پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ترکمنستان دولت لکه د غلو غوندې د خپل رعیت له کورونو اوړه غلا کوي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د ترکمنستان دولت لکه د غلو غوندې د خپل رعیت له کورونو اوړه غلا کوي!

(ژباړه)

په دې وروستیو کې د ترکمنستان دولت د اوړو  او ډوډۍ له کمښت سره مخ دی. د ترکمنستان د بدیل نیوز خپرپاڼې د راپورونو پر بنسټ، دولت په اوس وخت کې خلکو ته په ورځ کې له یوې ډوډۍ زیاته هغه هم  یوازې په سهار مهال نه شي ورکولی. نانوایانې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی، د چارو پوهان څرکندوي چې دولت د دې یوې ډوډۍد ورکولو لپاره ټول اوسېدونکي نه شي اسیرولی. ټولې په پام کې نیول شوې ډوډۍ، حتی هغه ضایع شوې ډوډۍ چې وړاندې یوازې د ځینو یتیمانو له خوا اخیستل کېدلې، پای ته رسېدلې دي.

د ترکمن غږ راډیو «آزاتلیک شهر داش اغوز» د راپور پر بنسټ، د ترکمنستان د شمالي سیمې لوړپوړو له اوړو سره د کمښت له امله، د سیمې د اوسېدونکو د اوړو د صادرولو  هوډ کړی، څرنګه چې دغه حالت خلک د حیواناتو سبوس خوړلو ته اړ کړي، سبوس هم نه بس کېږي.

شته سرچینو ته په پام سره، ډېری وخت د سیمې اوسېدونکي د دولتي ادارو مخو ته د لاریون کوونکو په توګه راټولېږي، خو له بلې خوا دولت په توجیهي مذاکراتو سره چې مذهبي شخصیتونه او مشرانو ته پکې ګډون ورکوي، هڅه کوي ترڅو په خلکو کې بېرته سوکالي راولي. سیمه ییز پولیس خلک صف صف دروي او د ټولو لاریون کوونکو د اړیکو شمېرې اخلي او هغوی ته وعده ورکوي چې کله د پیرېدلو لپاره اوړه راغلل، تاسو ته به خبر درکول کېږي، د ترکمنستان لوړ پوړي او سیمه ییزې رسنۍ د خوراکي موادو د قیمت د لوړېدلو ته پاملرنه نه کوي، بلکې یوازې د دولت د اقتصادي تقلبي څېرې لپاره بازارموندنه کوي.

باید هېر نه کړو چې ترکمستان کابو پنځه میلیونه نفوس او د نړۍ یو پر څلورمه برخه د طبیعي ګازو زېرمې لري. د ترکمنستان لومړني ولسمشر صفر مراد نیازوف، په ۱۹۹۱کې له خپلواکۍ څخه وروسته اعلان کړه چې ترکمستان به دویم کویټ وي او د دغه هېواد ټول اوسېدونکي به د مرسدیس موټرو څښتنان شي. خو په بدل کې یې دوه کاله کېږي چې ترکمنستان د لومړنیو توکو له کمښت سره مخ دی او د ژمي په راتلو سره به د خوراکي موادو له نه شتون سره هم مخ شي، د «آزاتلیک» راډیو خبرو د دې هېواد وضعیت له دویم کویټ څخه ډېر لري وباله.

د کارپوهانو په خبره، ترکمنستان له خپلواکۍ راپه دېخوا د ډېر جدي اقتصادي بحران شاهد دی، چې د دغه بحران اصلي دلیل، د انرژۍ د سرچینو نړیوال نرخ راټيټدل دی، ځکه  د دغه هېواد اقتصاد په بنسټ کې د همدې سرچینو په ګټه پورې تړاو لري. سربېره پر دې په دغه هېواد کې د اقتصادي مدیریت کمزورتیا هم د یاد وضعیت لامل شوې ده؛ لکه څنګه چې دغې لوبې له ۱۰ تر ۱۵ میلیارده ډالرو لګښت درولود. د «آزاتلیک» تحلیلګران ادعا کوي کله به چې د آمو سیند له پل څخه موټرونه تېرېدل پولیسو به تلاشي کول او هر چا به چې د ۲۵ منات (ترکمني پولي واحد) په ارزښت اوړه لېږدول، جریمه کول به یې او د سرغړونې په وخت کې به یې ګواښل او اوړه به یې ترې اخیستل.

اې د ترکمنستان مسلمانانو! داسې ولسمشر چې خپل خلک یې په سخت فقر او لوږه کې ساتلي، حتي له کورونو څخه یې اوړه غلا کوي او هغه څوک چې غواړي له ګاونډیو هېوادونو څخه غنم صادر کړي، زنداني کوي یې او د غلو په شان یې موټر تلاشي کوي، اوړه یې مصادره کوي، ایا داسې کس د دې وړ دی چې پر تاسې حکومت وکړي او د چارو مسولیت مو پر غاړه ولري، په داسې حال کې چې ستاسو خاوره له طبیعي سرچینو څخه ډکه ده؟! د خوراکي موادو بحران چې خلک ورسره مخ دي، اساسا له ناسالم مدیریت، له کرنې او صنعت څخه نه ملاتړ، د دولتي مسولیت نه احساس او سرچینو ته اهمیت نه ورکولو پورې تړاو لري؛ ځکه په منځنۍ اسیا کې ځمکې حاصل ورکونکې وي او هره کرنه پکې وده کوي. امکان نه لري چې منځنۍ اسیا دې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ شي، مګر یوازې په مصیبتونو کې لکه وچکالي یا غیر مترقبه سیل چې له ځان سره ډېرې ویجاړۍ رامنځته کړي.

اوس د دې وخت رارسېدلی چې جنایتکار او ظالم دولتونه له منځه یوسو او په بدل کې یې د نبوت پر تګلاره اسلامي خلافت تاسیس کړو، داسې دولت چې خلیفه یوازې د اسلامي شریعت اړوند احکام پلې کړي او د خپل رعیت په حق کې له خپل مسولیت څخه ووېرېږي، لکه حضرت عمر قاروق رضی الله عنه چې کله ماشومان په لوږه ولیدل، له بیت المال څخه یې اوړه او غوړي واخیستل، پخپله یې خواړه چمتو او د هغوی په خوله کې  ورکړل. هو، هغه وخت به مسلمانان له بیکارۍ، فقر، د ژوند له فشارونو، قطحۍ او کړکېچونو خلاص او د هغه څه په ادا کولو چې الله سبحانه وتعالی پرې فرض کړي یعنې د الله سبحانه و تعالی د رضایت په لاسته راوړلو به بوخت شي.

له الرایه جریدې څخه اخیستل شوې

لیکواله: مخلصه ازبکي             

ژباړن: فیاض

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې