جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اسلامي نړۍ اوسنیو پوځونو ته د لسو غوره مسلمانو قومندانانو لوی درسونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامي نړۍ اوسنیو پوځونو ته د لسو غوره مسلمانو قومندانانو لوی درسونه

د اسلامي تاریخ په لوستلو، د دغه امت داسې اتلان پیدا کولی شئ چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه وینا ثابتوي:

«مَثَلُ أُمَّتِي مَثَلُ الْمَطَرِ لَا يُدْرَى أَوَّلُهُ خَيْرٌ أَوْ آخِرُهُ» (ترمذي)

ژباړه: زما امت باران ته ورته دی؛ معلومه نه ده چې اول یې ښه دی که اخر.

د نبوت له پیله تر اوسه ډېر وخت داسې شوي چې مسلمانان په ډېر ناوړه حالت کې وي، نیکي او مهرباني پکې زیاته شوي وې او بېرته هغې سطحې ته رسېدلي چې ګټه یې پکې ده. دلته د مسلمانانو اوسني پوځیان باید هغو لویو درسونو ته پام وکړي چې په اسلامي تاریخ کې نامتو قومندانان یې ورته لري. ښه ده چې د لاسته راوړنو او د خلافت له لوی دولت سره یې د همکارۍ پر اساس د ځینو غوره مسلمانو قومندانانو یادونه وکړو.

۱. حمزه ابن عبدالمطلب رحمه الله علیه:

حمزه ابن عبدالمطلب د پیغمبر صلی الله علیه وسلم رضایي ورور، ملګری او تره و. نوموړی د ۶۲۵م کال د مارچ په ۲۲مه (د درېیم هـ ق کال د شوال په ۳مه) د اُحد په غزا کې شهید شو. لقبونه یې اسد الله اسد الجنه وو او پیغمبر صلی الله علیه ولسم د سید الشهداء لقب ورکړ.

(حکیم)«سيد الشهداء حمزة بن عبد المطلب ورجل قام إلى إمام جائر فأمره ونهاه فقتله»

ژباړه:  سید الشهداء حمزه بن عبدالمطلب او هغه کس چې د ظالم حاکم پر وړاندې ودرېږي، په نېکۍ امر وکړي او له بدۍ منعه او د دې لپاره ووژل شي.

ده رحمت الله علیه په ۶۱۲م کال کې اسلام ومانه، د حمزه بن عبدالمطلب په مسلمانېدو د مسلمانانو قوت لا زیات شو. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د حمزه رحمت الله علیه په مشرۍ پر قریشو لومړی برید تنظیم کړ، په دغه برید کې دېرش سواره مهاجرین ورسره وو. نوموړی العیس سیمې ته نیږدې ساحل کې له ابو جهل ابن هشام او د هغه له درې سوه سورو کسانو سره مخ شو، جګړه پیلېده چې مجدي ابن امر الجوهاني مداخله وکړه، خلک تیت شول او جګړه ونه شوه.

حمزه د بدر په غزا کې هم و. تل به یې په سینه یوه بڼکه وه چې د جګړې په میدان کې ښه پېژندل کېده. په مخامخ جګړه کې یې اوتبه ابن ربیعه وواژه او له علي سره یې د اوتبه د ورور، شیبه په وژلو کې مرسته وکړه. وروسته بیا حمزه د بنو قینوقه پر وړاندې لښکر کشۍ کې د اسلام بیرغ لېږداوه.

۲. خالد ابن ولید رحمته الله علیه:

د اسلامي خلافت له بهترینو قومندانانو څخه و. په ۵۹۲م کې زیږېدلی او په ۶۴۲م کې وفات شوی. په ۳۵ کلنۍ کې مسلمان شو. دا چې ډېر زړور و او د اسلام دوښمنان ترې وېرېدل، لقب یې سیف الله شو. نوموړي په ټول ژوند کې یوه جګړه هم نه وه بایللې. دی د دروغجنو پیغمبرانو پر وړاندې جګړه، د عراق، د سوریې یوې برخې، یمامې په فتحو او تر سلو زیاتو نورو جګړو کې بریالی و. خالد ابن ولید یو تکړه پوځي سټراټېجېسټ هم و، تکتیکونه یې ان اوس هم کارول کېږي. خالد بن ولید رحمت الله علیه په ځانکدن کې وویل:

«لقد شهدتُ مائة زحف أو زُهاءَها، وما في جسدي موضع شبر إلا وفيه ضربةٌ أو طعنة أو رَمْية، ثم هأنذا أموت على فراشي كما يموت العَيْر، فلا نامت أعين الجبناء»

ژباړه: ما د شهادت لاسته راوړلو لپاره په ډېرو جګړو کې ګډون وکړ، په بدن کې مې هېڅ ځای داسې نه دی پاتې چې ټپي نه وي، خو اوس د زاړه اوښ په شان په خپله بستره کې مړ کېږم. د ډارنو سترګې دې هېڅ وخت نه ارامېږي.

دی رحمت الله علیه داسې یو پوځي و چې د سیف الله (د الله توره) لقب ښه ورسره ښایي، داسې توره چې د کفر او د اسلام او مسلمانانو د دوښمنانو پر وړاندې پورته شوه.

۳. ابو عبیده ابن جراح رحمت الله علیه:

په ۱۸ کلنۍ کې مسلمان شو. د ده له پوځي بریالیتوبونو څخه د دمشق فتح، د مدیترانې د ختیځو سیمو هېوادونو فتح او همداراز د سپېڅلي ښار، بیت المقدس یادونه کولی شو. ده همداراز ارمنستان او اناتولیا ته په لښکرکشیو کې هم ونډه اخیستې وه. دا هغه کس دی چې په احد غزا کې یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دفاع کې یې غاښ مات شو. دی ډېر نېکمرغه دی، پیغمبر صلي الله علیه وسلم «د امت ساتونکی» بللی او د عشرة المبشرة بالجنه له ډلې و.

۴. طارق ابن زیاد

د اتمې میلادي پېړۍ تر ټولو لوی قومندان او د هسپانیې د فاتح په نوم مشهور دی. کله چې ۳۵-۴۲ کلن و، د مسلمانانو د خلیفه په امر له ۱۰۳۰۰ جنګیالیو سره د ویسیګوټیک ظالم پاچا، کېنګ روډېریک – چې ۱۰۰۰۰۰جنګیالي ورسره وو- مقابلې ته واستول شو. زړورتیا یې ټولو ته ښکاره وه. د ګیبرالټر ساحل ته چې ورسېد، خپلو ټولو کښتیو ته یې اور ورته کړ، باوري و چې ماتې نه خوري. کېنګ روډېریک ماتې وخوړه او ووژل شو. د هسپانیې خلک له ظلم څخه د خلاصېدو او د خپلو نوو حکامو په لیدو ډېر خوشاله شول.

۵- محمد بن قاسم:

په ۷۱۱م کال کې مسلمان سوداګر سېند (د سیمې نوم دی) ته نیږدې له سایلن (اوسنۍ سریلانکا) تېرېدل چې کښتۍ یې لوټ شوې او دوی زنداني. خبر د خلافت مرکز ته ورسېد، هغه وخت خلیفه الوحید بن عبدالمالک و. خلیفه د عراق والي، حجاج بن یوسف ته یو لیک واستاوه او ترې ویې غوښتل چې د سېند حکام دې د دغه کار لپاره بښنه وغواړي او همداراز دې نیول شوی مسلمانان ازاد کړي. حجاج د امت د یوه بهترین قومندان په مشرۍ هلته لښکر واستاوه. د ده نوم د مسلمانانو –په ځانګړې توګه د هند نیمې وچې د مسلمانانو- په زړه کې ځانګړی ځای لري. ده دا مسوولیت واخیست چې یوه بهرني هېواد ته د خلافت دولت د لښکر مشري وکړي. دا کس محمد بن قاسم نومېږي. دی له یوې دیندارې کورنۍ څخه دی، د ۱۵-۱۷ کلونو په عمر یې سېند فتح کړ. په دریو کالو کې، تر ۷۱۴ پورې ټول سېند او سویلي پنجاب فتح شول. د هند نیمې وچې د شمال لوېدیځې برخې په فتح کولو، اسلامي پوځ د هغې سیمې بت پرستان له تیارې څخه د اسلام رڼا ته راوستل.

۶. قطیبه بن مسلم:

دا هم د اسلام یو له بهترینو قومندانانو دی چې ډېره یادونه یې نه کېږي. لومړی د خراسان والي و، وروسته بیا بهترین قومندان شو. د ده له کارنامو څخه د دغو یادونه کوو؛ د خلیفه پر وړاندې را ولاړو شوو کسانو ارامول، د تخارستان، بخارا، خوارزم او ماوارا النهر فتح. دغو سیمو ته اوس ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان وايي.

۷. محمد الفاتح:

څو صحابه – چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم احادیث یې لیکل- له پیغمبر صلي الله علیه وسلم چاپېر شول او پوښتنه یې ترې وکړه؛ 

أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ؟

 ژباړه: کوم ښار به لومړی فتح کېږي؟ قسطنطنیه او که روم؟

«مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّة» (رواه احمد)

ژباړه: هرکلوس (هرقل) ښار به لومړی فتح کېږي، یعنې قسطنطنیه

ده صلي الله علیه وسلم همداراز وړاندوینه کړې چې:

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ» (رواه احمد)

ژباړه: تاسو به قسطنطنیه فتح کړئ. کوم امیر چې دا فتح کوي، بهترین امیر دی او هغه پوځ، بهترین پوځ دی.

دا خبرې نسل په نسل راغلې او د امت په تاریخ کې یې انعکاس وکړ، په ځینو لویو رهبرانو، جنګیالیو او عالمانو کې د هیلې، انګېزې او مخلصانه هڅو سبب شوې. هر مخلص مسلمان غوښتل چې دا بهترین امیر او یا په دغه بهترین پوځ کې وي. بالاخره دا چاره له هجرت څخه ۸۵۷ کاله وروسته د جمادي الاول په ۲۰مه وشوه، ۲۱ کلن محمد ابن مراد د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وړاندوینه پوره کړه. قسطنطینیه او د الفاتح لقب یې واخیست. په دغه ښار یې اسلامبول (د اسلام ښار) نوم کېښود، مسیحي اوسېدونکي یې وساتل او خپلو لښکر کشیو ته یې دوام ورکړ چې دا ښار نور هم پراخ کړي او بالاخره بیزانتین یې لاسته راوړ. د دغه ښار د جوړونې حکم یې وکړ، د ښار اوسېدونکو ته یې د پاکو اوبو سرچینې برابرې کړې، د وږو پر مخ یې د پخلي خونې خلاصې کړې او د ډېرو جوماتونو او پوهنتونونو د جوړولو امر یې وکړ چې اوس یې هم وینو. ویې ویل چې د نامسلمانانو ساتنه د ذمي تړون له مخې ده او ان استانبول یې د خپلې حکمرانۍ مرکز کړ. دا فتح کوم ساده کار نه و. سخت ژمی یې د ښار د نیولو لپاره په پلان تېر کړی، د دې لپاره یې د وخت تر ټولو نوې ټکنالوژي جوړه کړه او په لوړه کچه لوژیستیکي ځواک یې برابر کړ.

۸. صلاح الدین ایوبي:

یوه ټوټه شوې اسلامي نړۍ د صلیبیانو پر وړاندې چې د قدس مسجد الاقصی – د مسلمانانو درېیم تر ټولو سپېڅلی ځای- ته نیږدې سیمې یې نیولې، کمزورې شوې وه. اسلامي جنګي ډلو د صلیبیانو هجوم دومره جدي نه ګاڼه. تر کابو ۱۰۰ کاله استعمار وروسته، د امام الدین الخطیب په خبره د نورالدین په وسیله «الله اسلام بیا پیاوړی کړ» او بیا صلاح الدین ایوبي، چې د اسلام په تاریخ کې شاید تر ټولو مشهور پوځي وي، د صلیبیانو لاس پرې کړ. دا جګړه لکه د نورو ډېرو په شان د روژې په مبارکه میاشت، ۵۸۲ کال کې وشوه. دا د حطین جګړه وه چې د ډېرو په نظر پر صلیبیانو د لاسبرۍ کیلي ګڼل کېږي، چې بیا د رجب په ۲۷مه د قدس د ازادېدو سبب شوه. دا نېټه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له معراج سره سمه ده.

۹. سیف الدین قوتوز:

له منګولیا څخه خونخواره جنګیالي راغلل، هر هغه ښار یې له خاورو سره یو کاوه چې نه ورته تسلیمېده. په ۶۵۶هـ ق کې یې پر بغداد برید وکړ، یوه اونۍ یې غارت او وژنې وکړې، ځینې شمېرې ښیي چې ۱۸۰۰۰۰۰ کسان ووژل شول. په ټوله اسلامي نړۍ کې د مغولو وېره خوره وه، دا برید ډېر وحشتناک و، یو جدي ګواښ و چې اسلام او مسلمانان یې د نړۍ له کُرې لرې کولی شوای. په دغه سخت حالت کې الله سبحانه و تعالی د امت ساتونکی، سیف الدین قوتوز (د مصر مملوک) راپورته کړ. ده مسلمانان یو موټی کړل، جګړې ته یې تیار کړل، له اسلامي ځمکو مرستې ورسره وشوې او پوځیان ورسره یو ځای شول. په هغو عالمانو کې چې مسلمانان یې د قوتوز تر شا درېدو ته هڅول، لوی عالم العز بن عبدالسلام هم و. بلاخره د ۶۵۸ هـ ق کال د روژې میاشتې په ۲۵مه، د جمعې په ورځ د عین جلوت جګړه ونښته او مغول مات شول.

۱۰- ټیپو سلطان

ټيپو سلطان د ۱۷۵۰م کال په نومبر کې زېږېدلی او د ۱۷۹۹م کال د مې میاشتې په ۴مه شیهد شو. دی د میسور حاکم و، د میسور د پړانګ په نامه هم مشهور دی. نور لقبونه یې «سلطان فتیح علي خان صاحب»، « ټیبو صاحب»، «سلطان بهادر خان ټیپو»، «فتیح علي ټیپو سلطان بهادر» دي. دا لقبونه یې د شخصیت روښانه تصویر ورکوي؛ یو زړور، پیاوړی او فاتح شخصیت. ده د جګړې په ډګر کې له راکېټونو استفاده وکړه. په ۱۵ کلنۍ، ۱۷۶۶م کال کې یې له پلار سره یو ځای د انګرېزانو پر وړاندې د میسور په لومړۍ جګړه کې ګډون وکړ. په ۱۶ کلنۍ کې یې د یوې ډلې سپرو جنګیالیو مشري وکړه. له ۱۷ کلنۍ وروسته د مهمو ډیپلوماټیکو او پوځي دندو خپلواک امتیاز ورکړل شو. دی د کافرو برېتانیایانو پر وړاندې جګړه او له اسلامي خاورې په دفاع کې شهید شو. د سلطان ټیپو زړورتیا، ځیرکۍ، خلاقیت او نبوغ د دغو متکبرو کفارو په زړونو کې درنه وېره اچولې وه.  د ده د پېژندلو لپاره دا بسنه کوي چې د حیدراباد حاکم، نظام علي خان ته د ده لنډ لیک ولولو، په دغه لیک کې سلطان ټیپو له نظام علي خان څخه غوښتي وو چې د اشغالګرو برېتانیایانو پر وړاندې جګړه کې ورسره یو ځای شي. دی لیکي: « زه له تا غواړم چې د هند د مسلمانانو لپاره پیاوړی وې او زه دا هیله لرم چې د خدای او اسلام په لار کې خپل ځان او مال قرباني کړم. زما لویه اندېښنه دې ته ده چې مسلمانان یو موټی کړی، نو مسلمانان باید له ما سره مرسته وکړي او د کافرو ملاتړ ونه کړي.» له دغه لیک څخه ښکاري چې دا داسې یو حاکم او قمندان و چې ټول فکر یې اسلام او مسلمانانو ته و.

اې د اسلامي نړۍ پوځيانو!!! اې د راتلونکي خلافت دولت انصارو!!!

دا و د بشریت لپاره د بهترین امت مقام او حکام. زموږ له غوره تاریخ څخه باید درسونه زده کړئ. د مسلمانانو قمندانانو بېلګې باید د اسلامي نړۍ د پوځي مشرانو لپاره الګو وي. د هغو خلکو له ډلې مه کېږئ چې صلیبي حکام خپله الګو نیسي او له هغوی یې زده کوي.

پوځي مشران باید زموږ د مخکینیو؛ خالد بن ولید، صلاح الدین ایوبي، طارق بن زیاد، سیف الدین قوتوز، ټيپو سلطان او ... پشان د امت د یوالي لپاره کار وکړي، د الله سبحانه و تعالی په لار کې وجنګېږي، د الله سبحانه و تعالی نړۍ لوړه او د امریکا، یهودو، مسیحیانو، هندوانو، بودایانو او د صلیبیانو د ملګرو نړۍ ټيټه کړي. دا چاره د دغو غلامو حکامو تر حاکمیت لاندې ناشونې ده. دا یوازې هغه وخت کېږي چې د اسلامي ځمکو د پوځیانو یو قمندان، د غلامانو په لرې کولو، د اشغال په ختمولو او د دویم ځل لپاره د نبوت پر منهج خلافت تاسیسولو سره حکام راولي لکه ابوبکر صدیق او عمر فاروق.

په دې توګه به خپل بایللی عزت بیا لاسته راوړوو، هغه عزت چې اوسني حکام یې د بېرته راتګ مخه نیسي؛ که داسې نه وي هېڅکله به خپل اصلي مقام ته ونه رسېږو. موږ باوري یو چې د خالد بن ولید نسل په شام؛ د صلاح الدین ایوبي نسل په مصر؛ د محمد بن قاسم نسل په پاکستان او د محمد فاتح نسل په ترکیه کې ډېر دی، دا یوازې د وخت موضوع ده. هغوی چې د خیر په لاسته راوړلو کې مخکښ دي، په جنت کې به هم مخکښ وي او د دونیا عزت به هم لاسته راوړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿سَابِقُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ

[ حدید:۲۱]

ژباړه: د خپل رب د مغفرت او د هغه جنت خوا ته وځغلئ او یو له بل څخه د وړاندې کېدو هڅه وکړئ، چې د هغه (جنت) پراختیا د اسمانونو او ځمکې په څېر ده، د هغو خلکو لپاره تیار کړای شوی دی، چې پر الله تعالی او د هغه پر پیغمبرانو یې اېمان راوړی وي. دا د الله فضل دی، چاته چې وغواړي ورکوي یې او الله د ستر فضل خاوند دی.

اې د مسلمانانو پوځیانو! د اسلام او مسلمانانو لپاره را ولاړ شئ! د دغو فاسدو او اشغالګرو غلامانو حکامو خدمت بس دی! تاسو مسلمانان یئ! د طاغوت خدمت مه کوئ!

د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیسولو لپاره د حزب التحریر چیغه بدرګه کړئ! انصار شئ! د خپلو نیکونو پشان زړور مجاهدین شئ چې اسلام یې په ټوله نړۍ کې خپور کړ! الله سبحانه و تعالی خو دې مرسته راسره وکړي!

ځکه خو د اسلامي نړۍ پوځی مشران باید په اسلامي هېوادونو کې د اوسنیو سیکولر نظامونو جرړې وباسي او حزب التحریر ته نصرت ورکړي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ﴾ [غافر:۴۴]

ژباړه: زه چې نن څه وایم، ډېر ژر به هغه وخت راشي چې تاسو یې در یاد کړئ. زه خپله معامله الله ته سپارم. الله د خپلو بندګانو (د اعمالو) ښه لیدونکی دی.

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا[احزاب:۲۳]

ژباړه: له مومنانو څخه ځینې داسې شخصیتونه شته چې له الله سره یې کړې ژمنه پوره کړې ده؛ له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته په تمه دي. هغوی په خپله کړنلاره کې یې هېڅ تبدیلي را نه وسته.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

حمید بن احمد

Last modified onسه شنبه, 07 جولای 2020

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې