جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسلمانانو د خلیفه په توګه پر حضرت عثمان د نظر توافق
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسلمانانو د خلیفه په توګه پر حضرت عثمان د نظر توافق

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

د خلافت دولت په دستګاوو کتاب کې د کاندیانو د محدودیت فقرې په ۳۱مه پاڼه کې داسې راغلي: «وروسته عبدالرحمن له پنځو پاتې کسانو سره بحث وکړ او هغه یې دوو تنو (علي او عثمان) ته محدود کړ. تر هغه وروسته خلکو رایه اچوونه وکړه او عثمان د خلیفه په توګه وټاکل شو.» په ۳۳مه پاڼه کې راغلي چې علي او عثمان یې ځانته راوغوښتل: «وروسته یې د علي لاس ونیو.» ولې یې د علي لاس ونیو، په داسې حال کې چې عثمان د خلیفه په توګه ټاکل شوی و؟ ستاسو ورور ابو عزیزی

ځواب:

وعلیکم‌السلام‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

هغه څه چې عبدالرحمن بن عوف ته څرګند و چې خلکو د خلیفه په توګه د علي ټاکل کېدل غوښتل، که د عمر او ابوبکر په څېر د هر څه په تړاو حکم وکړي چې هغوی حکم کړی و، که دغه قضیه د هغوی د خلافت په وخت کې پېښه شوې وي، نو علي په دې شرط موافقه ونه کړه، خو عثمان موافقه وکړه. په دې وخت کې عثمان خلیفه وټاکل شو او په ټوله کې حضرت عمر شپږ تنه د خلافت پوسټ لپاره کاندیدان کړل. وروسته عبدالرحمن ابن عوف خپل ځان له لېسته بهر کړ، له پنځو تنو سره یې خبرې وکړې او هغوی یې دوو تنو ته ورسول.

حضرت علي او حضرت عثمان نور کسان وکیلان ونیول، وروسته یې له خلکو د نظر غوښتنه وکړه او د خلکو نظر دا شو چې عثمان به خلیفه شي، خو دا خبره دا مسله نه واضح کوي چې عثمان د همدې مشورې په ترڅ کې خلیفه وټاکل شو؛ بلکې د علي د رد او د عثمان د منلو له کبله عثمان خلیفه وټاکل شو. ټول ګمان کوي چې د (استطلع رائی الناس) او (استقر الرائی علی عثمان خلیفه) کلمو په منځ کې د عطف توری (و) د عطف لپاره ترتیب دی. په داسې حال کې چې داسې نه ده. ځکه عطف توری (و) یوازې د عطف مفهوم وړاندې کولی شي. نو که ووایو: عمر او خالد راغلل؛ دا جمله دا مانا نه رسوي چې دواړه یوځای راغلي دي، دا مانا لري چې یو پر بل پسې راغلي دي. د بېلګې په توګه، یو تر غرمې وړاندې او بل تر غرمې وروسته راغلل. په همدغه ډول دې جملې د خلکو رایه واخیسته. یعنې په شپه کې دا کار پای ته ورسېد او عثمان د خلیفه په توګه وټاکل شو. د سهار تر لمانځه او له علي او عثمان څخه تر پوښتنې وروسته.

د توضح لپاره دا خبره کوم: عبدالرحمن د خلکو نظر واخیست او ویې لیدل چې خلک علي غواړي؛ که یې شرط ومني او یا نه. تر هغه وروسته عبدالرحمن علي او عثمان راوغوښتل، شرط یې علي ته وړاند کړ هغه ونه مانه. وروسته یې عثمان ته وړاندې کړ او هغه موافقه ورسره وکړه. وروسته پایله دا شوه چې د خلیفه په توګه رایه د عثمان په برخه شي.

هیله ده چې موضوع روښانه شوې وي.

ستاسو ورور شیخ عطا بن خلیل ابوالرشته

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

Last modified onجمعه, 21 آګست 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې