جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په احسنه توګه د پور ورکول
بسم الله الرحمن الرحيم
په احسنه توګه د پور ورکول

(ژباړه)

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د اسما‌جوبي لومړۍ پوښتنه: که یو څوک یو ټن اوسپنه په پور واخلي، وروسته یې په ډېرې پیمانې له کوم فشار پرته او پخپله غوښتنه پور ورکوونکي ته ورکړي، ایا دغه ورکړه په احسنه توګه د پور ورکول نه دي؟ هیله په دې اړه معلومات راکړئ.

د احمد دویمه پوښتنه: دا څرګنده خبره ده، چې دا سمه نه ده چې یو څیز په پور واخیستل شي او په ورکړه کې یې ډېر یا کم ورکړل شي، بلکې څه چې په پور ورکړل شوي وي، په همغه پیمانه باید ورکړل شي. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي. خو ماته د «احسن القضاء» یعنې په احسنه توګه د پور ورکولو په کلمه کې په دې کې شک پیدا شوی، کله چې په نوع کې ډېر والی وي، څنګه چې تاسو د سود په اړه په ځواب کې وویل چې سود نه شمېرل کېږي؟ که چېرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث شریف حسن قضاء ته پام وکړو، کله چې د اوښ بچی پور واخیستل شي، په بدل کې یې څلور کلن اوښ ورکول کېږي؟ همدارنګه د یو ټن اوسپنې اخیستل او په بدل کې یې یو نیم ټن اوسپنه ورکول سود دی؟ ایا دا نه دي ویل شوي چې په نوع او مقدار کې ډېروالی سم نه دی؟

د واثقه ابو عبدالله درېیمه پوښتنه: ښاغلی شیخ صاحب پر تا دې سلام وي! الله سبحانه وتعالی دې تاته خیر درکړي. ستا د یوې پوښتنې په ځواب کې داسې راغلي دي: دا واجبه ده چې پور له کوم ډېروالي یا زیادت پرته په احسنه توګه ادا شي، له دې پرته سود دی. ایا دلته له زیادت او ډېروالي څخه موخه هغه زیادت دی چې د پور ورکوونکي له لوري د پور ورکړې په وخت کې شرط اېښودل شوي دی او یا هم له شرط پرته چې زیادت جواز نه لري؟

د دغو درېیو پوښتنو په ځواب کې چې د یوې موضوع په اړه یې پوښتنې کړې دي:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

د هغه څه په اړه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې په احسنه توګه د پور ورکړې په اړه ویل شوي دي، له زیادت څخه یې موخه په عدد، وزن او «کیل» کې نه وه، بلکې موخه یې د شمېر، وزن او کیل په ښه والي کې ده. د بېلګې په توګه، که یو څوک ۱۰ کیلوګرامه غنم په پور واخلي، دا سمه ده چې همدغه ۱۰ کیلوګرامه ښه غنم ورکړي او که یو سړی ۱۰ کیلوګرامه وریجې په پور واخلي، دا جایزه ده چې ۱۰ کیلوګرامه ښې وریجې ورکړي. همدارنګه که یو پسه په پور واخلي، جایزه ده چې تر هغه ښه پسه ورکړي، نه دوه پسونه. دا په احسنه توګه د پور ورکړه ده، نه داچې په وزن، شمېر او کیل کې زیادت او ډېروالی وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث زموږ مخکنی ځواب ښه واضح کوي:

«عن أبي رافع قال «اسْتَسْلَفَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسـلم بَكْرًا فَجَاءَتْهُ إِبِلٌ مِنْ الصَّدَقَةِ فَأَمَرَنِي أَنْ أَقْضِيَ الرَّجُلَ بَكْرَهُ فَقُلْتُ لَمْ أَجِدْ فِي الْإِبِلِ إِلَّا جَمَلًا خِيَارًا رَبَاعِيًا فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسـلم أَعْطِهِ إِيَّاهُ فَإِنَّ خِيَارَ النَّاسِ أَحْسَنُهُمْ قَضَاءً»

(رواه أبوداود)

ژباړه: له ابي رافع (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې ویې فرمایل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوښ یو بچی په پور واخیست، وروسته د صدقې له مال څخه د اوښ یو بچی ورته راوړل شو، ماته یې امر وکړ چې د اوښ بچی ورکړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې وویل: په اوښانو کې له څلور کلن پرته بل نشته، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ورته ور یې کړه. غوره خلک هغه څوک دي چې خپل پور په احسنه توګه ورکړي.

یعنې دا چې تر پور اخیستل شوي اوښ یې غوره اوښ ورته ورکړ، خو په همغه شمېر (یو اوښ). دا همغه څه دي چې موږ پخپل مخکني ځواب کې د یو ټن اوسپنې په پور اخیستل او د یو نیم ټن ورکړې په اړه اشاره ورته وکړه، چې جایزه نه وه، بلکې باید ورته وزن یې وي.

لنډه دا چې په احسنه توګه د پور له ورکړې څخه موخه په وزن، کیل او شمېر کې زیاتوالی نه دی، بلکې وزن، شمېر او کیل باید خپل وزنونه ولري؛ خو په هغه صورت کې جواز لري چې پور اخیستونکی پور ورکوونکي ته له کوم شرط پرته په غوره ډول پور ورکړې، چې د همغه څیز له ډول څخه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم له کوم شرط پرته په غوره توګه پورورکوونکي ته پور ورکړ. د اسلام د اقتصادي نظام په کتاب کې د سود په اړه راغلي:

«وأما القرض فجائز في هذه الأصناف الستة، وفي غيرها، وفي كل ما يتملك، ويحل إخراجه عن الملك، ولا يدخل الربا فيه إلا إذا جر نفعاً لما رواه الحارث بن أبي أسامة من حديث علي رضي الله عنه بلفظ «أن النبي صلى الله عليه وسـلم نهى عن قرض جر منفعة» وفي رواية «كل قرض جر منفعة فهو رباً» ويستثنى من ذلك ما هو من قبيل حسن القضاء دون زيادة لما رواه أبو داود عن أبي رافع قال «استسلف رسول الله صلى الله عليه وسـلم بكراً فجاءته إبل الصدقة فأمرني أن أقضي الرجل بكره فقلت لم أجد في الإبل إلا جملاً خياراً رباعياً فقال: أعطه إياه فإن خيار الناس أحسنهم قضاءً»

(رواه ابوداود و ابی رافع)

ژباړه: پور په دغو شپږو څیزونو (خورما، غنم، وربشې، مالګه، سره زر او سپین زر) او له دې پرته هم جایز دی او په هر هغه څه کې چې په ملکیت کې راوړل کېږي او له ملکیته ایستل یې جایز دي او کومه ګټه نه لري؛ خو دا چې ګټه په لاس ترې راشي. حارث بن ابي اسامه د علي رضي الله عنه له حدیث څخه داسې روایت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه پور منع کړی چې ګټه ولري. همدارنګه په بل روایت کې راغلي دي: هره هغه پور چې ګته ولري، سود دی او په احسنه توګه د پور ورکړه استثناء ده. څنګه چې ابوداود له ابي رافع څخه روایت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د اوښ یو بچی وغوښت او د صدقې له مال څخه یو بل اوښ ورته راوړل شو، ماته یې امر وکړ چې د هغه کس اوښ ورکړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې وویل: ټول اوښان څلور کلن دي، د اوښ بچی پکې نشته. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ورته ور یې کړه، غوره خلک هغه دي چې په احسنه توګه پور ورکړې.

جایزه نه ده چې داسې وویل شي؛ ځکه ډالۍ او بخښل جایز دي، نو کله چې پور ورکوونکی له کوم شرط پرته په ډېر شمېر، وزن او کیل سره ورکړي، دا هم جایز ده؛ خو چې موضوع په پور پورې اړه ونه لري، نو په دغه ځای کې کومه ستونزه نه لري؛ خو په دغه ځای کې ډېروالی د پور په اړه دی او هغه ګټه ده چې د پور له لارې تر لاسه کېږي. څنګه چې حارث بن ابي اسامه د علي رضي الله عنه له حدیث څخه داسې روایت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه پور چې ګټه ولري، منع کړی دی او په بل روایت کې هم راغلي دي: هر پور چې ګټه ولري، هغه سود دی.

همدارنګه دا هم سمه نه ده چې وویل شي په نوع کې غوره ورکړه ګټه ده؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مسله جایزه بللې او دغه چاره یې په احسنه توګه د پور ورکړه یاده کړې ده؛ څنګه چې د ابي رافع په حدیث کې چې پورته یاد شو. هیله ده چې همدومره بسنه وکړي ان شاء الله.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابورشته

۱۴۳۹ د شعبان ۵مه

۲۰۱۸ د اپرېل ۲۱مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې