استولو ځنډول، همداسې اریتریا باید د حائل سیمه چې د نړیوالو ځواکونو تر ولکې لاندې ده او ۲۵ کیلو متره له اتیوپي سره سرحد لري تخلیه کړي. (کلینتون) د دې تړون په لاسلیک یوه وینا درلوده او ویې ویل: «دا لوی پرمختګ دی چې د هغې په لاسته راوړلو سره د افریقا د کړکېچن حالت پای ته ورسیږي.» هغې دا هم وویل: «اتیوپیا او اریتریا د امریکا ملګري دي، که حاضر وي چې وروسته ګامونه کېږدي، موږ او ملګرو ملتونو کې زموږ نور ملګري به له هغوی سره یو ځای وو.»

د ملګرو ملتونو استازي آنتوني لیک په دې هکله وویل: «دا یوه مهمه شېبه ده چې دوه کلنې جګړې ته یې د پای ټکی کېښود» که څه هم دې تړون د سرحد د کرښو د ایستلو په هکله وضاحت درلود، خو بیا هم په عملي توګه سرحدونه و نه ټاکل شول، اتیوپیا ځان د دې کرښو د ایستلو مسئول ونه ګڼلو او اریتریا د خپلې خاورې یوه برخه وګڼله. د حبشې امپراطوران او ورپسې منګیتسو مریام هڅه کوله چې په بېلابېلو تګلارو اریتریا د خپلې خاورې برخه کړي او د دې لپاره د اریتریا د سیندونو تش ځایونو ته اړتیا وه له همدې امله، څرنګه مو چې مخکې وویل، افورقي هڅه وکړه چې سرحدونه له نظامي لارې وټاکي او که د امریکا په ملاتړ د ۲۰۰۰م د مې پر ۱۲ مه د اتیوپي حمله نه وی هغه په دې کار بریالی کېدو. افورقي مجبور شو چې د اتیوپیا غوښتنې ومني او هغه تړون اعلان کړي چې په ۲۰۰۰م د جون پر ۱۸مه په الجزایر کې د (افریقا د یووالي تر چتر) لاندې لاسلیک شو او همداسې مو په یوه سیاسي تبصره کې ویلي وو: «اتیوپي او ارتیریا هغه دوه هېوادونه دي چې په سیاست کې د امریکا تابع دي او حکام یې د امریکا مزدوران دي، دا امریکا وه چې ویې غوښتل خپل مزدور منګیتسو مریام په ۱۹۹۱م کې بدل کړي، د ملس زناوي لپاره یې امکانات برابر کړل چې د (ملي تحریر جبهې) مشرتابه ته یې ورسوي او وروسته په ادیس ابابا کې ځواک هغې ته تسلیم کړي او همداسې دا امریکا وه چې اسیاس افورقي د (اریتریا ملي خپلواکې جبهې) مشرتابه ته او له اتیوپیا څخه خپلواکۍ ته ورسوي. د اتیوپیا او اریتریا تر منځ اختلاف، د دوو مزدورانو تر منځ اختلاف او په بله وینا د کلینتون او د لوېدیځ او سپینې ماڼۍ د نورو سیاسي کارپوهانو تر منځ اختلاف، او دوو ملګرو تر منځ اختلاف دی.»

امریکا د خبرو اترو له لارې د دې دوو هېوادونو د اختلافونو د له منځه وړلو لپاره، د خپلو کارپوهانو له لارې ډېرې هلې ځلې وکړې. له دې کارپوهانو څخه یو یې انتوني لیک و، چې له یو کاله زیات په دې ماموریت بوخت وو، بیا هم دا اختلافونه حل نه شول، ځکه چې افورقي د امریکا له وړاندیزونو سره موافق نه وو او فکر یې کاوه چې په هغې کې د اتیوپیا ګټې نغښتې دي. افورقي د امریکا د اوامرو تابع نشو نو هغه یې یوازې تادیب بلکې هغه یې په نظامي ځواک ذلیل هم کړ او دا د امریکا تګلاره ده چې هر مزدور یې له اوامرو سرغړونه وکړي د هغه سرنوشت به همدا وي.

دا امریکا وه چې پر اریتریا د زناوي له وروستي برید یې دفاع وکړه او په ملګرو ملتونو کې د هغې استازي (هولبرک) دې برید ته شین چراغ ښکاره کړ او د ۱۹۹۸م د مې پر ۱۰مه د چهارشنبې، په ورځ د اسمرې له پرېښودلو د مخه د اریتریا له ولمسشر سره له ناستې وروسته داسې وویل: «موږ په ډېره چټکتیا سره یوې نوې جګړې او د مړینې یوه نوي پړاو ته نږدې کېږو او که دا پېښ شي د افریقا په وچه کې به دا تر ټولو لویه جګړه وي.» دا هغه ویناوې وې چې هولبرک د اسمرې له پرېښودلو د مخه د ټولو اورېدونکو د ګواښولو لپاره کړې وې. هولبرک هغه شوم بوم دی چې د نړۍ له هېوادونو لیدنه کوي او د امریکا د ګټو د خوندیتوب په موخه او د ملتونو د وینې بهولو، د جګړو په لاره اچولو، د بدبختیو د رامنځته کولو لپاره، د خپلو پخوانیو بېلګو لکه (کسینجر) له تګلارو څخه کار اخلي.

له هغه څه چې وویل شول دا په ډاګه کیږي چې د اریتریا لخوا د امریکا د وړاندیزونو نه منل، له امریکا سرغړونه نه ده بلکې په دې معنا ده چې له امریکا غواړي چې له یاد هېواد سره د هغه هېواد او اتیوپیا د ګډو سرحدي کرښو په ایستلو کې مرسته وکړي او دا ستونزه د تل لپاره حل شي، همداسې اریتریا د (نیمه خپلواکۍ ) په حال کې پاته نشي. همداسې واضح کیږي چې افورقي او ابی احمد دواړه د امریکا مزدوران دي او د هغوی لپاره به اسانه نه وي چې له بنودي سره د اسمرې تړون د امریکا له پلان، فرمان او خبرتیا پرته په خپلو منځونو کې لاسلیک کړي.

درېیم، د الجزایر تړون چې په ۲۰۰۰م کې لاسلیک شو او د اسمرې تړون چې په ۲۰۱۸م کې لاسلیک شو، چې کابو ۱۸ کاله واټن لري؛ د امریکا په ګټو پورې تړاو لري:

د الجزایر له تړون وروسته چې د امریکا په ملاتړ تر سره شو او په هغې کې ستونزمنه مسله د سرحدونو په ډاګه کول وو، اتیوپیا غوښتل چې دا مسله وروسته پرېښودل شي، خو اریتریا غوښتل چې دا ستونزه ډېر ژر حل شي. له دې ټولو سره سره امریکا کولای شوای چې په دواړو خواوو په فشار راوړلو سره دا ستونزه حل کړي، خو دا کار یې ونکړ، ځکه په هغه وخت کې یې ګټې د دې مسلې په حل او نه حل کېدو سره خوندي وې، ځکه په هغه وخت کې دواړه د امریکا مزدوران وو او تر منځ یې شخړو د امریکا پر ګټو اغېز نه کاوه، خو په وروستیو کلونو کې بدولونونو، امریکا دې ته اړ کړه چې په افریقايي سیاست کې په ځانګړې توګه د افریقا ښاخ په هکله بیا کتنه وکړي. او هغه هم په دې توګه:

1-  په اتیوپیا کې د بېلابېلو حکومتونو رامنځته کول، حکومت یې ضعیف کړ، ثبات یې له منځه یووړ او هغه یې د نفوذ وړ کړ، او د انګلیس له سیاسي نفوذ او د چین له اقتصادي نفوذ څخه خوندي نه وو له دې امله امریکا یې اړ کړه چې په دې هکله بیاکتنه وکړي او دا کار یې وکړ.

رپورټونه وايي چې په اتیوپیا کې بېلابېلې زېرمې شتون لري او په ډېرو سیمو کې یې استخراج کیږي. (سرچینه: اتیوپیا نت د ۲۰۱۳م د اپریل ۱) همداراز تمه کېږي، چې د دې هېواد د نفت تولید ۴۰ میلیارد ګېلن شي او په ۲۰۱۸ کال کې به بازار ته راووځي. (سرچینه: موګادیشو سنتر د ۲۰۱۶م د دسمبر ۲۵)

په دې ترتیب سره نفت هغه نوی عامل دی چې د امریکا پاملرنه یې د افریقا ښاخ ته اړولې ده، په ځانګړې توګه دا چې چینایي کمپنۍ د نفت په استخراج کې ډېر بر لاسې دي او د اتیوپیا د نفت په استخراج کې اقتصادي مخکښ دی. په افریقا او په ځانګړې توګه په اتیوپیا کې د چین پیاوړې اقتصادي جګړه د امریکا له سترګو پټه نه ده. د اتيوپیا د بازار د لوی حجم له امله چین په ډېر شدت سره پانګه اچونه کوي.

چین په افریقا کې په پانګه اچونه ټینګار کوي، په ځانګړې توګه اتیوپیا کې چې په وروستیو کلونو کې د چین په اقتصادي سیمه بدله شوې او له بلې خوا تیوپیايي چارواکي د بهرنیو هېوادونو لپاره د پانګه اچونې د اسانتیاوو لپاره هلې ځلې کوي او ټینګار کوي چې لمړۍ او وروستۍ ګټې یې د چین په شتون کې خوندي دي. (سرچینه: فرنس ۲۴، د ۲۰۱۸م، د جون ۵) له همدې امله پر اتیوپیا باندې د امریکا لخوا د فشار راوړلو دلیل د چین د اقتصادي نفوذ د کمولو لپاره دی.

2-  په دې وروستیو کې په افریقا ښاخ کې د انګلیس د نفوذ د زیاتېدو لپاره دېرې هلې ځلې پیل شوي دي، څرنګه چې د امارات (د انګلیس مزدور) او اتیوپیا تر منځ اړیکې ښې شوي په داسې حال کې چې اړیکې یې زیاتې نه وې. له دې امله امارات خپل سفارت په ادیس ابابا کې په ۲۰۱۰م کې پرانیست. وروسته له هغې د دې دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو پراختیا وموندله او د دې دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې تړونونه لاسلیک شول، لکه د ګمرکي مرستو او د تخنیکی مرستو تړون، په ۲۰۱۳م په ادیس ابابا کې د دبۍ د صنایعو او سوداګرۍ د اتاق د نمایندګۍ د دفتر پرانیستل، په ۲۰۱۴م کې د ښاري هوانوردۍ، عالي زده کړو، په ۲۰۱۵م کې د ځوانانو او ورزش، د امارات-اتیوپي د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ګډه کمیټه جوړول او هغه رسمي لیدنې چې د اتیوپیا مخکینۍ ولسمشرې هایله مریم دسالین چې له متحدو عربي اماراتو سره وکړې، د نږدې اړیکو په مانا دي. د دې دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په ټولو برخو کې د یوه بدلون شاهدې وې او دا د هغو خبرو اترو پایله وه چې دسالین په امارتو کې له سیاسي مشرانو سره درلودې. په هغې رسمي لیدنه کې چې دسالین له ابوظبی څخه درلوده، د دولت د اړیکو د چارو د دفتر پخواني رييس (ګیتاتشو) وویل: «دسالین له ابوظبی څخه په لیدنه کې پر ګډو موضوعاتو باندې بحث وکړ چې د دواړو هېوادونو لپاره اړینې وې او د ګډو ګټو لپاره به په اقتصادي، پانګه اچونه او نړیوالو او سیمه ییزو برخو کې کارول کیږي.» همداراز د نړیوالو مرستو په چارو کې د اماراتو د دولت وزیر، ریم هاشمي په ادیس ابابا کې وویل: «اتیوپيا په افریقا کې د اماراتو د هېواد ستراتیژیک ملګری دی او دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري.» (سرچینه: عین الاخباریه، ۲۰۱۸م د مارچ ۷)

انګلیس د اماراتو له لارې هڅه کوي چې اتیوپیا په خپلو سیاستونو وڅرخوي په دې هیله چې دا هېواد او اریتریا تر خپلې اغېزې لاندې راولي. له همدې امله د اتیوپیا او اماراتو تر منځ ډېرې کتنې کیږي.

(شیخ محمد بن زاید آل نهیان) د اتیوپیا له لمړي وزیر ابي احمد سره په ادیس ابابا کې د جون په ۱۵ رسمي ناسته درلوده. په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو اړیکو او استراتیژیکو ګډو مرستو خبرې اترې وشوې. د جولای په ۳ مه د سې شنبې په ورځ د ابوظبي ولیعهد، د اریتریا له ولسمشر اسیاسي افورفي څخه استقبال وکړ او هیله من وو چې دا ناسته به په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو لامل وګرځي او د دواړو ملتونو او هېوادونو لپاره د خیر سبب وګرځي. (سرچینه:   www.alkhaleej.ae ۲۰۱۸م د جولای ۲۲مه)

دې بدلونونو امریکا دې ته اړ کړې چې په افریقا په ځانګړې توګه د افریقا پر ښاخ باندې ډېره پاملرنه وکړي او په هغې کې فعاله وي.له همدې امله د ۲۰۱۷م په سپتمبر کې (دونالد یوکیو یاماموتو) یې د افریقا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معاون په توګه وټاکه او دا چارواکی به په افریقا کې د امریکا د سیاست د پلي کولو لپاره ډېر اغېزمن وي.

دا ټاکنه په یوه موخه تر سره شوې، ځکه چې هغه کس په افریقا کې په ځانګړې توګه د افریقا په ښاخ کې له باتجربه څېرو څخه دی چې په یادو سیمو کې د هغه هېواد دیپلوماټیک استازی دی. هغه د اسمرې په تړون او د دې دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو په رامنځته کولو کې او د شخړو په له منځه وړلو کې ډېر فعال رول لوبولی. په دې ترتیب سره، د اسمرې تړون د الجزایر تړون په تایید او پر هغې د ټینګار او د اریتریا او اټیوپیا تر منځ د شخړو د له منځه وړلو لپاره لاسلیک شو. نه یوازې دا بلکې په سیمه کې د امریکا د مزدورانو تر منځ څرنګه چې تمه ده چې د اتیوپیا او مصر تر منځ په نیل رود کې د (النهضه) اوبو پر سر شخړه پیل شي، ځکه آبی احمد له مصر څخه لیدنه وکړه او د  ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۱۰مه یعنې د اسمرې له تړون یوه ورځ وروسته له سیسي سره ناسته درلوده او له هغه سره یې د یو او بل د ګټو د نقض نه کولو او دواړو خواوو د پرمختګ او دواړو هېوادونو تر منځ متقابلو حقوقو ته احترام پر بنسټ د ګډو لیدنو تړون لاسلیک کړ. نو واضح خبره ده چې دا ټول د امریکا په موافقې تر سره شوي. همداسې له سودان سره یوځای، امریکا په اپریل میاشت کې د چین او انګلیس د پرمختګونو پر وړاندې د درېیو هېوادونو تر منځ د لیدلورو د نږدې کولو په موخه خپل دیپلوماتیک او تخنیکي هیئت استولی و.

په پای کې باید وویل شي چې ډېره د خواشینۍ خبره ده چې استعمارګر کفري هېوادونه چې په راس کې یې امریکا ده، د سیمې په هېوادونو حکومت وکړي. شاید ځینې ونه پوهیږي چې په اتیوپیا او اریتریا کې کابو نیم نفوس یې یا د ځینو شمېرو له مخې، د نفوس تر نیم یې زیات مسلمانان دي، یعنې تر  پنځوس میلیونو زیات او همداسې شاید ځینې ونه پوهیږي چې د لمړنیو مسلمانانو کېږدۍ چې له مکې حبشې ته هجرت وکړ، د اریتریا په نامتو بندر کې تم شوه پر دې سربېره دا دواړه ځمکې د مسلمانانو د پاملرنې پر ځای، د امریکا، اروپا او چین د پاملرنې پر ځای بدلې شوي. په هر حال دا عجیبه نه ده، هغه مهال چې مسلمانان دولت و نه لري چې د هغوی په چارو پاملرنه وکړي، حال یې هغه یتیم ته ورته دی چې د یوه خسیس کس په دسترخوان ناست وي نو له خلافت پرته د مسلمانانو حال بدلېدونکی نه دی، چې مسلمانان د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت راټول کړي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

 [روم: ۴- ۵]

ترجمه: په هغې ورځ مومنان خوشحاله کیږي (هو خوشحاله کیږي) د الله (سبحانه و تعالی) له مرستې څخه، هر چا ته چې وغواړي مرسته کوي، او هغه عزیز او رحیم دی.

Last modified onسه شنبه, 18 ډسمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې