جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کورکورانه تاوتریخوالی د خلافت دولت د تاسیس لپاره د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د تګلارې مخالف دی
بسم الله الرحمن الرحيم
کورکورانه تاوتریخوالی د خلافت دولت د تاسیس لپاره د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د تګلارې مخالف دی

په لبنان کې د خلافت په کلني کنفرانس کې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس ډاکتر عثمان بخاش د وینا متن

 (ژباړه)

وروسته له دې چې کفارو د خلافت دولت نسکور کړ او پر اسلامي خاورو یې خپله واکمنۍ پراخه کړه، د دین لپاره غوښتنه او واکمني وځنډېده او د بشر په لاس جوړ شوی قانون پرې وتپل شو. دا د مخلصو مسلمانانو لپاره طبیعي وه، چې د اسلامي ژوند د بیا راتګ لپاره کار وکړي؛ خو هغوی پخپل منځ کې په طریقو او اسلوبو کې مخالف وو. پر دې سربېره چې هغوی یوه موخه درلوده چې هغه د الله سبحانه وتعالی د کلیمې لوړول، د شریعت ساتنه او د هغه پلي کول وو.

ځینو داسې فکر کاوه چې بدلون د تدریجي بدلون له لارې د بشر په لاس جوړ شوي نظام په شتون په پارلماني ټاکنو کې په ګډون او له اسلامي اړخونو سره په لنډمهاله تړونونو سره راځي. ځینو یې د عقیدې اصلاح کول، له بدعت سره مبارزه او د شرعي علومو پراخول پیل کړل او ځینو یې د ظالمو نظامونو د له منځه وړلو او د سلامي دولت تاسیس لپاره جهاد تر ټولو ښه لاره وبلله. زه به پخپله وروستۍ وینا کې پر همدې نظریې، چې جهاد د اسلامي دولت د تاسیس طریقه ده که نه؟ تمرکز وکړم. همدارنګه زه به په مصر کې د جهاد خوځښت پر جزیاتو او هغه څه چې په ۱۹۹۷ م کې رامنځه شول، بسنه ونه کړم، چې هغوی یې له خپلې مخکینۍ طریقې نه شاتګ ته وهڅول او ځینو رهبرانو یې په مصر کې له شته نظام سره د جوړجاړي حل لارې په پلوۍ لوری بدل کړ.

په حقیقت کې د مطلوب بدلون لپاره په طریقه کې دغه اختلافونه، د اسلام او د اسلام سیاسي نظام  د ماهیت په درک کې د زیاتوالي لامل شوي. موږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې د جهاد د قاعدې او هغه څه چې د دفاعي، یرغلیز جهاد او د یرغلګرو د وژلو او نورو په اړه جزیات ورکړو؛ بلکې زموږ وینا د نبوت پر تګلاره د اسلامي دولت دتاسیس لپاره د شریعت د طریقې ښودل دي. په لومړي ګام کې دغه مورد ته کتنه وشي، چې دولت یو اجرایې بنسټ دی، چې  د شریعي قواعدو په اجرا کېدو د ټولنې او امت چارو ته پام کوي.

اسلامي عقیده د هغه څه شاهدي ورکوي چې له الله سبحانه وتعالی پرته څوک د عبادت وړ نه دي؛ چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د هغه پیغمبر او داسلام پیغام یې تضمینونکی دی. دغه دین بریالي او تر ټولو ښه قوانین پرېښي دي او دغه دین د مخکنیو پیغمبرانو پیراوانو ته لکه: یهودیانو او عیسویانو ته امر کوي، چې له توحیدي دین سره یوځای شي، چې له دې وروسته به د هغوی هېڅ هم ونه منل شي.

د اسلام قدرت خلکو د اعتقادونو د شتون، ترویج او ډاډ ورکولو لپاره، هغو خلکو ته قلبي ډاډ ورکوي چې نوي اسلام ته راځي او د دغه الهي نظام ساتنه او پر پښو درول واجب دي. اسلام باید یو نظام ولري، قدرت ولري او جهاد ولري. دا د اسلام ماهیت دی، چې له هغه پرته نړۍ نه شي رهبري کولی او نه دوام کولی شي. اسلام په ځمکه کې د دغه الهي امر د پلي کېدو او ساتنې لپاره جهاد وټاکه. دا د دې وړ دی چې جهاد د ظالمو نظامونو د له منځه وړلو لپاره، چې هغوی د انسان د اسارت او غلامۍ لپاره ناحق عملونه کوي، حمل کړي.

﴿قَاتِلُواْ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَلاَ يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَلاَ يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُواْ الْجِزْيَةَ عَن يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ

(التوبه: ۲۹)

ژباړه: له اهل کتابو څخه د هغو خلکو پر خلاف جګړه وکړئ چې په الله سبحانه وتعالی او د اخرت په ورځ ایمان نه راوړي او څه چې الله سبحانه وتعالی او د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم حرام کړي، هغه نه حراموي او حق دین خپل دین نه کوي. له هغوی سره تر هغه جګړه وکړئ، چې پخپل لاس جزیه ورکړي او ذلیل شي.

دغه جهاد د یاد لوړ مرتبه نظام پرپښو درولو لپاره تر اوسه پر مسلمانانو یو فرض دی:

﴿و قَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه فَإِنِ انتَهَوْاْ فَإِنَّ اللّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

(انفال: ۳۹)

ژباړه: اې مومنانو! له دې کافرانو سره تر هغه جګړه وکړئ، چې فتنه پاتې نه شي او ټول دین د الله سبحانه وتعالی لپاره شي. بیا که هغوی له فتنې څخه لاس واخیست، نو الله سبحانه وتعالی د  دوی عملونه ویني.

توره په اسلام کې نه وه حمل شوې، هغه وخت چې یوې ډلې خلکو د اسلام اعتقادونه پخپله غېږ کې ونیول؛ خو جهاد د امن نظام ټینګېدو لپاره له اسلامي دولت بېرون حمل شوی و، تر دې چې اسلام ته امنیت ورکړي او له خلکو سره په مختلفو اعتقادونو او د یاد نظام تر چتر لاندې ژوند وکړي او د دغه نظام د قوانینو اطاعت وکړي؛ چې د هغوی اعتقادونو ته هم ونه مني.

 ﴿لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ

 (بقره: ۲۵۶)

ژباړه: په دین کې زور او مجبورول نشته.

دغه د اسلام حق او رسالت دی، چې خلک د خلکو له بنده ګۍ ازاد کړي، د یو الله سبحانه وتعالی بنده ګۍ ته یې وهڅوي او ټول خلک د دغه فاسد نظام له بنده ګۍ وژغوري. د الله سبحانه وتعالی عبادت به د سلامی نظام له فهم او عمل پرته ونه شي او دا یوازنی نظام دی چې الله سبحانه وتعالی پر ټولو خلکو وضع کړی. د خپلو پیراوانو، د تور او سپین د فرمانروایۍ او د بې وزله او بډایه لپاره یو قانون دی، چې ټولو ته په یوه سترګه ګوري او ټولو ته برابري راوړي. په نورو نظامونو کې خلک د خلکو غلامان دي، ځکه چې یو شمېر خلک د نورو خلکو پر ژوند قانون وضع کوي. نو پر همدې اساس واجبه ده چې اسلام دغه نظامونه د یو داسې خنډ په توګه له منځه یوسي، چې د اسلام له درک او پېژندلو څخه د خلکو مخه نیسي.

دا د دین بشپړه مانا ده، چې په بشپړه توګه په الله سبحانه وتعالی پورې اړه لري. د خلکو لپاره د یوې برخلیک ټاکونکي قضیې په توګه د بشر په لاس جوړ شوي نظام پر وړاندې د الله سبحانه وتعالی له بنده ګۍ پرته قضاوت او فرمان برداري نشته. د بحث موضوع د هغه جهاد په اړه ده چې د یوې ټاکلې موضوع لپاره فرض شوی دی. د اسلام تاریخ شاهد دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د اسلامي دولت له تاسیس او واک ته رسېدو وړاندې د جهاد اجازه نه درلوده، تر هغه چې له هجرت وروسته اسلامي دولت تاسیس شو او د اسلامي دولت له شتون وروسته پر مسلمانانو جهاد فرض شو.

اسلام  جهاد د مادي بنسټونو د له منځه وړلو لپاره، چې د اسلامي دولت او قوانینو تر سیوري لاندې د خلکو د ژوند کولو مخه نیسي، فرض کړی او هغه خلک غواړي چې له ظلم، د بشر په لاس جوړ شوي نظام او د خلکو له غلامي لرې ژوند وکړي. هغو بنسټونو د الله سبحانه وتعالی پر ځای یو کس ټاکلی، هغه الله سبحانه وتعالی چې د ځمکې او اسمان څښتن دی. د بشر په لاس جوړ شوي قوانین پلي کوي، پخپله خوښه قوانین جوړوي او حلال اوحرام یې خپله ټاکي.

موږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت له څېړنې پیدا کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ وخت د اسلامي دولت د تاسیس لپاره پر جګړه تکیه نه ده کړې؛ که څه هم قریشو مسلمانان د الله سبحانه وتعالی له لارې اړول، ظلم يې پرې کاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده مخلص اصحاب يې ازارول، تر دې چې ځینو د خپل دین ساتلو لپاره حبشې ته د مهاجرت فرمان تر لاسه کړ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د یاسر کورنۍ ته تر دې ډېر څه ونه ویل:

«صبرا آل ياسر فإن موعدكم الجنة.»

ژباړه: صبر وکړئ اې د یاسر کورنۍ، الله سبحانه وتعالی له تاسو سره د جنت ژمنه کړې ده.

نو پر دغه اساس، په یوه بېلګه کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وینو، کله یې چې په مکه مکرمه کې دعوت کاوه، هېڅ وخت یې د قریشو فشارونو ته پام ونه کړ، چې هغوی پیغمبر صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی له لارې لرې کاوه. پر مسلمانانو یې هر ډول ظلمونه وکړل؛ خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپلې ثابت قدمۍ ته دوام وکړ او الهي وحی یې ملاتړ کاوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل دعوت کې د کمزورتیا او وس په حالاتونو کې متردد نه شو، تر دې چې دعوت یې نتیجه ورکړه. د هغه صلی الله علیه وسلم دعوت پراخه شو، د یثرب خلکو اسلام ته پخپله غېږه کې ځای ورکړ، ملاتړ یې وکړ او د الله سبحانه وتعالی دین او لومړنی اسلامي دولت یې په مدینه منوره کې تاسیس کړ.

حتی د عقبې په دویم تړون کې موږ وینو چې عباس بن عباده بن نضله پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل: «قسم پر هغه چا چې ته یې په حقه مبعوث کړی یې، که وغواړې سبا به په مینا کې په همدې تورو پر قریشو برید وکړو. پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  

«لم نؤمر بذلك، ولكن ارجعوا إلى رحالكم‏»

ژباړه: د دغه کار امر نه دی راته شوی، له خپلو وسایلو سره بیرته وګرځئ.

هغو کسانو ته په کتو چې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره د جهاد له لارې خلک رابولي، موږ د هغوی تر منځ یو ټکر ونیو چې هغوی د شریعت قاعده ماتوي. په شریعت کې د جهاد تعریف له کفارو سره په جګړه کې له هغو بې حده هڅو  څخه عبارت دی چې د اسلام د بیرغ لوړولو او د الله سبحانه وتعالی د شریعت پلي کولو لپاره تر سره کیږي. دغه جګړه له مسلمانانو سره په جګړه کې نه شاملیږي. موږ وینو چې جهادي سازمانونه د مسلمانو، نامسلمانو د وینو تویولو او د شخصي شتمنیو د تخریب لپاره فتواوو ته پنا وړي؛ د بېلګې په توګه لکه هغه څه چې په مصر کې پېښ شول. موږ مومو چې هلته ځینې د ابن تیمیه په واسطه د تاتاریانو د فتوا ته بیرته راګرځېدو لپاره تیورۍ وړاندې کوي. الله سبحانه وتعالی دې پر دوی رحم وکړي چې دولتي کارکونکي موخه ګرځول روا بولي.

د ستونزو او جګړې تر زغملو وروسته هغوی داسې اعتراف کوي، هغه تګلاره چې دوی یې پیروي کوله، غلطه وه او د وینو تر تویولو او مقدساتو ته تر سپکاوي وروسته لاره پرېږدي. حقیقت دا دی چې څرنګه جاسوسي سازمانونو په ډېرو دغو جهادي سازمانونو کې نفوذ وکړ، هغه که په الجزایر او مصر کې دي او  که په نورو ځایونو کې. استخباراتي سازمانونه د ټروریستي عمل په توګه ناوړه توطیې او جنایتونه کوي. کله چې خلک دغه د وینو سیندونه اوبې ګناه خلکو وژل ویني، نو دې ته هڅول کیږي چې د شریعت د پلي کېدو لپاره له دعوت څخه وتښتي. ځینې د خپلو وژنو د توجیه لپاره داسې حکم کوي، چې مسلمانان مرتد شوي او په وحشیانه وژلو سره یې د خپل ځواک داسې نوښت ښيي، چې نه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دی او نه هم له اصحابو کرامو رضی الله عنهم څخه. الله سبحانه وتعالی دې پر دوی رحم وکړي.

موږ وینو چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې په فتحه کې، کله چې الله سبحانه وتعالی نوموړی د مکې پر خلکو غالبوي، هغه صلی الله علیه وسلم د مکې خلکو ته بښنه کوي او هغوی ازادوي. همدارنګه د شام تر فتحې وړاندې د مسلمانانو خلیفه ابوبکر صدیق رضی الله عنه اسلامي سرتېرو ته امر کوي او فرمایي: 

«لا تخونوا ولا تَغُلُّوا، ولا تَغدِروا ولا تُمَثِّلوا، ولا تقتلوا طفلاً صغيرًا، ولا شيخًا كبيرًا، ولا امرأة، ولا تَعقِروا نخلاً ولا تحرقوه، ولا تقطعوا شجرة مُثمِرة، ولا تذبحوا شاةً ولا بقرة ولا بعيرًا إلا لمأكلة، وسوف تمرون بأقوام قد فرَّغوا أنفسَهم في الصوامع، فدَعُوهم وما فرَّغوا أنفسهم له» 

ژباړه: له حده تېری مه کوئ، خاینان کېږئ مه، د مړو د بدن غړي مه پرې کوئ، نه ماشوم ووژنئ او نه هم سپین ږیری او نه ښځه؛ د خرما ونې نه له منځه یوسئ او نه يې وسوځوئ. مېوه لرونکې ونې پرې نه کړئ. له اړتیا پرته پسونه، غواوې او اوښان حلال نه کړئ. تاسو به داسې کسان ووینئ چې ځانونه یې رهبانیت  ته وقف کړي، هغوی پرېږدي ځکه دوی خپل ځانونه وقف کړي دي.

نو باید د هغو کسانو په اړه څه ووایو چې مسلمانانو ته د کفارو په ویلو کې هېڅ شک نه لري، د مرتد په سترګه ورته ګوري او د وینو تویل، د مالونو غنیمتول او په ناموسونو یې تېری روا بولي؟ هغوی خپل فعالیتونه نه دي پرېښي، تر دې چې له یو بل سره یې جګړه وکړه، په دومره کچه چې پر خپلو وروڼو يې بریدونه وکړل او تر دې وروسته یې د هغوی وینه روا وبلله. 

ایا دا ډول خلک نړۍ ته د رحمت، عدالت او پیغام په توګه د اسلام د رسولو وړ دي؟ په اسلام کې جهاد همداسې وحشت دی؟ په تېر وخت کې هغه هېوادونه چې د اسلام د اردو په واسطه به فتحه کېدل، هغوی د اسلام پر عدالت او رحمت باور درلود او ډلې ډلې د الله سبحانه وتعالی دین ته دننه کېدل. موږ په دغه صحیح حدیث کې وینو:  

«عن أنس أن غلاما من اليهود كان مرض فأتاه النبي صلی الله علیه وسلم يعوده فقعد عند رأسه فقال له أسلم فنظر إلى أبيه وهو عند رأسه فقال له أبوه أطع أبا القاسم فأسلم فقام النبي صلی الله علیه وسلم وهو يقول الحمد لله الذي أنقذه بي من النار»

ژباړه: له انس رضی الله عنه نه روایت دی چې د یوه یهودي زوی ناروغ شو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم يې پوښتنې ته راغی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماشوم سر ته کېناست او ورته ويې ویل چې اسلام ومنه. ماشوم خپل پلار ته وکتل او حیران شو. پلار یې ورته وویل: ابا القاسمه اطاعت وکړه. نو ماشوم اسلام ومانه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم پورته شو او ویې ویل: الحمدالله هغه ماشوم زما په وسیله خپل ځان د جهنم له اوره وساته.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم د جهنم له اوره د ماشوم په ژغورلو ډېر خوښ و، په هغو خلکو کې چېرته دی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم هدایت؟ د مسلمانانو تاریخ شاهد دی، چې د خلافت دولت تاریخ روښانه کړی و او پاڼې یې په مختلفو برخو کې له لاسته راوړنو ډکې وې؛ بېلګه یې رهبري، چارو ته پاملرنه، ساینس، تمدن او داسې نورو دي. د خلافت دولت تر چتر لاندې اسلامي خاورې، د رهبرانو، پوهانو، عدالت او نیکۍ خاوره وه او امت د اسلام په رحمت او عدالت خوښ و.

مسلمانان او نامسلمانان، هغه وخت چې اروپا په جهالت او تیاره دورو کې ډوبه وه، چې د ورته دین خلکو یو بل ووژل، هغوی د تېښتې هېڅ لاره پیدا نه کړه، چې د دوی لپاره پټنځای وي. نو دغه پټنځای او امن د مسلمانانو په منځ کې د اسلامي خلافت له خاورو  پرته په بل ځای کې نه و. کله چې کلیسا په اندلس کې مذهبي څارنه کوله، یهودیانو له اسلامي خارو پرته بل امن ځای پیدا نه کړ. نو هغوی په مسلمانانو کې د ژوند لپاره اسلامي خاروو ته مهاجر شول.

د خبرو په وروستۍ برخه کې، کورکورانه ظلم او تاوتریخوالی د اسلام په پیغام ښه پوهېدو او د شریعت دستورونو په جزیاتو کې نشته او دا د اسلامي دولت د تاسیس لپاره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د تګلارې له دستورونو سره مخالف دي. اسلامي امت یو ځل بیا د یو خورا غوره امت په توګه راګرځي، چې د بشر د ژوند نیکمرغۍ سبب به شي او الهی رحمت او عدالت به حمل کړي.

کله چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سیرت او غوښتنه وڅېړو، نو پیدا به کړو چې د نن ورځې دولتونو څرنګوالی د سترو نظامي ځواکونو پر بنسټ ولاړ دی، چې د وسلوالو ډلو له لارې نه شي واکمنېدی. ښکاره حقیقتونه دا په ډاګه کوي، چې جهادي خوځښتونه په خپله موخه کې بریالي نه شول، لکه څنګه مو چې خبرې پرې وکړې. استخباراتي سازمانونو په ډېرې اسانۍ په دغو سازمانونو کې نفوذ وکړ او له دغو ډلو څخه یې د خپلو موخو لپاره ګټه واخیسته. د صحابه کرامو رضی الله عنهم لږ مادي قوت ته په لاسرسي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم دوی له مادي کړنو منع کول او پر ستره او برخلیک ټاکونکې بریا يې ټينګار کاوه، چې د نوي تاسیس شوي دولت ساتنه وکړی.

زه پخپلو خبرو سره په ښکاره دا مطلب پای ته رسوم. کومه څه چې ما ذکر کړل، دا مانا نه لري چې په هر حالت کې (د جنایتونو د مبارزې په اړه) چې په شرق او غرب کې د کفارو او متحدینو له لوري تر سره کیږي؛ چوپ پاتې شو. د اسلامي امت او اسلامي خاورو پر وړاندې، زموږ د فضایي حریم کنټرول، ابناوو او سیندونو لپاره د ټروریزم په پلمه راټولیږي، چې دا یوازې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د جګړې په مانا دی. له دغو ښمنانو سره د مسلمانو چارواکي مرسته کوي، چې هغوی په جنایت کې ترې کم نه دي. حکام داسې شپون فرض کړئ، چې د خپلې رمې مسولیت لري. دغه وږي لېوان له الله سبحانه وتعالی او د هغه له بندګانو څخه نه شرمیږي، چې  د خپل امت پر وړاندې د کفر له لښکرو سره په ښکاره دکفارو د نفوذ پراخېدو لپاره تړون کوي. موږ وینو چې د مراکش او الجزیرې چارواکي په سوریه کې د صلیبي جګړې له جهنم څخه پناه غوښتونکو فراریانو ته څرنګه سپکاوی کوي. دا همغه څه دي چې اوس یې د اردن، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو چارواکي په شام کې زموږ د وروڼو پر وړاندې تر سره کوي. 

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې