پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پوتین یو ځل بیا له خلافته و وېرېد
بسم الله الرحمن الرحيم
پوتین یو ځل بیا له خلافته و وېرېد

(ژباړه)

د)  ۲۰۱۷م( کال د جون پر ۱۲مه، د امريکا تفریحي تلویزوني شبکې «Showtime» څلورمه مستنده برخه ”د پوتین مرکې“ تر نامه لاندې خپره کړه، چې دا برخه په لوېديځ کې د امریکايي نامتو فلم جوړونکي اولیور سټون «Oliver Stone» له لوري جوړه شوې وه. په همغه وخت کې نوموړې مرکه د چينل ون «Channel One» روسي دولتي تلویزوني شبکې له لارې نندارې ته وړاندې شوه. د ( ۲۰۱۷م) کال د جون پر ۱۵مه، د روسي رسنيو تر څنګ د کریملین بهرنیو رسنیزو شبکو لکه «نن روسیې» او «سپوټنیک» له لارې خبر خپور شو، چې پوتین اولیور سټون ته ویلي وو، چې مسکو به هیڅکله هم روسیې ته اجازه ورنه کړي، چې خلافت شي.

که څه هم، په رسمي توګه نوموړی فلم د واقعي او بې طرفه استناد  ادعا کوي، خو تردې دمه د فلم کره والی او پوتین ته د لیکوال بشپړه وفاداري هر چا ته څرګنده شوه. د فلم په درېیمه برخه کې سټون له پوتین څخه د سوريې په پوځي عملیاتو کې د روسي هوايي ځواک د برخې اخیستنې لاملونو په اړه و پوښتل. پوتين په ځواب کې وويل: «دوی به له سهیلي اروپا څخه تر مرکزي آسيا پورې خلافت رامنځته کړي، چې دا تر ټولو ستر خطر دی». دې خبرې د خبريال ږغ د صحنې  تر شا پر پرده  منعکس کړ. دوی د نړۍ د نقشې پر مخ د تورې پراخې سیمې په څېر را څرګندېږي. د خلافت لمن له استثنا پرته ټولو مسلمانو هیوادونو ته غځیږي او تر پیرینین، اپینین او د بالکان تر ټاپووزمو پورې رسیږي.  د دې تر څنګ، د خلافت شمالي سرحدونه یې په فلم کې داسې انځور کړل چې د مرکزي اسیا په سیمه کې په مستقیم ډول له روسيې سره څېرمه پوله لري. په پايله کې، د مرکې نیمه برخه په سوریه کې د روسیې خونړیو عملیاتو ته ځانګړې شوې وه او پوتين په درېيمه برخه کې خپلې خبرې په دغو الفاظو پای ته ورسولې: « تاسو پوهيږئ د نړۍ هيڅ دین د شر سرچینه نه شي کېدای. په اسلام کې ډيرې زیاتې ډلې او تقسیمات شته، چې دوې اصلي ډلې يې شيعه او سني دي. موږ وينو چې تر اوسه د دوی دواړو تر منځ ډېر ژور توپیرونه شتون لري. سره له دې، زه پر دې باور لرم چې يوه ورځ به دوی پر دغو توپیرونو لاس بري شي یا به مسکو د خلافت یوه برخه شي». اولیور سټون د ټوکې په ډول وویل: «ښه، موږ به دې ته اجازه ور نه کړو. په هر حال، پوه شه چې واشنګټن ښايي د خلافت برخه نه شي.» پوتین په احمقانه ډول و خندل.

په ښکاره ډول، د خلافت په اړه د دوی  څرګندونې، د خلافت نقشې د پراخوالي اړوند مسلسله ویډیو، چې د عصري اروپا سیمه هم پکې ګډون لري ( هغه خاوره چې یو وخت تر اسلامي حاکمیت لاندې وه) او د سټون بې خندا ټوکه، دا ټول هغه څه دې چې د کریملین په پلوۍ یو بشپړ څرګند تبلیغاتي پیغام وړاندې کوي، چې پوتین له راتلونکي خلافت څخه د نړۍ ساتنه کوي.

له يو طرفه د( ۲۰۱۸م) کال د ټاکنیزو نوماندۍ پر مهال، پوتين روسي وګړي له خلافته وېرول، ځان یې د اړتیا له مخې د ۶ نورو کلونو لپاره پر چوکۍ د پاتې کېدو په پلمه مستحق ګاڼه او د سوریې په جګړه کې يې د نوي قربانیانو له حقونو څخه د دفاع لپاره ځان ته حق ورکاوه. د ده دا چل بریالی شو، د بېلکې په توګه د روسي پیلوټانو څخه د یو پلار په سوریه کې ووژل شو، د هغه د زوی په مړینه کې يې داسې وینا وکړه: « دی په داسې حال کې مړ شو چې وسله په لاس د خپلې پلرنی خاورې څخه یې دفاع کول، ترڅو دغه تور میکروب موږ ته سرایت و نه کړي، له دې امله موږ نه غواړو چې بورقه په سر کړو او هر څلور ساعته دعا وکړو. » له همدې امله روسان پوتین ته له خلافت څخه د نجات ورکوونکي او ژغورنکي په سترګه ګوري.

له بله طرفه په ځانګړي ډول نوموړی فلم په بهرنیو مرکزونو کې خپرېدو ته په پام کې نیول شوی و، چې فلم غربي مخاطبانو دواړو (سیاسي مخورو او عامو خلکو) ته یو مهم پیغام درلود. پوتين غواړي د اوسنۍ نړۍ له سترو قدرتونو څخه یو وي او د بهرنیانو له بندیزونو څخه لرې او خپلواک وي. پوتين په دې ډول اروپايانو ته وويل: «موږ ګډ دښمن لرو، له مخالفت څخه باید لاس واخلو.» سره له دې چې ټول فلم د پوتین او لیکوال دواړو له خوا مسلمانانو ته له کرکې څخه ډک پیغام درلود. پرته له شکه، له فلم څخه موخه په لوېديځ کې د ازادۍ د ارزښتونو او بهیرونو راټيټول او مايوسه کول وو، چې د امریکا د انتخاباتو پر پایلو يې د ټرمپ په بریا کې او په اروپا کې د ملتپالو په ځواکمن کېدو کې رغنده رول درلود. له هغه چا څخه مننه چې پوتين یې په لوېديځ کې زیات مشهوره کړ، په ځانګړې توګه له سټون څخه چې مخکې یو سخت لبرال کس، يو ځل بيا یې د شوروي مخالفینو سره همدردي ښکاره کړه او نن ورځ د پوتين د یو تبلیغاتي کس په څېر بدل شو. پوتين د یوې منظمې او څرګندې  مفکورې له مخې د سیالې امپرالیسټي مشرې امریکا څخه د داسې احترام وړ موقف په لټه کې دی. دغه موقف په ښکاره ډول د  Oscarجایزې ګټونکي فلمي ډایریکټر لپاره په زړه پورې دی. په رښتیني توګه، پوتین د هغو کسانو په څېر یو کس دی، چې الله یې يادونه کړې:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِن لَّا يَشْعُرُونَ

(البقره:۱۱-۱۲)

کله چې هغوی ته و ویل شول، پر مځکه فساد مه کوئ، نو هغوی و ویل: یقینا موږ خو اصلاح را وستونکي یو. پام کوئ! په حقیقت کې همدوی فساد کوونکي دي، خو شعور نه لري.

د یادونې وړ ده چې د پوتین دا لومړی ځل نه دی، بلکې مخکې یې هم د خلافت یادونه کړې. په ( ۲۰۰۴م) کال کې، د هغه د واکمنی پر مهال، کله چې ده غوښتل په هیواد کې د خپلې واکمنۍ ځواکمنتیا ثابته کړي او سیاسي زور وښيې، نو له یوې روسي تلویزوني شبکې سره یې په مرکه کې وویل: « په هر صورت، د دوی  موخې په نړیواله سطحه ډېرې مهمې دي، د مثال په توګه د خلافت په رامنځته کېدو کې. زموږ لپاره دا واقعي، منفي او نه منونکي پایلې دي. په اصل کې د دوی دا موخه، زموږ لپاره  د هیواد په سهیل کې د  لویو سیمو د لاسه ورکولو او د ټول دولت د احتمالي بې نظمۍ په مفهوم ده.»

ښه، پوتینه، مسلمانان به په حقیقت کې خلافت بیا را ژوندی کړي؛ خپل هغه رښتینی دولت به را ژوندی کړي چې روسیه، امریکا یا بل هغه څوک به پرېنږدي چې د مېرمنو، زړو خلکو او ماشومانو پر سرونو مو بمونه پرته له جزايي مسولیته را اورول. وخت به راشي، د هغه خطر په اړه ستاسو ناوړه دروغ به څرګند شي، چې د نړۍ د خالق د دین له لوري تاسو ورسره مخ کیږی. روم او سپینه ماڼۍ به زموږ وي او ته، پوتینه، د دغه ژوند د تاریخ په تورو تیارو کې به تباه شې. ستا په شان قاتلان به هم ستا له برخلیک سره مخ وي او د اخرت په ژوند کې هر مجرم ته سختې سزاګانې ساتل شوې.

لیکوال: ایلډر خامزین

د حزب التحریز د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د الرایه جریدې د ۱۳۸ مې ګڼې لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې