جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ټرمپ د ولسمشرۍ يو کلنه دوره؛ بريا که ناکامي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د ټرمپ د ولسمشرۍ يو کلنه دوره؛ بريا که ناکامي؟

امريکايان د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړي تلين په تړاو سره ويشلي دي، د امريکا متحده ايالاتو حکومتي ادارې ځکه تړلې وې چې حکومت له کانګريس سره د بودیجې په تصويب کې هوکړې ته و نه رسيد، یعنې ۷۵۰۰۰۰ حکومتي مامورين به له تنخواه پرته په کور کې وزګار ناست وي. ټرمپ ځان ښه لوبغاړی بولي، چې په وينا يې امريکا به بيا ځلې ستره کړي، خو تر يوه کال حکومت کولو وروسته، اوس بايد قضاوت وشي چې نوموړي څه لاسته راوړنې لرلې.

د امريکا د ولسي جرګې غړې لينډا سنچيز وايې: « دوی ثابته کړه چې نه شي کولای د حکومت لومړنۍ دندې ترسره کړې، لکه: د سړکونو پر سر د څراغونو روښانول... نو څرنګه موږ باور کولای شو، چې دوی به هغه ننګونې چې زموږ هيواد ور سره مخ دی، کابو کړي؟ » ټرمپ په خپل ټوېټ کې لیکلي و: « دغه زما د ولسمشرۍ لومړی تلين دی او ډيموکراتانو بايد ما ته يوه ښه ډالۍ راکړې وی.» ډيموکراتان ټرمپ پړ ګڼي او ټرمپ دوی پړ ګڼي!

ټرمپ د تور پوستانو، لاتيني امريکايانو، مکسيکويانو او ځايي امريکايانو پر وړاندې له نژادي توپير ډکه ژبه وکاروله، د دې تر څنګ هغه مسلمانان هم د ده د ادارې موخه دي، چې امريکا ته له بېلا بېلو هيوادونو راغلي نو ځکه دوی ورباندې بندیزونه لګولي دي. د ټرمپ د لوړې د مراسمو په لومړۍ ورځ او له هغې وروسته، د نوموړي پر ضد پراخ لاريونونه او اعتراضونه وشول، چې تاوتريخوالی او مرګ ژوبله هم ورسره مله وه. په يادو اعتراضونو کې هر چا نوموړی په سپکو سپورو يادولو. ډېری امريکايان پر هغه څه چې دی یې وايې، باور نه کوي.

ټرمپ به پر هغو بريد کاوه، چې له ده سره به مخالف وو. ده د خپل هيواد قضايه قوه، څارګر بنسټونه او مطبوعات بدنامه کړل. ده ډېری وختونه د خپل جمهوريپال ګوند غړي، خپل مامورين او د کابينې غړي بدنامه او سپک کړل، نو ځکه يو شمېر روغتيایي چارواکو په ډاګه د نوموړي دماغي حالت تر پوښتنې لاندې راوست.

له بل لوري نوموړي خپلې ځينې ټاکنيزې ژمنې پوره کړې، چې د آرام سمندر د هيوادونو د اقتصادي تړون (Trans Pacific Partnership)لاسلیک، د پاريس اقليمي بدلون له تړون(Paris Climate Accords) څخه وتنه او د متحده ايالاتو پر شرکتونو د پريمانه ماليې کمول پکې شامل دي. په داسې حال کې چې له نړيوالو تړونونو څخه د ټرمپ وتنه به په زياتېدوونکې توګه په څو قطبي نړۍ کې د امريکا مشري زيانمنه کړې. چين خپل سياسي او اقتصادي نفوذ پراخوي. په داسې حال کې، چې امريکا خپله اخلاقي مشري چې په وينا يې تش په نامه د آزادې نړۍ له اصطلاح څخه انکار کوي، له لاسه ورکوي. دا هغه څه دي چې ټرمپ وويل: « امريکا ځواکمنه کړئ. » امريکا متحده ايالاتونو تل امريکا ځواکمنه کړې ده، خو ټرمپ په ډاګه هغه نړيوال نظم چې د نړيوالو بنسټونو او اصولو لکه: د ملګرو ملتونو د ادارې له لوري چې اداره کېږي، له پامه غورځوي.

پخوانيو ولسمشرانو هم دغه کار کاوه، خو هيڅ يو هم دومره مغروره نه و لکه څومره چې ټرمپ دی. د امريکا متحدين او دښمنان په زیاته کچه د نوموړي له پاروونکو او ګواښوونکو ويناوو څخه د امريکا پر وړاندې حساس شوي دي.

د نړۍ رهبران د وينا نه، بلکې د سياسي واقعيتونو پر بنسټ پرېکړې کوي، خو ټرمپ هغه کسانه چې ده ته يې رايې ورکړې دي، د ځينو امتيازونو په ورکړه غلي کړل. همدا رنګه د نړۍ نور رهبران هم د امريکا د غرور له امله د خلکو له راټوکېدونکو فشارونو څخه خلاص نه دي. ټرمپ د چين د وېرولو لپاره د شمالي کوريا کړکيچ را پورته کړ، خو چين د پخوا په څېر خپل اقتصادي او سياسي ودې ته دوام ورکړ او شمالي کوريا د پام وړ توغنديز او هستوي وړتياوي ترلاسه کړې. ټرمپ نور هيوادونه د مکسيکو، وينزیويلا او ايران په ګډون وګواښل، خو په ټوله کې هيڅ يو هيواد هم د نوموړي ګواښونو ته سر ټيټ نه کړ، پرته له ځينو لاسپوڅو عربي هيوادونو څخه چې ډېر ژر سر په سجده شول.

د مې په مياشت کې له سعودي عربستان څخه د ټرمپ د ليدنې په ترڅ کې د ۳۸۰ ميليآردو ډالرو په ارزښت يو ستر تړون لاسليک شو. د ټرمپ د سفر په پای کې د سپينې ماڼۍ اقتصادي سلاکار ګاري کون وويل: ولسمشر وکولی شو چې داسې حيرانوونکي تړونونه وکړي چې په حقیقت کې هيڅکله هم يوې مخکنۍ ادارې نه دي ترسره کړې.

د دغو پيسو راټولول به سعودي عربستان په پښو کېنوي، سعودي عربستان لا تر اوسه د هغو پيسو د پيدا کولو په لټه کې دی، چې په ۲۰۱۲م کال کې یې د اوباما له ادارې سره د ۱۱۲ ميلياردو ډالرو په ارزښت له کاره لوېدلو وسلو د تړون د پيرلو له درکه لاسليک کړې وې. کانګريس تر هغه تضمين وروسته چې يهودي دولت به ډېرې پرمختللې وسلې له امريکا څخه اخلي، دغه تړون تصويب کړ. د ټرمپ په ولسمشرۍ کې ياد تړون د امريکا ستره لاسته راوړنه ده! ياد تش په نامه تړونونه يوازې او يوازې تفاهم نامي دي، چې لازمي بڼه نه لري.

له دې سره سره سعودي عربستان د امريکا د خوښي لپاره ګڼ خدمتونه ترسره کړي دي او وسلې هم په دې موخه پيري چې په يمن کې نور ډېر مسلمانان ووژني او له يهودي دولت سره ځنګ په ځنګ د ايران پر خلاف په جګړه کې د ډېرو مسلمانانو وينې تویې کړي او سرچينې یې ضايع کړي.دا د پيړۍ تر ټولو کرغيړن تړون دی چې پر بنسټ يې ټرمپ بيت المقدس د اسرایيل د پلازمېنې په توګه رسماً وپيژنده او فلسطيني ادارې ته يو ستر سپکاوی و.

 ټرمپ د خپلې يو کلنې دورې په ترڅ کې، خپل هيواد سره وويشلو، د امريکا متحدين يې له ځانه پردي کړل، په نړۍ کې د چين د نفوذ په مخنيوي کې پاتې راغی، هغه بنسټونه یې چې مخکې امريکا پرې تکيه کوله، کمزوري کړل او د اسلامي نړۍ چارواکي يې نور هم غلامۍ ته اړايستل. ټرمپ د ښکېلاکګرې امريکا څېره بربنډه کړه او په دې ډول يې خپلو موخو ته ځان نژدې کړ.

لیکوال:ډاکټر عبدالله روبین

د الرایه ورځپاڼې لپاره، ګڼه ۱۶۶

ژباړن: جمیل خان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې