سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اردو کې امريکايي "اصلاحات" او په افغانستان کې د قدرت د جوړښت بدلون
بسم الله الرحمن الرحيم
په اردو کې امريکايي "اصلاحات" او په افغانستان کې د قدرت د جوړښت بدلون

په دې وروستيو کې د افغانستان جمهور ريیس د اردو د ۱۶۴ جنرالانو د تقاعد فرمان لاسلیک کړ. د دغه فرمان په ترڅ کې به تر راتلونکو دوو کلونو ۲۰۰۰ جنرالان او افسران، چې د افغانستان د اردو ۷۰٪ لوړ پوړي چارواکي جوړوي، تقاعد کوي او سلګونه نور افسران هم په دې پروسه کې د اداري او نظامي مراتبو د سلسلې له پلوه اغېزمن کېږي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه د شوروي اتحاد د اشغال پرمهال د انګلیس او امریکا د ځينو پاتې شونو په ګډون بشپړ د کمونېزم له بې تجربې شاګردانو څخه رامنځ ته شول؛ خو د شوروي اتحاد له سقوط او د مجاهدینو د دولت له تاسیس سره سم ډېر مسلمان او جهادي عناصر د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شول. د یادونې وړ ده چې د کورنیو جګړو او د طالبانو دورې په اوږدو کې د هغه مهال د دولتمندانو د ځینو مجبوریتونو له مخې یو شمېر پخواني کمونیستان بیا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې تنظیم شول.

په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا او ناټو ځواکونو له اشغال وروسته د نظامي ځواکونو زیات اراکین هغه پخواني مجاهدین او کمونیستان وو، چې له امریکایانو سره یې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د ځمکني ځواک په حیث مرسته کړې وه. که څه هم په همغه لومړیو کلونو کې امریکایانو د افغانستان مخکینۍ اردو منحل کړې وه، چې په ترڅ کې يې لسګونه زره کسان په تېره بیا هغه کسان چې د شوروي اتحاد پر وړاندې يې په جهاد کې ګډون درلود، د اردو له اډاڼې څخه ګوښه کړل او د یوې نوې اردو بنسټ يې کېښود. نوې اردو هم تر ډېره له مسلمانو عناصرو څخه جوړه شوه، چې تر څنګ یې د امریکا، انګلیس، پاکستان، ایران او کمونیستي شوروي اتحاد له جواسيسو، چې اوس د روسیې د نفوذ په حیث پېژندل کېږي، هم شتون لري.

که څه هم امریکا د ۱۷ کلنې جګړې په اوږدو کې د افغانستان له نوې اردو، د دې خاورې د مسلمانانو د ځپلو په موخه خورا غوره ګټه پورته کړه؛ خو د دغو ټولو خدمتونو تر څنګ بیا هم امریکا د هغې له سیکولر او ډيموکراتوالي رضایت نه درلود او د ځينو جنرالانو، افسرانو او پوځيانو له اسلامي احساساتو یې تل سخت تشویش کاوه. ځکه په ځلونو امریکايي ځواکونه د اردو د قطعاتو دننه تر خونړیو بریدونو لاندې راتلل او وژل کېدل. د همدغه تشویش له امله د افغانستان اردو په تېرو ۱۷ کلونو کې له پرمختللو وسلو او تجهیزاتو بې برخې وه او یوازې د ۲۰مې پېړۍ له خفیفه او توپچي وسلو سره د امریکا د پليو ځواکونو په توګه ترې ګټه اخیستل کېده.

خو له افغانستان سره د امریکا د ستراتيژیکو او امنیتي تړونونو له لاسلیک او د دې خاورې له لارې د سیمه‌ييزو او ستراتيژیکو موخو د تعقیب لپاره د دایمي حضور له تثبیت وروسته امریکا تصمیم ونیو، تر څو هر کال میلیاردونه ډالر او پرمختللي تجهیزات د افغانستان اردو ته ورکړي. له دې امله امریکا سخته اړتیا احساسوله، چې د "اصلاحاتو" په نامه د افغانستان اردو په ټولیزه توګه له مسلمانانو عناصرو، پخوانیو مجاهدینو او د امریکا د رقیبو هېوادونو له نفوذه پاکه کړي او یوه اجیره، پر مصرفه او امریکا ته اړ اردو، چې په مطلق ډول د عقیدې او احساساتو له نظره د افغانستان له مسلمان او مجاهد ولس څخه پردۍ وي، جوړه او د امت د قدرت واقعي مرکزونه، چې د یوه هېواد په پوځ کې راټولېږي؛ د ترکیې، مصر او پاکستان د پوځونو په څېر د امت او د هغه د وېښوونکو اسلامي حزبونو له لاسرسي څخه بهر کړي.

بله موخه چې په امنیتي سکتور کې د "اصلاحاتو" له لارې تعقیبېږي، دا ده چې په تاریخي توګه په افغانستان کې د خلکو نفوذ او واقعي قدرت د قومي او قبیلوي رهبرانو او سیاسي متنفذینو په لاس کې دی. دغه واقعیت په افغانستان کې د قدرت واقعي جوړښت پېچلی کړی او د تاریخ په اوږدو کې يې د دې خاورې کنټرول اشغالګرانو ته ستونزمن کړی. نو لکه څنګه چې امریکایان په افغانستان کې د لږ تر لږه ۵۰ کلن حضور لپاره پلان لري، له قومي او سیاسي رهبرانو سره، چې تر ډېره اسلامي افکار او احساسات لري، د قدرت شتون یو څرګند او پياوړی خطر ګڼي. نو امریکا په تدریجي او اوږدمهاله توګه په دې هڅه کې ده، ترڅو د افغانستان د قومي - قبايلي او سیاسي رهبرانو قدرت کم کړي او دا قدرت د یوې سیکولر او امریکایي فرمان منونکې اردو ته ولېږدوي، تر څو د افغانستان اداره اسانه شي او د امریکا پر وړاندې راتلونکي احتمالي خطرونه خنثی کړي.

نو د افغانستان مسلمان خلک، متنفذین او پخواني مجاهدین باید په دې پوه شي، چې امریکا ته د افغانستان د اردو له لارې ۱۷ کلنو خدمتونو ونشو کولای ترڅو په اردو کې پر مسلمانو عناصرو باندې د يرغلګرو باور ترلاسه کړي. اوس امريکا له دغه اردو څخه د ډېرو ناوړه استفادو وروسته د "اصلاحاتو" تر نامه لاندې دغه عناصر په بشپړه توګه له واکه ګوښه کوي او پر ځای یې هغه ځوانان چې په غربي او سیکولریستي لیدلوري روزل شوي، د قدرت پر ګدۍ کېنوي او یو ځل بیا د افغان ځوانانو له وینو په متفاوت اسلوب خپلو اوږدمهاله او ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه اخلي. له دې امله ۱۷ کلنه امریکايي غولونه "له تروریزم سره جګړه"، چې په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه ده، نوره باید ټولو ته افشا شوې وي؛ ځکه هغوی تر دغه پلمې لاندې هڅه کوي، ترڅو په اسلامي خاوروکې د قدرت، اقتصاد ... او د ځواک هر ډول عناصر په بشپړه توګه له منځه يوسي او د اسلامي خاورو د استعمار تر څنګ، د ځان پر وړاندې د راتلونکي اصلي ګواښ چې په سيمه کې د ريښتيني اسلامي دولت "دويم راشده خلافت" ظهور ګڼي، مخه ونیسي.

سیف الله مستنیر

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې