شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د لمانځه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی، چې ګناه يې د حکامو پر غاړه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
د لمانځه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی، چې ګناه يې د حکامو پر غاړه ده

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد

ټولو هغو کسانو ته چې ما ته يې د جمعې او جماعت لمونځونو پر مهال د دوه متره واټن مراعتولو په اړه پوښتنه را لېږلې ده... دوی وايي چې په ځینو اسلامي هیوادونو کې چارواکي مسجدونه بندوي، خو کله چې يې خلاصوي، نو پر لمونځ کوونکو د دوه متره واټن مراعتول جبري کوي. چارواکي دا عمل داسې توجیه کوي چې ناروغ شخص معذور دی او په ناسته لمونځ کولی شي، نو د همدې قیاس له مخې دی د خپل څنګ له کس څخه دوه متره فاصله مراعتولای شي. ان که دی ناروغ هم نه وي، خو بیا هم له ناروغۍ څخه وېرېږي، ځکه نو باید فاصله مراعت کړي. دلته دوې پوښتي پیدا کېږي: ایا حکامو ته جواز شته چې پر لمونځ کوونکو واټن مراعتول جبري کړي؟ یا هم ایا دا فاصله مراعتول بدعت دی چې ګناه یې د حکامو پر غاړه ده؟ پوښتونکو د دغو دوو پوښتنو د ځوابېدلو په اړه ټينګار کړی دی. زه د دوی پوښتنې ځوابوم او له الله سبحانه وتعالی څخه توفیق غواړم:

موږ وړاندې هم د بدعت په اړه تر یوه زیات ځوابونه خپاره کړي دي، که پوښتونکي هغه وګوري نو ځواب به ورته روښانه شي چې په لمانځه کې فاصله مراعتول لکه څنګه چې وویل شول یو بدعت دی او که یې حکام پر خلکو مراعتول جبري کړي ګناهکار کېږي، د دې تفصیل په لاندې ډول دی:

لومړی: موږ د ۱۴۳۴هـ ق کال د رجب پر ۲۸مه چې د ۲۰۱۳م د جولای له ۶سره سمون خوري لاندې ځواب خپور کړی، چې پکې راغلي:

 (بدعت د شارع له یو امر څخه تېري ته وایي، چې معنی يې د شریعت له لوري ټاکل شوې وي. د بدعت لغوي مانا په لسان العرب کې داسې راغلې ده:

"المبتدع الّذي يأتي أمراً على شبهٍ لم يكن...، وأبدعت الشّيء: اخترعته لا على مثالٍ

ژباړه: مبتدع (بدعت کوونکی) هغه څوک دی چې یو داسې شی رامنځته کړي چې ساری يې تراوسه نه وي لیدل شوی... داسې شی اختراع کړي چې مثال يې نه وي.

د بدعت اصطلاحي مانا هم په همدې ډول ده. د مثال په ډول که چېرې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کار په ځانګړې بڼه ترسره کړی وي او یو مسلمان يې له هغې بڼې څخه په بل ډول وکړي، نو دا بدعت دی. بدعت له هغې ټاکل شوې طریقې څخه انحراف ته وایي چې شارع د یو امر لپاره ټاکلې وي او دا د دغه حدیث له مفهوم څخه اخیستل شوی دی:

«وَمَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ»(بخاري او مسلم)

ژباړه: هر څوک چې داسې عمل ترسره کړي چې موږ امر نه وي پرې کړی، هغه مردود دی.

د بېلګې په ډول، که یو څوک په لمانځه کې د دوو سجدو پر ځای درې سجدې وکړي، نو ده یو نوی شی رامنځته کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې خلاف يې وکړ. که چېرې یو څوک په مینا کې د اوو تیږو پر ځای اته تیږې وغورځوي، ده بدعت وکړ، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل سره په ټکر کې دی. دغه راز که یو څوک له اذان څخه څو کلیمې کمې یا ورزیاتې کړي، نو بدعت يې کړی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان لپاره ځانګړي الفاظ بيان کړي دي.

البته له یوه داسې شرعي عمل څخه د انحراف حکم چې په اړه يې ځانګړې طریقه نه وي وضع شوې، د شریعت د نورو حکمونو په ډله کې راځي: دا به حرام، مکروه او داسې نور وي. که چېري یو عمل د وضعي حکم له ډلې څخه وي، بیا د عمل په تکلیف پورې اړه لري او د باطل، فاسد او نورو تر چتر لاندې راځي.

 د مثال په ډول مسلم له عایشې رضی الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه په اړه روایت کوي چې وایي:

«...وَكَانَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ لَمْ يَسْجُدْ، حَتَّى يَسْتَوِيَ قَائِمًا، وَكَانَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ السَّجْدَةِ، لَمْ يَسْجُدْ حَتَّى يَسْتَوِيَ جَالِسًا..

ژباړه: ... رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به کله له رکوع څخه سر راپورته کړ، تر هغه به سجدې ته نه تلو چې پوره به نه و درېدلی او کله چې به يې له سجدې څخه سر راپورته کړ تر هغه به يې سجده نه کوله چې نېغ به نه و کښېناستلی.

 

پر همدې بنسټ، په دې روایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښيي چې مسلمان باید له رکوع څخه له سر راپورته کولو وروسته تر هغو سجده ونه کړي، چې نېغ نه وي درېدلی او کله چې له سجدې څخه سر راپورته کړي، تر هغو به بیا سجدې ته نه ځي چې نېغ نه وي کښېناستلی. دا طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري وضعه شوې ده او که څوک له دې تجویز شوې طریقې څخه انحراف کوي، نو ځان يې په بدعت کې واقع کړی دی. که چېرې یو مسلمان په لمانځه کې له رکوع څخه سمدستې سجدې ته ځي، پرته له دې چې نېغ ودرېږي، نو دا هم بدعت دی، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له راښودل شوې طریقې خلاف دی، دا یو ناوړه بدعت دی او هغه څوک یې چې کوي ګناهکاریږي.

دغه راز مسلم له عبیده بن صامت څخه روایت کوي:

إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَنْهَى عَنْ بَيْعِ الذَّهَبِ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةِ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرِّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرِ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرِ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحِ بِالْمِلْحِ، إِلَّا سَوَاءً بِسَوَاءٍ، عَيْنًا بِعَيْنٍ، فَمَنْ زَادَ، أَوِ ازْدَادَ، فَقَدْ أَرْبَى

ژباړه: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې هغه له دې کار څخه منعه وکړه چې سره زر په سرو زرو، سپین زر په سپینو زرو، وربشې په وربشو، خرما په خرما او مالګه له مالګې سره بدله شي؛ مګر دا چې مثل په مثل به وي، سترګه په سترګه به وي (ځای پر ځای)، خو که چا زيات واخيست او يا يې زیات ورکړ،  له شک پرته چې سود يې وکړ.

که یو مسلمان دا حدیث نقض کړي او سره زر د ډېرو سرو زرو په بدل کې وپلورلي او وزن په وزن يې خرڅ نه کړي، نو نه شو ویلی چې ده بدعت وکړ، بلکې ده یو حرام عمل یعنې سود (ربا ) ترسره کړه.

لنډه دا چې په يوه چاره کې د رسول الله صل الله علیه وسلم له طریقې خلاف کار کول بدعت دی. خو په مطلق ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر مخالفت ـ پرته له دې چې د ځانګړې طريقې خلاف عمل وشي ـ د نورو شرعي احکامو (حرام، مکروه، فاسد، باطل او...) تر چتر لاندې راځي او حکم ورته د دليل له مخې ټاکل کيږي. د نقل قول پای.

موږ د بدعت په اړه د ۱۴۳۶هـ ق کال د ذوالحجې پر ۸مه چې د ۲۰۱۵م د سېپټمبر له ۲۲سره سمون خوري، نور تفصیلي معلومات خپاره کړي دي او تر دې وړاندې او وروسته مو هم پر دې موضوع کافي ځوابونه ورکړي، چې انشاء الله هماغه کفایت کوي.

دویم: له همدې امله، که په اسلامي خاورو کې یو دولت عبادت کوونکي اړ باسي چې د ناروغۍ د سرایت له وېرې یو له بل څخه یو یا دوه متره فاصله مراعت کړي، هغه که د جمعې لمونځ وي یا نور د جماعت لمونځونه، په ځانګړې توګه کله چې په یو چا کې د ناروغۍ څرګندې نښې هم نه وي، نو د کبيره ګناه مرتکب کيږي. ځکه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی او دا عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم د طريقې خلاف کار دی. دا د لمانځه د صفونو د جوړولو او یو بل ته د نږدې درېدلو له هغې طریقې څخه څرګنده سرغړونه ده، چې د شرعي دلايلو له مخې رسول صلی الله علیه وسلم ښودلې ده، چې ځیني یې په لاندې ډول دي:

ـ بخاري په خپل صحیح کې له ابو سلیمان مالک ابن الحویریث څخه روایت کوي چې وایي: موږ څو تنه همزولي ځوانان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو. له هغه سره مو شل شپې وکړې... دی مهربان او زړه سواندی و. او ویل یې:

«فَقَالَ ارْجِعُوا إِلَى أَهْلِيكُمْ فَعَلِّمُوهُمْ وَمُرُوهُمْ وَصَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي وَإِذَا حَضَرَتِ الصَّلَاةُ فَلْيُؤَذِّنْ لَكُمْ أَحَدُكُمْ ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَكْبَرُكُمْ»

ژباړه: تاسې بیرته خپل اهل ته لاړ شئ، هغوی ته علم ور زده کړئ او امر يې کړئ. داسې لمونځ وکړئ، لکه زه چې مو پر لمانځه ولیدلم. کله چې د لمانځه وخت شي، په تاسې کې دې يو اذان وکړي او بیا دې په تاسو کې تر ټولو مشر امامت وکړي.

 بخاري په خپل صحیح کې له انس بن مالک څخه روایت کوي، دی وايي: کله چې اقامت وویل شو، د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته مخ راواړوه او ويې ویل: «أَقِيمُوا صُفُوفَكُمْ، وَتَرَاصُّوا، فَإِنِّي أَرَاكُمْ مِنْ وَرَاءِ ظَهْرِي»

ژباړه: خپل صفونه مو سیده کړئ او نږدې سره ودرېږئ، ځکه زه تاسې له شا څخه وینم.

امام مسلم په خپل صحیح کې له نعمان ابن بشیر رضی الله عنه څخه روایت کوي، دی وايي چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته لارښوونه وکړه چې خپل صفونه د غشو په څېر سیده کړو. ده دا خبره دومره تکرار کړه، تر څو په دې ډاډه شو، چې موږ يې په مطلب ورسېدو، یوه ورځ دی صلی الله علیه وسلم مسجد ته راغی او ودرېد. د تکبير ويلو په وخت کې يې پام شو چې د يو تن ټټر له صف څخه دباندې راوتلی دی، نو ويې ویل:

«عِبَادَ اللهِ لَتُسَوُّنَّ صُفُوفَكُمْ، أَوْ لَيُخَالِفَنَّ اللهُ بَيْنَ وُجُوهِكُمْ»

ژباړه: اې د الله بنده ګانو، تاسې باید خپل صفونه سیده کړئ، کنه، نو الله سبحانه وتعالی به ستاسو تر منځ اختلاف واچوي.

 همدا راز امام مسلم په خپل صحیح کې له جابر ابن سمره څخه روایت کوي، هغه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَلَا تَصُفُّونَ كَمَا تَصُفُّ الْمَلَائِكَةُ عِنْدَ رَبِّهَا؟» فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللهِ، وَكَيْفَ تَصُفُّ الْمَلَائِكَةُ عِنْدَ رَبِّهَا؟ قَالَ: «يُتِمُّونَ الصُّفُوفَ الْأُوَلَ وَيَتَرَاصُّونَ فِي الصَّفِّ»

ژباړه: تاسې ولې داسې صفونه نه برابروئ، لکه ملایکې چې د خپل رب پر وړاندې صفونه برابروي؟ موږ وویل: اې د الله رسوله الله صلی الله علیه وسلم، ملایکې د خپل رب پر وړاندې څنګه صفونه برابروي؟ هغه وفرمایل: هغوی لومړی صفونه بشپړوي او بیا په صفونو کې یو له بل سره نږدې درېږي.

حاکم روایت کړی او وایي چې د امام مسلم د صحت له شرطونو سره سم په یوه صحیح حدیث کې له عبدالله بن عمر څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

مَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ، وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ

ژباړه: څوک چې صف وصل کړي، الله تعالی به يې (له خپل رحمت) سره وصل کړي او څوک چې صف پرې کړي الله تعالی به يې (له خپل رحمت) څخه جلا کړي.

امام احمد له عبدالله ابن عمر څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَقِيمُوا الصُّفُوفَ فَإِنَّمَا تَصُفُّونَ بِصُفُوفِ الْمَلَائِكَةِ وَحَاذُوا بَيْنَ الْمَنَاكِبِ وَسُدُّوا الْخَلَلَ وَلِينُوا فِي أَيْدِي إِخْوَانِكُمْ وَلَا تَذَرُوا فُرُجَاتٍ لِلشَّيْطَانِ وَمَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ»

ژباړه: خپل صفونه منظم کړئ، ځکه تاسو بايد د ملايکو په څېر صفونه جوړ کړئ. اوږې مو يو له بل سره برابرې کړئ، د صفونو په منځ کې مو خالي ځايونه ډک کړئ، له خپلو ورونو سره مو نرمي وکړئ او د شیطان لپاره فاصله مه پرېږدئ. هر هغه څوک چې صف سره نښلوي، الله تعالی به يې له خپل رحم سره ونښلوي او څوک چې صف پرې کوي الله تعالی به يې له خپل رحم څخه جلا کړي.

پورته رواياتو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د طريقې په اړه بشپړ وضاحت بيان کړی او اصحاب کرام رضی الله تعالی عنهم هم په همدغه طريقه پابندي کړي ده. امام مالک په خپل کتاب «الموطأ» او بیهقي په «السنن الکبری» کې روایت کړي: «عمر ابن الخطاب به امر کاوه، چې صفونه سیده کړئ، کله چې به د صفونو د سيده والي په اړه خبر ورکړل شو، بیا به يې تکبیر وایه.»

درېیم: دا نه شي ويل کېدای چې ساري ناروغي یو داسې عذر دی چې د لمانځه په صفونو کې فاصلې ته جواز ورکوي، داسې ځکه نه شو ويلای چې ساري ناروغي مسجد ته د نه تګ لپاره عذر دی، مګر مسجد ته د تللو او هلته د لمونځ کوونکو تر منځ د يو متر يا دوه متره فاصلې د مراعتولو لپاره عذر نه دی!! ځکه ساري ناروغي (طاعون) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم خپره شوې ده، خو له هغه څخه دا نه دي روایت شوي چې په وبا ککړ ناروغ دې لمانځه ته تللی وي او همالته دې له خپل ورور څخه دوه متره لېرې درېدلی وي، بلکې په وبا اخته شخص معذور دی او په خپل کور کې لمونځ کولی شي...  په هغه سیمه کې چې ناروغي خپره شوې وي، په وړیا او غوره طریقه سره یې درملنه د دولت پر غاړه ده او ناروغ اشخاص به له روغو کسانو سره نه ګډېږي... لکه څنګه چې امام مسلم په خپل صحیح کې له اسامه ابن زید څخه روایت کړی دی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الطَّاعُونُ آيَةُ الرِّجْزِ ابْتَلَى اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهِ نَاساً مِنْ عِبَادِهِ، فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَفِرُّوا مِنْهُ»

ژباړه: وبا د الله عزوجل له لوري د مصیبت نښه ده، چې الله سبحانه وتعالی پرې خپل بنده ګان مبتلا کوي. نو کله چې مو د وبا په اړه خبر واورېد، نو هغې سیمې ته مه داخليږئ چې وبا پکې خپره شوې او کله چې ستاسې په سیمه کې خپره شي، نو تېښته ترې مه کوئ.

 په دې ډول د ساري یا وبايي ناروغیو لرونکي اشخاص بايد له روغو کسانو سره يو ځای نه شي او د دوی د درملنې لپاره بايد کافي هڅه وشي، که د الله سبحانه و تعالی خوښه وي، نو جوړ به يې کړي. البته روغ اشخاص بايد مسجد ته لاړ شي او د جمعې او جماعت نور لمونځونه په عادي بڼه له واټن مراعتولو پرته ادا کړي.

څلورم: همداراز، دا وینا غلطه ده چې وایي، د وبا پر مهال په لمانځه کې فاصله مراعتول د هغه قیاس له مخې کېږي چې یو ناروغ ته د ناروغۍ پر مهال په ناستې د لمانځه کولو رخصت شته. په دې ځای کې دا یو شرعي قیاس نه دی، ځکه ناروغ شخص د الله سبحانه وتعالی له لوري د رخصت له مخې په ناسته لمونځ ادا کوي، هغه هم د یوه عذر له وجې، چې ناروغي ده. عذرونه اسباب دي، علتونه نه دي، ځکه خو شریعت عذرونه د علتونو په توګه نه دي ګرځولي، بلکې هر عذر يې د يوه خاص شرعي حکم په مورد کې د عذر په حيث پېژندلی دی، نو يو عذر د بل حکم لپاره عذر نه بلل کيږي. يعنې عذر د هغه حکم لپاره عذر بلل کيږي چې د هغه حکم په مورد کې راغلی وي، نه دا چې عذر د ټولو حکمونو لپاره عام دی. پر دې اساس عذر عليت (علتوالی) نه افاده کوي او قياس پرې نه شي کيدای. او سبب خاص او د خپل مسبب پورې ځانګړی وي او له مسبب پرته بل شي ته سرايت نه کوي، له همدې امله پر سبب باندې قياس نه کيږي. مګر علت داسې نه دی، ځکه علت په یوه ځانګړي حکم پورې خاص نه وي، بلکې نورو حکمونو ته هم سرايت کوي او قياس ورباندې کيږي... نو کوم څه چې د عباداتو په برخه کې واضح شوي دي، اسباب دي، نه علتونه، ځکه خو عبادات توقیفي دي چې تعلیل او قیاس پکې نه شي کېدای، ځکه سبب په خپل مسبب پورې خاص وي.

پنځم: همدا ډول رخصت د وضعي احکامو له ډلې دی او دا د شارع هغه خطاب دی چې د بنده ګانو په کړنو پورې اړه لري، د وضع په ډول. دا چې وضعي حکم د شارع له لوري یو خطاب دی، نو باید یو شرعي دلیل وي ورته، چې دلالت پرې وکړي. د مثال په ډول: د ناروغ سړي لپاره په ناسته د لمانځه کولو د جواز په اړه بخاري په خپل صحیح کې له عمران بن حسین څخه روایت کوي چې وايي، ما د بواسیر ناروغي لرله، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه وپوښتل، هغه راته وویل:

«صَلِّ قَائِماً فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِداً، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ»

ژباړه: په ولاړې لمونځ وکړه، که په ولاړه دې نه شو کولی، نو په ناسته يې وکړه او که په ناسته دې هم نه شو کولی، نو په اړخ يې وکړه.

دا یو رخصت دی يعنې یو شرعي عذر دی چې په اړه يې شرعي دليل راغلی دی. نو د هر شي په اړه چې شرعي دليل وي او دا روښانه کړي چې دا د يوه ټاکلي حکم په مورد کې عذر دی، نو هغه عذر بلل کیږي. خو د څه په اړه چې دليل نه وي، هغه هېڅ ارزښت نه لري او په مطلق ډول د شرعي عذر په توګه نه ګڼل کيږي... پر دې اساس؛ دا چې ناورغ کولی شي چې په لمانځه کې د څنګ له نفر څخه يو يا دوه متره لېرې ودريږي، په دې اړه هېڅ دلیل نشته. له همدې امله دا خبره نه کوم شرعي ارزښت لري او نه هم صحت. نو کله چې د ناروغ سړي لپاره د فاصلې رعايت جواز نه لري، نو د هغه چا لپاره به څنګه جواز ولري چې لا تر اوسه ناروغ نه دی او يواځې يې د ناروغۍ احتمال شتون لري؟!

شپږم: د پورتنیو خبرو لنډیز په دې ډول دی:

۱: د لمانځه د ادا کولو د هغې طریقې تغیر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلې ده، یو  بدعت دی. په داسې حالاتو کې شرعي حکم دا دی چې روغ شخص به په عادي ډول لمانځه ته ځي او لکه د عادي حالت په څېر به په صفونو کې نږدې دريږي او په صف کې به خالي ځايونه نه پریږدي. دغه راز ناروغ شخص چې په ساري ناروغۍ اخته وي مسجد ته نه ځي، تر څو نورو ته ناروغي ونه لېږدوي.

۲: که دولت مسجدونه بندوي، او روغ خلک په مسجدونو کې د جمعې او جماعت لمونځونو له ادا کولو څخه راګرځوي، نو دا کار ستره ګناه ده، ځکه د جمعې او جماعت لمونځونه ځنډول (پرېښودل) کيږي. مسجدونه باید پرانیستي وي او په هغه طریقه لمونځ پکې ادا شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلې ده.

۳: همداراز که چېرې دولت لمونځ کوونکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه له لمانځه کولو څخه منعه کوي او اړ باسي یې چې په ناروغۍ د مصاب کېدو له وېرې باید د عبادت کوونکو تر منځ یو یا دوه متره فاصله مراعت شي، په ځانګړي ډول پرته له دې چې د ناروغۍ علایم څرګند وي، نو په دې کار سره د سترې ګناه مرتکب کيږي.

دا هغه شرعي حکم دی چې په دې مسله کې زما په اند ارجحیت لري، الله سبحانه وتعالی عالم او حکیم ذات دی... زه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې مسلمانان مستقیمې لارې ته هدایت کړي او لکه څنګه چې يې امر کړی دی، هغسې د هغه سبحانه وتعالی عبادت وکړي. دغه راز پر دوی لازمه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ښودل شوې طریقه عمل وکړي او پرته له کوم انحراف څخه رښتینی شریعت د راشده خلافت له لارې تاسیس کړي... بېشکه چې په دې کې خیر او بریا نغښتې ده. که د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، هغه ذات چې په اسمانونو او ځمکه کې هېڅ شی د هغه قدرت نه شي ننګولی او هغه عزیز او حکیم ذات دی. 

وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته!

ستاسو ورور شیخ عطا بن خلیل ابو رشته

ژباړن: عبدالرازق

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې