پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا جنګي پروژه او د اسلامپالو سياستوالو برخلیک
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا جنګي پروژه او د اسلامپالو سياستوالو برخلیک

څه د پاسه ۱۶ کاله کېږي چې افغانستان د «تروریزم» تر نامه لاندې، له اسلام او مسلمانانو سره د امریکا او ناټو د جګړې په لمبو کې سوځي. له يرغلګرو سره د ستراتيژيک او امنیتي تړون له لاسليک وروسته، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې دغه پلیده جګړه د مسلمانانو په وينو پر مخ بېول کیږي؛ ځکه د سترو نړيوالو سياسي لوبغاړو لپاره افغانستان حیاتي او ستراتيژیک اهمیت لري. افغانستان د جنوبي، منځنۍ او لويديځې آسیا په منځ کې تر ټولو لوړه سیمه ده، چې د چین او روسيې په ګډون د پراخو سيمو د تهديد او پر هغوی د واکمنۍ لپاره د یوه پیاوړي او ستراتيژیک موقعیت حیثیت لري، چې د پخوا په څېر اوس د امريکا او ناټو له خوا اشغال شوی دی.

که څه هم امریکا او ناټو افغانستان د غوره حکومتولۍ، بشري حقونو، مدني بنسټونو، د افغانانو د ژوند د سطحې د لوړولو، پرمختګ، امنيت او سوکالۍ تر شعارونو لاندې اشغال کړ؛ مګر د دې برخلاف امریکا د ستراتيژیک او امنیتي تړون له لاسلیکولو وروسته افغانستان په سيمه کې د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره د يوې جنګي پروژې په توګه کاروي.‌ درېیمه دوره ډیموکراتيکې ټاکنې په لوی لاس له ناورین سره مخ شوې او شته حکومت یې له هغه نیمګړي ډیموکراتیک مشروعیت څخه راوغورځاوه. پارلماني ټاکنې د امنيتي او مالي ستونزو له امله ترسره نه شوې او پخواني پارلمان د نامشروع حکومت د فرمان له مخې خپل کار ته ادامه ورکړه.

د هېواد په داسې ناوړه شرایطو کې امریکا خپل نامشروع حکومت ته پر واک باندې د ولکې ټينګولو شین څراغ ورکړی او اشرف غني پر امنیت شورا، د ملي تدارکاتو پر کميټې، اقتصادي کمېټې، اداري اصلاحاتو پر کمیسيون او نورو برخلیک ټاکونکو دولتي ارګانونو خپلې پانګوالي منګولې ټينګې کړې دي. بل پلو په حکومت کې د وړ او ځوانو استعدادونو او تکنوکراتانو د ځای پرځای کولو تر نامه لاندې یې ټول هغه اسلامپال عناصر په تدريجي ډول له واکمنۍ څخه ګوښه کړل، چې پخوا يې د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کړې وه او د افغانستان په اشغال کې يې له صليبي يرغلګرو سره د هغوی د ځمکنيو ځواکونو رول ادا کړی و او ځانونه يې د کمونیزم او «تروریزم» د ماتولو یعنې جهاد او مقاومت قهرمانان ګڼل. آن تر هغه چې څو ورځې مخکې د بلخ والي عطا محمد نور د ګيلې په ډول اعتراف وکړ، چې امریکا موږ د پيپسي د بوتل په څېر وکارولو او له پيپسي څښلو وروسته يې ايسته وغورځولو.

امریکا د خپل لاسپوڅي حکومت په واسطه د دغو اسلامپالو له ګوښه کولو وروسته يو شمېر نورو اسلامپالو ته د سولې د پروسې له لارې یو لړ امتيازونه ورکړل او هغوی يې د مستقيمو او غير مستقيمو لارو چارو پر مټ د شته نامشروع حکومت ملاتړ ته چمتو کړل. مګر هغه څه چې په افغانستان کې د امریکايي سياست له بهیر څخه په څرګند ډول ثابتېږي او هغه يوازې زموږ خبره نه، بلکې خپله د افغانستان په چارو کې د بوش د ادارې د ځانګړي استازي او امریکايي سفير زلمي خليلزاد په کتاب «استازي» کې هم په څرګندو ټکو کې لوستلای شئ؛ چې هغوی څنګه په تدريجي ډول غرب پلوي تکنوکراتان د مجاهدينو یا د دوی په ژبه د جنګسالارانو پرځای تر واکه ورسول. نو د سولې له لارې د دغو نوو راغلو مجاهدینو برخلیک هم له تېرو ښاغلو څخه غوره نه دی؛ ځکه د غربيانو له لیدلوري د دوی یوازینۍ ګناه داده چې مسلمانان او اسلامپال دي. د هغوی د دغې کرکې په اړه الله سبحانه وتعالی په قرآن کې لا له وړاندې موږ ته داسې خبرداری راکړی دی:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالاً وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ (آل عمران: ۱۱۸)

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! له خپلو ځانو پرته بل څوک مو د رازونو محرم مه ټاکئ، هغوی ستاسو په حق کې له هېڅ راز شر او فساد څخه ډډه نه کوي. هغوی ستاسو د رنځ او زحمت هيله په «زړونو» کې لري او «تل د دې انتظار کوي». د هغوی د دښمنۍ «نښې» د هغوی له خولو څخه څرګندې او ښکاره دي او هغه څه چې په زړه کې لري، تر دې ډير زيات دي «کوم چې دوی يې څرګندوي». موږ هغه نښې چې «له امله يې دښمن له دوست څخه پرې وپېژنئ» تاسو ته بيان کړلې، که تاسو د تعقل «تفکر» اهلیت ولرئ.

حال دا چې موږ له ۲۰۱۱م کال را په دېخوا دغو اسلامپالو ته په وار-وار د دغه ناوړه برخلیک خبرداری ورکړی و او د قرآن او سنتو په رڼا کې مو ورته له اخلاصه ډک نصیحت کړی و. مګر هغوی د یرغلګرو موقتي امکاناتو، پُست او چوکۍ ته ترجیح ورکړې او زموږ مخلصانه نصیحت ته يې شا کړې، تر هغه چې نور دوی له هغه زور او ځواک څخه شړل شوي، چې د اسلام او مسلمانانو لپاره کوم داسې څه ترسره کړي، چې د ټولنې د مثبت او اسلامي تغيير په پروسه کې مفید واقع شي. نو هيله ده چې پاتې اسلامپال د تېرو اسلامپالو له برخليک څخه پند واخلي او د سبا پرځای نن چې وړتيا او قدرت يې لري، د بنسټيز اسلامي بدلون لپاره مټې را بډوهي.

ټول هغه عناصر چې د واک له ګدۍ څخه شړل شوي، اوس یې د سیاسي ايتلافونو په جوړولو پیل کړی، چې د دغو ایتلافونو شمېر هم نژدې لسو ته رسیږي. د هغوی ټولو مشترک درد د افغانستان له واکمنۍ څخه شړل کېدل دي او هڅه کوي چې د دغو ایتلافونو له لارې یو ځل بيا واکمنۍ ته ورداخل شي. مګر دا تر هغه ناممکنه ده، ترڅو چې هغوی په سياسي ډګر کې يوازې پر سیکولریزم عقیده ولري او د هماغه مفکورې پر بنسټ سیاسي عمل وکړي. نو کېدای شي، يو شمېر هغه شړل شوي چې لا تراوسه ځوانان دي، په فساد او ټوپک سالارۍ نه دي تورن، یو ځل بيا په دې شرط د واک پر ګدۍ کينول شي؛ چې هغوی باید له خپلو زړو فکرونو لکه «اسلام، جهاد، شریعت او …» له یاده وباسي او د يوه سوچه سیکولر سیاستوال په حیث واک ته ورګډ شي.

بل خوا دا يو کره حقيقت دی، چې افغانستان په سيمه کې د امريکا نظامي پروژه ده او په داسې جګړه ییز حالت کې ستونزمنه ده، چې په افغانستان کې دې ډيموکراتيکې ټاکنې ترسره شي؛ ځکه تر ۴۰٪ ډېره خاوره د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده. لکه څنګه چې په پخوانيو ټاکنو کې به يې د رایو صندوقونه د ولسواليو په مرکزونو کې ډکول، دا ځل په هغو سيمو کې د دغه ډول ډیموکراتیک جعل او تزویر امکان هم نشته. نو لومړی د ولسوالۍ شوراګانو او پارلمان ټاکنې ناممکنې دي او که هغه ترسره نه شي، د جمهوري ریاست ټاکنې هم له امکان څخه لرې برېښي. له دې ټولو سره-سره د پارلماني ټاکنو د نېټې، د برېښنايي تذکرو د وېش او د ټاکنو په کميسيون کې د اصلاحاتو هڅې یوازې د عامه افکارو د غولولو له هڅو پرته بل څه نه دي. له همدې امله ټولو ګوښه شوو افغان سیاستوالو دا درک کړې، چې په دا ډول شرایطو کې ټاکنې له امکانه لرې دي. نو له اشرف غني سره يې پر سياسي مخالفت لاس پورې کړی دی.

له دې سره-سره امریکا د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي هم په سيمه کې له خپلو ستراتيژيکو موخو سره تړلې اعلانوي، نو دا ټول د افغانستان د کړکېچ پر لا خونړي کېدو دلالت کوي؛ ځکه امریکا غواړي د افغانستان د نظامي پروژې له لارې د چين او روسيې په ګډون په سيمه واکمنه شي او له دغه ځايه سيمې ته ناآرامۍ صادرې کړي. خو د امريکا د دغه هوډ په مقابل کې چین، روسيه او د سيمې هېوادونه هڅه کوي، ترڅو جګړه د افغانستان له پولو څخه بهر نه شي او بايد خپله په افغانستان کې امریکا او ناټو ماته شي. چې دغه واقعيت افغانستان د ګټو د تقابل پر مرکز بدل کړی دی. بل پلو د افغانستان د جګړې د خصوصي کېدو طرحه هم د سپينې ماڼۍ مخې ته پر مېز پرته ده او هره ورځ نوي امريکايي ځواکونه هم افغانستان ته راروان دي او ورځ تر بلې د طالب، داعش او د هغو تر نومونو لاندې د امنيتي کمپنيو په واسطه د ولسي وګړو د وينو تويولو پروسه هم خپل اوج او وروستي شدت ته رسېدلې، چې دا ټول دا ثابتوي چې امريکا له افغانستان څخه د نظامي پروژې په توګه ګټه اخلي.

نو د افغانستان د کړکېچ دغو شرایطو ته په کتو سره امریکا ته اړينه ده، ترڅو ګوښه شوي، متنفذ سیاستوال د راتلونکو ټاکنو لپاره پر کاذب چمتووالي بوخت وساتي او عام ولس ته هم تشې او دروغ هيلې را وپنځوي. امریکا د دې له ويرې چې له دغو شرایطو څخه د امریکا نابودۍ ته ناست هېوادونه ګټه پورته نه کړي او په دغو ګوښه شوو ناراضه سیاستوالو باندې پانګونه ونه کړي، له همدې امله په دې وروستيو کې د سي ای اې مشر او د امریکا د بهرنيو چارو هغه مرستیال وزير چې د جنوبي آسیا د چارو دنده پر غاړه لري، افغانستان ته راغلل، ترڅو د حکومت له سياسي مخالفينو او افغان حکومت سره وګوري. هغوی له مخالفينو څخه د ملي وحدت د حکومت بديله او د ډېرو اړخونو له خوا متفق علیه طرحه وغوښته. هغوی هم د ډېرو اړخونو سره په همغږۍ خپله طرحه دغو لوړپوړو امریکايي چارواکو ته وسپارله. د طرحې له ترلاسه کولو وروسته د سي آی اې مشر او مرستيال وزير هغوی ته د خپلې طرحې د تبلیغ او ترویج شين څراغ ورکړ، ترڅو د خپلې دغې طرحې د بریاليتوب لپاره کار وکړي. نو هماغه دي چې نن سبا هغوی په زغرده په رسنيو کې پر دولت نيوکې کوي‌ او آن کېدای شي په نژدې راتلونکې کې يو شمېر دولتي کسان د دغو ایتلافونو له امله په دولت کې استعفاګانې پیل کړي. مګر دغه شين څراغ هم په افغانستان کې د امریکا په نظامي تګلاره کې بدلون نه راولي، بلکې د هغوی د غولولو او عامه افکارو ته د تشو هيلو د ورکولو په موخه یو سیاسي اقدام دی او بس.‌

نو دغو شرایطو ته په کتو نور باید دغه ۱۶ کلن غولول شوي سياستوال د امریکا په لمسون خپل ولس ونه غولوي؛ ځکه نور ولس د امریکا او د هغوی د لاسپوڅو پر غولوونکو شعارونو باور نه کوي. ولس تر دغو چارواکو ويښ دی او ټول عامه فکر د امریکا او  جان کيري د دولت خلاف دی. دغه سياستوال که د اسلام او ایمان ادعا لري، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپېڅلې وينا له مخې «مومن باید له یوې سوړې څخه دوه ځله ونه چيچل شي.» مګر بدبختانه هغوی د منافقانو په څېر هر کال یو او يا څو ځله د کفارو سره د دوستۍ په فضا کې سخت غولول کېږي او له هماغه يوې سوړې څخه په وار-وار چيچل کېږي. هغوی ته په دنيا کې دا ډېر د شرم ځای دی، چې د واکمنۍ او قدرت پرمهال د اسلام له برخلیک ټاکونکې قضيې څخه ملاتړ ونه کړي او آن یو شمېر يې د غربي مشاورينو په لارښوونه د اسلام پر ضد سياست کوي. کله چې له واکه لرې شي، نور دومره ذلیل او ناتوانه شي چې د اسلام څخه څه چې د ځان د دفاع وړتيا هم نه لري. په داسې ضعف او ذلت کې د بنسټیز تغيیر لپاره د اسلامي دعوت لپاره هم هېڅ مرستندوی نشي واقع کېدای، نو همدا ده چې په دنيوي ژوند کې د انسان د خلقت د موخې ابتلا «الهي آزموينې» په بهیر کې ناکام ثابتېږي. دا هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی د یوه انسان اصلیت خپله انسان او نورو انسانانو ته افشا کوي، ترڅو د اخروي ژوند دايمي ټاټوبی يې ورمعلوم کړي.‌ نو د ابتلا «الهي آزموينې» دغه بهیر ته په کتو سره تر اوسه دا چانس لري، چې له خپلو ناوړه اعمالو څخه توبه وباسي او په خپل فکر، عمل او ټولو امکاناتو سره د اسلامي حاکميت او اقتدار د رامنځ ته کولو لپاره کار او زيار وباسي. هغه مهال لرې نه ده چې د امت په دغه فاسد حالت کې د صحابه وو په څېر ستر اجر او په جنت کې لوړ مقامونه ترلاسه کړي.‌

هادف

Last modified onچهارشنبه, 16 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې