شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د هغو پېښو واقعیت، چې په دې ورځو کې په سوریه، په ځانګړې توګه حلب کې کېږي،څه دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د هغو پېښو واقعیت، چې په دې ورځو کې په سوریه، په ځانګړې توګه حلب کې کېږي،څه دی؟

(ژباړه)

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ترکیې د امریکا د هغو خبرو اترو د بیا پیلولو په موخه چې د سوریې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یې پیل کړې وې، له روسیې سره  اړیکې زیاتې کړې دي.  بي بي سي د ۲۰۱۶.۱۲.۲مه په خپل رپوټ کې داسې وویل: «د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وایي چې هېواد یې د سوریې د کړکېچ د حل لپاره له روسیې سره سلا مشورې کوي. په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د سوریې قضیه په تېره اونۍ کې درې ځلې له خپل روسي سیال ولادي میرپوتین سره د ټلیقون له لارې تر بحث لاندې نیولې ده. همداراز چاووش اغلو د پنجشنبې په ورځ د یادې موضوع په اړه د بحث لپاره د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او په هکله یې خبرې کړې دي.»

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

د ځواب د روښانتیا لپاره لاندې بحثونه تر څېړنې لاندې نیسو:

لومړی: له دوو میاشتو زیاته موده کېږي چې امریکا داسې ښیي، چې ګواکي له روسیې سره یې اړیکې پرې کړې دي.  امریکا دا دریځ له هغه وروسته غوره کړ چې اروپا په سوریه کې د روسیې پر وحشیانه بریدونو نیوکې وکړې. همداراز په سوریه کې د امریکا د مکارانه ونډې په هکله د سوریې د خلکو مخالفتونه زیات شول.

دغه مخالفتونه هغه وخت لوړې کچې ته ورسېدل، چې یو شمېر نظامي ډلو ونه منله چې  د ترکیې له لوري په پیل شوو «درع فرات» نومو عملیاتو کې له امریکایانو سره اوږه په اوږه جګړه وکړي. دلته وو چې امریکا سیاسي جوړجاړي ته د سوریې د خلکو او انقلابیونو د چمتو کولو لپاره وحشیانه او ځواکمنو نظامي بریدونو ته لاس واچاوه او هغه یې د خبرو مېز ته د بیا راګرځېدو او د بریالیتوب ځینو عواملو ته شرط کېښود. تر هغې وروسته امریکا خپل ټول مکر او چل په یو شمېر ځانګړو برخو متمرکز کړ:

۱ـ روسیه یې اړ ایسته، چې ژر تر ژره خپله خشنه او وژونکې نظامي ډله سوریې ته واستوي. له همدې امله د۲۰۱۶.۱۱.۱ د کوزنیتسوف په نوم الوتکې وړونکې بېړۍ له یوه ډله ځانګړو جنګي امکاناتو او له ځانګړو توغندیو سره د سوریې څنډو ته واستول شوه. دغې بېړۍ د سوریې څنډو ته له رسېدو سره سم  ډېر ژر د سوریې په ځانګړې توګه د حلب پر هوا  څارګریز (استخباراتي) عملیات پیل کړل. دا په داسې حال کې ده چې د روسانو نظامي الوتکې او نور جنګي وسایل له پخوا په سوریه په ځانګړې توګه په حمیمیم هوایي ډګر کې ځای پر ځای دي.

۲ـ د حلب سیمې ته د لازیاتو ایرانیانو او په هغوی پورې د تړلو ځواکونو رابلل.

۳ـ په سوریه کې د خپلو ډالرو د اغېزې په مرسته د عربستان، ترکیې او نورو ملګرو په واسطه د ډېری جګړه ییزو کرښو د سړولو په هکله باید ووایو، چې دغه ګامونه د دې لامل شول چې اوربندونه او د سولې خبرې اترې په خطرناکه توګه زیات شوې او زیات شمېر اوتوبوسونه ولیدل شول چې انقلابیون یې له کورنیو سره د ادلب ښار پر لوري لېږدول. له دغو ګامونو څخه موخه د سوریې حکومت ته د دې موقع په لاس ورکول وو چې خپلې مرستې د ادلب د سړو شوو کرښو پر لور روانې کړي.

پر دغو ټولو یادو مواردو سربېره پورته یادو شوو دولتونو خپل ټول زور په کار واچاوه چې د فتنې اور په حلب کې زیات کړي او موخه یې د کلابندو شوو انقلابیونو ترمنځ د شخړو رامنځته کول وو؛ خو د خدای په فضل او کرم سره دغه شخړې ډېر ژر پای ته ورسېدې.

پر یادو  مواردو سربېره هغه عملیات چې اردوغان د «درع فرات» تر نامه لاندې پیل کړي وو، هماغه شان یې دوام وکړ. له دغو عملیاتو څخه موخه د الباب جګړو ته په ترکیه پورې د تړلو ډېری جنګي ډلو جلب او جذب و، چې د جرابلس له جګړې څخه وروسته وشول، تر څو په دې توګه په حلب کې د جنګ رښتینې جبهې کمزورې کړي. هغه جبهې چې د حلب د کلابندۍ د ماتولو او د ژغورلو توان یې درلود. اسکای نیوز عربي برخې د ۲۰۱۶.۱۱.۲۸ په یوه خبر کې داسې وویل: «د جګړې له ډګره رپوټونه ښیي چې د حلب په ختیځ کې د سوریې له مخالفینو  د درېیمې برخې خاورې له لاسه وتلو اصلي لامل دادی چې ګڼ شمېر جنګي ډلې د حلب له جبهې څخه د داعش او کرد جنګیالیو د ځپلو په موخه په درع فرات عملیاتو کې له ترک ځواکونو سره یوځای شوې.»

د سوریې د بشري حقونو د کمیټې مدیر رامي عبدالرحمن د دوشنبې په ورځ  اسکای نیوز عربي څانګې ته په خپله وینا کې داسې وویل:«د سوریې ازادو ځواکونو ته د ترکیې له لوري لیکونه رالېږل شوي، په هغې کې له دوی غوښتل شوي، چې له هغو ځواکونو سره یوځای شي چې د درع فرات په نوم یې د داعش پر وړاندې جګړه پیل کړې. دغه عملیات انقرې دوې میاشتې وړاندې د داعش او کردانو پروړاندې پیل کړي وو؛ ځکه چې انقره وېرېږي چې هسې نه چې داعش او کردان د ترکیې کرښې ته څېرمه د سوریې په یو شمېر سیمو ولکه پیدا کړي. عبدالرحمن زیاته کړه: اصلي دلیل او د مخالفینو د ماتې لامل هماغه د ترکیې مداخله ده؛ ځکه په ځان پورې یې اړوندو ځواکونو چې په ازاد فوځ کې یې فعالیت کاوه، راغوښتي او هغوی یې د کردانو او داعش سره په مبارزه کې بوخت کړي. دغه کار له سوري ځواکونو سره د جنګېدونکو جبهو د خالي کېدو لامل شو».

دویم: په همدې توګه د ډېری ازادو شوو سیمو له لاسه ورکولو، د حلب په انقلابیونو دروند فشار وارد کړ. انقلابیون په  یوه کوچینۍ سیمه کې کلابند شول او شدیدو بمبارونو او د نورو سیمو د نیولو ګواښونو دوام وموند. دلته نو امریکا د نړیوالو غوښتنو سره جوخت د اوربند د ټینګولو لپاره، سیاسي حللارې ته زمینه برابره ولیده او دغه حللاره یې د نوې رامنځته شوې فضا په مرسته، چې په هغه کې یې کولای شوای له بیړې کار واخلي او له ځنډولو یې مخنیوی وشي؛ یو ځل بیا خلکو ته په خوله کې ورکړه. لاندې واقعیتونه دغه ادعا لا روښانه کوي.

۱ـ امریکا ښه پوهېږي چې د حلب ښار په ختیځ کې  د مهمو سیمو بېرته نیول د انقلاب د پای په مانا نه دی او د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د انقلابیونو له منځه وړل یوه خیالي او غیرعملي خبره ده. امریکا په دې هم ښه پوهېږي چې د انقلاب اوږدو کلونو په سوریه کې خطرناکه اسلامي فضا رامنځته کړې، له همدې امله هڅه کوي چې هرڅومره ژر کېږي دغه فضا له منځه یوسي او سیاسي تګلاره او د خبرو اترو سالونونه په ښه توګه دغه کار ترسره کولای شي؛ ځکه چې له زور او جګړې کار اخیستل دغه فضا لا ټینګه او پراخوي. په همدې توګه امریکا د سوریې خلکو ته د وژنو او ویجاوړولو له لارې  په ماته ورکولو او ځان ته په مطیع کولو کې پاتې راغلې او کلونه کېږي چې د داسې یوه فرصت په لټه کې ده چې له هغه په ګټه اخیستنې خپلې طرحه کړې سیاسي تګلارې او نقشې د خپلو پلانونو سره سمې پلې کړي.

د اوباما د حکومت اداره به د ۲۰۱۷.۱.۲۰مه سپینه ماڼۍ پرېږدي، خو اوس هم دا خیال په سر کې لري چې دغه ماڼۍ له ګڼو لاسته راوړنو سره پرېږدي. همدا دلیل دی چې کله د سوریې د حکومت اردو د حلب سیمې ته د ننه شوه، روسیې ادعا وکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په دې هڅه کې دی چې د حلب پرسر معامله وکړي. د روسیې تلویزون د ۲۰۱۶.۱۱.۲۸ مه په یوه خبر کې د روسیې د ولسمشر د مرستیال یوري اوشاکوف څخه په نقل وویل چې ده نن د نومبر په ۲۸مه په خپله وینا کې داسې ویلي:« که د جان کیري د هڅو په هکله پوښتنه لرئ، باید ووایم چې دغه هڅې په شدت سره زیاتې شوې. د خبرو په دوام کې یې وویل: د روسیې او امریکا د تلیفوني اړیکو شمېر ته په کتو، دغه هڅې بې سابقې ګڼلی شو؛ ځکه چې ددغو اړیکو تمرکز په یوه موضوع و، هغه هم د سوریې قضیه وه.»

امریکا ترکیې ته د اړتیا وړ تمرینونه ورکړي او هغې ته یې دنده ورکړې چې د دوی په غیاب کې غښتلی سیاسي رول ولوبوي. تردې چې د کري او لاوروف دوه اړخیزې ناستې د ترکیې او روسیې په دوو اړخیزو ناستو واوښتې او همدا مسئله ده چې د حلب د ختیځې سیمې د نیولو، له روسي سیالانو سره د ترک مسئولینو  دوستانه خبرې اترې او همداراز لبنان او ایران ته د دغو مسئولینو د سفر له واقعیتونو څخه پرده پورته کوي. دغه لیدنې کتنې او سفرونه ډېر پراخ او او د پاملرنې وړ دي او په لاندې ډول یې یادونه کولای شو:

الف ـ د ۲۰۱۶.۱۱.۲۶مه الجزیرې شبکې په یوه خبر کې داسې رپوټ ورکړ: «حسن روحاني ۲۰۱۶.۱۱.۲۶مه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو سربېره، د سوریې د کړکېچ او نورو سیمه ییزو قضیو په هکله یې هم بحث او خبرې اترې کړې دي. د ایران  اسلامي جمهوري  خبري اژانس رپوټ ورکړ چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې له خپل سیال محمد ظریف سره سلا مشورو ته دوام ورکوي.

ب ـ اناضول اژانس هم په خپل وار خبر ورکړ: «د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اغلو، بیړني اوربند ته د اړتیا او حلب ته د لومړنیو مرستو مسئله په پټه له ریاض سره تر بحث او څېړنې لاندې ونیوه. دواړو لوریو په دغه لیدنه کې هغه هڅې چې تر اوسه د کړکېچ د پای ته رسولو په موخه هېواد ته د سیاسي حللارې لپاره شوې ارزیابي کړې.» (سرچینه: الجزیره نت، ۲۰۱۶.۱۱.۳۰)

ت ۲۰۱۶.۱۱.۳۰مه، ترکیې ته د لاوروف په دغه سفر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ: «هغه هوکړه لیکونه چې د روسیې او ترکیې ترمنځ د سوریې د کړکېچ په هکله په نظامي، دیپلوماتیکو او سیاسي برخو کې ترلاسه شوي، د عملي کېدو په حال کې دي.» ( سرچینه: روسیه امروز د ۲۰۱۶.۱۲.۱م). لاوروف په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «روسیه او ترکیه به د سوریې د کړکېچ د حل په موخه په نېژدې راتلونکي کې هم خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړي.» ( سرچینه: الجزیره نت، ۲۰۱۶.۱۲.۱م)

ث ـ د ۲۰۱۶.۱۲.۲مه بي بی سي تلویزیون په یوه خبر کې وویل: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې اونۍ په اوږدو کې د سوریې وضعیت له خپل روسي سیال ولادي میرپوتین سره درې ځلې د ټلیفون له لارې تر بحث او څېړنې لاندې نیولې.»

ج ـ همداراز یاد تلویزیون د ۲۰۱۶.۱۲.۱ د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاووش اغلو له خولې ویلي، چې ده په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره یې په ترکیه کې نیولی و، وویل: « موږ د فاجعې د پای ته رسولو لپاره په احتمالي اوربند  توافق لرو.» ده همداشان د ۲۰۱۶.۱۲.۲م په خپلو خبرو کې داسې وویل: «ترکیه له روسیې او ایران سره، چې له بشارلاسد سره هم پیمانه دي او همداراز له سوریې او لبنان سره د سوریې کړکېچ ته د یوې حللارې د موندلو لپاره سلا مشورې کوي.»

ح- سبوتونیک اژانس د ډیسمبر په لومړۍ د پنجشنبې په ورځ د مخالفانو د ایتلاف له یوه غړي سمیر نشار له خولې ویلي: درې ورځې مخکې د ترکیې په وسیله ناستې جوړې شوې، ډېره هڅه کېده چې دغه ناستې پټې پاتې شي او هغه ډلې چې په دغو ناستو کې یې ګډون کړی و، هماغه ډلې وې، چې ترکیه پرهغوی نفوذ درلودلی شي؛ خو دغو ناستو هېڅ مثبته او محسوسه لاسته راوړنه نه درلوده.» (سرچینه: روسیه نن:۲۰۱۶.۱۲.۱) همداراز بي بي سي هم په همدې نېټه له فایننشل تایمز ورځپاڼې څخه په نقل شوې رپوټ کې ویلي چې د سوریې د مخالفینو یو شمېر قوماندانان له ځینو روسي چارواکو سره په پټو خبرو بوخت دي، چې د ترکیې په مرسته همغږي شوي او له دغو خبرو اترو څخه موخه د حلب د جاري جګړې پای ته رسول دي. دغې نشریې په دوام کې زیاته کړه:«د مخالفینو څلور غړي چې د سوریې په شمال کې اوسېږي، دې نشریې ته خبر وړکړی، چې ترکیې د روس له ځینو مسئولینو سره د ترکیې په پلازمینه انقره کې خبرې اترې ترتیب او روانې کړې دي.»

المدن نشریه د ۲۰۱۶.۱۲.۳مه په یوه خبر کې لیکي:« د احرار شام اسلامي ډله د اسلامي جبهې ترنامه لاندې له ځینو روسي چارواکو سره خبرې پرمخ وړي، چې موخه یې په حلب کې اوربند ته رسېدل دي. د دغه اوربند پر بنسټ به د فتح الشام ډلې کسان د کاستیلو له لارې له سیمې ووځي او همداراز له حلب څخه د ټپیانو او ناروغانو د وتلو لارې هم په نظر کې نیول شوې او دغه کار به د ملګرو ملتونو د سازمان د یوې ډلې تر څارنې لاندې ترسره کېږي. هغه معلومات چې المدن لاسته راوړي ښیي چې د فتح الشام ډلې وتل به د یوې داسې برنامې پر بنسټ ترسره شي چې د ترکیې په وسیله ترتیب شوې او ښایي وروسته انقره د دغې برنامې پربنسټ، کلابندو شوو سیمو ته د مرستو رسولو موضوع په غاړه واخلي.»

خ ـ د ترکیې له دغو ګامونو د امریکا خوښي دغو مذاکراتو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ښه راغلاسته لیدلای شو.» نو باید پوه شو چې امریکا د دغو ټولو اقداماتو ترشا ده، په ځانګړې توګه د دغه کړکېچ د حل په موخه د خبرو اترو په برخه کې له روسانو سره همنظره ده.

داسې چې بیا هم د روسیې تلویزون نن د ۲۰۱۶.۱۲.۳مه په یوه خبر کې وویل: «د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ډېسمبر په درېیمه د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ده امریکایي سیال جان کیري د حلب د قضیې د حل وفصل په برخه کې یو شمېر وړاندیزونه ده ته سپارلي، چې د روسیې له سیاسي دریځونو سره همغږي دي.» دارالحیاة نشریې په یوه رپوټ کې لیکلي: «لاوروف په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي چې ښایي سبا ماښام او یا د چهارشنبې ورځې په سهار روسیه او د امریکا متحده ایالتونه له ژنیو څخه د وتلو په برخه کې خبرې اترې وکړي. ده وویل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر وړاندیزونه د وتلو د  تګلارې او وخت په هکله دوی ته سپارلي.» روسیې نن هم په یوه خبر کې چې د ۲۰۱۶.۱۲.۵مه یې خپور کړ، داسې ویلي: «روسي لوري د خبرو اترو د پیل لپاره چمتو والی د ډیسمبر په ۵مه اعلان کړ، خو واشنګټن وغوښتل چې د دواړو لورو د کارپوهانو ترلیدو دې لږ وځنډیږي، هیله ده چې دغه خبرې اترې د سې شنبې ورځې په ماښام یا د چهارشنبې په سهار پیل شي.»

پورته معلوماتو ته په کتو، دغه پراخ ګامونه چې ترکیې په دې وروستیو کې پیل کړي، څو ځله له هغه څه لوړ دي، چې ترکیه دې یې په یوازې توګه طراحي او عملي کړي. ښکاره ده چې دا امریکا ده چې ترکیه یې د دغو ګامونو اخیستلو ته هڅولې او ګام پرګام یې څاري. دا امریکا ده چې یادې خبرې اترې د هغو وړاندیزونو پر بنسټ چې روسانو ته یې سپارلي و اداره کوي؛ ځکه چې د اوباما د حکومت اداره هڅه کوي یوازې یو څو اونۍ ژوند یې چې پاتې دی، ممکنه پراخه ګټه ترې واخلي او د سوریې په قضیه کې د ځان لپاره لږ ترلږه یوه لاسته راوړنه ولري.

درېیم: هغه فرصتونه چې امریکایې د سولې میز ته د نظامي ډلو په کېناستي او د سوریې د کړکېچ د سیاسي حل  لارې لپاره په لاس کې لري، په لاندې مواردو کې ترڅېړنې لاندې نیولای شو:

۱ـ په سوریه کې د ننه له سوله ییزو حللارو په هېڅ ډول ملاتړ نه کېږي او محکومې دي؛ ځکه چې د سوریې خلک پر هغو دسیسو چې عربي هېوادونو او ترکانو له امریکا او روسیې سره د دوی پر وړاندې پیل کړې  ښه پوه شوي او همدا خلک دي چې په جنګي ډلو فشار واردوي چې د خپلو خوځښتونو مسیر د بهرنیانو په بېلابېلو ډلو پورې په تړل کېدو سره له ککړېدو وروسته سم کړي. دغه تړاو او ککړتیا د پیسو د کثیفو مرستو، د سولې په پروسه کې د ونډه ورکولو، اوربند، د جنګي کرښو د سړولو او همدا راز سرو کرښو ته د ژمنتیا او د بهرنیو امرانو له اطاقونو څخه د صادر شوو دستورونو د اغېزې له امله بللای شو.

که څه هم په سوریه کې د حاکم نظام چلوونکي او هغه کسان چې په دې وروستیو کې د حلب په ختیځ باندې له دوی سره همغږي شوي، په سوریه کې دننه د خلکو له ویښتیا او په نظامي ډلو د هغوی له فشاره خبر وو؛ خو دا ویښتیا او فشارونه اوس لا زیات شوي او نوموړې ډلې یې د ځان پلورونکو او خاینو په توګه پېژندلې او له صحنې څخه د هغوی د وتلو غوښتنه یې کړې. د حلب د دننه ډلو پرېکړه کړې چې ځانونه د وروستیو خونړیو بریدونو په هکله منحل کړي او وروسته په ټولیزه توګه یوه منظمه اردو د حلب اردو په نوم  رامنځته کړي ترڅو په دې توګه یوه واحده اردو وي. باید ووایو چې دایو نېک ګام دی، ښايي هغوی د شته خطرونو پروړاندې سره یو لاس کړای شي او په بهرنیانو پورې له تړل کېدو څخه یې وژغوري.

د روسیې تلویزیون نن د ۲۰۱۶.۱۲.۱م په یوه خبر کې داسې وویل: « د سوریې د مخالفینو د ایتلاف یوه تن غړي سمیر نشار اعلان وکړ چې له روسیې او ترکیې سره د نظامي ډلو خبرو اترو هېڅ ډول لاسته راوړنه نه درلوده، ځکه چې اساسي پرېکړه د حلب په ښار کې د کلابندو شوو ډلو په لاس کې ده. همداراز ده وویل: دغو ناستو هېڅ ډول محسوسه پایله نه درلوده، ځکه چې هغه کسان چې په حلب ښار کې کلابند دي، په بشپړه توګه له خپلو هغو رهبرانو پرته  چې له ښاره بهر دي؛ پرېکړې کوي. له همدې امله دغه وروستۍ پرېکړه په خپلواکه توګه نیول شوې او د هغو کسانو په واک کې ده چې په ښار کې د ننه کلابند دي.»

په دې کې شک نشته چې په حلب کې دننه وسلوالو ډلو له خیانته ډکو خبرو اترو او وحشیانه ګواښونو ته چې په بهر کې د تسلیمېدو په موخه کېږي «نه» ویلي. الحره د ۲۰۱۶.۱۲.۳ په یوه خبر کې وویل: رویترز خبري اژانس د شنبې په ورځ د سوریې د مخالفینو د یوه مسئول له خولي خبر ورکړی، چې د مخالفو ډلو رهبران به هېڅکله هم د حلب ختیځ حکومتي ځواکونو ته و نه سپاري. دا په داسې حال کې ده چې روسیې له دې مخکې ویلي وو چې چمتو ده له دغې سیمې څخه د مخالفو ځواکونو د وتلو په هکله له امریکا سره خبرې اترې وکړي.

په همدې توګه هغه خلک چې د شام د انقلاب سقوط د غفلت له خوبه راپاڅولي هېڅکله هم په سیاسي حللارو موافقه نه کوي او دښمن ته به تسلیم نه شي، بلکې ومو لیدل چې په لا پراخه کچه یې په ترکیه او عربي هېوادونو پورې د تړلو ډلو د تګلارو په بدلولو او اصلاح کار پیل کړی. هغو ډلو ته چې د دښمن مالي مرستې په یوه لویه نه هضمېدونکې ګولۍ بدلې شوې چې هغوی د انقلاب لارې ته له دوام ورکولو ګرځوي. په همدې توګه پاک او ککړ یو له  بله توپیریږي. ککړ هغه دي چې په خپلو بادارانو لکه ترکیې، سعودي او داسې نورو پسې ځي او په تېزۍ سره د امریکا او ملګرو په وسیله یې جوړ شوي سیاسې ذلت او د انقلاب پر وړاندې د دسیسو جوړونکو په کنده کې لوېږي.

خو پاک هغه دي چې لاهم په خپل ټینګ عزم  ولاړ دي او له الله سبحان وتعالی پرته بل  هیچا ته سر نه ټیټوې. همدغه پاکان دي چې د الله سبحان وتعالی په خوښه به هغه چل او مکر چې امریکا یې د ایران، روسیې، ترکیې او عربې دولتونو په مرسته عملي کوي، له منځه یوسي.

دغو وحشیانه بریدونو او په حلب کې د انقلابیونو افسانه یی مقاومت، نه یوازې په هېواد کې د ننه د ځینو خباثت او دوه مخي ټولو ته څرګنده کړه؛ بلکې په جګړه کې د خبیثو ښکېلو غاړو په ځانګړې توګه د ایران، سعودي او ترکیې له څېرو يې هم پرده پورته کړه. ایران د هغو نقشو پر بنسټ چې امریکا یې طرح کوي، په وحشیانه وژنو لاس پورې کوي، چې دغه چاره یې د روس له وحشیانه وژنو پرته له بل هېواد سره نشو پرتله کولای. سعودي په خپلو کثیفو پیسو ځینې ډلې تمویلوي چې په له خیانته په ډکو خبرو اترو کې ونډه اخلي او ترکیه د ځینو په ګمراه کولو د امریکا د نقشو په پلې کولو کې مرسته کوي. که څه هم چې په لوړ اواز یې غږ وکړ چې هېڅ وخت به حلب یوازې پرېنږدي، خو ومو لیدل چې د نړیوالو د سترګو په مخ کې یې هغه په ډېرې ناځوانۍ سره یوازې پرېښود. نه یوازې دا، حتی په ځان پورې تړلې ډلې یې له حلبه بهر کړې او هغه یې په مکر سره له حلب نه په یوه لرې سیمه کې بوخت کړل.

همداراز په لا لوړ اواز یې غږ وکړ چې هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د حماة سیمې ټولوژنه دې بیا تکرار شي. په عمل کې مو ولیدل چې پرته له دې چې ترکیه په یوه کار لاس پورې کړي، دویم او درېیم حماة هم تکرار شول. کله يې چې د شرم خولې یې په تندي کې راټولې شوې. په دې وروستیو کې مو ولیدل چې یو ځل بیا یې غږ پورته کړ داسې چې اردوغان په خپلو خبرو کې وویل: «له سپر فرات عملیاتو څخه زموږ موخه د بشاراسد لرې کول دي!» د روسیې تلویزیون نن د ۲۰۱۶.۱۱.۲۹م له رجب طیب اردوغان څخه په نقل خبر ورکړ چې ده په استامبول کې د نومبر په۲۹مه د سې شنبې په ورځ په یوه ځانګړي سیمینار کې، وویل: «موږ د سوریې له خپلواک فوځ سره یوځای دغې خاورې ته دننه شوو. بیا یې پوښتنه وکړه ولې دننه شوو؟ دننه شوو، چې د ظالم بشار اسد حاکمیت ته چې د سوریې خلک په خپل تروریست حکومت وېروي د پای ټکی کېږدو او سوریې ته زموږ د دننه کېدو موخه بل هېڅ شی هم نه ده».

خو په عمل کې مو ولیده، مخکې له دې چې د دې خبرې پر وړاندې یې غبرګونو نه څرګند شي، د هغو روسانو د خوشاله کولو لپاره چې سهار او بېګاه په حلب توغوندي اوروي، پاتې راغئ. همداراز د ټي ار ټي عربي تلویزیون د ۲۰۱۶.۱۲.۱ په یو خبر کې وویل: «د ترکیې ولسمشر اردوغان په ارګ کې د ښاروالانو په جوړه شوې دېرشمه غونډه کې خبرې وکړې او د دغو خبرو په یوه برخه کې یې وویل: د سپرفرات عملیاتو موخه چې د ترکیې وسلوال فوځ له لوري رهبري کېږي، هېڅوک او هېڅ ځانګړی هېواد نه دی؛ بلکې د دغو عملیاتو موخه ـ چې د اګست په ۲۴مه پیل شول ـ یوازې ترهګرې ډلې دي.»

روسیه له هماغه وخته پوهېده چې د بشار الاسد د ګوښه کولو په اړه د اردوغان خبرې پوچې او بې معنا دي. روسي تلویزیون د ډسمبر په لومړي د اردوغان د وروستیو څرګندونو په هکله داسې وویل: «مسکو په عمل کې په هغو هوکړو متکي دی چې د دواړو هېوادو د ولسمشرانو ترمنځ شوي. هغه هوکړې چې عملا د ترسره کېدو په حال کې دي، نه د هغو یو اړخیزو ویناوو چې په زیاتو برخو کې مطرح کېږي. وروسته یلدرم د ۲۰۱۶.۱۲.۷مه مسکو ته د خپل سفر پرمهال د روسیې له خبري اژانس(انترفاکس) سره په خپلو خبرو کې په ښکاره او څرګنده توګه وویل چې.«د سفر پرات عملیات د حلب ښار په مرکز کې له راوانو حالاتو او همداراز د سوریې د رژیم له بدلولو سره هېڅ تړاو نه لري.» دغه خبر الخلیج انټرنټي پاڼې هم د ۲۰۱۶.۱۲.۷مه خپور کړ.

څلورم: پورته مواردو ته په پام سره پوهېدای شو چې روسیه خپل وحشیانه بریدونه له امریکا سره په بشپړه همغږۍ  ترسره  کوي او امریکا د سپر فرات عملیاتو ترشا ولاړه ده. هغه عملیات چې د پیلولو یوه موخه یې، د حلب له جبهې څخه د یوشمېر جنګي ډلو ایستل او په پایله کې د حلب د جبهې کمزوري کول وو. د ساختګي ډلو او روسانو ترمنځ خبرې اترې هم د امریکا په ملاتړ ترسره شوې دي او همداراز امریکا د ایراني او په هغوی پورې د تړلو ډلو ترشا ولاړه ده.

له بل پلوه بیا هم همدا امریکا ده چې اغېزمنو وسلو ته د مخالفانو له لاسرسي څخه مخنیوی کوي او هغه خبرونه چې د ۲۰۱۶.۱۲.۷مه رسنیو خپاره کړل، دغه واقعیت نه شي بدلولای. د بېلګې په توګه العربیه تلویزیون نن د ۲۰۱۶.۱۲.۷مه په یوه ریپوټ کې وویل: «د امریکا د استازیو مجلس داسې قانون تصویب کړ چې پر بنسټ یې د ډونالټرمپ د حکومت ادارې ته اجازه ورکول کېږي چې له ځمکې هوا ته توغندي چې الوتکې په نښه کولای شي، د سوریې مخالفو ډلو ته ولیږي.» دوی همداراز خبر ورکړی چې دغه قانون د وسلو د لېږدولو په هکله د ځینو بندیزونو په ګډون دی.

د دې قانون عملي کېدل مشکوک ښکاري او که عملي هم شي، بیایې هم له نه عملي کېدو سره توپیر نشته، ځکه چې له دې وسلو څخه ګټه اخیستنه به یوازې د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو په امر وشي، نو داسې وسلوال کول له بې وسلې ‌کېدو سره هېڅ توپیر نه لري او دې ژمنو او زېرو ته هیله درلودل د اغزي له بوټي د انګورو هیله ده. له دې ور هاخوا. دغه قانون په داسې حال کې تصویبیږي چې حلب د بشپړ ویجاړتوب په حال کې دی او د امریکا پارلمان د دې قانون پلي کول د ټرامپ د حکومت په پیل پورې مقید کړی او دا په داسې حال کې ده چې ټرامپ له دې مخکې اعلان کړی و، چې مخالفانو ته به وسلې ورنه کړي! نو شک نشته چې دغه صحنه جوړونه د ساده مسلمانانو د بې لارې کولو لپاره ده او لوی تهمتونه دي چې د انقلابیونو په حق کې ویل کېږي.

له دې ټولو بوږنونکو واقعیتونو سره سره، بیا هم باید پوه شو چې که حلب هرڅومره وران هم شي، بیا به له سره راپورته شي. د شام ټوله مبارکه خاوره په ځانګړې توګه سرلوړی حلب، د زهرجن غشي په څېر دی چې د امریکا، روسیې او ورپورې تړلو او د دوی د لارو څارونکو په ستوني کې بند دی او له سترګو یې خوب تښتولی.

هغوی ته به هېڅ وخت دا چانس ور نه کړل شي، چط خپله خیالي بریا یو بل ته مبارکه کړي؛ ځکه چې یوه ښار ته ننوتل، د هغه د بشپړ ویجاړولو او د اوسیدونکو عام وژنه او دښمن ته یوازې له شهادت وروسته رسېدل، خپله د تخیلي بریا ښودونکي او ریښتینې ماته ده، چې امریکا او ملګري یې هغه جشن نیسي! داچې ویجاړوونکي توغوندي، بېلري بمونه او بې شمېره لښکرې یې د سلګونو او نهایتا څو تنو مجاهدینو ـ د کمو نظامي تجهیزاتو ـ سره د جګړې ډګر ته ځي، خو له دې سره سره  مخامخ له هغوی سره جګړه نه شي کولای؛ خو د هوایي بمبارونو او بحري توغندیو له پیلولو وروسته، قطعا د بزدله او وحشتګرو انسانانو د بریا ښودونکې ده، چې د زړورو او سرلوړو نرانو په وړاندې یې ترلاسه کوي او ښکاره ده چې دا ډول بریا، هېڅکله تلپاتې نه ده او یوه ورځ به ماته خوري!

امریکا، روسیه، ملاتړي یې، ملګري یې او د دوی په پله تلونکي په دې لټه کې دي، چط د دغو ټولو وحشیانه جنایاتو په ترسره کولو سره، د خپلو صلیبي وروڼو او د تاتار مغول ننګین تاریخ تکرار کړي. هغه صلیبیان او مغولیان  چې د عراق او شام په خاوره کې یې وېرونکي جنایتونه ترسره کړل.

خو دوی د تاریخ یوه برخه هېره کړې او هغه برخلیک دی چې پروني وروڼه یې له مسلمانانو سره مخ شول، لکه څنګه چې مسلمانانو هغوی له خپلې خاورې ورک کړل او یو ځل بیا یې د اسلام او مسلمانانو عزت او سرلوړي ورته راوسته او خلافت یې ورته ځواکمن کړ، هغوی د (هرقل) ښار فتحه کړ او له هغه څخه یې استانبول یعنې د اسلام ښار جوړ کړ، وروسته یې ځانونه مسکو ته نږدې کړل او د (وین) دروازې یې وټکولې. باید پوه شو چې تاریخ تل په دوران کې دی او دغه دوران د هغه چا لپاره چې بینا سترګې لري، لرې په نظر کې نه ورځي.

[وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ]   (شعراء: ۲۲۷)

او هغوی چې ظلم یې کړی، ډېر ژر به پوه شي چې بېرته ګرځېدل یې چېرته دي!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې