جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغه بايلونکي چې ځانونه ګټونکي ګڼي!
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه بايلونکي چې ځانونه ګټونکي ګڼي!

«په یاد مو وي چې سیاسي اسلام، اسلام نه دی، بلکې یو فکري مکتب دی؛ تندلاری اسلام، اسلام نه دی، بلکې یو فکري مکتب دی. ترهګري له دغو دوو مکتبونو خپل تفسیر اخلي او د دغو درېيو عناصرو مرکز نن په پاکستان کې دی.»

دا د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس امرالله صالح د هغې وینا يوه برخه ده، چې د سرطان په ۲۳مه يې د جمعې په ورځ د افغانستان او منځنۍ اسیا د خبرو اترو په ناسته کې، چې د بامیانو په مرکز کې جوړه شوې وه او تر لسو زیاتو آسیایي او اروپايي هېوادونو، امریکا، ملګرو ملتونو او د ناټو استازو پکې ګډون کړی و؛ په ډېرې بېباکۍ د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې وکړه.

امرالله صالح رښتیا وویل،‎ په داسې حال کې چې نوموړی دروغجن دی؛ ځکه هغه سیاست چې هغه (امرالله صالح)، پاکستان، امریکا او د هغوی سیاسي پلار ماکیاولي تعریف کړی، په اسلام کې ځای نه لري. اسلام هغه دین دی چې د انسان، کایناتو او ژوند د خالق له لوري پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی، چې له مېرمنې سره د خوب له بسترې نیولې تر نړیوالو اړیکو پورې د ژوند په ټولو ډګرونو کې د بشر ټولې چارې تنظيموي. د محمد صلی الله علیه وسلم په اسلام کې د ماکیاولي سیاست، تندلاري او ترهګري نشته او سرچینې يې هم پاکستان، امریکا او اروپا نه، بلکې قرآن، سنت، د اصحابو اجماع او قیاس دي.

امرالله صالح په داسې حال کې پر دغو بېباکانه الفاظو خوله خلاصوي، چې په سیمه کې د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې د امریکا او ناټو د جګړې اورونه لمبې وهي. د مسلمانانو هره اجنډا چې په سیمه کې د امریکا او ناټو ګټې عملاً وګواښي، ترهګري او هره مفکوره چې ګټې يې اوږد مهاله وګواښي، تندلاري نومول کېږي او پر وړاندې يې په بېلابېلو صلیبي اسالیبو ترور او وحشت کوي، چې د دغه جاسوس وروستۍ څرګندونې هم د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د امریکا د مزدورانو د پروپاګندا یوه برخه ده.

امرالله صالح دقیقاً د سیاسي اسلام حقیقت درک کوي، خو دی غواړي چې د دا ډول پوچو څرګندونو له لارې په اسلامي خاورو کې د کفارو د مشرتابه جوړولو په پروسه کې ځان ته لاره پرانیزي. په داسې حال کې چې موږ په وروستۍ يوه نیمه پېړۍ کې تر ده د مخلصو او پياوړو مزدورانو لکه مصطفی کمال اتاترک، جمال ناصر، قذافي، حافظ/بشار اسد، مشرف او… شاهدان وو، چې د ماموریت تر ادا کولو وروسته د تاریخ کثافت دانۍ ته واچول شول. ده ته تر اوسه هم د عبرت او توبې فرصت شته او یوازې عاقلان ترې استفاده کولی شي.

امرالله صالح باید دا درک کړي، چې د ماکیاولي "پولیټيک" د اسلام پر "سیاست" قیاس نه کړي؛ ځکه اسلامي سیاست د انبیاوو او وروسته د خلفاوو دنده ده. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې موږ ته هغه داسې بیان کړې ده:

«كَانَتْ بَنُو إسْرَائِیلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِیاءُ،كُلَّمَا هَلَكَ نَبِی خَلَفَهُ نَبِی، وَإنَّهُ لاَنَبِی بَعْدِی. وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَتَكْثُرُ، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَیعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ، وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ. فَإنَّ اللّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ» (رواه مسلم)

د بني اسرایيلو سياست (رهبري او اداره) د پيغمبرانو په واک کې وه. کله به چې کوم پيغمبر وفات شو، بل به يې ځایناستی کېده؛ خو له ما وروسته بل پيغمبر نشته، بلکې خليفه ګان به وي او هغه به ډېرېږي. وويل شول: په هغه حال کې موږ ته پر څه امر کوې؟ ويې ويل: پر لومړي او بیا لومړي بيعت وفا وکړئ او حق يې پرځاى کړئ. بېشکه الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د هغه څه پوښتنه کوي چې ورباندې ګومارلي يې دي.

له همدې امله سیاست په اسلام کې د اسلامي احکامو او افکارو پر اساس د بشر د ژوند د چارو رهبري، تنظيم او سرپرستي ده. مګر د کفارو پولیټيک د قدرت د تر لاسه کولو، ساتلو او عملي کولو هنر دی، هغه عمل چې په اسلام کې قطعاً حرام دی.

د دا ډول څرګندونو خطر اصلاً اسلام ته متصور نه دی، خو د فکري انحطاط په دغه وخت کې زیات ساده خلک شته، چې مخلصانه د دغه ډول روبیضاتو (احمقانو) له څرګندونو څخه اغېزمن او بالاخره ګمراه کېږي. هغوی باید دا درک کړي چې د دغو اسلام ضد او کفر پرورو عناصرو اساسي هڅه او هاند پيسې، مقام او منصب لاس ته راوړل دي. له دې امله په ځينو فرصتونو کې داسې عجیبې او غریبې څرګندونې کوي، چې وروستۍ بېلګه يې محمد محق و، چې په خپلو دا ډول اوتو بوتو يې ځان د ټولنيزو او فرهنګي چارو په برخه کې د جان کيري د ولسمشر د مشاوریت مقام ته ځان ورساوه. دا هماغه د جهنم په لور دعوتګران دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حذیفه بن الیمان په حدیث کې له دوی څخه موږ ته خبرداری راکړی دی او فرمايي:

«… دعاةٌ على أبواب جهنم من أجابهم إليها قذفوه فيها، قلت: يا رسول الله صفهم لنا، قال: هم من جلدتنا، ويتكلمون بألسنتنا …» (رواه البخاري)

د دوزخ پر دروازو به داعیان وي، چې هر څوک يې پر هغه لور دعوت ومني، ورلوېږي. ومې ويل: یا رسول الله د دوی صفت موږ ته بیان کړه، ویې فرمایل: هغوی به زموږ له جنسه وي او زموږ په ژبه به خبرې کوي.

په پای کې د الله سبحانه وتعالی دا قول د ده او د ده په څېر نورو د دا ډول اعمالو د مصداق په موخه در په يادوم چې فرمايي:

﴿قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالاً (۱۰۳) الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً (۱۰۴)﴾

(كهف سوره)

ژباړه: اې پيغمبره! ووایه: ایا تاسو له خورا زیانکارو خلکو خبر نه کړم؟ هغوی هغه کسان دي چې هڅه او هاند يې (د عقیدې او باور د تباهۍ له امله) په دنیوي ژوند کې بېځایه ځي او خپله انګیري چې په خورا ښه ډول نېک کار کوي او (طاعت، عبادت او چټل سیاست يې د ژغورنې لامل کېږي).

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې