جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بحرین کنفرانس او د پېړۍ معامله
بسم الله الرحمن الرحيم
د بحرین کنفرانس او د پېړۍ معامله

پوښتنه:

د بحرین اقتصادي کنفرانس نن د کوشنر تر مدیریت لاندې ترسره شو. په منامه کې نوموړي په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل: «د بحرین ناسته د پېړۍ معامله نه، بلکې د پېړۍ فرصت دی...» (سپوتنیک عربي ویب سایټ، ۲۰۱۹/۶/۲۵). ایا دغه کنفرانس د پېړۍ د معاملې یوه برخه ده؟ او که یو جلا پروژه ده لکه کوشنر یې چې یادونه وکړه؟ نوموړي ولې د معاملې منځپانګه په ډاګه نه کړه؟ ایا تر اوسه په دې اړه کوم څه افشا شوي دي؟ د بریا شونتیا یې څومره ده؟ الله سبحانه تعالی دې تاسو ته د نېکیو بدله درکړي.

ځواب:

 د دې لپاره چې ځواب روښانه شي، اړتیا ده چې لاندې مسایلو ته اشاره وشي:

لومړی: د بحرین کنفرانس

۱- پرون سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې دوی به د راتلونکې میاشتې په وروستیو کې د بحرین په پلازمېنه منامه کې یو اقتصادي کنفرانس جوړ کړي، چې د ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ د سولې د پلان اقتصادي برخه به پکې اعلان شي. (منځنی ختیځ ویب سایټ، ۲۰۱۹/۵/۲۰)

۲- د بحرین تر کنفرانس وړاندې د ۲۰۱۹م کال د جون پر ۲۲مه کوشنر د سولې د پلان اقتصادي برخه په ډاګه کړه. په پلان کې موخه د پنځوسوو میلیاردو ډالرو په ارزښت د نړیوالې پانګونې بنسټ ایښودل و، څو د فلسطین او ګاونډیو عربو هیوادونو اقتصاد بیا را ژوندی شي، همداراز د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت د غزې تړانګې او لوېدیځې غاړې تر منځ یو ترانسپورټي دهلیز جوړول هم د دې پلان برخه ده.  ( فرانس ۲۴، ۲۰۱۹/۶/۲۴) پای.

۳- د ۲۰۱۹م د جون پر ۲۵مه د بحرین کنفرانس جوړ شو چې د واشنګټن او منامې له لوري را بلل شوی و. دا کنفرانس د نېکمرغۍ لپاره د سولې په ورکشاپ ونومول شو، ترڅو د فلسطیني خاورې لپاره پانګونې ته پانګوال وهڅوي. (بي بي سی، عربي ویب سایټ، ۲۰۱۹/۶/۲۵)

۴- جارډ کوشنر چې د امریکا د ولسمشر مشاور او زوم دی په منامه کې یې د بحرین ورکشاپ پرانیست او دا د فلسطین لپاره اقتصادي پرمختیایي ناسته ده. کوشنر په لوېدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د امریکا د پنځوسو میلیاردو ډالرو په ارزښت پرمختیایي پلان په اړه ځینې جزیات په ډاګه کړل، هغه پلان ته په اشارې سره وویل، چې په دې سره د فلسطین ناخالص داخلي تولید دوه چنده کېږي او دندې ورسره زیاتېږي. (ار ټي اژانسونه، ۲۰۱۹/۶/۲۵)

۵- د امریکا د ولسمشر مشاور جارډ کوشنر وویل: «واشنګټن به د سیاسي حل لارې لپاره یو پلان هغه وخت اعلان کړي چې تیار شي. کوشنر چهارشنبې په یوې څرګندونې کې وویل: «د بحرین کنفرانس ښیي چې د منځني ختیځ ستونزه په اقتصادي ډول د حل وړ ده». دا هغه څه دي چې نوموړی یې ادعا کوي... ده دغه څرګندونې د بحرین د اقتصادي ورکشاپ په وروستیو کې وکړې، چې سې شنبه پیل شوی و او نن یې د بحرین په پلازمېنه منامه کې دوام درلود... (د العلم تلویزیون ویب سایټ، ۲۰۱۹/۶/۲۶) 

۶- په وروستۍ څرګندونه کې راغلي دي، چې د نېکمرغۍ لپاره د سولې د ورکشاپ ګډون والو د چهارشنبې په ماښام د فلسطینیانو د ښېګڼې لپاره د پرمختګ او پانګونې پر تقویې ټینګار وکړ ترڅو اقتصادي وده په لاس راشي... په څرګندونه کې راغلي دي چې ورکشاپ په دې ټکو: «د فلسطیني خلکو د ښېګڼې په موخه د اقتصادي ودې او پانګونې په اړه په زیاتې خوشبینۍ او هیله مندۍ پای ته ورسېد ». د وروستۍ ورځې د خبرو اترو تمرکز د ښځو د ځواکمنتیا له لارې د کاري ځواک پر پراختیا او له هغو ځوانانو سره د اغېزمنو اړیکو پر اهمیت را څرخېدې، چې د وزګارتیا له لوړې کچې سره مخ دي. کوم اقتصادي پلان چې د کوشنر له لورې سې شنبه وړاندې شو موخه یې په فلسطیني سیمو کې د پانګونې له لارې ۲۸ میلیارډه ډالرو تزریق او د اردن، مصر او لبنان  لپاره د ۲۲ میلیارد ډالرو اضافي پانګونې په موخه (مرستې او کومکي پور) دی کوم چې د فلسطیني کډوالو کوربانه دي. (انادولو اژانس، ۲۰۱۹/۶/۲۷)

په دې ډول دا کنفرانس یو پیلامه ده ترڅو داسې فضا را منځته کړي چې د پېړۍ معامله د اعلان پر مهال د منلو وړ وګرځي. یا په بله وینا دا د ټرمپ د تګلارې لمخې د سیمې عربو او غیر عربو خاینانو ته یو ډول مالي رشوت دی، تر څو د ټرمپ مرګونې معامله خپلو هیوادونو ته یوسي، ایا دوی دا نه شي درک کولی؟!!

دوهم: د پېړۍ هوکړه او په تړاو یې افشا شوي موارد

1. امريکا د دوو دولتونو حللاره له ۱۹۵۹ راهيسې د ايزنهاور(Eisenhower) په وخت کې جوړه کړې وه او بیا یې ياده پروژه پيل کړه. جمال عبدالناصر یې د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې په دنده وګماره. امريکا په ۱۹۶۴ کې د احمد الشقيري تر مشرتابه لاندې د جمال عبدالناصر پر مټ د فلسطين د آزادۍ غورځنګ (PLO) تاسيس کړ... د ۱۹۶۷ کال له ماتې وروسته شقيري ياد غورځنګ پرېښود. برتانيې په ۱۹۶۸ کال کې د خپل لاسپوڅي شاه حسين او د خليجي دولتونو د ملاتړ له لارې ياد غورځنګ تنظيم او ياسر عرفات ته یې د یاد غورځنګ مشري  ور د غاړې کړه- چا چې د برتانوي حللارې ملاتړ يې کاوه یعنې د فلسطين لپاره يې د يو سيکولر دولت غوښتنه کوله. ياسر عرفات په ۱۹۶۵ کې د خپلو دغو بادارانو په ملاتړ د فتح غورځنګ جوړ کړ. دی له برتانوي حللارې څخه په مصر کې د انور سادات او په سوريه کې د حافظ الاسد چې د امريکا لاسپوڅي وو، دفشارونو له امله پرشا شو او امريکايي حللاره يې ومنله. په ۱۹۷۴ کې عرب ليګ د فلسطين د خلکو لپاره د فتح غورځنګ د يوازېني مشروع  او استازي غورځنګ په توګه په رسميت وپېژاند او ملګرو ملتونو هم ياد غورځنګ په رسميت وپېژاند او په ياد سازمان کې د څارونکي غړي په توګه یې ومانه. په ۱۹۸۸ کې عرفات په رسمي توګه يهودي اداره په رسميت وپېژانده، یعنې ده هغه دولت چې ۸۰سلنه د فلسطين خاوره يې په زور نيولې ده، ومانه. کله چې ده د فلسطيني دولت بنسټ اعلان کړ، نو په رسمي توګه يې په فلسطین کې امريکايي پروژه و منله چې وایي: « دوه دولتونه د دوو ملتونو لپاره ».

د اوسلو هوکړه په ۱۹۹۳ کې لاسليک شوه او د فلسطين د ازادۍ د غورځنګ په مشرۍ فلسطيني اداره په دې موخه رامنځته شوه چې په ۱۹۹۹ کال کې به يو فلسطينی دولت تاسيسوي. د بيل کلينټن په پېر کې، امريکا ونه توانېده چې ياده پروژه پلې کړي. کله چې کشر جورج ډبليو بوش راغی، عرب ليګ په ۲۰۰۲ کال کې تش په نامه د سعودي پلان چې د عرب پلان په نامه هم شهرت لري، تصويب کړ. ياد پلان ښیي چې عربي دولتونه چمتو دي چې یهودي اداره داسې مهال په رسميت وپېژني، چې اسراييل خپل څنګ ته يو فلسطينی دولت ومني. وروسته په ۲۰۰۳ کال کې امريکا د فلسطين لپاره د یو سرک نقشه جوړه کړه چې دهغې له مخې په ۲۰۰۵ کال کې به فلسطيني دولت جوړېږي او د منځني ختيځ لپاره يې څلور اړخيزه ډله جوړه کړه، خو هغه ډله هم ونه توانېده چې یو فلسطينی دولت رامنځته کړي. د يادې څلور کسيزې ډلې سترګې د اوباما لوري ته وي چې د دوو دولتونو حللارې پلان پلی کړي. په ۲۰۰۹ او په ۲۰۱۳ کې دوه ځلې مذاکرات پيل شوه خو دواړه ځل ناکامه وو. د امريکا ټولو ولسمشرانو د دوو دولتونو حللارې پلان پلي کولو لپاره هڅې کړي دي، خو ناکامه شوي دي. کله چې ټرمپ واک ته ورسېد، امريکا د دوو دولتونو حللارې پلان په پلي کولو کې پاتې راتګ د دې لامل شو چې ياد پلان ته بدلون ورکړي او يا يې تعديل کړي. د امريکا کانګريس په ۱۹۹۵ کال کې يوه پرېکړه تصويب کړه چې له مخې يې بيت المقدس د يهودي دولت پلازمينې په توګه په رسميت پېژني، خو پر ولسمشر باندې د يادې پرېکړې پلي کول حتمي نه و، دا پرېکړه یې پرېښوده چې راتلونکی ولسمشر له خپل صلاح‍يت څخه په کار اخيستو سره څه ډول چې يې خوښه وي، پلې يې کړي.

2.  ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته د دې پلان په پلي کېدو پيل وکړ. ده په يوه وينا کې وويل چې د اسراییلو –فلسطين د شخړې پای ته رسېدو لپاره د دوو دولتونو حللاره يوازېنی بديل نه دی، ده وويل چې دی چمتو دی چې يو بل بديل غوره کړي، چې د دوی د سولې لامل ګرځي. ټرمپ وويل: (زه د دوو دولتونو او يو دولت په اړه نظر لرم، که د دواړو غاړو خوښه وي زه يو دولت غوره ګڼم... که اسراییل او فلسطينيان يو دولت غواړي، زما لپاره د منلو وړ دی)، ده زياته کړه، که دوی دوه دولتونه غواړي، زما لپاره دا هم د منلو وړ ده. زه خوښ يم چې دوی خوښ وي.) (الجزيره ۱۶/۲/۲۰۱۷). تر دغو شنو څراغونو وروسته، ټرمپ له تل ابيب څخه امريکايي سفارت بيت المقدس ته ولېږداوه. د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې ټرمپ اعلان وکړ چې بيت المقدس د صهيونيستي ادارې يوه برخه ده... ټرمپ وروسته د فلسطين او صهيونيست رژيم د شخړې په تړاو هڅې پيل کړې او صهيونيست رژيم وروستۍ يا د پېړۍ هوکړې ته دننه شو. وروسته جارد کوشنر د ولسمشر ټرمپ زوم او ستر سلاکار او د منځني ختيځ لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی جيسن ګرينبلټ د پيړۍ هوکړې ته په پراختیا ورکولو باندې پيل وکړ... کوشنر د ۲۰۱۹ کال په فبروري کې د خپل پلان د ملاتړ لپاره ګڼو هيوادونو ته سفر وکړ. ده د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان، د ۲۰۱۹ کال د اپرېل پر۲۷ مه يې له اردوغان سره په انقره کې، د عربي متحده اماراتو له مشرانو، بحرين او عمان له چارواکو سره ناستې ترسره کړې.

يادې ناستې په دې موخه ترسره شوې چې په سيمه کې د چارواکو ملاتړ راخپل کړي... د ټرمپ ادارې وروسته ژمنه وکړه چې ياد پلان به په نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې وړاندي کړي... خو پلان د ۲۰۱۹ کال تر پيل پورې وځنډېد، ځکه چې د صهيونيستي رژيم ټاکنې د ۲۰۱۹ کال مې مياشتې ته وځنډېدې... د روژې په مبارکه مياشت کې، ټرمپ وويل چې دی به ياد پلان د روژې مياشتي وروسته د ۲۰۱۹ کال په جون کې اعلان کړي... اوس پلان د ۲۰۱۹ کال نومبر مياشتي ته وځنډېد وروسته تر هغې چې يهودي ټاکنې ترسره شي. ټرمپ د نتنياهو په تړاو اندېښنه لري چې په لومړي پړاو ټاکنو کې بريالی نشو او اوس دوهم پړاو ټاکنو ته ولاړ، له همدې امله ټرمپ د يادې هوکړې اعلان وځنډاوه...  ټرمپ د سپینې ماڼۍ په مخ کې کله چې د برتانيې په لور تلو، په يو بيان کې په اسراییلو کې د روان سياسي حالت په تړاو وويل، د نتنياهو تر ناکامۍ وروسته چې ويې نشو کولی حکومت تشکيل کړي او چهارشنبې يې وروستۍ نېټه وه ، اوس د سپټمبر په مياشت کې نوو ټاکنو ته ځي چې دا يو ( ناوړه حالت) دی... ده وويل: «بی بي(Bibi) غوره شوه او اوس به دوی بيا ځلې ټوله ټاکنيزه پروسه په سپټمبر کې ترسره کوي... دا د خندا وړ ده او موږ له دې څخه خوښ نه يو.» (روسيه ټوډې، ۲۰۱۹/۶/۳)]

له همدې امله ټرمپ خپل پلان چمتو کړی دی، دی له يوه لوري د پلان په پرمخ بېولو خوښ خو لالهانده هم دی، باوري دی چې له ده څخه مخکنی ولسمشر د پلان په پلي کولو کې ناکامه شوی دی، دی اوس فکر کوي چې د دوو دولتونو حللاره به د پېړۍ هوکړې تر چتر لاندې حل او فصل کړي... که د الله سبحانه وتعالی خوښه وه دا به هم ناکامه شي لکه څرنګه چې د دوو دولتونو حللاره ناکامه شوې وه.

دریم:د معاملې او مخفي معلوماتو د  افشا کولو  ناڅرګندتیا:

۱-ټرمپ هیره کړې یا یې د دې تکل کړی چې  دا هیر کړي چې فلسطین د مسلمانانو په زړونو او مغزونو کې ستر ځای لري او دوی به دا معامله و نه مني، خو دوی به یې په زغرده او نېغ په نېغه  ځواب ورکړي. که څه هم ټرمپ په دې اند و چې د فلسطینیانو د تشویق په موخه  د میلیاردونو پیسو اقتصادي پروژه به یې فلسطینیان و غولوي او دوی به هوکړې ته غاړه کېدي. په همدې موخه ده جزییات په ډاګه نه کړه او د بحرین کنفرانس یې د پېړۍ تر معاملې وړاندې په لاره واچوه، ترڅو له دې لارې هوکړې ته شرایط برابر کړي.

۲-د دې پېړۍ د معاملې د افشا کولو په تړاو ځینې پټ معلومات شتون لري او داسې ښکاري چې د هغوی افشا کول په پلان کې دي او دوی هغه څه ته نږدې دي چې د پېړۍ په معامله کې چمتو کېږي. ډېر دغه پټ معلومات د یهودي ورځپاڼو له لوري په ډاګه شوې وو، په ځانګړې توګه د اسراييل حایوم له لوري په ۷/۵/۲۰۱۹ کې. د شیلډون اډیلسن لخوا د دغې ورځپاڼې په خپاره شوي راپور کې چې نتانیاهو ته نږدې او د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال د هغه مالي ملاتړی و، د دغو افشاکونو او څرګندونو په تړاو راغلي دي:

« هوکړه: درې اړخیزه هوکړه چې د اسراييلو، د فلسطین د ازادۍ غورځنګ او حماس ترمنځ ترسره کېدونکی ده او فلسطیني دولت ته چې د نوي فلسطین نوم به ورکول شي، د لوېديځې غاړې او غزې تړانګې په سیمه کې به جوړېږي او د یهودو شته تاسیستات او ودانې به ترې وځي.

- د خاورې تخلیه: شته بلاکونه به په خپل خای پاتې کېږي چېرته چې وي او له هغو بلاکونو سره به ونښلول شي چې بېل شوي دي، پراختیا ته به یې وده ورکوي او دغه لړۍ به یو په بل پسې دوام کوي او واک به یې د یهودي دولت په لاس کې وي.

-بیت المقدس: بیت المقدس به نه وېشل کېږي، د اسراييلو او فلسطین ترمنځ به ګډ وي او عربي وګړي به نوي فلسطین ته لېږدول کېږي او د نوي رامنځته شوي فلسطین وګړي به ګڼل کېږي، نه د اسراييلو. د بیت المقدس ښاروالي به هراړخیزه او د بیت المقدس د ټولې خاورې مسولیت به یې په غاړه وي، پرته له ښوونې او روزنې څخه او دا به خپله د نوي رامنځته شوي فلسطین له مسولیتونو ګڼل کېږي. نوی رامنځته شوی فلسطین به د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کارونو اژانس(UNRWA) مالیه یهودي بیت المقدس ښاروالۍ ته ورکوي( مالیه چې د اپارتمانونو، ځمکو او اوبو پر کاروونکو لګول کېږي).

-غزه: مصر به فلسطین ته نوې مځکه د هوايي ډګر او کمپنیو جوړولو او د سوداګریزو او کرهڼیزو معاملاتو د راکړې ورکړې  په برخه کې ورکړي، له دې پرته چې فلسطینیانو ته په کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

-پوځ: نوی فلسطین د نوي پوځ رامنځته کولو څخه منع کېږي او یوازېنی وسیله  چې دوی به یې په واک کې لري د پولیسو ځواک به وي.. حماس به خپلې وسلې او جنګې اسلحې لمنځه وړي یا به ځان بې وسلې کوي ان د شخصي وسلو په ګډون به یې مصریانو ته  سپاري. په بدل کې به یې د حماس وګړې له عربي هیوادونو څخه میاشتنۍ تنخوا ګانې ترلاسه کوي... له هوکړې یو کال وروسته به د فلسطیني دولت لپاره ټاکنې ترسره کېږي... تر ټاکنو یو کال وروسته به، د دریو کلونو په ترڅ کې په تدریجي ډول بندیان خوشي کېږي.

د پنځو کلونو په ترڅ کې به یو فلسطینی بندر او هوايي ډګر جوړ شي او تر هغه وخت به فلسطینیان د اسرايیلو له هوايي ډګره او بندره ګټه اخلي... د اسراييلو او فلسطین ترمنځ سرحد به د دوستو هیوادونو په څېر پرانیستی وي... هوايي پل به جوړېږي چې له مځکې د پاسه به ۳۰ متره لوړوالی لري، غزه او لوېدیځه غاړه به سره نښلوي. د دې پروژې چارې به چينايي کمپنی ته په ترتیب سره ۱۰ سلنه چین، ۱۰ سلنه جاپان، ۱۰ سلنه جنوبي کوریا، ۱۰ سلنه اسټرالیا، ۱۰ سلنه کاناډا او ۱۰ سلنه په ګډه امریکا او اروپايي اتحاديي ته سپارل کېږي.

د اردن تنګی د نن په څېر د اسرايیلو په ولکه کې پاتې کېږي او تر ۹۰ لارو وروسته به یو سرک ګرځي او ۴ نری لارې به ترې وځي چې اسراييل به دغه وېش څاري او دوه سرکونه چې په فلسطینیانو پورې اړه لري، هم څاري چې فلسطین به له اردن سره نښلوي ...

که څه هم دغه افشا او څرګندونې له رسمي ادرس څخه نه دي، خو واقعیت یې د یوې یهودي ورځپاڼې څخه په ډاګه کېږي چې مشر یې شیلډون اډولسن دی، د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ستر مالي ملاتړی او له نتانیاهو سره نږدې اړیکې لري. دا ټولې ادعاوي هغه څه دي چې د ټرمپ  او د هغه د مزدورانو اندونو ته انعکاس ورکوي ... د سپېڅلې خاورې په اړه تر دغو څرګندونو لا  ډېر خیانت کوي، ان عرب او غیر عرب خاینان هم په کې ښکېل دي او سخته ده چې دا معامله ومني. دوی د دوو دولتونو تر منځ حللاره غواړي، چې دا په خپله خیانت دی ځکه فلسطین، یانې ټول فلسطین د یوې اسلامي خاورې برخه ده چې باید خپلو خلکو ته بیا په واک کې ورکړل شي، پرته له دې چې یوه لوېشت او یوه ډله خلک دي ترې بېل شي، که داسې وشي بیا به دا د ستر خیانت بله بېلګه وي. نو څه ډول بیا د دوو هیوادونو ترمنځ حللاره ومنل شي چې ډېری برخه د فلسطین قرباني کېږي؟ خو عربو او غیر عربو خاینو چارواکو دغه حللاره منلې او دا یې د دوی حق ګڼلی چې دوی به د دولت په توګه پرېږدي او بیرغ چې دوی پرې ویاړي! د ټرمپ دا معامله دوی ته هیڅ اهمیت نه ور کوي. د ټرمپ مشاور کوشنر وويل: دا د پېړۍ معامله تش په نوم د دوو دولتونو ترمنځ حللاره ده او بیت المقدس به د اسراييلو ابدي پلازمېنه وي.(بي بي سي ۲/۵/۲۰۱۹) ان په لوېدیځه غاړه کې تاسیسات او ودانۍ خرابول به دوام کوي کومې چې په لوېدیځه غاړه کې پاتې دي چې تر ۱۲ سلنې نه زیاتېږي او دا هغه برخه ده چې د یهودي بنسټ تر نظامي ولکې لاندې ده.  

څلورم: څومره چې د ټرمپ د معاملې په اړه د کامیابۍ هیلې شته، دا معامله به نه شي کامیابه... ان د هغې پرمخ بېوونکي هم، د ده د هلو ځلو ترڅنګ، له دې معاملې څخه د ناکامۍ تمه لري. ټرمپ همداراز وویل، چې د ده د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ښايي په دې ارزونه کې صحیح وي، د امریکايي ادارې له لورې چې په منځني ختیځ کې د سولې کوم پلان پر لاره اچول شوی ښايي له ناکامۍ سره مخ شي. واشینګټن پوسټ د پمپیو هغه خبرې را اخیستي چې کله یې په نیویارک کې د یهودو یوې ډلې مشرانو ته کولې، هغه پلان چې څو ځلې ځنډېدلی ښايي بې حرکته پاتې شي.( اسراييل ټایمز، ۳/۶/۲۰۱۹)

بې عقلۍ ټرمپ تر دې بریده رارسولی چې دی د دې درک نه شي کولی چې فلسطین لا نه خرڅ شوی او نه هم رانیول شوی، دا د مسلمانانو لمړنۍ قبله ده او دا له دریو مسجدونو څخه یو سپېڅلی مسجد دی چې ورته سفر کېږي. دا د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د اسراء لاره ده چې د مسلمانانو د پوځونو پر مټ به ازادېږي، څه وخت چې د الله سبحانه و تعالی خوښه شوه، د مسلمانو سرتېرو په تکبیرونو به بدرګه کېږي او د العقاب بیروغونه به پرې رپېږي. که ټرمپ نن ورځ د رویبیضه(نااهلو او جاهلو) حکامو په لټه کې وي او د هغوی پلویان چې ککړو او چټلو پیسو ته یې په تمه دي، سبا به یوازې د خلافت له تورو سره مخ وي چې د الله په خوښه به له یهودو او د هغوی له ملاتړو سره یانې ښکېلاکګر کافر سره جګړه کوي. دوی به فلسطین د یهودو او د هغوی د ملاتړو له منګولو ازادوي لکه څه وخت وړاندې چې د صلیبیانو له منګولو ازاد شوی و او سبا ډېر نږدې ده او دوی ور ته په تمه دي...

دا چاره به د الله سبحانه و تعالی غوښتنه ریښتنې کړي. په صحیح مسلم کې له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:

»لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ فَيَقْتُلهُمْ الْمُسْلِمُونَ... «

د قیامت ساعت به تر هغې را نه شي، تر هغې چې مسلمانانو له یهودو سره جګړه نه وي کړې، او وژلي یې نه وي...

﴿وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ﴾

[ص:۸۸]

ژباړه: او لږ وخت به تېر شي، چې تاسو ته به دغه حقیقت معلوم شي

Last modified onسه شنبه, 16 جولای 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې