جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې

(ژباړه)

پوښتنه:

د افغاني طالبانو سرچینو په دوحه کې د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره د هغوی په خبرو اترو کې له پرمختګونو خبر ورکړی او وایي چې امریکا به د هوکړې د پایلې له جوتېدو وروسته تر ۱۸ میاشتو خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. که څه هم د دوحې هوکړې وروستۍ پایلې لا نه دي معلومې او د دواړو لورو لخوا نه دي نهايي شوې او د رویترز د ګزارشونو له مخې د خبرو اترو بل پړاو به د ۲۰۱۹م د فبرورۍ پر ۲۵مه تر سره شي، اوس پوښتنه دا ده چې ایا طالبان له کلونو جهاد وروسته د امریکا په لومه کې ولوېدل؟ که لوېدلي وي دا څنګه وشوه؟ او په کوم لور روان دي؟ جزاک الله خیرا

ځواب:

لمړی به د مخکینۍ پوښتنې ځواب دریاد کړم چې په ۱۶/۰۸/۲۰۱۹م کې(په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ) تر نامه لاندې خپور شوی وو په هغې کې مو ویلي: «امریکا او د هغې ناټو متحدین په دې بریالي نه شول چې نظامي بریا تر لاسه کړي او د افغانستان ډېرې سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دي. موږ دا هم ویلي وو چې د افغانستان مزدور دولت هم نشي کولای دا امریکايي جګړه پر مخ یوسي او دا چې هغوی په ستونزې سره پلازمېنه او ځینې نورې سیمې کنترولوي. موږ هغې پوښتنې ته په ځواب کې دا هم ویلي وو چې امریکا – ټرمپ په افغانستان کې خپلو پالیسيو ته بدلون ورکوي، (دا بدلون افغاني جګړه د سړېدو پر مخ بیایي او په نظامي اډو کې به د امریکایانو شتون محدود کړي چې د ګواښ په وخت کې به ترې کار اخلي او خپل ځان به داسې ښيي چې ګواکې د داعش پر ضد د مبارزې مسولیت لري). همداراز موږ ویلي وو: (د دې لپاره چې طالبانو ته د غوښتنو د منلو زمینه برابره کړي، امریکا به د پاکستان رول بیا پیاوړی کړي او د پاکستان اردو به له طالبانو سره نرم چلند په مخ کې ونیسي ترڅو طالبان اړ کړي چې له افغان حکومت سره په کابل کې خبرې اترې وکړي او په افغانستان کې له شته امریکايي نظام سره یې په سیاسي نظام کې ګډون ته وهڅوي. کله چې په افغانستان کې د امریکا  د هند تګلاره(له هند څخه ګټه اخیستل) او نورې تګلارې ناکامه شوې، هغې له طالبانو سره خبرو اترو ته مخه کړه په دې هیله چې په افغانستان کې له امریکايي حکومت سره یوځای شي او خپل پاکستاني لاسپوڅي یې د دې لپاره کارولي چې طالب مشران خبرو اترو ته اړ کړي. پر دغو ټولو سربېره په ډاګه ده چې د امریکا ټولې هڅې ناکامې شوي، ځکه چې امریکا د افغانستان په قضیه کې نه نظامي او نه سیاسي بریا درلوده.» مخکینۍ پوښتنې ته د ځواب نقل قول مو پای ته ورسېد.

خو امریکا یې موخو ته د رسېدو لپاره د خپلو سیمه‌ییزو مزدورانو له مرستې نه دا ناهیلې شوې، په ځانګړې توګه هغه وخت چې په افغانستان کې له نظامي او مالي پلوه د امریکا لګښتونو د یاد هېواد د چارواکو له سترګو خوب تښتولی دی. په افغانستان کې د امریکا بحران ته په کتو سره لاندې موارد په ډاګه کېږي:

لومړی: امریکا له لویو پورونو چې اقتصاد یې ننګوي رنځ وړي، چې د ۲۰۰۸م اقتصادي بحران دا په ډاګه کوي او پایلې یې تر اوسه دوام لري. امریکا په منځني ختیځ یعنې په اسلامي هېوادونو کې په جګړو کابو  ۷ تریلیون ډالر لګښت کړی چې د امریکا د ولسمشر ټرامپ په وینا په بدل کې یې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي، نوموړي د ۲۰۱۷م د جنوري پر ۲۲مه په خپل ټویټر کې وویل: «په منځني ختیځ کې په احمقانه ډول تر ۷ تریلیون ډالرو لګښت وروسته اوس ددې وخت دی چې خپل هېواد جوړ کړو). بي بي سي هم د ۲۰۱۶م د جنوري پر ۹مه له امریکايي فراب مجلې څخه په نقل سره وویل: «په افغانستان کې جګړې د امریکا لپاره د ۱ تریلیون او ۷۰ بیلیونه ډالرو لګښت درلود، سربېره پر دې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري مړه شول او سلګونه او زرګونه نور له مالي، ځاني او رواني ناروغیو سره مخ شوي، خو امریکا له یادو ټولو انساني او اقتصادي زیانونو سره سره بیا هم ونه شو کولی طالبان مات کړي.»

دویم: له هغې وروسته چې امریکا په نظامي برخه کې طالبانو ته ماته ورنه کړای شوی، دې پایلې ته ورسېده چې خبرو اترو ته د طالبانو له اړ کولو پرته بله لار نه لري او امریکا یاده لار یوازینۍ لار بلله چې کولای شي د افغانستان له جګړې داسې ووځي چې د شکست نښانې یې څرګندې نه شي. دا انتخاب د مجبوریت له مخې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ په توګه وټاکل شو، د یادې تګلارې یوه حیاتي نښه دا وه چې د ۲۰۱۸م د سپتمبر پر ۵مه زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په افغانستان کې د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو  او ځانګړی مسولیت یې ور وسپاره: «په یوه پخوانۍ نشر شوې بیانیه کې د امریکا دولت ویلي، چې په افغانستان کې د خلیلزاد مسولیت دا دی چې خبرو اترو ته د طالبانو د راوستلو لپاره د امریکا هڅې تنظیم او توجیه کړي.» (اناضول ترکي اژانس ۱۲/۰۱/۲۰۱۹).له همدې امله دا د امریکا یوازینۍ تګلاره ده چې د فشار په راوستلو سره طالبان خبرو اترو ته کښېنوي. د امریکا دا لیدلوری چې د افغانستان له جګړې څخه بهر شي نوی نه دی، امریکا لا پخوا هڅه وکړه چې د طالبانو او دولت تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي، خو ناکامه شوه. نو ورو ورو له امریکا سره خبرو اترو ته لار اواره شوه ځکه چې طالبانو افغان حکومت د امریکا په لاس جوړ شوی حکومت او لاسپوڅی حکومت باله او تیار شول چې له امریکا سره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې امریکا پخپله د همغه حکومت جوړونکې ده چې طالبان یې د لاسه آله بولي.

درېیم: دا جوته خبره ده چې امریکا د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د قانع کولو لپاره له هر ډول خبیثو لارو کار واخیست او ډول ډول زمینې یې ورته برابرې کړې چې ځېنې یې کور دننه او ځېنې یې بهر د امریکا د مزدورانو او غیر مزدورانو په مرسته پر مخ وړل کېږي:

۱ـ  د امریکا تمرکز د طالبانو په مشرانو دی په ځانګړې توګه په هغو کسانو چې خبرې اترې یې رد کړي: «امریکايي چارواکو ویلي چې امریکا د افغان طالبانو په مشر اختر منصور باندې د شنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې یو برید تر سره کړ. د امریکا دفاع وزارت «پنتاګون» اختر منصور د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې او مصالحې د بهیر یو خنډ بولي.» ( سرچینه: دنیا الوطن، ۲۲/۰۵/۲۰۱۶م). دا ښکارندويي کوي چې هغه له دې امله د موخې وړ کس وو چې خبرې اترې یې رد کړې وې او دا د اوباما د ادارې پر مهال وو. امریکا د ټرمپ په اداره کې هم له ورته پالیسۍ څخه کار واخیست. (د «غوڅ ملاتړ» په نامه د ناټو شمالي اتلانتیک تړون، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل: «دوه طالب مشران د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ۲۰۱۸م د جولای په ۲۲مه ووژل شول.» ( سرچینه: د روسیې سپوتنیک خبري اژانس، ۲۵/۰۷/۲۰۱۸). په ورته پېښه کې یو بل طالب مشر هم ووژل شو: «په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند کول ډېف بټلر وویل: موږ دا تایید کولای شو چې یوه امریکايي هوايي برید کې چې پرون تر سره شو، د طالبانو یو مشر ملا عبدالمنان ووژل شو) او ویې ویل: موږ غواړو حالت ورو ورو د سیاسي حل لارې په لور یوسو.» (سرچینه: CNN عربی 2018م د دسمبر ۲مه)

۲ـ  ایران خپل لاس طالبانو ته اوږد کړ، ځینې طالب مشران په دې باور وو چې ایران د امریکا دښمن دی، نو اعتماد یې پرې وکړ او پناه یې ور وړه، هغوی د خپل رهبر ملا اختر منصور له پېښې عبرت وانخیست، چې نوموړی له ایران څخه د راتګ پر مهال د یاد هېواد په پوله کې ووژل شو او په اغلب ګمان چې د امریکا او ایران په همغږۍ سره وژل شوی، خو طالبانو په ایران باور کولو ته دوام ورکړ په داسې حال کې چې ایران هغوی له امریکا سره د سیاسي حل لارې په لور بېول: «ایران وویل چې د افغان طالبانو استازو په یکشنبې ورځ په تهران کې له ایراني چارواکو سره خبرې اترې درلودې ځکه چې اسلامي جمهوريت د دې په لټه کې دی چې د سولې خبرې اترې ګاونډي هېواد سره د مرستې او د نورو اسلامي ډلو د اغېز د کنترول لپاره کوي.» د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل: «افغان ولسمشر اشرف غني  له دغې لړۍ خبر و چې موخه یې یوازې د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې خبرو اترو ته لار اوارول و.» (سرچینه: یورو نیوز، ۳۱/۱۲/۲۰۱۸)

۳- قطر د طالبانو لپاره په دوحه کې یو دفتر پرانیست، طالبانو فکر کاوه چې د قطر لخوا د دوی په رسمیت پېژندل به دوی پیاوړي کړي ، خو قطر په ډاګه وویل چې دا دفتر له امریکا سره په همغږۍ پرانیستل شوی چې له طالبانو سره خبرې اترې وشي. د محاصره کوونکو لخوا قطر د خپلې «اقتصادي محاصرې» پر مهال وویل: « د سي ای اې د پخواني مشر ډېوېډ پټریوس ویناوې، چې ویې ویل د امریکا په غوښتنه په دوحه کې د طالبانو او حماس ناستې ته زمینه برابرول، بسنه کوي او د دې ښکارندويي کوي چې قطر هېڅ هم ندي کړي چې پټ یې کړي او په دې ټول پوهېدل او هېڅ هم نه وو پټ. همداراز په دوحه کې د حماس او طالبانو شتون د امریکا دولت غوښتنه وه چې د فلسطین قضیې او طالبانو لپاره د حل لار وموندل شي.» (سرچینه: قطري الشرق ورځپاڼه ۰۴/۰۷/۲۰۱۷) قطر طالبانو ته داسې وښوده چې ګواکې ترڅنګ یې ولاړ دی او ترې ملاتړ کوي او په رسمیت یې پېژني، له همدې امله طالبان په لومه کې ولوېدل. کله چې د شاوخوا (محاصره کوونکو) هېوادونو لخوا پر قطر فشار شدید شو، نو د ځان د ساتنې او هغه تاوان ورکولو لپاره یې د ټرمپ ادارې ته د مرستې لاس اوږد کړ، چې د یادو هېوادونو لخوا ورته متوجه وه، په همدې توګه قطر چې یو انګلیسی مزدور و د سولې خبرو اترو ته د طالبانو په راوستلو سره ډېری د امریکا مزدور شو، ځکه چې قطر غوښتل د ټرمپ اداره به هغه ګواښونه ترې لرې کړي چې د سعودي لخوا ورته متوجه دي. امریکا د سولې خبرو اترو ته د طالبانو راوستل د خلیج هغو وړو هېوادونو تر منځ د سیالۍ په توګه مطرح کړل، چې دولتونه یې له یو بل سخته کرکه لري. نو ځکه متحده امارات له قطر سره سیالي کوي چې خبرې اترې ابوظبي او سعودي عربستان هڅه کوي چې جدې ته انتقال شي. د طالبانو یو نظامي رهبر چې په خبرو اترو کې یې ګډون درلود او نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د رویترز له لارې داسې وینا درلوده: «په حقیقت کې د سعودي عربستان او قطر تر منځ اختلافونو په بشپړه توګه د سولې لړۍ وځنډوله.» هغه وویل: «سعودي پر موږ بې ځایه فشار راوړي چې اوربند اعلان کړو.» (سرچینه:روسي سپوتنیک ورځپاڼه، ۱۴/۰۱/۲۰۱۹). طالبان د یادو شته اختلافونو له امله د خلیج درېیو رسیو تر منځ بند دي، که څه هم په ظاهر کې دغه اختلاف ښکاري، خو اصلي موخه یې له امریکا سره خبرو اترو ته د طالبانو راوستل دي، داسې چې په سعودي کې د امریکا مزدور او په قطر او اماراتو کې د انګلیس مزدوران هر یو د امریکا د رضایت لپاره له یو بل سره سیالي کوي، خو په دغې باطله سیالۍ کې چې کوم کار کېږي، دادی چې طالبان له امریکا سره سیاسي حللارې ته هڅوي. انګلیس د قطر له دغې کړنلارې سره ځکه مخالفت نه ښیي، چې هغه له قطر څخه یو ډول دفاع بولي او د امارات په اړه باید ووایو چې انګلیس هغه د امریکا د مزدورانو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې د نورو موخو لپاره ګمارلی دی.

۴- د پاکستان په هکله باید وویل شي چې د طالبانو لپاره یو محور دی او تر هغې وروسته چې له یادې ډلې یې لاس واخیست او خونړۍ جګړې یې ورسره وکړې، دا دی اوس یې ورسره نرمي غوره کړې او غواړي اړیکې ورسره زیاتې کړي. کله چې د ۲۰۱۸م د جولای په ۲۵مه عمران خان د پاکستان لمړي وزیر وټاکل شو داسې ویناوې یې وکړې چې له طالبانو سره نږدېوالی پکې لېدل کېده او یادو ویناوو داسې زمینه برابره کړه چې طالبان په هغه باور وکړي پرته له دې چې فکر وکړي، دا هغه دام دی چې له امریکا سره یې ناستې ته کېنوي ، له همدې امله طالبانو داسې څه وکړل او یا پرې وشول چې له یوه غاره دوه ځلې وچیچل شي او دا غار په حقیقت کې پاکستان دی چې د امریکا له سیاست پرته بل څه نه تطبیقوي. پاکستان په ۱۹۹۶ کې له طالبانو ملاتړ وکړ چې دولت ونیسي او په ۲۰۰۱م کې یې د زوی بوش د رژیم پر مهال بېرته لاس ترې واخیست او حتی په پاکستان کې یې د طالبانو د څار لپاره د امریکا له عملیاتو سره خورا مرسته وکړه او دا دی اوس چې امریکا پاتې راغله چې طالبان له صحنې وباسي، غواړي چې خبرې اترې د یوازینۍ ټاکنې په توګه وکاروي او د پاکستان اغېز ته مخه کړي. اسلام اباد بیاځل دا هڅې پیل کړې چې خپلې اړیکې له طالبانو سره ښې کړي خو په دې موخه چې په افغانستان کې د امریکا نفوذ ټینګ او نوې امریکايۍ ستراتیژۍ یې پلې کړي. نو ښکاره ده چې طالبان بیاځلې وچیچل شول! په داسې حال کې چې ټولې چارې روښانه دي او پکې څه پټ نه دي. د پاکستان لمړي وزیر، عمران خان دوشنبې وویل: «د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ را نه غوښتي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ورسره مرسته وکړم.» د پاکستان جیو ټي وي شبکې هم له عمران خان څخه په نقل وویل: «نن د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي او طالبان د خبرو اترو میز ته کښېنوي.» (د روسیې سپوتنیک، ۰۳/۱۲/۲۰۱۸)

 له یادو څرګندونو دوه ورځې وروسته سم لاسي د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ځانګړي استازي خلیزاد سره په اسلام آباد کې وکتل او ټینګار یې وکړ چې پاکستان به په افغانستان کې د امریکا د تګلارې همغږی وي، عمران خان هم په خپل وار سره وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سیاسي حللارې غوښتونکی دی. (مصراوي ۰۵/۱۲/۲۰۱۸). لومړي وزیر عمران خان سه شنبې وویل چې د هغه هېواد به، تر خپل توانه هڅه وکړي چې د افغانستان د سولې خبرو اترو کې پرمختګ راشي او دا یې اضافه کړه چې د هغه هېواد په دې نیږدو کې په ابوظبي کې د طالبانو او امریکا تر منځ په خبرو اترو کې خپل رول لوبولی دی. (سرچینه: اوومه ورځ ۱۸/۱۲/۲۰۱۸). عمران خان په ۱۹/۱۱/۲۰۱۸ په خپل ټویټر کې امریکا ته د خپلو خدمتونو په دفاع کې وویل: «پاکستان پخپله د تروریزم پر وړاندې د امریکا په جګړه کې ګډون وکړ او تر اوسه یې ۷۵ زره تنه له لاسه ورکړي او ۱۲۳ ملیارد ډالر تاوان یې کړی، په داسې حال کې چې له امریکا یې یوازې ۲۰ ملیارد ډالر مرسته ترلاسه کړې.»  د پاکستان پخواني دفاع وزیر، خواجه آصف د پاکستان د حاکمانو خیانت هم تایید کړ، چې دی یې هم یو دی، هغه په ۱۹/۱۱/۲۰۱۸ په خپل ټویټر کې ولیکل: «پاکستان لا تر اوسه د امریکا لپاره قرباني ورکوي، ځکه چې موږ په هغې جګړه کې ښکېل یو چې زموږ نه ده، موږ خپل دیني ارزښتونه د امریکا د ګټو د همغږۍ لپاره تر پښو لاندې کړي او خپله مهربانه او باشفقته روحیه مو په تعصب او غچ اخیستنې روحیه بدله کړې.».

 له دې زیات وضاحت نشي کېدلای، پاکستان په هغې جګړه کې ښکېل شوی چې خپله یې نه ده او د مسلمانانو د اولادونو وینه یې د امریکا لپاره بهولې او د امریکا د ګټو د خوندي ساتلو لپاره یې اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي.په افغانستان کې د پاکستان رول په سوریه کې د ترکیې او د هغې د ولسمشر اردوغان له رول سره ورته دی. په داسې حال کې چې امریکا په کراتو د اردوغان سپکاوی کړی، خو ده بیا هم وسلوالو ډلو ته فریب ورکړ او امریکا ته د خدمت په پار یې هغوی امریکایي حللارو ته تسلیم کړل.

۵- دا په افغانستان او سیمه کې د امریکا د مزدورانو او ګوډاګیانو حالت دی چې امریکا سیاسي حللارو ته د طالبانو په راوستلو کې ترې په جدي توګه کار اخلي. د پاکستان، ایران، سعودي، قطر او اماراتو په ګډون هر لوری په افغانستان کې د امریکا د نفوذ ساتلو لپاره طالبان امریکایي حللارو ته هڅوي پر دغو ټولو سربېره، که طالبان د خبرو اترو تر کچې د امریکا تنازل درک کړې وای او که د مذاکرو لپاره یې پر سیمه ییزو مزدورانو د امریکا د فشار کچه درک کړې وای، که یاده ډله په خپل تېر ۱۷ کلن قهرمانانه جهاد کې د امریکا د نظامي او مالي ماتې کچه درک کړې وای، که له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د امریکا ټینګار ته ځېر شوي وای او دغه ټینګار یې د خپل ځان پر وړاندې د امریکا له پخواني دریځ سره پرتله کړی وای چې د خپل همیشني عادت پر اساس یې ورته ترهګره ډله ویلې او هر خوځښت یې ترهګري او هر خوځښتګر یې ترهګر بللی او که طالبانو یادو ټولو مواردو ته پام او دقت کړی وای نو هرو مرو به یې درک کړې وای چې د امریکا دغه دریځ په حقیقت کې په افغانستان کې د امریکا د ماتې غیر رسمي اعلان دی.

امریکا مخکې تر دې چې یادې ماتې یې ګیلم ټول او د نړیوال زبرځواک په توګه رسوا شي، غواړي پخپله له دغه ګړنګ څخه ووځي. د طالبانو مسولیت او دنده دا وه چې له یاد فرصت څخه یې کار اخیستی وای او په امریکا یې ډېر فشار راوړی وای، ترڅو له افغانستانه سرټېټې او ذلیله وتلې وی، نه دا چې وخت ورکړي ترڅو د جګړې ستړیا وباسي او نوی نفس واخلي.  باید ووایو چې هېڅکله باید په امریکا باور ونه کړو. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلّاً وَلَا ذِمَّةً وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ

[التوبه: ۱۰]

ژباړه: دوی د مومن پر وړاندې نه د خپلولۍ او نه هم د خپلې ژمنې لحاظ ساتي او هغوی هماغه تېري کوونکي دي.

امریکا به د طالبانو تنازل ته راضي نه شي، که دغه تنازل د خبرو اترو له لارې هم وي، خو تر هغه به راضي نشي چې نفوذ یې په افغانستان کې نه وي ساتل شوی، ان که د امریکا استازي طالبانو ته مسکا هم وکړي، ځکه دوی چې څه په زړه کې لري، تر هغې ډېر ستر او خطرناک دي.

۶- پورتنیو مسایلو ته په کتو سره،کوم څه چې ځوروونکي او دردوونکي و، دا و چې د طالبانو د ډلې په شهادت سره د دوحې شپږ ورځنیو مذاکراتو، نورو مذاکراتو ته لار اواره کړه:

الف- له اناضول سره په یوه مرکه کې د طالبانو په اړه پوه سیاسي شنونکي وحید مژده وویل: «دواړو لورو په دې هوکړه کړې چې بهرني ځواکونه به وځي او افغانستان به د نړۍ د کومې برخې لپاره ګواښ نه وي. هغه وویل چې طالبان هڅه کوي د سولې وړاندیز شوې لړۍ چې له نړیوال ملاتړ څخه برخمنه ده په بریالۍ توکه مخته لاړه شي. هغه اضافه کړه: «د ځینو تخنیکي قضیو او د هوکړه لیک د جوړولو له امله، د دوحې ناستې نهایي پایلې ترلاسه نه شوې.» (اناضول اژانس ۲۶/۰۱/۲۰۱۹)

ب- د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۶مه رویترز خبري آژانس د طالبانو له ځينو مسولینو څخه نقلوي: «هغوی له واشنګټن سره په ځینو مسایلو هوکړه کړې چې وروستۍ هوکړې سره به یې یوځای کوي، چې په یوه ماده کې یې راغلي، د هوکړې تر لاسلیک وروسته په ۱۸میاشتو کې باید بهرني ځواکونه ووځي او په مقابل کې یې له طالبانو څخه ضمانت واخیستل شو چې باید داعش یا القاعدې ته د افغانستان له خاورې پر امریکا د ګواښ اجازه ورنه کړي. دا چې طالبان باید داعش او القاعدې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، دا په ډاکه کوي چې په راتلونکې کې طالبانو ته په حکومت کې ځای ورکوي. ځکه چې له دغې ډلې یې د نورو ډلو پر وړاندې د فعالیت ضمانت اخیستی، نو قصد لري څو له طالبانو څخه هم په یاده موخه کې کار واخلي.

۷- همدا راز د امریکا متحده ایالاتو چارواکي د طالب چارواکو څرګندونې تاییدوي:

الف: د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځو خبرو اترو وروسته په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "په قطر کې له هغوی سره لېدنې تر تېر ډېرې ګټورې وې، موږ په مهمو مسلو باندې د پام وړ پرمختګ کړی. " (سرچینه: دویچه ویله، عربي، ۲۰۱۹/۱/۲۶)

ب: د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر پلاوي، پیټریک شاناهان د ۲۰۱۹ د جنوري په ۲۸ مه له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په تړاو وویل "زه غواړم ووایم چې تر لاسه شوې پایلې، هڅوونکې دي." (د متحده ایاالت-الحرا ۲۰۱۹/۱/۲۸).

۸- د دوحې د پرېکړې مسوده، د طالبانو په دیوال کې یو پیاوړی درځ دی. هغه دیوال کې چې پخوا کلک او اوس مزدورو دولتونو سست کړ.  سره له دې چې د طالبانو ګڼ شمېر بیانیو کې وویل شوی وو، چې دوی به د کابل له حکومت سره خبرې اترې ونه کړي، دې ته ورته د امریکا متحده ایالتو بیانویو کې ویل شوي، چې تړون باید یا هر اړخیزه وي، یا هم بیخي نه وي. په هر صورت، لېدل کېږي چې دواړو لورو راتلونکو پړاوونو ته لېوالتیا ښوولې. او دغه لېوالتیا د دوحې د مذاکراتو د پراخې فضا او د مزدورانو له لوري د زیاتې هڅونې له امله وه. نو ویلی شو، چې بلاخره، امریکا تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته د افغانستان په تور ګړنګ کې ځانته څراغ پیدا کړ، خو د طالبانو له ډلې څخه مخلصو او ایماندارو کسانو ته په کار ده، چې را پاڅي دا تړون له منځه یوسي او هغه څراغ مړ کړي، چې امریکا پرې د افغانستان له جګړې څخه سلامته وځي.

۹- له همدې امله، طالبان او نور مجاهدین باید د امریکایي صلیبي او ناټو اشغال پر وړاندې مقامت وکړي او امریکا او د هغې لاسپوڅي رژیم ته باید غاړه کېنږدي او ځان په لومه کې راګیر نه کړي. په دغه تړون کې باید له برخې اخیستلو څخه ډه ډه وکړي، باید ثابت قدمه وه اوسي، تر هغه چې امریکا اړشي په شرمېدلي او ټیټ سر له دغې جګړې څخه ووځي، جګړه ګټل یوازې لږ صبر او مقاومت غواړي. امریکا وروسته له هغې مذاکراتو ته مخه کړه چې د مجاهدینو د ارادو په ماتولو کې پاتې راغله. مجاهدین باید د مذاکراتو له ګړنګ څخه ډه ډه وکړي، له هغو مذاکراتو چې د امریکا او غربیانو په اند د مقابل لوري سرټيټوالی دی او غواړي هغه څه د خبرو اترو له لارې تر لاسه کړي، چې په جګړه کې یې تر لاسه نه شوی کړای. یعنی، دوښمن ته د میز پر سر ماته ورکړي، پرته له دې چې یو څاڅکی وینه یې توی شي، یا هم کوم سینټ یې پکې مصرف شي. دا د دوی د پرګماتیزم(عمل ګرایي) سیاسي مفکورې مطابق کړنلاره ده.

باید هېر نه کړو چې امریکا یو جنایتکاره یرغلګر هېواد دی او باید د خپل یرغل او جنایتونو ځواب ورکړي.ځکه امریکا په میلینونو افغانان ټپیان، معیوب، بې ځایه او وژلي او افغانستان یې وران کړی دی. د دوی جنایتونه له شمېر څخه وتلي، په افغانستان کې د دوی د جناینونو کچه د پخواني شوروي اتحاد تر جنایتونو رسېدلي او په ځينو برخو کې لا ترې لوړ هم دي.

 لکه څرنګه چې پخوانی شوروي اتحاد په شرمېدلي او ټیټ سر ووت، ددې شونتیا شته چې امریکا به هم په ورته برخلیک اخته شي، که طالبان په هغه څه ثابت قدمه پاتې شي، چې پسې راوتلي، له امریکا سره وجنګیږي او صبر ولري، الله سبحانه وتعالی له هغه چا سره د بریا وعده کړې چې صبرکوونکي او ثابت قدمه دي، حتی که له دښمن څخه یې شمېر کم هم وي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو اللَّهِ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ

[بقره:۲۴۹]

ژباړه: خو چا چې په دې باور درلود چې یوه ورځ به له الله سبحانه وتعالی سره لیدونکي وي، وایي: ډېرځله داسې شوي دي چې یو وړوکی ټولګی د الله سبحانه وتعالی په امر پر یوې لویې ډلې برلاسه شوی دی. الله سبحانه وتعالی د صبر کوونکو ملګری دی.

او هغوی باید د افغانستان له اجیر رژیم سره ګډون ته غاړه کېنږدي، باید ددغه لاسپوڅي نظام له منځه وړلو ته ملا وتړي او پر ځای یې اسلامي دولت تاسیس کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره هغه راشده خلافت تاسیس کړي چې رسول الله صل الله علیه وسلم یې زیری کړی:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ...»

ژباړه: بیا به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره خلافت قایم شي...

﴿ لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ

[صافات:۶۱]

ژباړه: د همدغسې بریالیتوب لپاره باید عمل کوونکي، عمل وکړي.

۱۴۴۰هه، جمادی الثانی ۱

۲۰۱۹، فیبروي ۶ مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې