جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په هغه امام پسې لمونځ کول چې له شرابو او الکولو مخلوطو عطرو څخه استفاده کوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
په هغه امام پسې لمونځ کول چې له شرابو او الکولو مخلوطو عطرو څخه استفاده کوي!

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام‌علیکم‌ورحمت‌الله‌وبرکاته!

ښاغلی امیر صاحب!

موږ د حزب التحریر ځوانان، په زندان کې یوه ستونزه لرو، موږ په دې پوهېږو  چې هغه دارو او عطر مردار دي، چې له شرابو جوړ شوي دي. خو په زندان کې چې په کوم امام پسې لمونځ کوو، له همدا ډول عطرو استفاده کوي. دغه راز د داسې عطرو د حلال والي په اړه ځینې دلایل هم وړاندې کوي. موږ په دې کې شک لرو چې ایا په دغه امام پسې لمونځ وکړو او که نه؟ ښاغلی امیر صاحب! موږ واضیح ځواب ته اړتیا لرو او ستاسو د ځواب په تمه یو. جزاک الله خیر!

ځواب:

 وعليكم‌السلام‌ورحمة‌الله‌وبركاته!

له شک پرته په دغه امام پسې، چې له داسې عطرو استفاده کوي چې شراب او الکول پکې ګډ دي، سم دی. ځکه په هغه مسلمان پسې لمونځ روا دی، چې د حرامو مرتکب ګرځي، البته امام ګنهکاریږي. د لاندې دلیل پر اساس: بخاري له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«يُصَلُّونَ لَكُمْ، فَإِنْ أَصَابُوا فَلَكُمْ، وَإِنْ أَخْطَئُوا فَلَكُمْ وَعَلَيْهِمْ»

ژباړه: هغه څوک چې تاسو ته لمونځ درکوي، که یې ښه کار وکړ، ستاسو په ګټه دی او که یې ناوړه کار وکړ، ستاسو په ګټه او د خپل ځان په زیان به یې شي.

 "فلكم وعليهم" یعنې تاسو ته به د لمانځه اجر او هغه ته د ګناه سزا ورکړل شي.

مسلم له عبدالله بن صامت او هغه له ابوذر څخه رانقل کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وفرمایل:

«كَيْفَ أَنْتَ إِذَا كَانَتْ عَلَيْكَ أُمَرَاءُ يُؤَخِّرُونَ الصَّلَاةَ عَنْ وَقْتِهَا؟ - أَوْ - يُمِيتُونَ الصَّلَاةَ عَنْ وَقْتِهَا؟» قَالَ: قُلْتُ: فَمَا تَأْمُرُنِي؟ قَالَ «صَلِّ الصَّلَاةَ لِوَقْتِهَا، فَإِنْ أَدْرَكْتَهَا مَعَهُمْ، فَصَلِّ، فَإِنَّهَا لَكَ نَافِلَةٌ»

ژباړه: یعنې هغه وخت به په څه حال کې وې، چې پر تا داسې امرا حاکم وي، چې لمونځ ناوخته کوي. راوي وایي: ما ورته وویل: ماته څه هدایت کوئ؟ ویې فرمایل: لمونځ دې په وخت سره وکړه او که چېرې له هغوی سره یو ځای شوې بیا هم لمونځ وکړه، دا به ستا لپاره نفل شي.

د دې حدیث مانا دا ده، چې که چېرې ظالم حاکمان لمونځ په خپل وخت سره وکړي، تاسو یې هم پسې وکړئ، لمونځ مو صحیح کېږي.

باید په دې هم پوه شو چې حنفیانو او شافعيانو ویلي؛ چې په فاسق پسې لمونځ کول، که څه هم مکروه دی، خو صحیح دی او ګنهکار امام دی. په داسې حال کې چې خلک له دغه امام څخه ناراضه دي. لکه څرنګه چې ترمذي په خپل سنن کې له ابو امامه څخه حدیث روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ثَلَاثَةٌ لَا تُجَاوِزُ صَلَاتُهُمْ آذَانَهُمْ: العَبْدُ الآبِقُ حَتَّى يَرْجِعَ، وَامْرَأَةٌ بَاتَتْ وَزَوْجُهَا عَلَيْهَا سَاخِطٌ، وَإِمَامُ قَوْمٍ وَهُمْ لَهُ كَارِهُونَ».

ژباړه: د دریو کسانو لمونځ د هغوی له غوږونو پورته نه ځي: تښتېدلی مرییه (غلام) تر هغه چې بېرته راوګرځي. هغه ښځه چې شپه په داسې حال کې سبا کړي، چې مېړه یې ورته په غوسه وي او هغه امام چې قوم یې ترې ناراضه وي.

که په داسې امام پسې لمونځ وکړې، چې ښه اعمال تر سره کوي او تقواداره وي، نو لمونځ دې فضیلت لري. که چېرې له داسې حالت  سره مخ شوې، چې په داسې امام پسې لمونځ وکړې، چې له شرابو مخلوطو عطرو څخه استفاده کوي، نو ستا لمونځ صحیح او ګناه د امام په غاړه ده. خپل امام ته مو نصېحت وکړئ. هغه عطر چې الکول ولري، لکه کالونیا او دې ته ورته نور حرام دي. د الکول لرونکو عطرو د حراموالي په اړه، دغه ځواب ورورسوئ، شاید الله تعالی هدایت ورته وکړي.

د الکول لرونکو عطرو په اړه باید ووایم، چې د شرابو حکم ورباندې کېږي. مسلم له ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ»

ژباړه: هر نېشه کوونکی شی شراب او حر ډول شراب حرام دي.

د ابو داود له روایت سره سم چې جابر بن عبدالله روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ، فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ»

ژباړه: هر هغه څه چې زیات یې نېشه کوونکي وو، کم یې هم حرام دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه مایع تشریح کړه، چې شراب نومېږي: هر هغه څه چې زیات یا کم یې نېشه کوونکي وو، حرام دي. دلته مساله د مناط په څېړنې پورې اړه لري. پر دې د پوهېدو لپاره چې دغه عطر، کالونیا او یا هم هر څه، کم یا زیات یې، چې ایا د څښلو پر مهال نېشه رامنځته کوي او که نه؟ نو که چېرې نېشه کوونکي وو، شراب دي او د شرابو احکام ورباندې پلي کېږي. دغه راز د هغه حدیث پر اساس چې حاکم په خپل مستدرک کې بیان کړی، شراب په لسو حالتونو کې حرام دي. عبدالله بن عبدالله بن عمر او هغه له خپل پلار څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ، وَلَعَنَ سَاقِيهَا، وَشَارِبَهَا، وَعَاصِرَهَا، وَمُعْتَصِرَهَا، وَحَامِلَهَا، وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ، وَبَايِعِهَا وَمُبْتَاعَهَا، وَآكِلَ ثَمَنِهَا»

ژباړه: الله تعالی پر شرابو، ساقي، شرابي، تولید کوونکي، کارونکي، لېږدونکي، پلورونکي، پېرودونکي او همدارنګه پر هغه کس هم لعنت ویلی، چې له پیسو یې ګټه اخلي.

په مایعاتو کې د الکولو د ګډالي په اړه پوهان وایي، چې دغه مایعات عینې لکه شراب نشه رامنځته کوونکي دي. رسول الله صل الله علیه وسلم وفرمایل: «كل مسكر خمر وكل خمر حرام» (رواه مسلم) یعنې نېشه رامنځته کوونکي حرام دي. نو پر الکول لړلو عطرو هم د شرابو حکم پلی کېږي.

ای: یو ځل بیا ټینګار کوم، چې دغه کار باید په سمه توګه او حکمت سره تر سره شي. که یې لاره ومونده نو ښه به وي او که چېرې یې په بې ځایه دلیلونو استدلال کاوه، نو ستاسو لپاره همدا نصېحت کافي دی او تاسو مو اجر تر لاسه کوئ! انشاءالله!

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې