جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
حکومت غواړي مسجدونه هم د امريکايي جګړه‌ييز ماشين يوه برخه وګرځوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
حکومت غواړي مسجدونه هم د امريکايي جګړه‌ييز ماشين يوه برخه وګرځوي!

د حج او اوقافو وزرات په هېواد کې د سولې د ترويج په موخه د جمعې د لمانځه د خطبو لپاره د ځانګړي کتاب د تدوين خبر ورکړ. دغه کتاب له سولې اخوا د بشري حقونو، د ښځو حقونو، روغتيا، انساني کرامت، ډيموکراتيکو ټاکنو او له اداري فساد سره اړوند نور مسايل هم له ځان سره لري. د يادولو وړ ده چې نوموړي وزارت د دغه کتاب د اعلان په اړه د اروپايي اتحاديې په مرسته تېره پنجشنبې د مرغومي په ۲۱مه په کابل سرينا هوټل کې (په افغانستان کې د سولې غږ) تر نامه لاندې يوه غونډه رابللې وه، چې بېلابېلو کورنيو او بهرنیو بنسټونو او ډيپلماتانو په کې برخه اخیستې وه.

د سولې په موخه د حج او اوقافو وزارت تر چتر لاندې د درباري ملايانو دغه ګام يوازې او يوازې په افغانستان کې د امريکايي جګړې له شدت څخه د عامه افکارو د اغوا کولو يوه هڅه ده، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ ګټه نه لري. ځکه په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل په ولس کې د جګړه ييزو افکارو شتون نه، بلکې له يوې خوا پر هېواد د امريکا او ناټو ځواکونو يرغل، په جګړه کې د مسلمانانو پر کور، مقدساتو او نوامیسو تېری او له يرغلګرو سره د افغان دولت ستراتيژيک او امنيتي تړونونه دي او له بلې خوا د سيمې د هېوادونو لپاره د امريکا او ناټو د جګړه ييزې ستراتېژۍ شتون هغه اصلي عوامل دي، چې په افغانستان کې يې د جګړې اورونه بل ساتلي دي.

نو کله چې د جګړې عوامل د امريکا، ناټو او سيمه ييزو قدرتونو له خوا قصداً په دغه جغرافيه او په هغه کې پر مېشت ولس تپل کيږي، دا ډېره لرې برېښي چې د يرغلګرو له خوا د تنخوا خوړونکو ملايانو په دا ډول پوچو هڅو به سوله راشي، بلکې له هغوی څخه يوازې د يرغلګرو پر وړاندې د مقاومت د خنثی کولو، په مسلمانانو کې د جهادي فکر د ځپلو او د سېکولر او کفري ډيموکراسۍ د مفاهيمو د ترويجولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کيږي. امريکا او ناټو له يوې خوا د افغانستان له جيوپوليټيکي موقعيت څخه په سيمه کې د خپلې جګړه ييزې اډې او نظامي پروژې په توګه کار اخلي او له بلې خوا يې د عامه افکارو د غولولو په موخه د سولې دروغجنه پروسه روانه کړې ده، چې د حج او اوقافو د درباري ملايانو دغه اقدام هم د هماغه کاذبو هڅو يوه برخه ده.

امريکا او ناټو په اوس او لنډمهال کې اصلاً په افغانستان کې د سولې اراده نه لري، ځکه که په هېواد کې جګړه پای ته ورسيږي، په افغانستان او سيمه کې د دوی د پوځي، سياسي او اقتصادي شتون پلمه له منځه ځي. نو آيا دا ممکنه ده چې امريکا دې د سولې په پروسه کې رښتينې وي!؟ نه اصلاً رښتينې نه ده، بلکې غواړي زموږ ملايان او د هغوی تر امامت لاندې شاوخوا ۱۵۰ زره مسجدونه د امريکا د جګړه ييز ماشين پر يوه پياوړې برخه واړوي.

امريکا له ټولو مسلمانو جګړه مارو ډلو غواړي، ترڅو سېکولريزم او ډيموکراسۍ ته غاړه کيږدي، له هغې وروسته بيا ورسره سوله کوي او دا کټ مټ هغه پروسه ده چې د حکمتيار اړخ اسلامي ګوند يې له لارې سوله وکړه، مګر دغه سولې نه يوازې د جګړې په کمولو کې کومه مرسته وکړه، بلکې رسنيو داسې رپوټونه ورکړل چې د ياد ګوند ځينې ناراضه وسله وال د داعش له ليکو سره يوځای شوي او ځینې نور له داعش سره د يوځای کېدو تمايل لري. اوسمهال مخکې له هغې چې طالبان سېکولريزم او ډيموکراسۍ ته بشپړه غاړه کيږدي، د هغوی د جګړې ځايناستی داعش يې لا دمخه د هېواد په ګوټ -ګوټ کې رامنځته کړی او د پياوړي کولو لپاره يې پراخې هڅې روانې دي. دا ځکه چې نور د طالبانو په وسله وال ملي مقاومت کې د امريکا او ناټو سيمه ييزې ګټې نه خوندي کېدلې؛ له همدې امله داسې يوې وسله والې ډلې ته اړتيا ليدل کېده چې سيمه ييزې موخې ولري او دا هغه څه دي، چې د امريکا د سيمه ييزې ستراتيژۍ سره بشپړ اړخ لګوي.

نو اوسمهال امريکا د خپلې نوې جګړه ييزې ستراتيژۍ له مخې غواړي په افغانستان او پاکستان کې له نظامي پلوه پر طالب مشرانو فشار راوړي، ترڅو د سولې له پروسې سره يوځای شي. هغه داسې چې طالبان باید د افغانستان سېکولر اساسي قانون ومني، پنځلس کلنې ډيموکراتيکې لاسته راوړنې و زغمي، له پخوانيو نړيوالو وسله والو (القاعده جنګياليو) څخه بېل شي او که دغو شرایطو ته غاړه کېنږدي، نو د هوايي بريدونو او شپنيو علمياتو په ترڅ کې به ووژل شي. د طالب مشرانو پر وړاندې د امريکا دغه ستراتيژي له دې سره کومک کوي، چې افغان دولت به له يو شمېر وسله والو او طالب مشرانو سره سوله وکړي او د لاسته راوړنې په توګه به يې د عامه افکارو د غولولو په موخه کاروي، يو شمېر نور به د وسله والو اقداماتو په ترڅ کې ووژني چې په دې سره به خپلو ولسونو او نړيوالو ته د تروريزم پر وړاندې خپل غوڅ دريځ نندارې ته وړاندې کوي او پاتې شوي طالب سرتېري به د سوله شوو مشرانو څخه د خفګان او ځان ساتنې  په موخه له داعش سره يو ځای کيږي.

نو که څه هم په دې وروستيو کې د سولې غږونه ډېر اوچتيږي، مګر امريکا په اوسنيو شرايطو کې اصلاً د سولې اراده نه لري. له همدې امله سوله په روانه جګړه کې د امريکا او ناټو ځواکونو د وحشت پټولو او له هغو څخه د عامه افکارو د منحرفولو د پروسې بل نوم دی، چې يرغلګر يې په خپل منځ کې د جګړې شدت او عام وګړي يې په افغانستان کې د جګړې پای تعبيروي. يرغلګر به لومړی وسله والې مسلمانې ډلې سېکولر او ډيموکراتوي او بيا به ورسره سوله کوي او پاتې مجبور او ناراضي سرتيري به يې له داعش سره يو ځای کيږي، چې د جګړې نوې جبهې به تر پخوا لا ډېرې ګرمې ساتي.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه - افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې