پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
1.	رمضان میاشت، د فتحو او برياليتوبونو میاشت ده
بسم الله الرحمن الرحيم
1. رمضان میاشت، د فتحو او برياليتوبونو میاشت ده

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او هم له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او همدارنګه پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي. اما بعد:  

د ایمان وروڼو! په دغه مبارکه ورځ کې زموږ د موضوع عنوان: (رمضان میاشت د فتحو او بريو میاشت) دی. هو، د رمضان میاشت د برياوو او فتحو میاشت ده، زموږ سترو نیکونو په رمضان کې سترې او غوره برياوې تر لاسه کړي دي، چې لاندې یې ځينې بیانوو:  

  • د بدر د غزا ورځ د رمضان په میاشت کې وه. دغه ورځ د بېلتون (فرقان) ورځ ونومول شوه، ځکه الله سبحانه وتعالی په دغه ورځ کې حق او باطل یو له بله بېل کړل او په دغه ورځ مسلمانانو په خپل تاریخ کې د اسلامي دولت تر سیوري لاندې د خپل نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشرۍ د لومړي ځل لپاره پر کفارو نظامي بری تر لاسه کړ او دغه بریا د رمضان مبارکې میاشتې په اولسمه ورځ تر لاسته شوه.
  • همدارنګه مکه معظمه د هجرت په اتم کال په رمضان مبارکه میاشت کې فتحه شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته ننوت او د مکې بُتان یې ټول مات کړل. لات، منات او عزی بتان یې له منځه يووړل. په دغه وخت کې یې دا آیت تلاوت کاوه:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا

[الأسراء: ۸۱]

ژباړه: ووايه اې محمده صلی الله علیه وسلم! حق راغی او باطل له منځه لاړ او یقیناً باطل له منځه تلونکی دی.

  • دغه‌راز د هجرت په اته اتیایم کال په رمضان مبارکه میاشت کې د اروپا زرغونه ټاپوزمه اوسنۍ هسپانيه او اسلامي اندلس فتحه شو.
  • د بلاط د شهیدانو جګړه د هجرت په ۱۱۴ کال د رمضان په لومړۍ نېټه رامنځته شوه، په دغه مهال اسلامي دعوت او مسلمانان د فرانسې کلاګانو ته ورسېدل.
  • د عموریه ښار د یوې بندي مېرمنې له آواز وروسته چې له معتصم خلیفه څخه یې مرسته وغوښته او دا له رومیانو سره بندي وه، داسې ناره یې وکړه: وامعتصما! د دغې نارې په وسیله عموريه د هجرت په ۲۲۲ کال د رمضان په شپږمه فتحه شوه.
  • د حطین جګړه د رمضان په میاشت کې د صلاح الدین ایوبي رحمه الله په مشرۍ رامنځته شوه او د صليبيانو پر وړاندې يې لوی بری پکې ترلاسه کړ.
  • دې ته ورته د عین جالوت جګړه د سلطان قطز په مشرۍ ترسره شو.
  • او همدارنګه د عثماني سلطان محمد الفاتح رحمه الله او د هغه د پوځیانو فتحې د هېرېدو نه دي. د هغوی په لاس مسلمانانو د روميانو پر امپراطورۍ د هجرت په ۸۲۶ کال ستر بری تر لاسه کړ او بری یې د قسطنطنیې ښار فتحه کول وو. دغه ښار د بیزانس امپراطورۍ پلازمېنه وه او همدارنګه د کینه کښو او کافرو پاپانو د کلیسا ځای و. سلطان محمد فاتح په رمضان کې ور ننووت او تر ده وروسته یې روژه نیونکي پوځیان ورننوتل. د ننوتلو پر مهال یې د الله اکبر، الله اکبر، الله اکبر! نارې وهلې او د خپل نبي صلی الله علیه وسلم په زیري سره بریالي او خوشحاله شول؛ هغه دا چې «لتفتحن القسطنطينية، فلنعم الأمير أميرها ولنعم الجيش ذلك الجيش» يعنې: د قسطنطنیې ښار به فتحه کېږي او هغه فوځ به د وخت غوره پوځ او د امير به یې تر ټولو غوره امير وي. فاتح قسطنطنیه په اسلام بول (دارالاسلام) ونوموله، چې معنا یې د اسلام ښار دی او استانبول د عثماني خلافت د ډېرو دورو پلازمېنه پاتې شوه.

د ایمان وروڼو! دغه د مسلمانانو حال و، کله چې هغوی خلیفه درلود، له یوې فتحې څخه تر بلې، له یوه بري څخه تر بله او له یوه عزت څخه تر بل عزت پورې مخ پر وړاندې روان وو. خو نن ورځ زموږ دغه ۹۷مه روژه ده چې موږ یو دوست له لاسه ورکړی او زموږ له ټولي څخه د مؤمنانو امیر، د مسلمانانو خلیفه او هغه ډال چې تر شاه یې جنګ کېده او په هغه سره به ځان ژغورل کېده، شتون نه لري.  

موږ په ۹۷مه روژه کې داخلیږو، خو بیا هم د کفري احکامو تر سیوري لاندې د اسلام له ځواک او دولت پرته ژوند کوو. د خلافت دولت د عزت او دبدبې او ځواک دولت دی. موږ ۹۷ مې روژې ته داخلیږو، خو زموږ حال له بد څخه په بدتر بدلېږي. له وژنې نیولې تر بريدونو او له کلابندۍ څخه تر لوږې پورې! د آباديو له ړنګونې او تباه کولو څخه د ژوند تر تنګسې پورې! د دښمنانو لخوا د هېواد په پلنوالي او اوږدوالي کې د ثروتونو او خیراتونو له چور کولو او استعمارولو نیولې او زموږ په مرۍ تر پښو اېښودو پورې! موږ مسلمانان ټولو کفارو له یوې لیندۍ څخه ويشتلي یو، د صلیبيانو د روانې جګړې موخه زموږ دین او عقیده ده او ګومان نه کوم چې په دغه خبره به څوک نه پوهېږي او هغه څه چې شوي او یا تر سره کېږي ټول صلیبي بريدونه دي، چې مشري يې امریکا او لکۍ یې د بریتانیا او یهودي رامنځته شوي دولت پر غاړه ده. د اروپايي دولتونو له تبريکۍ سره کیږي ټول صلیبي حملېکړ او د نورو شرقي او پاتې لویدیځو دولتونو له چوپتيا، مرستې او خوښۍ څخه نیولې د مسلمانانو د چارواکو تر ذلت او خیانت پورې.   

پر افغانستان له صليبي يرغل څخه نيولې، تر سوريې، برما، فلسطین، عراق، پاکستان، لبنان او غزې پورې او همدارنګه دا هم له یاده ونه باسو چې زموږ سپيڅلو ځایونو، زموږ پيغمبر، سید او حبیب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هغه سپکاوي چې څو څو ځله تکرار شول او هم مو سپيڅلی کتاب قران کریم له یاده ونه وځي چې له سپکاوي څخه نه دی پاتې شوی.

نو زما مؤمنو وروڼو! ایا دا نه خوښوئ چې د خپلو سترو نیکونو لويي، مجد او دبدبه په رمضان میاشت کې بېرته تر لاسه کړئ؟ ستاسو د هغو نیکونو ستر او لوړ بري چې په رمضان میاشت کې یې تر لاسه کړي وو. ترڅو زموږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه زیری حقیقت ومومي، چې زموږ په وخت کې د لومړيو پاپانو د روم د کلیسا فتحه ده؟ ایا نه غواړئ چې د عزت او کرامت ورځې تر لاسه کړئ؟ ایا نه غواړئ چې د بریالیتوبونو او فتحو ورځې راژوندۍ کړئ؟ ایا د الله سبحانه وتعالی ملاقات نه خوښوئ؟ ایا نه غواړئ چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې شهیدان شئ؟ ایا نه غواړئ چې د الله سبحانه وتعالی خوښي تر لاسه کړئ؟ ایا د جنت مینه نه لرئ؟ که دغه ټولې ستاسو ارزوګانې وي، نو راځئ چې یو ځای د الله سبحانو وتعالی په ورځو کې د الله سبحانه وتعالی د پوځیانو په بڼه زیار، مبارزه او کار وکړو او د هغه سبحانه وتعالی نصرت د ژوند په ټولو برخو کې د الله سبحانه وتعالی د شریعت په حاکمولو او د احکامو په تطبیقولو او له نبوي منهج سره سم د دویم ځل لپاره د راشده خلافت په رامنځته کېدو کې بشپړه ونډه واخلو. 

او په پای کې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی دې وکړي چې د رمضان میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن پوځیان وګرځوي، د اسلامي امت لپاره د عزت، لویئ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی دې زموږ دغه ارزوګانې په نږدې وخت کې زموږ پر لاسونو د رمضان په مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت د دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار پوځیان مو وګرځوه!

آمین

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.

ليکوال: استاد محمد أحمد النادي

Last modified onدوشنبه, 21 می 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې