چهارشنبه, ۰۴ ربیع الاول ۱۴۳۹هـ| ۲۰۱۷/۱۱/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت او امام مهدي
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت او امام مهدي

(ژباړه)

هغه خلک چې د اسلام له حقیقت او د اسلامي احکامو له ماهیت څخه بې خبره وي، داسې فکر کوي، چې خلافت که رامنځ ته کېږي،یواځې د امام مهدي په لاس به رامنځ ته کیږي او د رامنځ ته کولو لپاره یې هڅو ته اړتیا نشته. په حقیقت کې دا یو غلط او بې لارې کونکی فکر دی. چې ډيری خلک د خلافت فریضې ته له کار کولو څخه بې برخي کوي، هغوی په ګناه کې اخته کوي چې په حقیقت کې د دغه فکر خپرول له کفارو سره په اسلامي خاورو کې د خلافت په وروسته والي او د سېکولرېزم په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د دوی د دغه فکر  په ځواب کې، زه وایم چې زما بریا یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري ده.

  1. د خلافت د تاسیس لپاره کار کول یوه لویه فریضه ده چې په قران، سنتو او د اصحابو په اجماع سره ثابته شوې؛ د خلافت دولت په حقیقت کې د اسلامي احکامو د پلي کولو مرجع ده، خلافت په داخل  کې د ټولو مسلمانانو د اسلامي حکومتولۍ چارې پر غاړه لري او بهرنۍ پالیسي یې نړۍ ته د دعوت او جهاد له لارې د اسلام رسول دي. امام قرطبي رحمته الله فرمایي، چې له دغه حقیقته هیڅوک سترګې نشي پټولی، مګر هغه کسان چې له شرعي قوانینو بې خبره دي.دغې فریضې ته د کار کولو لپاره باید یوه کړنلاره وي، که نه نو انسان د ګناه مرتکب ګرځي. په شریعت کې د دغې فریضې د تاسیس لپاره په تمه پاتېکېدل نشته،نو باید د هغه کړنلارې پر اساس تاسیس شي، لکه څرنګه چې شریعت امر کړی او وروستۍ پایله یې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې ده.
  2. شریعت د هرې فریضې د ادا کولو لپار ځانګړې کړنلاره وړاندې کړې. د بېلګې په توګه؛ د زکات ورکړه یعني د نصاب پوره کېدو او یو کال تیریدو وروسته له خپل ماله د ۲.۵ سلنه پیسو ورکول دي، یا د لمانځه ادا کول په هغه طریقه سره  تر سره کیږي چې مونږ ته امر شوی، نو همدا راز خلافت هم یو له دغو شرعي حکمونو څخه ګڼل کیږي، چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له لوري په مدینه منوره کې د لومړي ځل لپاره د اسلامي دولت جوړول؛ زموږ لپاره د نورو حکومونو په څېر یوه ټاکل شوې کړنلاره ده.
  3. هیڅ داسې حکم نشته چې له شرعي طریقې څخه پرته په بل ډول ترسره شي. هر هغه چا چې لمونځ ادا کړ، روژه یي ونیوله، زکات یي ورکړ او حج یي ادا کړ، په حقیقت کې یې د دغو حکمونو مسولیتونه له خپلې غاړې لرې کړل، مګر د خلافت فرضیت او مسولیت یې پر غاړه پاتې دی. لکه څرنګه چې د زکات ورکړه دده د لمونځ فرضیت نشي ساقطولی، د ټولو نورو حکمونو ترسره کول د خلافت مسولیت تر هغه نشي ساقطولی، تر څو ورته په ټاکل شوې شرعي طریقه کار ونه کړي. همدا راز څرنګه چې جهاد د لمانځه فرضیت نشي ساقطولی، د خلافت د تاسیس فرضیت هم نشي ساقطولی.
  4. د خلافت د تاسیس طریقه همغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه ده، چې د مدینې منورې ښار یې د هغې پر مټ پر دارالاسلام بدل کړ. هرڅوک چې د خلافت د تاسیس لپاره له دې پرته بله داسي تګلاره لري چې اساس یي قران او سنت وي، ورته اجازه ده چې دغه فریصې ته کار وکړي، خو هیڅکله بایدتګلارې د دوی د هوا اوهوس پر بنسټ نه وي. هر هغه څوک چې د خلافت فرضیت مني، نو د هغه لپاره کار کول هم ورباندې داسي فرض دی لکه نور فرایض.
  5. خلافت په ټوله نړۍ کې په یو وار نشي رامنځته کېدلی، بلکې له یو هېواد څخه پېلېږي او وروسته پراختیا مومي. نظام او  حکام یېکه په هر نوم نومول شوي وي (خلیفه، ولسمشر، امام یا امیرالمومینین) په دې کې کومه ځانګړې ستونزه نه لیدل کېږي، بلکې مهمه دا ده چې په نړۍ کې شرعي قانون پلی کړي، د حکومتولۍ کړنلاره یې شرعي وي، د ژوند تګلارې او په ټولیزه توګه ټولو مسایلو ته د شریعت پر بنسټحل وړاندې کړي.
  6. خلافت به هېڅکله د ملایکو په وزرونو موږ ته راښکته نه شي،بلکې دا به خلک تاسیسوي. دا د امت مسله ده چې د کوم ځانګړي کس لپاره الهي حق نه شي ګڼل کېدی، نو دا په دې معنی چې د خلافت لپاره کار کول واجب او حیاتي دي.
  7. که چېرې یواځې امام مهدي د خلافت تاسیسونکی وي، نو بیا خو هغه هم د بڼې له اړخه د یو عادي انسان په بڼه دی چې په تندي یې د خلیفه مهر هم ندی لګېدلی. خلک هغه په بله نښه نشي پیژندلی، مګر په هغه صورت کې چې حاکمیت یي اسلامي وي، اسلامي تګلاره ولري، عدالت قایمونکی وي او د بې عدالتۍ له منځه وړونکی وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې الله سبحانه وتعالی ته له هرچا نژدې دی، له دې ډول فکر څخه منع کړې. سربېره پر دې د امت تر منځ هم باید په دې هکله شرعي عامه پوهاوی شتون ولري، د دوی تر منځ د یو بشري ځواک په توګه همغږي رامنځته شي، ترڅو د یو ځواک په بڼه له هغه ملاتړ وکړي.
  8. شریعت هېڅکله اسلامي احکام پر یو ټاکلي شخص پورې نه دي ځانګړي کړي؛ دا چې خلک وایي د خلافت د تاسیس دنده او د دین پلي کول، د مهدي پر ظهور پورې تړاو لري او له هغې مخکې موږ کوم مسولیت نه لرو، نو موږ باید د دغې دندې لپاره هڅې وکړو او خپلې اوږې د ګناه له لوی پیټي سپکې کړو، حتی که تاسیس یې پر امام مهدي پورې اړه هم ولري، موږ باید په امام مهدي پسې ونه ګرځو. د موږ موضوع دا ده، چې د هغه چا په لټه کې شو چې هغه د خلافت لپاره وړ کس وي، په داسې حال کې چې لا تر اوسه خلافت نه دی تاسیس شوی. دا موضوع د یوه دولت جوړول او د یو ملت را بیداره کول دي، نو د الله سبحانه وتعالی لپاره، له هغه فکر څخه چې دغه امت پرې را بیداریږي، کار واخلئ.
  9. اسلام هېڅکله د دا ډول ناڅرګندو او بې دلیله روایتونو له امله چا ته د حکم پریښودلو اجازه نه ورکوي. مسلمانان له هر څه نه زیات هغه غیرې اسلامي فلسفو، چې دوی یې د عقیدې په توګه مني، له هغه څه وروسته پاتې کړل، څه یې چې باید کړي وی. نو ایا زموږ فکرونه باید په دې کچه سطحي او بې دلیله وي!؟ ایا همدې پوچو او بې دلیله افکارو عثماني خلافت ته سقوط ورنه کړ!؟
  10. د اصولو علم د حدیثو په اړه صراحت لري؛ کوم احادیث چې معلوماتي بڼه ولري او د حکم په توګه پکې قرینه نه وي، هغه یواځې د معلوماتو په توګه کارول کېږي، عمل کول ورباندې اړین نه دي، اوس نو هغه صحیح احادیث چې د امام مهدي په اړه راغلي دي، د حکم په توګه پکې هیڅ قرینه نه تر سترګو کیږي، یواځې همدو مره را په ګوته کوي چې مهدې پسې لاړ شئ او دهغه پیروي وکړئ، په دې معنی چې کله هغه ولیدل شو بیا دا کار وکړئ. مخکې له هغه څخه خلافت ته د کار کولو هیڅ ډول منع نشته.
  11. رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي؛ مهدي به د خلیفه له وژل کېدو وروسته راڅرګند شي، د دې معنی دا ده چې خلافت د مهدي له لوري نه، بلکې له مهدي  څخه مخکې تاسیسېږي. په دې اړه د ام سلام (رض) څخه روایت دی چې هغې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي:

«يَكُونُ اخْتِلَافٌ عِنْدَ مَوْتِ خَلِيفَةٍ فَيَخْرُجُ رَجُلٌ مِنْ بَنِي هَاشِمٍ، فَيَأْتِي مَكَّةَ، فَيَسْتَخْرِجُهُ النَّاسُ مِنْ بَيْتِهِ وَهُوَ كَارِهٌ فَيُبَايِعُونَهُ بَيْنَ الرُّكْنِ وَالْمَقَامِ، فَيُجَهَّزُ إِلَيْهِ جَيْشٌ مِنَ الشَّامِ، حَتَّى إِذَا كَانُوا بِالْبَيْدَاءِ خُسِفَ بِهِمْ، فَيَأْتِيهِ عَصَائِبُ الْعِرَاقِ وَأَبْدَالُ الشَّامِ،وَيَنْشَأُرَجُلٌ بِالشَّامِ، وَأَخْوَالُهُ كَلْبٌ فَيُجَهَّزُ إِلَيْهِ جَيْشٌ، فَيَهْزِمُهُمُ اللَّهُ، فَتَكُونُ الدَّبْرَةُ عَلَيْهِمْ، فَذَلِكَ يَوْمُ كَلْبٍ، الْخَائِبُ: مَنْ خَابَ مِنْ غَنِيمَةِ كَلْبٍ، فَيَسْتَفْتِحُ الْكُنُوزَ، وَيُقِسِّمُ الْأَمْوَالَ، وَيُلْقِي الْإِسْلَامُ بِجِرَانِهِ إِلَى الْأَرْضِ، فَيَعِيشُ بِذَلِكَ سَبْعَ سِنِينَ أَوْ قَالَ: تِسْعَ سِنِينَ»

ژباړه: د خلیفه پر مرګ سره به اختلاف رامنځ ته شي، په دې وخت کې به د بني هاشم له کورنۍ څخه یو کس مکې ته لاړ شي،  د مکې ځینې خلک به نوموړی کس د هغه د غوښتنې خلاف له کوره را بهر کړي او له ده سره به د بیت الله او مقام ابراهیم په منځ کې بیعت وکړي. د هغه مقابلې ته به له شام څخه یو لښکر راشي او د البیدا په ځمکه به خواره شي. کله چې دوی امام مهدي وویني، نو راغلي وفد یعني ابدال به له شام او عصایب له عراق څخه راشي او له مهدي سره به بیعت وکړي. وروسته به په شام کې یو کس چې مورنی تعلق به یي له کلب قبیلې سره وي پورته شي او د مهدي مقابلې ته به یو لوی ځواک ولېږي خو ماته به خوري. هر هغه څوک چې د کلب په غنیمت کې څه ترلاسه نه کړي په زیان کې به وي. د هغوی له ماتې وروسته به هغه د کلب غنیمتونه وویشي او اسلام به د ځمکې پر مخ مسلط شي چې د ځینو روایتونو پر اساس به ۷ کاله او د ځینو په وینا ۹ کاله دوام پیدا کړي.

(طبراني په اوسط کې روایت کړی دی او الحیتامي په مجمع الزواید کې. مستند او معتبر روایت کونکی)

مفسیرین د دې حدیث پر روایت متفق دي او وایي له کوم خلیفه څخه چې په حدیث کې یادونه شوې؛ هغه مهدي دی. خو د هغه خلیفه چې مخکې له ده څخه و او د مرګ روایت یي راغليپکې اختلاف شته. اخْتِلَافٌ عِنْدَ مَوْت خَلِيفَةٍ ِ. لدې څرګنده شوه چې د امام مهدي له څرګندېدو څخه مخکې خلافت شتون لري.

په پورتني حديث کې د خلیفه یادونه یو شرعي دلیل دی، چې له کومې څرګندې قرینې پرته باید له نظره ونه غورځول شي. د دې شرعي دلیل پر بنیاد خلیفه هغه حاکم دی، چې په ټولیزه توګه د ولسمشرۍ چارې پر غاړه لري او ټول مسلمانان د شرعي تګلارې پر بنسټ له هغه سره بیعت کوي، چې اسلامي حاکمیت پلی او د دعوت او جهاد له لارې هغه نړۍ ته ورسوي. د ځینو خلکو ناسم تعبیر داسې دی، چې د خلیفه مړینه د اوسنیو هغو حکامو مړینه بولي چې هیڅکله یې د اسلام پر بنسټ حکم نه دی کړی او کوم  مشروعیت او پر مسلمانانو باندې ټولیزه واکمني نه لري.

  1. د داسې بی بنسټه دلایلو په نظر کې نیولو سره خلافت ته انتظار یواځې موږ وروسته کوي، ظالمانو او کفارو ته په زرګونو فرصوتونه په لاس ورکوي، چې نور هم اسلام او مسلمانان کمزورې کړي. کفار، منافقین او ظالمان په مسلمانانو کې همداسې بی بنسټه افکار خپروي، چې ګواکې خلافت یواځې د مهدي په راتګ سره تاسیسېږي؛ خو دا د سني او شیعیه دواړو خواوو لپاره مرګونی او بې لارې کونکی فکر دی.

شیعیه دې ته په تمه دي چې مهدي له ځمکني پوړ څخه رابهر شي، خو ځینې سونیان بیا دې ته په تمه دي چې هغه د کعبې او مقام ابراهیم تر منځ راڅرګندېږي! نو هر هغه څوک چې د دغې فریضې لپاره نه پورته کېږي په حقیقت کې په څرګنده یا نا څرګنده توګه د کفارو پروژه مخته وړي؛ دا داسې یوه پروژه ده، چې د مسلمانانو په منځ کې د اوږدې مودې لپاره کار کوي او له هغه فکر سره مرسته کوي چې سیکولریزم د حل لاره ګڼي، سر بېره د هغوی هغه خبرې هم تایدوي چې خلافت یو دیني دولت دی چې موقف یې هم د الله سبحانه وتعالی له لوري دی.

داسې ډېر حدیثونه شته چې په نبوي تګلاره خلافت ته اشاره کوي، یعني خلافت باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره او د الله سبحانه وتعالی له احکامو سره سم تاسیس شي، له دې ټولو سربېره پر هغې ایمان درلودل لازم دي. په دې اړوند یو څو حدیثونه په لاندې توګه بیانوو:

د حضرت ثوبان (رض) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِي الْأَرْضَ، فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا، وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا...»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ماته ځمکه را نژدې کړه، ما د هغې ټولې ختيځې او لوېديزې برخي وليدلې، نو زما د امت واکمني به تر هغو ځايونو ورسيږي چې ماته را وښودل شوې، زما امت به يې يوه يوه برخه فتح کړي، تر دې چي زما د امت واکمني به د هغې تر ټولو برخو رسېږي.

(رواه: مسلم، احمد، ابو داود، ترمذي او ابن ماجه).

د حدیث دا برخه چې وايي «وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا» زما امت به يې يوه يوه برخه فتح کړي، تر دې چي زما د امت واکمني به د هغې تر ټولو برخو ورسېږي. چې تر اوسه یې نه دي لاندې کړې او مسلمانانو تر اوسه لا داسې واکمني نه ده کړې، چې په ختیځ او لوېدیځ کې د نړۍ تر وروستیو برخو رسېدلې وي او دا به په راتلونکې کې را منځ ته کیږي، چې اسلامي خلافت به د نړۍ ختیځ او لویدیځ ته پراختیا پیدا کوي او ټوله نړۍ به تر خپلې رهبرۍ لاندي راولي.

له ابن عمر (رض) څخه روایت دی چې وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي:

«إِذَا تَبَايَعْتُمْ بِالعِينَةِ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ البَقَرِ، وَرَضِيتُمْ بِالزَّرْعِ، وَتَرَكْتُمُ الجِهَادَ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ»

ژباړه:هرکله چې تاسې په خپل دنیوي چارو کې داسي بوخت شوئ؛ د خپلو مالونو لوری مو ونیو او په خپل کښت او کار کې خوښ شوئ او جهاد ته مو شا کړه نو الله سبحانه وتعالی به تاسې په ذلت اخته کړي او تر هغه به په همدې حالت کې وئ ترڅو مو بېرته خپل دین ته رجوع نه وي کړې.

(ابوداود)

«حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ» تر څو بېرته خپل دین ته را ونه ګرځئ، په دې معنی چې باید دین ته کار وکړل شي او د ژوند په چارو کې حکمیت ورکړل شي. همدا رنګه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی چې مسلمانان به هغه وخت چې خپله داوري پرېږدي، خپل دین ته را وګرځي.

له ابو قبیل څخه روایت دی چې وایي: مونږ له عبدالله ابن عمرو ابن العاص سره وو، هغه یې وپوښته، چې کوم یو ښار به اول فتحه کېږي: قسطنطیه که روم؟ عبدالله یو صندوق ته اشاره وکړه او امر یي وکړ، چې له دې څخه کتاب راواخلئ، بیا يي وویل: «بَيْنَمَا نَحْنُ حَوْلَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم نَكْتُبُ، إِذْ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا: قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّةَ».

ژباړه:کله چې موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، په داسې حال کې ورڅخه وپوښتل شوه، چې لیکل مې کول. په دې وخت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه: کوم ښار لومړی فتحه کېږي: قسطنطنیه او که روم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:د «هرقل» ښار یعنې قسطنطنیه لومړی فتحه کېږي.

(رواه احمد)

د دې حدیث پر بنسټ چې کله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دې دوو ښارونو (قسطنطنیه او روم د ایټالیا پلازمېنه)د فتحې پوښتنه وشوه نو هغه د روم فتحه رد نه کړه، بلکې ويې ویل چې اول به قسطنطنیه فتحه کېږي او بیا روم. په داسې حال کې چې روم تر اوسه د مسلمانانو له لوري نه دی فتح شوی، نو دا حدیث مسلمانانو ته زېری ورکوي چې دوی به د ایټالیا پلازمېنه هم تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي، چې دا کار د خلافت په نشت کې شونی نه دی، بلکې دا خلافت دی چې جهاد به پیلوي او د الله سبحانه وتعالی په اراده به یاد هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

نعمان بن بشیر له حذیفه رض څخه روایت کوي، چې رسوالله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ».

ژباړه: هغه وخته چې الله سبحانه وتعالی وغواړي ستاسو په منځ کې به نبوت وي، کله یې چې خوښه شوه، هغه به له منځه یوسي او وروسته به خلافت د نبوت پر منهج را منځ ته شي، هغه ته به تر هغه وخته چې خوښه يي وي دوام ورکړي، وروسته کله یې چې خوښه شي هغه به له منځه یوسي، بیا به میراثي حکومتونه را منځ ته شي او هر څه به د الله سبحانه وتعالی له غوښتنې سره سم روان وي او تر هغه به دوام پیدا کړي، چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، له هغه وروسته به استبدادي حکومتونه را منځ ته شي او هر څه به د الله سبحانه وتعالی له غوښتنې سره سم روان وي او  تر هغه وخته به دوام پیدا کوي، چې الله سبحانه وتعالی غوښتي وي؛ له هغې وروسته به د نبوت پر منهج راشده خلافت را منځ ته شي. له هغه وروسته یې چپتیا غوره کړه.

په دې ترتیب، خلافت ته کار کول له یوې خوا شرعي حکم دی، او له بل لوري تاریخ هم د هغه حقیقت څرګند کړی. نو له همدې امله يي غرب په وېره کې اچولی او د هغه د ځنډولو (وروستوالي) لپاره يي هڅې پیل کړې. د غرب څړنیز مرکزونه د خلافت له نژدیوالي خبر ورکوي او امت هم د هغې په تګلاره روان دی، خو مسلمانان بیا له دغه حقیقت څخه ناخبره او ناهیلي دي.

اې زموږ ربه! زموږ زړونه په هدایت مضبوط کړه او پر مونږ باندې خپل ځانګړی رحم وکړه، بې له شکه ته بښونکی او لوی ذات یې.

اې زموږ ربه! پر موږ دې هغه څه پېرزوینه وکړه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري دې زموږ سره وعده کړې ده او موږ ته د حشر په ورځ له رسوايۍ څخه خلاصون راکړه. بېله شکه ته خپله وعده پوره کوونکی یې.و صلي الله علي سيدنا و نبينا محمد و آله و اصحابه اجمعین.

لیکوال: عبدالمومن

د حزب التحریر-ولایه یمن د مطبوعاتي دفتر رئیس

ژباړن: توحیدیار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې