جمعه, ۰۸ ربیع الاول ۱۴۴۰هـ| ۲۰۱۸/۱۱/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
حَبلُ‌المـَتین (۵): آیا چارواکو او د قدرت خاوندانو ته امید درلودی شو؟
بسم الله الرحمن الرحيم
حَبلُ‌المـَتین (۵): آیا چارواکو او د قدرت خاوندانو ته امید درلودی شو؟

یوه مسئله چې د بیت المقدس له قضیې او د افغانستان په امنیتي سکتور کې د «اصلاحاتو» له موضوع وروسته په ځينو کسانو کې ګرمه شوې، چې وايي: حزب التحریر له یوه اړخه په اسلامي نړۍ کې حاکم نظامونه ناروا او چارواکي يې فاسد ګڼي؛ خو له بل پلوه حزب پر همدغه طبقه تمرکز کوي او د ملاتړ، طلب نصرت او د قدرت د تسلیمۍ توقع ترې لري. دا ډله خلک حزب التحریر پر یوه دوه ګونې لوبه او د سیاسي قضیو پر وړاندې پر متضاده کړنلاره تورنوي. 

په دغه مسئله کې پېچلی خو مهم واقعیت نغښتی. هغه انسانان چې له نصوصو او د ټولنې له واقعیتونو سم او ژور درک نه لري، ټولو مسایلو ته د منطق او منطق بازۍ له زاويې ګوري او هر اړخیز سیاسي لید نه لري، له دې مسئلې لاس نه اخلي. د دې پېچلتیا د حل لپاره اړتیا ده، چې د انبیاوو علیهم سلام تاریخ او قرآني آيتونو ته رجوع وشي، چې د دا ډول حالت سره د مخ کېدو پر مهال یې څه دریځ درلود او په دې اړه یې څه لارښوونې فرمايلې دي:

الله سبحانه و تعالی په «طه» سورت کې فرعون ته د موسی علیه‌السلام د دعوت په باب داسې فرمايي:

﴿اذْهَبَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ * فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىٰ [طه: ۴۳-۴۴]

دواړه (موسی او هارون) فرعون ته ورشئ، ځکه هغه (له الله څخه) سرغړونه کړې. نو په نرمه لهجه ورته ووایئ، ښايي هوښیار شي او (حق دین ومني) یا ووېرېږي او (له سرغړونې لاس واخلي).

یعنې الله سبحانه وتعالی موسی او هارون علیهما السلام ته امر کوي، چې فرعون حقیقت ته دعوت کړي. ممکنه ده، چې دی دا دعوت او لارښوونه ومني، لبیک ووايي او له الله سبحانه وتعالی ووېرېږي. هغه فرعون چې د خدايۍ دعوه یې کوله او د خپل قدرت او حکومت د ساتنې لپاره یې له هېڅ ظلم او استبداد څخه دریغ نه کاوه، تر دې چې نوي زیږېدلي ماشومان یې هم وژل. خو پر دغو جنایتونو او خباثت سربېره، الله سبحانه وتعالی خپلو پيغمبرانو ته امر کوي، چې هغه دعوت کړئ، ښايي حق دین ومني او له عناد، سرغړونې او له خپل مرکب جهل څخه لاس واخلي.

د دې تر څنګ انبیاء علیهم السلام په ځانګړې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولنې د تغیر لپاره په همدې طریقه دعوت کاوه، تر څو فاسد ځواکمن او د قدرت خاوندان د خپل دعوت برخه وګرځوي او شخصیتونو ته یې د اسلام په ګټه تغیر ورکړي. دا بې هدفه نه وه چې رسول الله صلی‌الله علیه وسلم د عامو خلکو د دعوت تر څنګ د قبیلو مشران او د قریشو ځواکمن لکه شیبه، ولید بن مغیره، ابن هشام (ابوجهل)، حضرت عمر او نورو ته هم پام کاوه او هغوی یې اسلام ته دعوتول. په خپله یوه دعا کې به یې فرمایل: «یا الله! د اسلام دین د دغو دوو کسانو: عمر بن الخطاب یا ابوجهل بن هشام -هر یو چې تا ته محبوب وي- په مسلمانېدو قوي کړه!»

نو  دا چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د کار طریقه زموږ لپاره «اُسوه حسنه» ده، موږ ته هم اړینه ده چې د اوسنیو فاسدو ټولنو د تغیر لپاره ځواکمن، جنرالان او زور لرونکي دعوت کړو او د ځان ملاتړي یې کړو.

دلته ډېر مهم درس دا دی، چې موږ باید د دعوت او نورو ته د اسلام د حمل پر مهال نهیلي نه شو، په ځانګړې توګه کله چې زموږ مقابل لوري ته فاسد، ظالم او شریر انسانان وي؛ ځکه موږ له راتلونکي او د کار له نتیجې خبر نه یو، چې ایا دغه ظالم او فاسد کس زموږ دعوت مني که یې ردوي؟ په تاریخ کې زیات انسانان تېر شوي، چې يو وخت یې له اسلام او مسلمانانو سره دښمنۍ ته ملا تړلې؛ خو کله چې دوی ته د حق دعوت رسېدلی، اسلام یې منلی او د اسلام په لېږد کې تر نورو مخکښان شوي.

پر دې سربېره کله چې دا موضوع په قرآن کې لولو یا د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په سیرت کې ورته متوجه کېږو او هغو ته په پام د اوسنیو مستبدو او شریرو نظامو حالت مطالعه کوو، دې نتیجې ته رسېدی شو چې اوسني نظامونه د ځمکې پر مخ د فرعونیانو د حکومت د لړۍ بل مخ دی؛ خو توپير یې دا دی چې د دغو نظامو سبک او سیاق او پکې ښکېل عناصر د موسی علیه سلام او فرعون یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمان سره توپير لري.

پورتنیو ټکو ته په پام څوک چې مادي وړتیا لري، تر څو حزب التحریر ته نصرت ورکړي او راشده خلافت تاسیس کړي، له سیاسي رهبرانو او د مسلمانانو له اردو پرته بل څوک نه دي. که څه هم یو شمېر یې فاسد او د اوسنیو طاغوتي نظامونو یوه برخه دي؛ خو بیا هم دا ډله باید دعوت شي او د حق پیغام په غوره طریقه ورورسول شي. په هر حال د اسلامي امت یوه برخه ده، مګر غلطو افکارو او فضا هغوی په فساد ککړ او بې لارې کړي. نو باید د دوی د توهین او ښکنځلو پر ځای له مهربانۍ، شفقت او رحم څخه کار واخيستل شي، د حق پیغام هغوی ته ورسول شي او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره پر دوی کار وشي، تر څو یې ملاتړ جلب کړي او ټول په یوه صف کې د اسلامي ژوند د رامنځته کېدو لپاره په ټولیز ډول انرژي او هڅې متمرکزې کړي.

نو الله سبحانه وتعالی داسې مهال دا پيغام پيغمبرانو ته ورکړی، چې فرعون او په ټولنه کې د قدرت خاوندان دعوت کړئ، امکان لري چې له غفلته لاس واخلي، هوښیار شي او تغیر وکړي. نو موږ ولې دې ناسمې پایلې ته ورسېږو، چې د متنفذینو، سیاسي او قومي رهبرانو، د ټولنې د زورمندانو، د فوځ د جنرالانو او قوماندانانو دعوت یوه متناقضه او نهیلې کوونکې مسئله ده. دا طبقه که په هر ډول فساد ککړه وي، بیا هم مسلمانان دي او باید د حق دعوت ورته ورسېږي

حزب‌التحریر د ځينې ډلو په څېر "د حذف پر سیاست" متعقد نه دی، بلکې باور لري چې د ټولنې د زورمندانو طبقه باید د هغه دولت د تاسیس لپاره د دعوت او ستر خیر برخه وي، چې د اسلام ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم یې په مدینه کې بنسټ اېښی و او ۱۳ سوه کاله یې د نړۍ رهبري او سیاست کاوه؛ خو د مسلمانانو د غفلت او انحطاط او د غرب د توطیو له امله راوپرځېد. نو دغه دولت -چې امام ابوحنیفه رحمه‌الله علیه د ټولو فرضونو مور ګڼلی- تاسیس یې یوازې د حزب التحریر وجیبه نه، بلکې د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د ځواکمنو طبقې او جنرالانو مکلفیت دی.

پاتې دې نه وي، چې دعوتګران باید پوه شي، چې ژوند د ابتلاء (افشا کېدو) پروسه ده او موږ هله غوره امت یو، چې د اسلام دعوت خلکو او ټولنو ته حمل کړو. نو پر دغه اساس موږ مکلف یو، تر څو هماغسې چې رسول الله صلی‌الله علیه وسلم اسلام حمل کړ او د قیامت پر ورځ به پر دوی شاهد وي، زموږ مکلفیت یې هم پر نورو امتونو او خلکو شهادت تعین کړی. نو که څوک د حق لور ته دعوت ومني، د حشر پر ورځ دا شهادت ادا کولی شو، چې موږ دعوت وررسولی و. له همدې امله موږ د دعوت، سیاست، جهاد او شهادت امت یو.

پایله دا چې همدا جنرالان او رهبران تصمیم نیسي، چې د هدایت لار نیسي او نوم یې په تاریخ کې د حق بهادرانو او ملاتړو په توګه ثبتېږي، چې پای یې ستر بری او د جنت غوره تعمتونه دي که خپل نوم د تاریخ په ډارنو کې لیکي، چې د کار پایله به یې په دنیا او اخرت کې سرټيټي او مختوري وي.

مصدق سهاک
د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې