سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سوچي په کنفرانس مه غولېږئ
بسم الله الرحمن الرحيم
د سوچي په کنفرانس مه غولېږئ

(ژباړه)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د ۲۰۱۷م د نومبر په ۱۸مه به د سوریې د قضيې د حل لپاره  په سوچې کې کنفرانس تر سره شي. د سوریې مخالفو ډلو او همدارنګه  دې مستورا د دغه کنفرانس له ګډون څخه مخ واړوه. مسکو اړ شو چې د ۳۳  خیالي ډلو پر دعوت سره د کنفرانس نېټه وځنډوي. له اعلان وروسته امریکا واضح ګواښ وکړ چې مسکو په یوازېتوب نشي کولی د سوریې قضیه کې اصلاحات راولي. کله چې د امریکا ګواښ روسیې ته ورسېد، د اوپیک د کنفرانس په حاشیه کې چې د ۲۰۱۷م نومبر په ۱۱مه تر سره شو، لاوروف څرګنده کړه چې کنفرانس تر نامعلوم وخت پورې وځنډېد. د همدې لپاره لاوروف او تیلرسون په ګډه مرکه کې ټینګار وکړ، چې د سوریې د سیاسي بحران د اصلاحاتو لپاره یوازینۍ سرچینه د امنیت شورا پرېکړه لیک او د ژینو د کنفرانس هوډونه دي او روسیه نشي کولی په یوازېتوب د سوریې بحران حل کړي.

د کنفرانس له جوړولو څخه موخه دا وه چې پوتین غواړي د ۲۰۱۸م مارچ  د ۱۸مې په ټاکنو کې ځان کاندید کړي او ویې غوښتل  چې د دغه کنفرانس په جوړولو سره د سوریې په قضیه کې خپله بریا وښیې؛ ځکه له دې اړخه ډېر تر پوښتنې لاندې راغلی. په همدغه دلیل د ۲۰۱۷م نومبر په ۲۲مه پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د سوریې د قضیې د سیاسي حللارې پر مسله پرېکړه وکړه؛ لکه څنګه چې د روسیې د اتحادیې د نړیوالو چارو کمټې لومړي مرستیال ولادیمیر جباروف اعلان کړه: «د سوچي په کنفرانس کې به د سوريې د قضي په اړه  واحد او ځانګړي دریځ ته د رسېدلو  لپاره د ملګرو ملتونو په اختیاراتو سره توافق ته ورسېږو.» همدارنګه مسکو له ایران او ترکیې سره په همغږۍ د سوچي د کنفرانس پر بریا خوښ دي. په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخائیل بوګرانوف په ۲۰۱۷م د دسمبر په ۲۳مه داسې وویل: «د سوریې د ملي خبرو اترو کنګره چې د ۲۰۱۸م اکتوبر په وروستیو کې به ترسره شي موږ به د اساسي قانون د کمټې د جوړښت شاهد وو.» خبرې یې دې ته اشاره کوي چې د کنفرانس ټولو اساسات به د ترکیې او ایران په مشوره تر سره شي.

د ۲۰۱۷م دسمبر په ۲۷مه د سوریې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي الکس اندر لافرینګوف وویل چې د سوریې په حللاره کې د قضيې اوږدېدلو ته اړتیا نه وه او باید ډېر ژر په سوچي کې د سوریې د ملي خبرو اترو کنګره پیل شي. دا ډول دریځ ښيي چې پوتین غواړي ډېر ژر په سوریه کې مداخله وکړي.

د روسیې دریځ ټرمپ اړ کړ چې خپلې اساسي موخي داسې واضح کړي: «هغه واشنګتن دی چې د سوریې د چارو  په اړه هوډ نیسي، نه بل څوک.» په همدې موخه د ۲۰۱۸م جنوري په ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسون د استانفور په پوهنتون، خپلو خبرو کې د سوریې په اړه د خپل هېواد ټولېزه موخې واضح کړې، هغه په خپلو خبرو کې د پانتاګون د بیانیې هوډ ته چې په کردي سیمو کې د امریکا د ۳۰ زره نظامي عسکرو اډې جوړوي، اشاره وکړه، چې له داعش سره د جګړې په موخه به هلته پاتې شې (سرچینه: میادین ټلویزیون)

د ۲۰۱۸م د جنوري په ۲۳مه د پاریس د کنفرانس په حاشیه کې چې په سوریه کې له کیمیاوي وسلو څخه د ګټې اخستنې او د داسې عمل د ترسره کوونکو د محاسبې په اړه بحث وشو؛ امریکا، انګلیس، فرانسې سعودي او اردن د هغې پاڼې پر اساس اقرار وکړ چې دوه اونۍ مخکې امریکا ترتیب کړې وه. دغه پاڼه چې په ۲۰۱۸م د جنوري په ۲۵مه د ویانا په ناسته کې جوړه شوې وه، د اجرا کولو لپاره یې دی میستورا ته وړاندې شوه. دغې پاڼې ډېرې د حللارې وړاندې کړې وي، لکه: د انتقالي حکومت جوړول، د اساسي قانون لیکل او د ټاکنو د قانون جوړول، د ولسمشر او نوي حکومت صلاحیتونه او د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د امنیتي دستګاه د بیا رغولو اړتیا. په دې معنا چې د سوریې چارې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ مخکې ځي؛ که لږ نیوکې نه وي، اعلان به شي چې د سوريې سرپرستي په مستقیم ډول امریکا په غاړه اخلي. نو د امریکا دا ډول دریځ، د سوچي د کنفرانس د اجنداوو بریا ښکاروي.

امریکا ونه غوښتل چې د پوتین فضا خرابه کړي، ځکه یې د سوچي کنفرانس ته اجازه ورکړه، ترڅو د پوتین د ملګرو فضا نوره هم ښه شي، همدارنګه یې وغوښتل چې کنفراس د دی مستورا په حضور کې پیل شي، په داسې حال چې هغه په لومړۍ جلسه کې نه و. د منځني ختیځ ورځپانې په نقل، د سوچې په کنفرانس کې « د اساسي قانون د جوړولو لپاره د کمېټې جوړول، د سرچینو تشخیص، عملي برنامه او د غړو د ټاکلو څرنګوالی او د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د ژینو د کنفرانس د چارو پر  پلي کولو بحث وشو. کنفرانس د عامې او بې مفهومه بیانیې په وړاندې کولو پای ته ورسېد چې په وروستۍ بیانیه کې یې داسې راغلي و: « ټول د اساسي قانون د کمیسیون په جوړولو پرېکړې ته رسېدلي یو، د ۲۲۵۴ پرېکړه لیک پر بنسټ به د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د اساسي قانون د اصلاحاتو او د سوریې د کړکېچ د حل په موخه به یوه ډله د سوریې د عربي جمهوري دولت په استازيتوب او یوه ډله به د مخالفانو په استازيتوب جوړې شي.»

وروستۍ بیانیې، د ملګرو ملتونو په رول، د سوریې په دولت، محاکمې او د بشر حقوق د ناقضینو، د کیمیاوي وسلو د ګټه اخیستونو او  په سوریه کې د بیګانه امنیتي ځواکونو پر حضور هېڅ بحث ونه کړ. هغه څه چې په دغه کنفرانس کې جالب دي، هېڅ څوک نه پوهېږي چې ۱۳۰۰ ګډونکوونکو څنګه په وروستۍ بیانیې بحث او خبرې وکړې؛ لکه څنګه چې د ۲۰۱۷م په نومبر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بګدانوف مخکې وړاندوینه کړې وه، چې هغوی د دې بیانیې له لاسلیک کولو پرته بل څه ونه کړل.

مخالفانو ددې لپاره چې ولې یې د سوري دولت بیرغ په کنفرانس کې پورته نه کړه، عجیب کارونه تر سره کړل، کنفرانس ته ورنه غلل او د خپل استازیتوب صلاحیت یې ترکیې ته ورکړ. د دې لپاره یې دغه قضیه د سوریې حیاتي قضیه وګڼله ترڅو پر هغو جرمونو سترګې پټې کړي چې د ژینو په کنفرانس کې یې کړي وو،، خو وروستۍ بیانیې د هغوی دروغ او نفاق داسې بلره کړل، چې ترکیې د اساسي قانون د کمټې د استازیتوب په توګه د مخالفانو له ډلې ۵۰ تنه داسې معرفي کړل: د وروستۍ بیانیې پر بنسټ، په سوچي کې د سوریې ملي خبرې اترې، د اساسي قانون کمېټه به له ۱۵۰ تنو جوړه وي، چې ۵۰ تنه به یې د ترکیې له ډلې او درې نورې ډلې به یې د قاهرې پر تیبیون، مسکو او ریاض پور اړوندې وي.

هغه څه چې د بشر په تاریخ کې څرګند دي، سیاسي مناقشې برعکس بریا ناکاموي او ناکامي بریالۍ کوي. د سوچي په کنفرانس کې د وروستۍ بیانیې خطرناک مواد، د اساسي قانون د کمېټې تاسیس ده، چې بحرام ته یې سیاسي حللارې وړاندې کړې؛ خو په دې حللارو کې د توی شو وینو،کیمیاوي وسلو کارونکو او لسګونه نور هوایې بریدونه چې انسانان یې له خطر سره مخ کړي وو، هېڅ یادونه ونه شوه.

په پای کې اساسې پوښتنه دا ده: اسلامي امت څه وخت خپله اراده د استعماري ځواکونو له منګلو ازادوي؟ هغه استعمارګران چې تل په کمین کې دي ترڅو موږ ته ضرر راورسوي او د اسلامي خاورو د چارواکو لکه: د تهران ملایان، د قدس واکمنان، په انقره کې  د ارطغرل د سیرت حمل کوونکو او د د ډالرو په مقابل کې د پلورل شو ډلو په مرسته، د استانې د کنفرانس هوډونه کله د ترکیې او کله په مستقیم ډول پلې کوي؛ د اسلامي امت پر ضد پلان طرحه کوي.

ډاکتر عثمان بخاش

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي  دفتر رییس

له الرایه جریدې څخه اخیستل شوې

ژباړن: علي عمار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې