پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب التحریر پر وړاندې د نور «حامد» ورور ادعا ته ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التحریر پر وړاندې د نور «حامد» ورور ادعا ته ځواب

(ژباړه)

یوه مرکه چې د "المزهر السیاسي" خبري شبکې په واسطه له ښاغلي نور«حامد» سره شوې وه او د ۲۰۱۷م د سپټمر پر۱۰، ۱۱ او ۱۲مه یې خپره کړه،  نوموړي د حزب التحریر او د راشده خلافت د بیا تاسیس په اړه خبرې وکړې او دغه حزب او نور اسلامي حزبونه یې داسې معرفي کړل، چې ډېر له حقیقته لرې دي او د نوموړي دغه کړنه له حزب التحریر او د دوی له افکارو او مفاهیمو څخه د هغه؛ ناسم درک ښیي. له تاسو رسنیو څخه به خوشاله شو چې ځواب یې خپور کړئ.

د نور حامد ورور له خبرو څخه په نقل: «د حزب التحریر، طالبانو او بوکو حرام ډلو په واسطه د اسلامي خلافت بیا تاسیس یوازې هغه شعار دی، چې د غرب د زیات ورځني پرمختګ او د اسلامي خاورو د اشغال پر وړاندې د عکس العمل پر اساس رامنځته شوی دی. هغه کسان چې د خلافت د بیا تاسیس شعارونه ورکوي، یوازې د دوی دیني احساسات دي چې پر علم او عقل یې غلبه کړې او دې پایلې ته رسېدلي. د اسلامي حاکمیت یا د خلافت د تاسیس شعارونه هغه ګونګ شعارونه دي، چې د مسلمانانو له احساساتو څخه سرچینه اخلي او که عملي بڼه ونه لري، نو هېڅ اغېزمن نه دي.»

که عمیق فکر وکړو، نور ورور خپل ځان د اسلام د لېږدوونکو او د خلافت د شبابو قاضي ټاکلی دی. دی سره له دې چې د دموکراسۍ د نظام پر نیمګړتیا او فساد پوهیږي؛ خو بیا یې هم دغه نظام د اسلام لپاره بدیل وړاندې کړی او وایي: موږ باید د داسې دېموکراسۍ اړوند ټولنیز او اقتصادي پرمختګونه وکړو، چې غرب مو په چارو کې مداخله و نه کړي او ځان د دوی له افکارو څخه ازاد کړو.»

زموږ نصیحت هغو ته چې دېموکراسۍ غولولي او غربیانو ګنکس کړي، دا دی: هغه څه ته، چې موږ اړتیا لرو، هغه د غرب له مداخلې پرته دېموکراسي نه ده، بلکې هغو افکارو او مفاهیمو ته اړتیا لرو، چې مسلمانان په پوره ډول د غرب له تقلید، کلتور او مفاهیمو څخه ژغوري، چې دا یوازې د هغوی له وژونکو زهرو څخه د ژغورنې رښتینې لار ده. د نور ورور د ادعا په ځواب کې باید ووایم:

لومړی: د اسلامي خلافت تاسیس یوازې د حزب التحریر شعار نه دی، بلکې دا د الله سبحانه وتعالی له لوري فریضه ده. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللّهُ إِلَيْكَ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيراً مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ

[مائده: ۴۹]

ژباړه: نو اې محمده صلی الله علیه وسلم! د دوی ترمنځ په هغه څه حکم وکړه چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي دي، د دوی د غوښتنو پیروي مه کوه او پام دې وي چې دغه خلک تا په فتنه کې وانه چوي، له هغه هدایت څخه چې الله سبحانه وتعالی تا ته درلېږلی د یوې ذرې په اندازه دې هم وانه ړوي. نو که دوی مخ ورڅخه واړوي وپوهېږه، چې الله سبحانه وتعالی د دوی د ځینو ګناهونو په سبب په مجازاتو د هغوی د اخته کېدو اراده کړې ده او دا حقیقت دی چې له دغو خلکو څخه ډېری یې فاسقان دي.

دغه ټکی باید هېر نشي، د هغه څه تطبیق چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی پرته له خلافت څخه امکان نه لري. په دې اړه پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي.

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الْأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فَتَكْثُرُ، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: فُوا بِبَيْعَةِالْأَوَّلِ، فَالْأَوَّلِ، وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُم»

(رواه مسلم)

ژباړه: د بني اسراییلو مشري به پیغمبرانو کوله او هر کله به چې پیغمبر وفات شو، بل پیغمبر به د هغه ځای ناستی شو؛ خو له ما څخه وروسته به بل پیغمبر نه وي، بلکې خلفا به وي او شمېر به یې ډېر زیات شي، وویل شول: نو په هغه حالت کې موږ ته څه امر کوې؟ ویې ویل:په لومړي بیعت سره، د لومړي حق ادا  کړئ او الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د هغه څه په اړه چې پرې ګومارلي یې دي پوښتنه وکړي.

«مَنْ خَلَعَ يَدًا مِنْ طَاعَةٍ، لَقِيَ اللَّهَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا حُجَّةَ لَهُ، وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً»

(رواه مسلم)

ژباړه: چا چې د خلیفه له اطاعت څخه سرغړونه وکړه، د قیامت په ورځ به له الله سبحانه وتعالی سره په داسې حال کې مخ شي، چې کوم دلیل به نه لري او که هر څوک په داسې حال کې مړ شي، چې له امام یا خلیفه سره یې بیعت نه وي کړی، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً

[بقره: ۳۰]

ژباړه: زه به په ځمکه کې  ځای ناستی وټاکم.

امام قرطبي رحمه الله په دې اړه وایي: دغه ایت د ځمکې پر مخ د خلیفه د ټاکلو د وجوب دلیل دی، له هغه څخه اطاعت او له دستوراتو څخه دې پیروي وشي. د مسلمانانو او امامانو تر منځ د خلیفه په ټاکلو کې هېڅ اختلاف نشته.

دویم: د غرب پرمختګ په ټولو برخو کې پوره پرمختګ نه دی؛ بلکې برعکس د حیواني ژوند له تګلارې، بد اخلاقۍ او سطحي فکرۍ  پرته یې د بشریت لپاره بل څه نه دي ډالۍ کړي. دا چې د غرب د پرمختګ اساس د علم او ټکنالوژۍ پایله ده، تاسو ونه غولوي؛ ځکه دغه دواړه څېزونه له هغې ایډیولوژۍ سره، چې غرب یې لېږدوي، هېڅ تاثیر نه لري او تر نن ورځې پورې یې خپل پیروان نه دي قانع کړي. لکه څنګه، چې روسیې هم په خپله زبرځواکۍ کې له علم او ټکنالوژۍ سره سره ونه شو کولی د بشریت او خپلو پیروانو ستونزه په سمه توګه حل کړي.

که څه هم د روسیې کمونستي نظام د غرب له پانګوال نظام سره په ټکر کې دی او ورسره توپیر لري، خو بیا هم دغه نظام په خپل پیدایښت کې د پانګوال نظام په څېر بشري ریښه لري او ویې نشو کولی نړۍ رهبري کړي. همداراز د چین هېواد او د کمونېزم نور ملاتړي هېوادونه هم له دا ډول تجربې سره مخ شول. زموږ موخه دا ده، اسلامي امت په نړیواله سطحه یوازې د تصمیم نیولو سیاسي قدرت نه لري او له بده مرغه مسلمان حکام د غربیانو د ګټو لپاره د وسایلو په توګه استعمالېږي، ترڅو د مسلمانانو د فکري پانګې په شمول د اسلامي خاورو طبعي مواد چور کړي.

نن ورځ د یو منظم او د اسلامي امت د ساتونکي دولت په نشت کې زرګونو مسلمانو علماوو غرب ته پناه وړې او خپل علم یې د اروپا او امریکا د ساتنې او ځواکمنولو لپاره مصرف کړ؛ خو که اسلامي امت یو ځل خپلې عقیدې ته وګرځي او هغه په خپل ژوند او خپلو سیاسي تصمیمونو کې اساس وګرځوي، په چټګۍ سره به د نړۍ زبرځواک شي، چې په هغه حالت کې به نه یوازې دا چې د علم او تخنیک له مخې پرمختګ وکړي؛ بلکې په خپلو پاکو افکارو سره به ټول بشریت له هغه حیواني ژوند څخه، چې د عصري او مدرن ژوند، نوم یې ورکړی وژغوري.

درېیم: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس شعار، کومه خیالي تګلاره نه ده، چې نور ورور یې ادعا کوي؛ بلکې د الله سبحانه وتعالی د حکم په امر، چې د ټولو کایناتو او بشریت خالق دی تر سره کیږي. هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ

[حجر: ۹]

ژباړه: موږ قران نازل کړی او موږ یې پخپله ساتونکي یو.

په حقیقت کې که د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کړو، پکې موندلی شو، چې هغه صلی الله علیه وسلم په خپل عملي ژوند کې د دولت د تاسیس طریقه ښودلې ده، تر څنګ یې خلفاوو د دغې طریقې پیروي کړې او عملي کړې یې ده او الله سبحانه وتعالی هم د دغې طریقې د ساتلو ضمانت کړی دی. الله سبحانه وتعالی خپل پیغمبران په هر وخت کې د بشر د لارښوونې لپاره را لېږلي دي، ترڅو دوی ته له قیامت څخه خبر او د جنت زیری، چې پراخوالی یې د ځمکې او اسمانونو په څېر دی، ورکړي. هر چا چې دا درک کړه او ځان یې تغیر کړ، کامیاب دی او هر چا چې وغوښتل ناپوه پاتې شي، دا لار یې پخپله ټاکلې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِينا

[مائده: ۳]

ژباړه: نن ما ستاسو دین، تاسو لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ او ستاسو لپاره مې اسلام ستاسو د دین په توګه وټاکه.

﴿وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ

[نحل: ۸۹]

ژباړه: او موږ دغه کتاب پر تا نازل کړ، چې د هر شي څرګندوونکی او د مسلمانانو لپاره هدایت، رحمت او زېری دی.

څلورم: لکه څنګه چې د نور ورور له خبرو څخه معلومیږي، دی د حزب التحریر په اړه کره معلومات نه لري او په سمه توګه د دغه حزب پر واقعیت نه پوهېږي. پر هغه سربېره نوموړی پر دغه حزب تور لګوي او وایي، چې دغه حزب علمي او دقیق لید نه لري. په رښتیا چې انسان د هغه څه دښمن دی، چې په اړه یې نه پوهیږي. حزب التحریر هغه حرکت دی، چې د دغه امت واقعیت یې په دقیق او څرګند ډول مطالعه کړی او اسلام یې په سیاسي بڼه پېژندلی او وروسته یې تصمیم نیولی، چې څه ډول په نړۍ کې د اسلامي عقیدې پر اساس بنسټیز بدلون راولي. دغه حزب د عامه پوهاوي لپاره په بېلابېلو لکه:د دولت دارۍ نظام ، اقتصاد، داخلي سیاست، بهرني سیاست او نورو برخو کې کتابونه لیکلي دي او د دغه حزب غړي د راشده خلافت د راوستلو لپاره په خپلو فعالیتونو کې شپه او ورځ په نه ستړې کېدونکې بڼه مشغول دي.

په پای کې د نور ورور لپاره زما نصیحت دا دی، د تش په نامه دیني حکومت اصطلاح غربي منشا لري او هغه تجربه شوې، چې د غربي مفکورو تولید ده او په اسلام کې اصلا ځای نه لري. اسلامي دولت هغه دولت دی، چې د مسلمانانو په واسطه د دوی د چارو د تنظیم لپاره د اسلامي شریعت پر اساس تطبیقېږي او حاکم افراد د رعیت له مسول پرته پر نورو لوړتیا نه لري. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الدِّينُ النَّصِيحَةُ، إِنَّمَا الدِّينُ النَّصِيحَة» قِيلَ: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلَّهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ»

(روا احمد)

ژباړه: دین نصیحت دی، دین نصیحت دی. اصحابو وویل: د چا لپاره؟ هغه صلی الله علیه وسلم وویل: د الله سبحانه وتعالی، د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم، د هغه د کتابونو، او د مسلمانو مشرانو او د دوی د رعیت لپاره.

په پای کې له نور ورور څخه غواړم، ترڅو له موږ سره وویني او کومو معلوماتو ته چې اړتیا لري، په مخامخ ډول یې له موږ څخه واخلي، نه له هر کس او نا کس څخه، ترڅو له حقیقته خبر شي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې هدایت مو کړي او د خپلو ویناوو د عمل توفیق راکړي.

لیکوال: ابراهیم عثمان ابو خلیل

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې