سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
يرغلګر او وسله وال مخالفین د روانو خونړيو بريدونو د شدت له امله څه غواړي؟!
بسم الله الرحمن الرحيم
يرغلګر او وسله وال مخالفین د روانو خونړيو بريدونو د شدت له امله څه غواړي؟!

د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د ټرمپ د ستراتيژۍ له اعلان وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه د تېر په پرتله څو ځله زيات شوي دي. په تېرو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې ټول څه باندې درې زره او دوه سوه بمونه او توغندي کارول شوي چې د تېرو دوو کلونو له ټولې اندازې هم زیات دي. د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه له خوا د خپرو شویو ارقامو له مخې، د امریکا هوايي ځواک یوازې په تېر سپټمبر کې د طالبانو او داعش ډلو پر مرکزونو ۷۵۱ بمونه او توغندي غورځولي، په داسې حال کې چې دا اندازه په اګسټ میاشت کې د دې نیمايي وه. د دغو بريدونو په ترڅ کې ملکي تلفات هم ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي. بل پلو د مخالفو وسله والو بريدونه په ټول افغانستان کې په بې ساري توګه ډېر او پياوړي شوي دي، چې د دغو بريدونو د وروستي موج له امله په ډېره لنډه موده کې سلګونه ملکيان وژل شوي او ټپي شوي دي.

د دغو بريدونو عاملين دولت او وسله وال مخالفين دواړه د يو او بل پر وژلو وياړي او د هغوی د وژل شوو شمېرې په اعلاميو، مطبوعاتي کنفرانسونو او رسنيو کې د يو او بل پر ضد کاروي. د بېلګې په ډول د لاسپوڅو کور ارګ او يرغلګر قاطع ملاتړ  دواړه د مخالفینو وروستۍ حملې د جګړې په میدان کې د هغوی ماتېدل ګڼي. په داسې حال کې چې دواړه لوري افغان دولت او وسله وال مخالفين، افغانان او مسلمانان وژني. هغوی د پرديو د ناوړه ګټو او موخو لپاره دغه جګړه ګرمه کړې ده. امريکا او ناټو د خپلو ستراتيژيکو، سيمه ييزو او استعماري موخو لپاره د افغان دولت او په غير مستقيم ډول د داعش ملاتړ کوي.

په دې اړه د روان لمريز کال د ميزان په ۲۷مه له امريکا غږ سره د زلمي خليلزاد مرکه د پام وړ ده. نوموړی پخوا په افغانستان او عراق کې د امريکا سفير و، مګر په دغه مرکه کې يې کټ مټ د داعش د وياند رول لوبولی او ويلي يې دي چې داعش له څه مودې راهيسې د نورو ځايونو په لټه کې دی، افغانستان او مرکزي آسيا له هغو نقطو څخه دي، چې نوموړې ډله يې تر نظر لاندې لري. نوموړی زياتوي چې داعش ډله د داسې سيمو په لټه کې ده چې د حکومت له ادارې وتلې وي او «په افغانستان کې داسې سيمې شته چې په دوامداره توګه د دولت تر ولکې لاندې نه دي». هغه د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره د امريکا له نوې ستراتيژۍ څخه دفاع وکړه او ويې ويل چې د هغې د ښه عملي کولو په ترڅ کې به په افغانستان کې د داعش ډلې مخه ونيول شي.

په مقابل اړخ کې طالب وسله وال د امريکا، افغان دولت او داعش پر وړاندې له روسيې، ايران او پاکستان څخه وسلې او مالي امکانات ترلاسه کوي، ترڅو په سيمه کې د داعش د پياوړي کېدو مخه ونيسي او په افغانستان کې د امريکا او ناټو اوسنی موقف وننګوي.

په داسې دردونکي وضعيت کې بيا د ښکېلاکګرو هېوادونو ترمنځ د استعماري ګټو تنظيموونکی سازمان «ملګري ملتونه»او په کابل کې د هغوی دفتر يوناما چې د افغان مسلمانانو پر وړاندې د کفارو د جګړه ييز ماشين د رواني جګړې د پرمخ وړلو سازمان دی، د افغانانو تلفات شميري او وخت پر وخت له جګړه مارو اړخونو څخه تشې اخلاقي غوښتنې کوي، ترڅو د جګړې په ډګر کې ملکيان په نښه نه کړي. حال دا چې دواړه اړخونه تر خپلو نظامي موخو څو برابره زيات ملکيانو ته ځاني او مالي زيانونه اړوي او په ډېر وحشت سره سپين ږيري، ښځې او ماشومان وژني. يرغلګر او افغان دولت د خپلې دروغجنې «بشري حقونو» د ادعا او وسله وال مخالفين د اسلام د جګړه ييزو اخلاقو پر بنسټ عمل نه کوي. دوی ټول د مسلمان انسان د وينې تږي دي. اصلاً دا هرڅه د غربي فکر او فرهنګ پر ضعف دلالت کوي، ځکه هغوی ته د انسانانو تر وينو خپلې استعماري او پانګوالي ګټې مهمې دي.

د مسلمان وژنې په دغه لړۍ کې د جان کيري دولت چې زموږ په مسلمانه ټولنه کې يې د غربي فرهنګ او نظام د ټينګولو په موخه ژورو هڅو ته مټې بډوهلې دي، له دغه ناوړه حالت څخه په افغان ځواکونو کې د اصلاحاتو لپاره ګټه اخلي، ترڅو د افغانستان وسله وال ځواکونه له ټولو هغو عناصرو څخه پاک کړي چې د پخوانيو رژيمونو «کمونیستانو او مجاهدينو» پاتې شوني بلل کيږي. اشرف غني دغه ناوړه امنيتي حالت په امنيتي ځواکونو کې د ضعيفې رهبرۍ او نظامي کدرونو نشتوالی توجيه کوي او له دې لارې په وسله والو ځواکونو کې د اصلاحاتو لپاره لاره اواروي.  

دې ته ورته افغان حکومت د يرغلګرو او خپلو جنايتونو د توجيه لپاره ځان له شلو څخه له زياتو تروریستي ډلو سره په جګړه کې ښکېل ګڼي. په داسې حال کې چې دغه ټولې ډلې د امريکا د څه د پاسه يوې نيمې لسيزې په اوږدو کې د بېلابېلو استخباراتي کړيو په واسطه جوړې شوې دي. همداراز افغانانو تر دې مخکې د فرقه يي او مذهبي جګړې څرک لا نه دی ليدلی، مګر نن دغو خبيثو پانګوالو او د هغو لاسپوڅو، افغانان د مذهبي جګړې پر پوله درولي دي، که له جګړې څخه د افغانانو ستړيا او د ځينو کورنيو او مسلمانو اړخونو ويښوونکی احساس نه وي، ډېر ژر ده چې افغانستان به د يمن په څېر په ناروا مذهبي جګړه کې هم ښکېل کړي.  

په ټوله کې لکه څنګه چې ټرمپ د افغانستان لپاره د امريکا ستراتيژي د جنوبي آسيا لپاره د ستراتيژۍ سره يوځای اعلان کړه، افغانستان هم په سيمه کې د چين او روسيې پر وړاندې د امريکايي نظامي اډې په توګه کارول کيږي. ترڅو له يوې خوا امريکا تر کور دننه بېلتون غوښتونکي او تجزيه شوي افکار او احساسات بهرنيو تهديدونو ته ورواړوي او له بلې خوا د چين پراخېدونکی اقتصادي، سياسي او نظامي نفوذ محدود کړي، ترڅو له روسيې سره تر دې زيات نژدې نشي او د چين اقتصادي ځواک له روسي بين المللي سياسي تجربې سره د امريکا او ناټو پر وړاندې ګډ عمل ونه کړي. له دې سره-سره امريکا غواړي د منځنۍ آسيا هايدرو کاربني زېرمو ته ځانونه ورسوي او روسيه مجبوره کړي، ترڅو د امريکا پر مدار کې و چورليږي. له همدې امله د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له امله هڅه کوي، ترڅو د افغانانو پردي ضد احساسات په خپل منځي شخړو متمرکز کړي. هغوی لارورکي کړي، ترڅو د اساسي دښمن په اړه اصلاً د فکر کولو وخت ونه مومي. په دوامداره توګه د طالب، داعش، پاکستان، ايران، سني، شيعه، پښتون او تاجک په اړه فکر وکړي او په پايله کې د امريکايي شتون د يوې اړتيا په توګه قبول کړي.

د بېلابېلو اړخونو په اړه د پورتني وضاحت په رڼا کې دا ثابتيږي چې د دغو خونړيو بريدونو له لارې افغانستان د سترو استعماري ځواکونو تر منځ د تقابل پر ډګر بدل شوی او په جګړه کې ټول دخيل افغان اړخونه يوازې د خپلو بادارانو د ګټو د خونديتوب لپاره جګړې ته دوام ورکوي. هغوی زموږ پر وينو د پرديو جګړه پر مخ بيايي. په داسې ناروا جګړه کې هېڅ لوري ته تمه نشته چې د برياليتوب پر مهال به د افغان مسلمانانو شته امنيتي، اقتصادي او سياسي ستونزې حل کړي. بلکې هر افغاني اړخ چې پر حکومت واکمن وي، هغه به د امريکا، چين، روسيې، پاکستان او يا ايران ګوډاګی وي.

په داسې وضعيت کې د افغانستان مسلمانانو ته اړينه ده، چې د هغه نظام د تاسيس لپاره مټې راونغاړي، چې هغه د دوی د اسلامي عقيدې څخه سرچينه اخلي او د داسې مخلصو کسانو پر لاس يې د بنسټ ډبره کېښودل شي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سيرت او سنتو  روزل شوي وي او يوازې پر اسلام عمل کوي. داسې نظام چې يوازې د اسلامي امت له خپل فکري، بشري، اقتصادي او نظامي ځواک څخه يې سرچينه اخیستې وي. داسې ځواک کولای شي چې افغانستان او د اسلامي نړۍ ټولې هغه خاورې چې د يرغلګرو د ناوړه رقابتونو ميدانونه ګرځېدلي دي، د همېش لپاره د ښکېلاکګرو له رقابتونو څخه خلاص کړي. هغسې نظام يوازې د افغانستان يا بلې اسلامي خاورې په ملي پولو کې نه شي رامنځ ته کېدلی، بلکې داسې نظام ته بايد تر پولو اخوا د ټول اسلامي امت په منځ کې منظم فکري او سياسي کار او مبارزه وشي، ترڅو امت د واحد سياسي نظام په درلودلو فکري توافق وکړي او ورپسې په يوه اسلامي خاوره کې د قدرت له ريښتيني عناصرو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طريقه «طلب النصرې» سره په سوله ييزه توګه واک تسليم کړي او له هغه ځايه يوه پر بله پسې اسلامي خاورې له ځان سره يوځای کړي. له نېکه مرغه د دغه سپېڅلې مبارزې اساسي پړاوونه د حزب التحرير د نړيوال سياسي-اسلامي حزب له لارې په ټول اسلامي امت کې په برياليتوب سره ترسره شوي او اوس د خپلې مبارزې په وروستي پړاو کې د امت له پوځونو سره کار کوي، ترڅو له هغوی څخه مادي ملاتړ ترلاسه او د ريښتيني افهام او تفهیم په ترڅ کې واک تسليم کړي او په يوه اسلامي خاوره کې د اسلامي دولت «خلافت» لومړۍ هسته رامنځ ته کړي.

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا

له شک پرته الله سبحانه وتعالی خپل امر ترسره کوي او الله متعال د هرڅه لپاره ځانګړې اندازه ټاکلې ده!

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې