جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سرو زرو پېر او پلور
بسم الله الرحمن الرحيم
د سرو زرو پېر او پلور

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

ښاغلی شیخ صاحب! الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر در کړي. څنګه چې تاسو پوهیږئ چې د مهلت په ډول د سرو زرو پېر او پلور سم نه دی، بلکې لاس په لاس پېرل او پلورل کېږي. په حدیث شریف کې هم دې موضوع ته اشاره شوې. ایا دغه قاعده له ګاڼو (زېوراتو) سره هم سمون خوري او که نه؟

د دې پوښتنې موارد په لاندې ډول دي:

هغه سره زر چې پېرل او پلورل کېږي؛ د بېلګې په توګه: ګاڼې د ۱۸ عیار ډوله سرو زرو څخه دي، نه د ۲۴ عیار له ډوله. ۲۴ عیار ډوله سره زر هغه سوچه سره زر دي چې له زرګرۍ وروسته ۹۹ سلنه سره زر ترې لاس ته راځي؛ خو ۱۸ عیار ډوله سره زر بیا هغه سره زر دي چې ۷۵ سلنه یې سره زر دي او پاتې برخه یې معدني مواد؛ لکه مس او هغه وسپنه ده چې د زر ګرۍ لپاره چمتو کېږي او کېدای شي له معدنه د لاسته راغلو سرو زرو په څېر رنګ ورکړل شي. نو دا ډول ګاڼې زرګر د هغه وزن پر اساس چې لري يې د سرو زرو له قېمته ګران پلوري؛ ځکه چې زرګر د خپلې زرګرۍ پیسې هم پرې وراچوي.

نو ایا ګاڼه په دغه حالت کې د سوداګرۍ د وسایلو په څېر (چې سره زر پکې وي) په پور یا په مهلت پېرل او پلورل کېدای شي؟ که د سرو زرو د زیاتوالي پر بنسټ تل د ۷۵ سلنه سرو زرو حکم لري؟                                  

بل دا چې زرګر ګاڼې لکه لاس بند په لوړه بیه پلوري. په هغه کې د کولپ په څېر  وړه ټوټه وي، چې هغه د سرو زرو نه ده، بلکې له پلاتین، زرګون او یا دې ته له ورته موادو څخه وي. له زرګري شوي څيز سره یوځای تلل کېږي، په وزن کې حسابېږي او د سروزرو په بیه پلورل کېږي. نو د دې وړې ټوټې پلورل سم دي او که یې د بیې بېلول اړین دي؟ که هغه د زرګرۍ له اجورې څخه وشمېرل شي؟ په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله وبرکاته!

تر ځواب وړاندې ستاسو په نظر پوه شوم چې په سودي برخو کې د احکامو په بدلون کې د یوې برخې ښه والی او د بلې برخې بدوالی نه مراعات کېږي.

سودي برخې هغه موارد دي چې د نسایي په حدیث کې عباد بن صامت رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت کړي، چې فرمایلي یې دي:

«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ تِبْرُهُ وَعَيْنُهُ وَزْنًا بِوَزْنٍ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ تِبْرُهُ وَعَيْنُهُ وَزْنًا بِوَزْنٍ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ مِثْلًا بِمِثْلٍ، فَمَنْ زَادَ أَوِ ازْدَادَ فَقَدْ أَرْبَى»

(سنن نسائی: ۷/۲۷۶)

سره زر د سرو زرو،‌  کاني ټوټه یې د کاني ټوټې او سوچه یې د سوچه په مقابل کې وزن شي او په ورته بڼه نقره هم. مالګه د مالګې، خرما د خرما، غنم د غنمو، وربشې د وربشو، هر جنس یو له بل سره برابر او مساوي بدل شي. چاچې زیات لاسته راوړل او چا چې  زیات ورکړل، نوموړي سودي معامله تر سره کړې ده.

نو هر کله چې تاسو پېرل او پلورل کول، نو له دغو سودي برخو څخه یو باید مثل په مثل وي، نه د عالي پر وړاندې، نو یوه پیمانه ښه خرما پر د دوو پیمانو خرابو خرماوو  بدلولو روا نه دي. یوه پیمانه ښه غنم پر دوو پیمانو خرابو او ناپاکو غنمو بدلول سم نه دي او همداراز وربشې، مالګه او سره زر هم په دغه حکم کې شاملېږي. نو پر همدې بنسټ د یوې ټوټې سوچه سرو زرو بدلول پر یوه نیمه ټوټه ناسوچه سرو زرو سم نه دي، باید مثل په مثل (پر خپل اصلي وزن) بدل شي.

دا د تبادلې ځانکړي حکمونه دي چې په ځینو ځایونو کې د معاملو حکمونه له سرو زرو سره مختلف دي. د بېلګې په ډول: په زکات کې سوچه سرو زرو او نقرې ته اعتبار ورکول کېږي. نو په زکات کې د سرو زرو ۲۴ عیار ټوټه د ۱۸ عیار ډول سرو زرو ټوټې سره توپیر کوي چې تلل کېږي. د ۲۴ عیار سوچه سرو زرو د نصاب کچه ۸۵ ګرامو ته رسېږي، خو د ۱۸ عیار سرو زرو نصاب بیا له دې نه ډېر دی، ځکه چې ربعه یې له داسې موادو سره ګډه ده چې هغه سره زر نه دي. په دې مانا چې په ۱۸ عیار سرو زرو کې ۴/۳ مه برخه د ۲۴ عیار سرو زرو له ډول څخه سوچه سره زر شته دي. نو پر همدې بنسټ د ۱۸ عیار سرو زرو د زکات نصاب د ۳/۱  برخه سوچه سره زر دي (۱۱۳.۳۳) ګرامه کېږي.

نو که څوک د ۲۴ عیار سرو زرو له ډول څخه ۸۵ ګرامه سوچه سره زر ولري، د نصاب څښتن بلل کېږي. کله چې یو کال پرې تېر شي، له وزن څخه یې باید په سلو کې ۲.۵ برخه زکات ورکړي. خو که څوک ۸۵ ګرامه، ۱۸ عیار ډوله سره زر ولري، د نصاب څښتن نه بلل کېږي، تر هغه چې ۱۱۳.۳۳ ته نه وي رسېدلي. کله چې پر یاده کچه یو کال تېر شي، څښتن یې باید له وزنه په سلو کې ۲.۵ مه برخه زکات ورکړي، ځکه په سرو زرو کې اعتبار همغه سوچه سره زر دي.

خو د هغه د تبادلې په برخه کې یې ځانګړي حکمونه لري، کله چې هغه د سودي معاملې له برخې وي، که پاک وي که ناپاک، ښه وي او که بد، سوچه وي او که له بل شي سره ګډ. نو په دغو ټولو مواردو کې په هغه صورت کې چې پېرل او پلورل له سودي جنس څخه وي، واجبه ده چې مثل پر مثل بدل شي، خو په دغه شرط چې پاک سره زر له ناپاکو سره یو ځای او ګډ وي. یعنې دواړه له یو بل څخه بېل نه وي او همداراز هغه څه چې له سرو زرو سره ګډ وي، ډېره برخه یې باید سره زر وي، نو په دغه صورت کې د پاکو سرو زرو اطلاق پرې کېږي.

د پورتنیو مواردو په اړه دلیل د ابو سعید خدري رضی الله عنه حدیث دی چې ویې ویل: بلال رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې  راغی، چې ښه خرما ورسره وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

مِنْ أَيْنَ هَذَا؟

دا دې له کوم ځایه راوړه؟

بلال رضی الله عنه وویل: له ما سره خرابه خرما وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره مې د هغې خرما دوې پیمانې پر یوه پیمانه ښه خرما وپلورلې. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَوَّهْ عَيْنُ الرِّبَا، لَا تَفْعَلْ وَلَكِنْ إِذَا أَرَدْتَ أَنْ تَشْتَرِيَ التَّمْرَ فَبِعْهُ بِبَيْعٍ آخَرَ، ثُمَّ اشْتَرِ بِهِ»

(رواه مسلم: ۳/۱۲۱۵)

اوف دا په خپله سود دی، دا کار مه کوه، خو که ته غواړې چې خرما وپېرې او وپلورې، هغه په یوه بیه وپلوره او په بله یې وپېره.

همداراز له ابو سعید خدري او ابو هریره رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم په خیبر کې یو کس ته دنده ورکړه، هغه کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښه خرما راوړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«أَكُلُّ تَمْرِ خَيْبَرَ هَكَذَا؟»

ایا د خیبر ټوله خرما همداسې ده؟

هغه کس وویل: نه په الله قسم اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! موږ د دغه خرما یوه پیمانه پر دوو پیمانو او دوې پیمانې پر درېیو پیمانو اخلو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لاَ تَفْعَلْ، بِعْ الجَمْعَ بِالدَّرَاهِمِ، ثُمَّ ابْتَعْ بِالدَّرَاهِمِ جَنِيبًا» (متفق عليه)

دغه کار مه کوه، ټولې خرماوې پر څو درهمو وپلوره، وروسته پر هغو درهمو ښه خرما واخله.

په همدې قاعده کې ټولې اړوندې سودي برخې شاملېږي. همداراز د اقتصادي نظام د کتاب په ۲۶۴ ام مخ کې داسې ویل شوي: کله چې یو څوک له بل چا څخه یو کره دینار پر د دوو کوټه (خرابو) دینارونو وپېري، دا کار روا نه دی. که یې یو دینار د سپینو زرو پر درهمونو واخیست، وروسته یې هغه په دوو کوټه درهمو وپلوره، دا د ابو سعید خدري رضی لله عنه د حدیث پر بنسټ روا دی، چې ویې ویل: بلال رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې  راغی، چې ښه خرما ورسره وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«مِنْ أَيْنَ هَذَا؟»

دا دې له کوم ځایه راوړه؟

بلال رضی الله عنه وویل: له ما سره خرابه خرما وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره مې د هغې خرما دوې پیمانې پر یوه پیمانه ښه خرما وپلورلې. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

اوف دا په خپله سود دی، دا کار مه کوه، خو که ته غواړې چې خرما وپېرې او وپلورې، هغه په یوه بیه وپلوره او په بله یې وپېره.

همداراز له ابو سعید خدري او ابو هریره رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی علیه وسلم په خیبر کې یو کس پر يوه کار وګوماره. هغه کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ښه خرما راوړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«أَكُلُّ تَمْرِ خَيْبَرَ هَكَذَا؟»

ایا د خیبر ټوله خرما همداسې ده؟

هغه کس وویل: نه په الله قسم، اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! موږ د دغه خرما یوه پیمانه پر دوو پیمانو او دوې پیمانې پر درېیو پیمانو اخلو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

دغه کار مه کوه، ټولې خرماوې په څو درهمو خرڅې کړه، وروسته په هغو درهمو ښه خرما واخله.

نو له پورتنیو دلیلونو څخه په تبادله کې  ټولې سودي برخې روښانه کېږي، چې مثل په مثل دې تر هغه وخته وشي چې د یاد شي ښه والی لکه په حدیث کې چې وویل شول، پر خپل حال پاتې شي، دا توپیر نه کوي چې سره زر د سرو زرو، نقره د نقرې، غنم د غنمو، وربشې د وربشو او یا مالګه د مالګې په مقابل کې وي.

د همدغه حکم پر بنسټ ستاسو د پوښتنې لپاره ځواب په لاندې ډول دی:

زرګري شوې ګاڼې د سرو زرو او نقرې له هر ډول عیار څخه چې وي، د هغه د بدلولو پر وخت باید له خپل جنس (مثل په مثل) سره بدل شي؛ د بېلګې په توګه: د ناخالصو سرو زرو بدلول له لاس بند او نورو ګاڼو سره که له ۲۴ ډول عیار څخه وي او که له ۱۸، نو اړینه ده چې مثل په مثل وي، په هغه کې زیادت سم نه دی. که زرګري شوي هم وي، ګټه یې نه روا کېږي. همداراز ویلي شوي سره زر د پورتني حالت په څېر مثل په مثل بدلېږي، په هغه صورت کې چې پېرونکي او پلورنکي د مثل په مثل هوکړه نه وي کړې او دا په داسې صورت کې کېږي چې د سرو زرو ټوټه په نقدو پیسو وپلورل شي او په نقدو پیسو لاس بند واخیستل شي.

د سرو زرو لاس بند د اخیستلو پر وخت د کولپ په نامه ټوټه چې ورسره ګډه هم نه ده، شته ده او له لاس بنده یې لرې کېدل هم شوني دي، نو په دغه حالت کې دې دا ټوټه ترې لرې شي، سره زر دې په یوازې توګه وتلل شي او په خپل جنس (مثل په مثل) دې وپلورل شي. د هغې ټوټې پېر و وپلور دې د دواړو لورو تر منځ په هوکړه وشي. دا هم په هغه حالت کې کېږي چې د سرو زرو د لاس بند پېر و پلور پر سرو زرو وي.

خو که ته غواړې چې د سرو زرو لاس بند واخلې او په هغه کې له سرو زرو پرته کومه بله ټوټه وي او ته یې په نقدو پیسو اخلې، نو دا درته سمه ده چې په هره بیه چې د دواړو تر منځ هوکړه وشوه، ویې پېرې. که یې ټول د هغې بیې په بدل کې وزن کړ چې هوکړه یې درسره کړې، په دې کې هم ستونزه نشته، ځکه چې په دغه ځای کې پېر و پلور په دوو مختلفو جنسونو شوی. یعنې که ته غواړې لاس بند په کاغذي پیسو واخلې، نو په دغه صورت کې پلورنکي ته دا سمه ده چې ټول لاس بندونه په هغو کې له ګډو شیانو سره وتلي او وروسته یې په هغه بیه چې تل یې ته پېرې، له سرو زرو پرته په نقدو پیسو په هغه بیه وپلوري چې هوکړه یې درسره کړې.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابورشته

Last modified onدوشنبه, 20 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې