سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د هغو پوښتنو ځواب چې پخوا هم د کرونا په اړه پوښتل شوې وې
بسم الله الرحمن الرحيم
د هغو پوښتنو ځواب چې پخوا هم د کرونا په اړه پوښتل شوې وې

د هغو کسانو د پوښتنو د جزیاتو په اړه چې د «کرونا ویروس» په اړه یې پوښتلې وې:

۱ـ وبا او طاعون، کرونا او طاعون له دې کبله یوله بل سره توپیر نه لري، چې ټول یو شان نیسي. طاعون او کرونا دوې هغه ناروغۍ دي، چې د نیولو په برخه کې یې د ټولو د نیولو امکان شته. ځواکمن او عزیز الله سبحانه وتعالی په دغو دوو ناروغیو کې همدا ځانګړنه اېښې ده، پرته له دې چې په دې اړه فکر وکړو، چې دا ناروغي باکتریایي ده، که ویروسي. دا دواړې ناروغۍ د خلکو پرې اخته کېدو له پلوه یوبل ته ورته ځانګړنې لري، نو حکم یې هم یو شان دی.

۲ـ هغه پوښتنه چې د دغه ویروس د جوړېدو په اړه شوې وه او د جوړېدو په اړه یې زموږ ځواب منفي و، پوښتنې کوونکي ویلي: «دغه پوښتنه د غربي راپورونو پر بنسټ شوې ده او باید میلان ورته ونه ښیو». باید ووایو چې دا کره نه ده؛ ځکه د دې امکان شته چې پر علمي برخه له هغه اړخه باور وشي، چې لومړیتوب لري او تا ډاډمنولی شي. هغه کرونا چې د ناروغۍ د لېږد لامل شوې او انسان نه ده جوړې کړې، په دې برخه کې پر غربي راپورونو هېڅ باور نه دی شوی. دغه ویروس پرته له دې چې انسان یې جوړ کړي په طبیعي توګه و. په دې اړه چې دا ویروس به انسانانو د خپلو موخو لپاره جوړ کړی وي، موږ په پخواني ځواب کې هم د دې ویروس طبیعي شتون ته لومړیتوب ورکړی و. په ځانګړې توګه کله چې په چین، امریکا او... هېوادونو کې چې د دې ویروس په جوړونه تورن وو، په لوړه کچه تیت شو. موږ پخوانۍ پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو: «د  Covid19 – SARS CoV2ویروس په اړه د چین او امریکا لفظي جګړه پیل شوې ده، دوی یوبل په دې تورنوي چې د دغې ناروغۍ د لېږد لامل شوي دي. که څه هغه نظامونه چې په چین او امریکا کې حاکم دي لرې نه ده، چې داسې کار به یې کړی وي. خو له ډېرو څېړنو وروسته په اغلب ګومان چې دوی به د ویروس د لېږد او جوړونې لامل نه دي، چې وروسته نورې سیمې پرې مبتلا شوې...» هلته په دې اړه تفصیلي ځواب وړاندې شوی، د لا زیاتو مالوماتو لپاره هغې ته مراجعه وکړئ.

په جومات کې د لمانځه کول جواز لري؛ خو ځینو فقهاوو په عام محضر کې جواز ورکړی. داسې ځای چې لمونځ کوونکي له ورننوتو منع کېدای نه شي. دغه راز په خصوصي ځایونو (کورونو) کې غوره دا ده، چې هلته لمونځ ادا نه شي او سم هم نه دی. که جومات او ازاده فضا په اسانۍ نه پیداکېده، نو د ماسپښین څلور رکعته لمونځ (فرض لمونځ) دې په کور کې وشي. که دولت په جومات او ازاده فضا کې د لمانځه مخه ونیسي، ګنهکاریږي؛ ځکه په دې اړه ښکاره نصوص راغلي دي او الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿يَا أيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ﴾

[جمعه: 9]

ژباړه: اې مومنانو! کله چې د جمعې په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشو، نو کاروبار مو پرېږدئ او د الله تعالی د عبادت پر لوري ولاړ شئ، دا ستاسو لپاره غوره او ګټوره ده.

مسلمان باید مخکې له دې چې ترې منعه شي، د لمانځه د اداکولو لپاره هڅه وکړي. د لمانځه د ادا کولو هڅه فرض ده. په دې مانا چې په خصوصي ځایونو لکه کورونو کې د جمعې د ورځې لمونځ نه کیږي او دا روا ده، چې په کورونو کې د جمعې لمانځه مخه ونیول شي. دغه راز په پخواني ځواب کې مو هم ویلي وو، چې د جوماتونو تړل او هلته له لمانځه څخه د خلکو منع کول سم کار نه دی او ګناه یې د هغو حکامو پر غاړه ده، چې دا کار یې تر سره کړی دی، نو که حکام او چارواکي په جومات کې د جمعې د ورځې لمونځ نه پرېږدي او ازاده فضا هم نه وي، نو څلور رکعته فرض لمونځ دې په کور کې ادا شي. هغه دولت چې جوماتونه تړي لویه ګناه تر سره کوي او دا مو په پخواني ځواب کې هم ویلي وو.

۴ـ خو دا پوښتنه: «اوسمهال د حکامو له وېرې د جمعې او د جمعې د ورې لمونځ ترک شوی، زه پر دې پوهېږم او الله تعالی له ټولو ښه پوهیږي» دا امر یو څه توضېح او تفصیل ته اړتیا لري. زموږ په پخواني ځواب کې راغلي وو: «جمعه پر هغه چا چې وېره پکې وي، واجب نه ده. د هغه دلیل پر بنسټ چې ابن عباس رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی:

«مَنْ سَمِعَ النِّدَاءَ فَلَمْ يُجِبْهُ فَلَا صَلَاةَ لَهُ إلَّا مِنْ عُذْرٍ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا الْعُذْرُ؟ قَالَ: خَوْفٌ أَوْ مَرَضٌ»

ژباړه: که یو څوک عذر ونه لري، د اذان غږ واوري او لمانځه ته ولاړ نه شي، نو لمونځ به یې په کور کې قبول نه شي. ورته ویې ویل: یا رسول الله غذر څه شی دی؟ ویې فرمایل: وېره یا ناروغي. دا حدیث بیهقي په کبرا سنن کې روایت کړی دی.

خو وېره، لکه څرنګه چې په (المغني) کې د ابن قدامه په اول ټوک ۴۵۱مه پاڼه کې راغلي: «فصل: په دې چې د جمعې او جماعت لمونځ پرېښودل شي، وېره عذر بلل کېدای شي. د رسول الله د دې وینا پر بنسټ چې (عذر یا ويره دی او یا هم ناروغي). وېره پر دری ډوله ده، د مال، ځان او کورنۍ له لاسه وتل.

 لومړیـ د ځان په خطر کې له اچولو وېره، یانې دا چې سړی د حاکم، زورور، دښمن او یا له بل هر شي څخه چې د هغه د ژوند لپاره گواښ وي، ووېرېږي». همدارنګه له شېرازي څخه د(المهذب فی الفقه الامام الشافعی) کې راغلي: «... د وېرو له ډلې یوه دا هم ده چې یو سړی یې ځان او یا مال ته له ضرر رسېدو څخه ووېرېږي، یا له هغې ناروغۍ څخه وېره چې له کار کولو څخه عاجز کړي. پر دې دلیل چې ابن عباس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې اذان واوري او پرته له شرعي عذر څخه جومات ته لاړ نه شي لمونځ یې نه قبلېږي، هغه پوښتنه وکړه چې عذر څه شی دی؟ رسول الله مبارک ځواب ورکړ چې عذر وېره او یا ناروغي ده».

یانې کله چې پر یوه مسلمان باندې د وخت د حاکم له خوا د ظلم او تيري امکان موجود وي، نو هغه د جمعې د لمانځه په هکله معذور ګڼل کېږي او کله چې باوري شو چې په جماعت کې حاکم ورته په تمه دی او که ولاړ شي، نو هغه به یې بندي او یا به ضرر ورته ورسوي، نو دغه نفر معذور بلل کېږي او باید بل جومات ته چې د ده لپاره امن وي، ولاړ شي او که له هڅو وروسته یې بل جومات هم پیدا نه کړ، نو معذور ګڼل کېږي او د ماسپښین څلور رکعته لمونځ دې په یو ځانګړي ځای کې ادا کړي. که پوښتنه کوونکي زموږ له ځواب څخه دا درک کړې وي، نو همدغه درک صحیح دی او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه عالم او پوه دی.

۵ـ ځینې دغه حدیث «لَا عَدْوَى...» چې بخاري روایت کړی، د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ورڅخه تعبیر کوي، خو بهتره دا ده چې یاد حدیث خبر حدیث دی چې د ګټې رسولو غوښتنه کوي، نو که څوک په خپرېدونکې ناروغۍ باندې اخته شو، نو نوموړی ځکه معذور ګڼل کېږي چې په جومات کې نورو لمونځ کوونکو ته د ناروغۍ د ورتلو امکان شته او دغه هم هغه عذر دی لکه په مخکیني حدیث شریف کې چې ورته اشاره شوې وه. «الْعُذْرُ خَوْفٌ أَوْ مَرَضٌ»

۶-  په دغه حدیث شریف کې چې بخاري روایت کړی او د مسافر او ناروغ په هکله دی، داسې فرمایي: «إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيماً صَحِيحاً» بخاري

ژباړه: کله چې یو مسلمان ناروغ شي او سفر وکړي، نو نوموړي کس ته د اقامت او سلامتۍ د وخت د عمل کولو اجر او ثواب ورکول کېږي. یانې هغه کس چې د جماعت او جمعې د لمانځه څخه معذور ګڼل کېږي. څنګه چې مسافر او ناروغ ته شریعت معین کړي دي یانې خپل تکلیف به ادا کوي، لمونځ به کوي، خو په دغه حالت کې د الله سبحانه وتعالی په مهربانۍ سره د جوړ او مقیم د لمانځه اجر ورکوي؛ ځکه نو دغه حدیث د مقیم او جوړ سړي لپاره د تطبیق وړ نه دی.

۷-  خو د موږ پر دغه خبره نقد کول چې د جمعې په لمانځه کې دری نفره شرط دي، په داسې حال کې چې امام شافعي ۴۰ نفره ښودلي دي، دا یوه ځانګړې موضوع ده او همدارنګه د مالکیانو په نزد کم تر کمه باید ۱۲نفره موجود وي. ځکه نو دلته کوم مخالفت نه لیدل کېږي، بلکې دغه موضوع د جوماتونو د تړلو په هکله ده، جمعه او جماعت په همغه تعداد چې شریعت معین کړي، باید ادا کړل شي؛ ځکه چې یو بل فقهي نظر هم په دې هکله شته چې وایي، دری نفره هم د جمعې لمونځ ادا کولای شي، لکه څنګه چې په ځواب کې هم دغه مسئلې ته اشاره شوې وه .

۸-  د تدبیرونو نیول او له وسایلو څخه ګټه اخیستل خو یو صحیح امر دی، مګر باید داسې تدابیر هم ونه نیول شي چې له شریعت سره په ټکر کې وي. په دې برخه کې تدبیر دا دی چې ناروغان باید جومات ته ولاړ نه شي او جوړ خلک ولاړ شي. په مخکیني ځواب کې موږ ښه واضح کړې ده چې جوماتونه باید ونه تړل شي، تر څو جوړ خلک وکولای شي چې د لمانځه د ادا کولو لپاره جوماتونو ته ولاړ شي او داسې تدابیر ونیول شي چې د دغه ډول خپرېدونکو ناروغیو ناروغان جوماتونو ته ولاړ نه شي چې دغه مسئله ښه څرګنده ده او دا سمه نه ده چې ووایو چې شاید جوړ کسان هم کرونا نیولي وي، مګر نښې او نښانې به پکې نه ليدل کېږي، که داسې وي، نو باید ټول جوماتونو ته له تللو څخه مخ واړوي، یانې د ځمکې د مخ ټول اوسېدونکي باید له جوماتونو څخه منع کړل شي. د دغه خبرې لپاره نه کوم دلیل او نه هم ډېر ګمان شته چې داسې امر د وکړي. مګر هغه کس چې یقیناً او په غالب ګمان سره پر کرونا اخته وي، جومات ته له تلو څخه دې منع کړل شي او نور خلک د خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي.

۹-  مګر دا خبره چې د کرونا ویروس خو د انسان په څېر ستون فقرات نه لري، خو د دغه موجود لوړوالی او مقاوموالی د دې سبب شو چې په انګلیسي کې (backbone)  چې په عربي کې یې طبي معنا ته (العمود الفقری) یا ستون فقرات وایي او دغه نوم ځکه ورباندې اېښودل شوی چې د انسان له ستون فقرات سره ورته والی لري او دغه ټکی مو پرځای پرېښود؛ ځکه ګمان نه کوم چې دلته د پوښتنه را پیدا شي.

۱۰- د مړي د غسل په هکله باید لاندې ټکو ته اشاره وشي:

الف- بهتره خبره دا ده چې د مړي مینځل فرض کفایي دي او دلایل یې په لاندې ډول دي:

دغه حدیث شریف هم بخاري له ابن عباس څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو خپل په اړه چې اوښ غورځولی او غاړه یې ورباندې ماتهکړې وه، داسې وفرمایل: «اغْسِلُوهُ بِمَاءٍ وَسِدْرٍ وَكَفِّنُوهُ فِي ثَوْبَيْهِ» یانې نوموړی په اوبو او تخته باندې ومینخئ او بیا یې په دوو تیکو کې تاو کړئ. همدارنګه د ښځې په هکله چې خپلې لور ته یې غسل ورکولو، وفرمایل: «اغْسِلْنَهَا وِتْراً ثَلَاثاً أَوْ خَمْساً» ژباړه: هغه تاق؛ دری او یا پنځه ځلې ومینخئ.

له دغو دوو حدیثونو څخه پوهېدلای شو، هغه کسان چې مړي ته غسل ورکوي، ځینې مسلمانان دي چې د دغه امر لپاره کفایت کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دې امر اکتفا کړې ده او د ژوند په اوږدو کې پر دغه حکم ولاړ و  او غسل ورکول یې پرته له هغو شهیدانو څخه چې د جګړې په ډګر کې شهیدان شوي وو، بل هېڅوک نه دي استثنا کړي. نو مړي ته غسل ورکول فرض کفایي دي.

ب ـ هغه څه چې پورته وویل شول، ډېری فقها ورسره موافق دي:

ـ په «مبسوط» کې له سرخسي څخه راغلي: «پوه شئ چې غسل واجب دی او دا پر یو مسلمان د بل مسلمان له حق څخه ګڼل کېږي». رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «یو مسلمان پر بل مسلمان باندې شپږ حقونه لري چې له هغې ډلې یو حق همدا دی چې وروسته له مرګ څخه هغه ته غسل ورکړل شي. که یوه برخه مسلمانان دغه حق ادا کړي؛ د نورو مسلمانانو غاړه پرې خلاصېږي.»

ـ امام شافعي د «الام» کتاب کې ویل: «د مړي غسل، جنازه او خښول یې پر خلکو حق دی چې باید ترسره یې کړي، خو د دې مطلب ټول خلک نه دي، کله چې ځینو دا کار وکړ، هغوی کافي دی ان شأالله.»

ـ په «شرح کبیر» کې ابن قدامه وایي: «د مړي د غسل په څپرکي کې ـ مسله: د مړي غسل، تکفین، تدفین او لمونځ پر هغه فرض کفايي دی؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه کس په اړه چې اوښ یې غاړه ماته کړي وي او په پای کې مړ شوی وي، فرمایلي دي: «هغه ته په اوبو او سدر سره غسل ورکړئ او په دواړو جامو کې یې کفن کړئ» دغه حدیث بخاري او مسلم روایت کړی دی.

ج ـ که د مړي غسل د ځینو سختو لاملونو له امله نه شي ورکول کېدلای، لکه د اوبو نه شتون، د جسد سوځېدل یې که په اوبو ومینځل شي ټوټه ټوټه کېږي یا هم کله چې غسل ورکړل شي، د جذام، طاعون، کرونا او داسې نورو ناروغیو لامل ګرځي او غسل ورکوونکو ته یې د لېږد احتمال وي؛ موږ نه غواړو خاص نظر تبني او وټاکو، بلکې هر څوک چې د فقهي نظر او مذهب چې دوی پرې ډاډمن دي تقلید کوي. زه دلته د ځینو فقهاوو شرعي نظرونه وړاندې کوم:

ـ حنفيان په دې اند دي چې که د مړي غسل د اوبو د نه شتون له امله وي؛ د خاورې په وسیله تیمم ورکول کېږي، لکه څنګه چې په «العنایه» ۱۶م جلد ۲۶۲مه پاڼه کې داسې راغلي: «د هغه مړي چې غسل یې د اوبو د نه شتون له امله ناشونی شي؛ په پاکه خاوره د تیمم ورکړل شي». که غسل یې د مساس او لمس کولو له امله ناشونی شي؛ نو پر هغه دې د پاسه اوبه واچول شي، لکه څنګه چې په «مراقی الفلاح» کې راغلي: «پړسوب یې کړی دی، چې باید لمس نه شي؛ باید برسېره پرې اوبه واچول شي.»

ـ مالکيان په دې اند دي چې که د مړي غسل د اوبو د نه شتون له امله ناشونی شي؛ تیمم ورکول کېږي او که د ټپونو، سوځېدلو او پر بدن یې د تڼاکو له امله وي، غسل یې ناشونی شي او که غسل ورکړل شي، د ماتېدو او ټوټه کېدو لامل ګرځي؛ په دې وخت کې باید دومره اوبه پرې وپاشل شي چې بدن یې ټوټه نه شي، اوبه پرې واچول شي. که د اوبو اچول پرې ناشوني وو، تیمم د ورکړل شي. لکه څنګه چې په «شرح کبیر» کې له شیخ احمد دردیر چې پر مختصر خلیل لیکل شوی دی، داسې راغلي دي.

ـ خو شافعيان په دې اند دي چې که د مړي غسل په یو نه یو ډول ناشونی شي؛ لکه د اوبو نه شتون یا هم د مړي د جسد د ټوټه کېدو وېره وي؛ په دې حالت کې مړي ته غسل نه، بلکې تیمم ورکول کېږي. حتی دوی مخکې تللي دي او ویلي یې دي چې که غسل کوونکو ته د مړي له غسل څخه کوم زیان رسېږي؛ په دې حالت کې باید حتماً تیمم ورکړل شي. نووي رحمة الله په «المجموع» کې ویلي: «کله چې د مړي غسل د اوبو د نشتوالي یا د سوځېدلو له امله ناشونی شي، په دې کچه چې که غسل ورکړل شي جسد یې خالي کېږي؛ په دې حالت کې غسل نه ورکول کېږي، بلکې تیمم ورکول کېږي او دا واجب دی؛ ځکه چې دا پاکي د نجاست په له منځه وړلو کې رول نه لري او پر اوبو د مینځلو له امله باید منصرف شئ او تیمم ورکړئ، لکه د جنابت غسل. که کوم شي چیچلی وي او په غسل ورکولو سره یې جسد ټوټه کېږي او یا هم غسل ورکوونکي ته وېره وي؛ په دې وخت کې هم باید تیمم ورکړل شي.»

ـ خو حنبلیان، له دوی څخه دوه نظرونه اخیستل شوي دي. د لومړي روایت نظر: «په داسې وخت کې چې د مړي غسل په لمس کولو سره ناشونی شي؛ په ښه توګه پر هغه اوبه واچول شي، پرته له دې چې جسد یې لمس شي او که دا هم نه کېدو باید تیمم ورکړل شي.»

په دویم روایت کې یې نظر دا دی: «کله چې د مړي غسل متعذر او ناشونی شي؛ تیمم هم نه ورکول کېږي او پرته له غسل او تیمم پر هغه لمونځ ادا کېږي؛ ځکه چې له غسل څخه موخه پاکوالی دی چې د تیمم په وسیله نه تر لاسه کېږي.»

ـ شیخ محمد ابن محمد المختار الشنقیطی په «عمدة الفقه» کې ویلي دي: «څوک چې په ساري ناروغۍ اخته وي او نورو ته زیان رسولای شي دا زیان رسول په مړي پورې منسوب دي. زیان یې ژوندي غسل ورکوونکي ته رسېږي؛ په دې توګه د اهل خبره او متخصیصینو په شاهدۍ که څوک د هغه ناروغ چې ساري ناروغي لري غسل ورکولو مسوولیت اخلي، زیانمن کېږي؛ په دې وخت کې باید تیمم ورکړل شي.

نو څنګه چې وینئ دلته دوه نظرونه دي: هر کله چې مړي ته غسل ورکول ناشوني شي؛ تیمم د ورکړل شي، لمونځ د پرې ادا او خښ کړل شي. دویم نظر دا  چې که مړي ته غسل ورکول ناشوني شي؛ تیمم د هم نه ورکول کېږي، بلکې لمونځ د پرې ادا او خښ کړل شي. لکه څنګه چې مو د دغه پوښتنې په پیل کې وویل چې که هر مسلمان له دې دوو نظرونو څخه پر یو ډاډمن شو، تقلید او پیروي یې د وکړي.

۱۱ـ په پای کې، دا چې موږ په عقاید او عباداتو کې تبني نه کوو، صحیح او سم دي. مګر په اساسي عقیده او عباداتو کې چې د امت په وحدت پورې اړه لري، لکه روژه او عید چې په هره ځمکه کې د میاشتې په لیدلو سره دي او همدا راز د مسجد د تړلو په مسله کې، واجب دا ده چې د فرضي لمونځونو پر وخت پرانیستل شي، لکه څنګه چې د ځواب په یوه برخه کې مو یې په اړه وویل.

کرونا

19Covid#

Korona#

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې