جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یمن په عدن ښار کې د روانو پېښو واقعیت څه دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د یمن په عدن ښار کې د روانو پېښو واقعیت څه دی؟

(ژباړه)

پوښتنه:

د عدن ښار د تېرو او روانو پېښو واقعیت څه دی؟ ولې د زبیدي شورا او د هادي حکومت په خپلو کې نښتې کوي. په داسې حال کې چې زبیدي د هادي له خوا د عدن د والي په توګه وټاکل شو. همدارنګه پوهېږو، کله چې زبیدي د عدن له ولایته ګوښه شو، بیاهم د هادي د حکومت له کوم غبرګون پرته پر خپل پوسټ پاتې شو. تر دې کچې چې د حکومت د سترګو پر وړاندې یې ځواکونه راټولول او نظامي ډلې یې جوړولې. وروستۍ پوښتنه دا ده چي پر عدن ښار د انتقالي شورا تر واکنۍ وروسته د څه تمه کېږي؟ ډېره مننه.

ځواب:

د یادو پوښتنو د ځواب لپاره باید لاندې ټکي بیان شي:

لومړی: انګلیس د «پرېکنده طوفان» عملیاتو له پیله پر دې پوهېده، چې د سعودي عربستان دغه لاسوهنه د حوثیانو د له منځه وړلو په موخه ترسره نه شوه.که دغه کار شونی وی، خپل هوایي ځواکونه یې هم یمن ته دننه کول. د سعودي دغه هوایي مداخله په دې موخه ترسره شوه، چې حوثیان د یمن د مدافعینو په توګه د جنګي الوتکو پر وړاندې ودرېږي او په ورته وخت کې خپل ځانونه اتلان وښيي؛ ترڅو له همدې لارې د خلکو له خوا ومنل شي. عامه افکار د دوی لوري ته را وګرځول شي او په پایله کې د یمن د حکومت ډېره برخه ترلاسه کړي. انګلیس دغه مسله درک کړې وه، نو یې اماراتو ته د «پرېکنده طوفان» په ایتلاف کې د عملا ګډون لارښوونه وکړه، ترڅو له همدې لارې له حوثیانو سره د مخامخ کېدو لاره پرانیزي. انګلیس په دوو موخو امارات په دغه ایتلاف کې ګډون ته وهڅول:

لومړۍ موخه: د منصور هادي لپاره د بدیل رامنځته کېدل؛ څنګه چې نوموړی په سعودي کې د یو اسیر په توګه ژوند کوي او هېڅ ډول واک او قدرت نه لري، نو د انګلیس موخه په عدن کې د خپل یوه بدیل موندل وو، چې عملا د دوی اطاعت وکړي، نه د سعودي. پر همدغه اساس یې د خپل بدیل د موندلو لپاره پرله پسې ګامونه واخیستل. دا مهال په ۲۰۰۷م کال کې د یمن په جنوب کې د حسن باعوم په مشرۍ د «جنوب خوځښت» په نوم حکومت ضد حرکت پیل شو، چې ایران یې تر شا ولاړ و او له امریکا سره یې هم اړیکې درلودې.

انګلیس د هغه له خوځښتونو څخه وېرېده او دغه وېره د عبدالله صالح تر وژل کېدو وروسته نوره هم ډېره شوه؛ ځکه په یاده سیمه کې د حوثیانو بریالیتوب د دې لامل شو، چې په شمال کې د انګلیس نفوذ کمزوری کړي. په همدغه دلیل یې په جنوب کې ځواکونه راوټوکول، څو له همدې لارې یې د یمن په حکومت کې د دایمي پاتې کېدو لپاره د فشار راوړلو رول ولوبوي. که پر دغه کار هم بریالی نه شو، دومره خو به وکړي چې په جنوب کې د انګلیس لپاره د پښو اېښودلو ځای وساتي.

په همدې ترتیب، انګلیس په جنوب کې د خپل نفوذ د ډېرېدو په اړه پر نوي فکر تمرکز کوي. په ځانګړي ډول دې ته په پام سره، چې پر هادي یې په بشپړه توګه باور نه شو کولی، ځکه سعودي پرې تسلط درلود. په همدې اساس انګلیس د دغې موخې د رښتیا کېدو لپاره د اماراتو له لارې لاس پکار شو، ترڅو خپلو مزدورانو ته د «جنوب خوځښت» د جریان په لیکو کې ځای پیدا کړي او یا نوې ډله جوړه کړي، چې وروسته بیا په کراره واک ته ورسېږي. پر همدې دلیل یې پر اماراتو او  نورو مزدورانو تمرکز وکړ، ترڅو د هغوی پر مټ له «جنوب خوځښت» سره چې مشري یې له باعوم سره ده، موازي جریان جوړ کړي او د دغه جریان په واسطه د جنوب قضیه له ګواښ سره مخ کړي.

هغوی په دې برخه کې د عیدروس زبیدي په نوم کس پیدا کړ، چې د «جنوب خوځښت» تر ټولو مخکښ رهبر و. دا چې نوموړی د انګلیس پلویانو ته نېږدې کس و، د یمن ولسمشر منصور هادي نوموړی په ۲۰۱۵م کال کې د عدن ښار د والي په توګه وټاکه. یعنې د ۲۰۱۵ م کال په مارچ کې د سعودي له خوا د «پرېکنده طوفان» عملیاتو تر پیلېدو څو میاشتې وروسته. د نوموړي ټاکل په داسې وخت کې د دې ښکارندویي کوي، چې پر ده باندې د انګلیس مزدوران پیاوړی باور لري. زبیدي له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړه. نوموړي ځکه د عدن د بریالي والي په توګه شهرت پیدا کړ، چې دغه ښار ته یې بېرته برېښنا راوستله، وسلوال حرکتونه یې له منځه یووړل او له حوثیانو سره یې جګړه وکړه. په همدغه ترتیب، د حسن باعوم د تاریخي رهبرۍ په پایله کې عامه افکارو او د «جنوب خوځښت» حرکت ته د یوه سیاسي شخصیت په توګه ور پېژندل شو.

زبیدي له نظامي پلوه په هاني بن بریک تکیه کړې، چې د «جنوب کمربند» ځواکونو بنسټګر دی او تر ډېره په جنوب کې د اماراتو د مهرې په توګه پېژندل کېږي. نوموړي د «جنوب کمربند» امنیتي ځواکونه جوړ کړل. دغه ځواکونه له هغو ملېشو څخه جوړ شوي، چې په ښکاره یې د اماراتو د دولت له لوري د یمن په جنوب کې ملاتړ کېږي. (سرچینه: ساسه پسټ، ۲۰۱۷ د نومبر ۲مه)

په همدغه ترتیب، زبیدي او بریک په جنوب کې له عزت او شوکت څخه برخمن شول، خو دغو دواړو د هادي په حکومت کې مسوولیت درلود او له انګلیس سره د هادي اړیکې ټولو ته ښکاره دي. پر همدغه دلیل یې د خلکو په منځ کې نفوذ نه شو پیدا کولی او دا وس یې نه درلود چې خلک د «جنوب خوځښت» ملاتړ ته راوبولي. له همدې امله یې لومړی ګام دا و، چې د هادي په حکومت کې خپل غړیتوب پرېږدي، ترڅو په دې سره زبیدي د هادي له حکومت سره د مخالف په توګه وښيي. په دې توګه به د جنوب خلک پر نوموړي راټول شي او نوموړی به «جنوب خوځښت» جوړ کړي، چې همداسې وشول. د یمن ولسمشر د ۲۰۱۷ م کال د اپرېل پر ۲۷مه د یو فرمان په ترڅ کې د عدن والي عیدروس زبیدي او د دولت وزیر هاني بن بریک له خپلو دندو ګوښه کړل او امر یې وکړ چې له بن بریک څخه دې پوښتنې او پلټنې وشي. د ولسمشر د یاد هوډ په تړاو د یمن په زرګونو خلکو په عدن ښار کې لاریونونه پیل کړل او د ولسمشر دغه هوډ یې وغنده. وروسته زبیدي د ۲۰۱۷م کال د مې پر ۱۱مه اعلان وکړ، چې د عدن په ښار کې یې د انتقالي شورا د پلاوي رهبري تر لاسه کړې او هاني بن بریک به ډېر ژر د دغې شورا د مرستیال په توګه خپل کار پیل کړي؛ چې یادې شورا ۲۶ غړي درلودل.

له همدې امله انګلیس د اماراتو پر مټ د هادي د حکومت لپاره یو ځای ناستی او بدیل جوړ کړ، چې همدغه انتقالي شورا ده او په اړین وخت کې ترې ګټه واخلي. یاده شورا په عدن ښار کې غوره ځای او شوکت لري، چې د اماراتو اردو یې ملاتړ کوي.

دویمه موخه: د حوثیانو له منګولو څخه د حدیدې ازادول:

أ‌.       امارات د ځمکې او هوا له لارې یمن ته دننه شول، ځکه هوایي جګړې په یوازې توګه پرېکړه نه شوی کولی. اماراتو خپل هوایي ځواکونه د حدیدې ښار ته دننه کړل او نېږدې و چې یاد ښال د حوثیانو له منګولو وژغوري، چې امریکا د انساني مرستې په پلمه د هغه پر وړاندې ودرېده او د جګړې مخه یې ونیوله. دا چې امارات ولې حدیدې ته ځانګړی پام لري، نو باید ووایو چې انګلیس په دې پوهېږي، چې حوثیان د ایران په مرسته ژوندي دي او د صنعا پر هوایي ډګر، د جنوب او حدیدې پر بندر د اماراتو واکمني د دې لامل کېږي، چې د ایران لخوا پر حوثیانو مرستې بندې شي. همدا دلیل و چې اماراتو په ټول توان او جدیت سره د حدیدې پر ښار د واکمن کېدلو لپاره هڅه کوله. کله چې د اماراتو ملاتړي ځواکونه  د حدیدې ښار بشپړ نیولو ته نېږدې شول، نو حوثیانو د ځان پر وړاندې لوی ګواښونه ولیدل او پر دې پوه شول چې دغه خطر یې په یمن کې واکمني سخته ګواښي. له همدې امله یې په ټول توان سره د هغه د تر لاسه کېدو لپاره هڅې وکړې. بل خوا ته امریکا یې هم خپل مسوولین په کار بوخت کړل، ترڅو په یمن کې د ناوړه انساني حالت په اړه د احساس مسولیت وکړي او داسې وښيي چې حدیده په حقیقت کې د یمن د خلکو لپاره یو شریان دی، چې لوږدې له مرګ څخه یې ژغوري. له بلې خوا امارات او کورني ملاتړي یې نړیوالو قانوني فرصتونو ته په تمه وو، ترڅو له دغو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې ډېر بریدونه وکړي او پر حدیدې خپله واکمني بشپړه کړي. همدا دلیل و چې پر حدیده د اماراتو د برید درېدل د امریکا لپاره لوی ارزښت درلود؛ ځکه د حدیدې له لاسه ورکولو حوثیان له ګڼو ستونزو سره مخ کول.

ب‌.   تر دې وروسته په استانبول کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د ترور وحشیانه پېښه رامنځته شوه او دغې پېښې سعودي او له جمال خاشقجي څخه د ټرمپ ملاتړ ته نړیوال افکار واړول. امریکا هوډ وکړ چې د نورو قضیو په رابرسېره کولو سره عامه افکار د خاشقجي د قضیې لوري ته کړي او په همدې ترتیب له سعودي او د ټرمپ له ادارې څخه فشارونه لرې کړي. نو له همدې امله یې د یمن قضیه راپورته کړه؛ چې د امریکا سنا مجلس د یمن له جګړې څخه د امریکا د نظامي ملاتړ د پای ته رسېدو لپاره رایه ورکړه. د امریکا سنا مجلس غړو په یو تاریخي خطر کې په اکثریت (۵۶) رایو له یمن څخه د امریکا د نظامي ملاتړ د پای ته رسېدو په موخه مثبته رایه ورکړه، چې د امریکا دغه نظامي ملاتړ د سعودي عربستان له لوري رهبري کېده. (سرچینه: رویټرز، ۲۰۱۸م د ډیسمبر۱۴مه). وروسته امریکا له سعودي څخه د نړیوالو فشارونو د مخنیوي او د سعودي خبریال د ترور قضیې پټولو په موخه په یمن کې د ۳۰ ورځني اروبند غوښتنه وکړه. «د امریکا دفاع وزیر جمیز متېز په یمن کې له ښکېلو لورو څخه غوښتنه وکړه چې ۳۰ ورځې جګړه بنده کړي او دغه مهال په یاد هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نوې خبرې پیل کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې په یمن کې ښکېل لوري باید د سولې د هڅو په لور حرکت وکړي او زیاته یې کړه چې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره ۳۰ ورځې وخت لرو او باور لرم، چې سعودي او امارات به په دغه بهیر کې مرستې ته چمتوالی لري.» (سرچینه: ان لاین خلیج، ۲۰۱۸م د اوکټوبر ۳۱مه)

ت‌.   وروسته د سوید هوکړه لیک د یمن د موضوع د حل لپاره وړاندې شو او انګلیس پر دې پوهېده چې دغه هوکړه د امریکا په لخوا د حوثیانو په ګټه اداره کېږي. ځکه د خبرو یو لور ته حوثیان او بل لور ته منصور هادي دی، چې د سعودي په کنټرول کې دی. په دې اړه ډېر خبرونه خپاره شول، چې د یمن د حکومت پلاوي د هوکړه لیک لاسلیک نه غوښت، ځکه په دغه هوکړه لیک کې له حدیدې څخه د حوثیانو د وتلو لپاره څه نه وو ویل شوي. په داسې حال کې چې هادي د سعودي تر فشار لاندې دغه هوکړه ومنله. یو شمېر سرچینو الجزیرې ته وویل: «حکومتي پلاوي هادي ته د لیک له لېږلو سره سم له نوموړي څخه غوښتنه وکړه، چې هوکړه لاسلیک نه کړي؛ ځکه په دغه هوکړه لیک کې له حدیدې ښار څخه د حوثیانو د وتلو او د هغوی د بندر په اړه په ښکاره څه نه دي ذکر شوي. بل خوا د یمن ولسمشر د سعودي له سختو فشارونو وروسته دغه هوکړه لاسلیک کړه، چې د څو ساعتونو په ترڅ کې یې پرې راوستل.» (سرچینه: الجزیره نټ، ۲۰۱۸م د ډیسمبر ۱۳مه) امریکا په ښکاره د دغې هوکړې هرکلی وکړ. «د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دغې هوکړې ملاتړ وکړ او ویې ویل: په یمن کې سوله شونې شوه.» (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۱۸م د ډیسمبر ۱۴مه) امریکا له حدیدې څخه د حوثیانو له وتلو پرته د یادې هوکړې نورو بندونو ته پام کوي، ځکه شک کوي چې دا ډول هوکړې عملي کېدلی شي. په دې دلیل چې د خبرو دواړه لوري هادي او حوثیان د امریکا په اشاره عمل وکړي.

دویم: انګلیس اوسمهال دې پایلې ته رسېدلی چې د هادي بدیل باید عملا لاس په کار شي. دغه هڅې د دې لپاره دي، چې که امریکا په شمال کې د حوثیانو په واکمن کېدو بریالۍ شي، نو انګلیس به په جنوب کې د هادي بدیل ځای پر ځای کړی وي. په همدې ترتیب به امریکا ته دا فرصت ورنه کړي، چې له حوثیانو سره د سعودي په مرسته او له هادي څخه په ګټې اخیستنې یوې حل لارې ته ورسېږي او حتا په جنوب کې به د انګلیس له سختو خوځښتونو سره مخ شي. هادي چې په اصل کې د انګلیس مزدور و، خو اوسمهال د سعودي تر ولکې لاندې دی. هغه خوځښتونه چې انګلیس پلان کړي، ډېر قوي دي او د سعودي له نفوذ پرته به د انګلیس په ګټه فعالیت وکړي. په دې سره به انګلیس په هر حالت کې د یمن په کړکېچ کې پاتې شي. په همدې دلیل د هادي د بدیل لپاره خوځښت پیل شو، یعنې د زبیدي شورا جوړه شوه او د عدن د ښار وروستۍ پېښې ورو ورو رامنځته شوې.

۱ـ د عدن ښار وروستۍ پېښې ډېرې ژر د پام وړ قضیې شوې. د عدن د قانوني حکومت ځواکونو او په جنوب کې د انتقالي شورا تر منځ شخړې ډېرې شوې او د «امنیتي کمربند او حکومتي ځواکونو» تر منځ د نښتو لامل شوې. دغه شخړې د ۲۰۱۹ م کال د اګېسټ پر ۷مه ډېرې شوې، چې څلور ورځې وروسته د ښکېلو لورو تر منځ نښتې پیل شوې. د یمن د جنوب انتقالي شورا د شنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د معاشیق په نوم د ولسمشرۍ ماڼۍ ریاست یې نیولی دی. دغه اعلان د نښتو تر پیلېدو کابو څلور ورځې وروسته وشو. (سرچینه: فرانس ۲۴، ۲۰۱۹ د اګېسټ ۱۰مه) همدا لامل و، چې د عدن ښار ادارو او نظامي اډو سقوط وکړ.

۲ـ یادې پېښې په همدغه دلیل دومره ژر او د څلورو ورځو په موده کې پېښې شوې، چې په انګلیس پورې تړلی د هادي حکومت، دستګاوې یې او ولسمشر او د نوموړي مرستیال ټول یې یوې خواته کړل. په داسې ډول چې د شورا د مسوولیت لپاره یې لاره هواره کړه او په همدغه ترتیب یاده شورا پر دې وتوانېده چې قضیه په ډېرې چټکۍ یوه لوري ته کړي. هغه نښې چې دغه ادعا ښيي په لاندې ډول دي:

أ‌.       د امنیتي کمربند ځواکونو یوه چارواکي په خپلو څرګندونو کې وویل: «معاشیق ماڼۍ له کوم مقاومت پرته موږ ته راوسپارل شوه». (سرچینه: فرانس ۲۴، ۲۰۱۹ د اګېسټ ۱۰مه)

ب‌.   د یمن د کورنیو چارو وزیر احمد میسري وویل: «د عدن د پېښو پر وړاندې د یمن د ولسمشرۍ ماڼۍ سکوت شکمن وو او د بریالیتوب غوندې نه و». (سرچینه: الجزیره، ۲۰۱۹ د اګېسټ ۱۱مه)

ت‌.   د یمن د حکومت د ځانګړو ځواکونو قومندان فضل باعش د ۲۰۱۹ م کال د اګېسټ پر ۱۰مه اعلان وکړ، چې د قانوني حکومت له ځواکونو بېل شوی او د انتقالي شورا له ځواکونو سره یوځای شوی دی. فضل باعش په یوه ویډیویي کلېپ کې اعلان کړه، چې د قانوني حکومت له ځواکونو بېل شوی او د عیدروس زبیدي په رهبرۍ د جنوب د انتقالي شورا له ځواکونو سره یوځای شوی دی. دغه ویډیویي کلېپ د انتقالي شورا له خوا خپور شو. (سرچینه: میډل ایسټ ان لاین، ۲۰۱۹ م د اګېسټ ۱۰مه)

ث‌.   پر یادو مواردو سربېره؛ امارات چې د خپل بادار انګلیس په څېر مکار دی، په دغو بدلونونو کې لوی رول ولوباوه؛ ځکه امارات د زبیدي تر ټولو مهم ملاتړی بلل کېږي. سره له دې چې د سعودي پر خلاف هر ډول کار ترسره کوي، خو په چټکۍ سره بیا ځان د سعودي په مشرۍ د ایتلاف غړی بولي او ښيي چې دواړه په یمن کې د سولې د ټینګېدو لپاره کار کوي.

درېیم: ښکاري چې سعودي عربستان په چټکۍ سره د دا ډول حالت د رامنځته کېدو تمه نه درلوده. په ځانګړي ډول اوسمهال، چې د حج پر مراسمو بوخت دی. سعودي هغه وخت دغه حالت ته پام شو، چې انتقالي شورا په بشپړه توګه د ۲۰۱۹ م کال د اګېسټ پر ۱۰مه د عدن پر ښار واکمنه شوې وه.

الف: «په یمن کې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف د عدن له ټولو نظامي جوړښتونو او قطعو څخه د امنیتي کمربند د ځواکونو او د جنوب د انتقالي شورا د ځواکونو په شمول غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره خپلو مخکنیو اډو ته ستانه شي او هغه ځایونه چې د څو ورځو په وخت کې یې نیولي، پرېږدي او عامو او خاصو ادارو ته لاس ورنه وړي. یاد ایتلاف ژر تر ژره د یمن په پلازمېنه عدن کې د اوربند غوښتنه وکړه، چې د شپې له یوه نیمې بجې څخه باید پیل شي او ټینګار یې وکړ چې دغه ایتلاف به له سرغړونکو سره نظامي چلند وکړي. د دغه وخت له ختمېدو دقیقې وروسته د جنوب انتقالي شورا اعلان وکړ، چې په اوربند کې بریالي دي او د خبرو پر مخ وړلو په برخه کې یې د ریاض له رول لوبولو څخه ستاینه وکړه.» (سرچینه: منځنی ختیځ، ۲۰۱۹م، د اګېسټ ۱۰مه)

پر دغو ټولو سربېره د شورا د رییس مرستیال «هاني علي بریک» پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل، چې شورا ایتلاف ته ژمنه ده؛ خو ټینګار یې وکړ چې په هېڅ ډول به د ګواښونو تر فشار لاندې خبرې ونه کړي. د عربي ایتلاف یو مسوول چارواکي په ځانګړي ډول د اوربند په اړه د انتقالي شورا څرګندونې وستایلې او زیاته یې کړه چې دغه څرګندونې بسنه نه کوي، یعنې له هغو ځایونو څخه باید شاتګ وکړي، چې د وسلو په زور یې تر لاسه کړي دي. یادې سرچینې زیاته کړه، چې په سعودي کې د ښکېلو لورو تر منځ ناسته به د انتقالي شورا په شاتګ او خپلو پخوانیو ځایونو ته په بیرته تګ سره پیل شي. (سرچینه: اندپنډنټ عربي، ۲۰۱۹م د اګېسټ ۱۱مه)

ب: «ایتلاف د دې لپاره چې خپله اعلامیه واقعي او جدي وښيي د بېلتون غوښتونکو یوه سیمه موخه ورګرځوله، چې د یمن په لنډمهال پلازمېنه عدن کې د قانوني حکومت پر وړاندې ګواښ بلل کېږي. وروسته یې اعلان وکړ، چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره دا لومړني عملیات دي او که چېرې په عدن ښار کې د اوربند بیانیې ته ژمن پاتې نشي، نو د دغو عملیاتو په تعقیب سره به نور عملیات هم پیل شي.» (سرچینه: العربي، ۲۰۱۹م د اګېسټ ۱۱مه)

ت: په عربي ایتلاف پورې تړلې یوې سرچینې پخپلو څرګندونو کې وویل: «د جنوب د انتقالي شورا ځواکونو په عدن ښار کې تر لاسه کړې سیمې له هغه وروسته پرېښودې، چې د ایتلاف ځواکونو په نښه کړې. دغه عملیات له هغو ګواښونو وروسته ترسره شول، چې د ۲۰۱۹ م کال د اګېسټ پر ۱۰مه د ایتلاف د مشرۍ په واسطه یوه بیانیه خپره شوه او په یمن کې یې د چټک اوربند غوښتنه کړې وه.» (سرچینه: ارټي، ۲۰۱۹ م د اګېسټ ۱۱مه)

څلورم: په راتلونکي کې به څه پېښ شي؟ د دې پوښتنې لپاره دوه حالتونه شوني دي:

لومړی: سعودي عربستان له دواړو لورو څخه په سعودي کې د خبرو پیلېدو غوښتنه کړې او تر څنګ به یې په ټول توان سره هڅه وکړي، چې پر زبیدي او د نوموړي پر شورا واکمن شي. یعنې هغه کړنه، چې له هادي او د هغه له حکومت سره یې وکړ. دغه کار ښایي دومره اسانه نه وي، ځکه انګلیس د دغې شورا د جوړښت او سعودي تر شا دی، تر څو سعودي پر هادي واکمن شي. له همدې امله به سعودي اجازه ورنه کړي، چې زبیدي هم د هادي غوندې په کنده کې ولوېږي. ګومان کېږي چې سعودي به د زبیدي پر وړاندې له دوکې څخه ډک سیاست وکاروي او له نوموړي سره به ژمنه وکړي، چې په حکومت کې به د هادي په پرتله ډېر واک ورکړل شي. د دې لپاره چې د نوموړي عزت او پت تر پوښتنې لاندې رانشي، د یو سمبولیک ولسمشر په توګه به پاتې شي او زبیدي به د دغه وړاندیز د رد پر مهال په نظامي برید وګواښل شي.

دویم: کله چې انتقالي شورا دغه وړاندیز رد کړي او د سعودي هڅې بریالۍ نه شي، نو هغه وخت به انګلیس په مستقیم ډول مداخله وکړي او له امریکا سره به خبرې پیل کړي. انګلیس به له امریکا سره ژمنه وکړي، چې انتقالي شورا له حوثیانو سره خبرو کولو ته هڅوي. د دغو خبرو په پایله کې به حوثیان په حکومت کې په پراخه کچه  برخه واخلي. د حوثیانو د سیاسي دفتر یوه غړي محمد بخیتي د انتقالي شورا تر واکمېدو وروسته د ۲۰۱۹ م کال د اګېسټ پر ۱۱مه پر خپل فېسبوک پاڼه داسې ولیکل: «له ټولو سیاسي اړخونو، په ځانګړي ډول له انصار الله (حوثیانو) د موتمر حزب، اصلاح حزب او له انتقالي شورا څخه غواړم، چې جګړه ختمه او د نوي انتقالي قدرت د جوړښت پر سر هوکړه وکړي. داسې هوکړه چې د ټولو لورو استازیتوب وکړي او تر هوکړې وروسته د سولې د پروسې د پیلېدو لپاره د خبرو مېز ته راټول شي»

په دې ترتیب ښکاري، چې د دې لارې شرایط چمتو دي. امریکا غواړي چې د یمن مسله حل کړي. لکه څنګه یې چې د سوید تر خبرو وړاندې د امریکایي چارواکو له څرګندونو څخه معلومېږي، چې سعودي باید د یمن له دغې کندې څخه، چې پکې ګير پاتې دی، راووځي. انګلیس هم د دغو خبرو پیلېدل مني او د یادې لړۍ ګډوډېدل نه غواړي؛ یعني هغه کار چې وړاندې یې د سعودي په مرسته د هادي د ځپلو لپاره کاوه.

که امریکا او انګلیس پر ګډې حل لارې هوکړې ته ورسېږي، دغه حل لاره د هغوی د ملاتړو د ژغورلو لامل کېږي. یعنې حوثیان، انتقالي شورا او سعودي. هغه لوی خنډ چې د پانګوالۍ د مفکورې د پیروانو تر منځ د ګډې حل لارې پر وړاندې شته، هغه د هر یوه د ګټ اخیستنې ناوړه لیدلوری دی، چې د دوی په وینه کې حرکت کوي. امریکا او انګلیس تر ګډې حل لارې دا لومړیتوب لري، چې د حل لارې په عملي کېدو کې باید د دوی ګټې خوندي شي. په رښتیا هم د خبرو اترو د غځېدو یوازنی علت همدا دی. بل خوا بیا حوثیان، هادي او انتقالي شورا په دې تمه دي، چې امریکا او انګلیس به یوې هوکړې ته ورسېږي.

پنځم: هغه څه چې ځورونکي دي، هغه د یمن د خلکو توان دی چې کړکېچ ختمولی شي، په دې شرط چې له الله سبحانه وتعالي او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره رښتیني وي، ولې باید زموږ دښمنانو ته زموږ د ستونزو د حل اجازه ورکړي؟ په وار وار مو لیدلي دي، چې ښکېلاکګر کافران زموږ قضیې داسې حلوي چې د مسلمانانو د وینو تویېدو لامل کېږي. له دغو وینو تویېدو وروسته کیني او موږ ته د خپلو ګتو پر اساس وړ حل لاره پیدا کوي. د اسلامي خاورو چارواکي او د هغوی پیروان یې په اړه هېڅ اندیښنه نه لري او په ناپوهۍ کې بوخت دي. ځانونه داسې بې خبره ښيي، چې دا ټولې پېښې د دوی له خاورو څخه ډېرې لرې رامنځته کېږي.

په دې کې شک نشته چې ښکېلاکګرو کافرانو ته د حل په موخه د مسلمانانو د قضیو سپارل لوی جنایت دی، چې مرتکبین به یې په دنیا کې سرټیټي او په اخرت کې به له دردونکي الهي عذاب سره مخ شي.

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ

ژباړه: ډېر ژر به الله سبحانه وتعالی هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي، چې جرمونه یې کړي او خلک یې له حقې لارې څخه ګرځولي وي.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې