جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ستبداد تېر شو؛ خو پای ته نه دی رسېدلی او تر هغه به روان وي چې د الله سبحانه و تعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت نه وي پلي شوي
بسم الله الرحمن الرحيم
ستبداد تېر شو؛ خو پای ته نه دی رسېدلی او تر هغه به روان وي چې د الله سبحانه و تعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت نه وي پلي شوي

د هیواد لپاره یو مهمه او تاریخي شېبه هغه وه، چې باریسان ناسیونال (BN) د پنجشنبې په ورځ  د ۱۴ ام پړاو عمومي ټاکنې وبایللې، هغوی له تېرو ۶۰ کلونو څخه زیات پر دغه هیواد حاکم وو. باریسان ناسیونال یوازې د ۲۲۲ پارلماني څوکیو له ډلې ۷۹ څوکۍ ترلاسه کړې په داسې حال کې، چې د پاکاتان هارپن (PH) ایتلاف چې د فریبومي برساتو مالیزیا (PPBM) ګوند، کعادیلن رعیت (PKR) ګوند، ډیموکراتیک اکشن (DAP) ګوند او امانة نګارا (Amanah) ګوندونه پکې دي، د پارلمان ۱۱۳ څوکۍ ترلاسه کړې.  په پاتې څوکیو کې اسلام سي مالیزیا (PAS) ګوند ۱۸، وارثان صباح ګوند ۸، سولیډرټي تناه اریکو یوه او خپلواکو نوماندانو ۳ څوکۍ خپلې کړې. تاریخي شېبه هغه مهال وه، چې  پاکتن هارپن (PH) ایتلاف وتوانېد جوهور، نګاري سمبیلان او ملاکا ایالتونه خپل کړي. دا ایالتونه له ډېره وخته د باریسان ناسیونال (BN) ګوند د نفوذ سیمې او سنګرونه وو. په سلنګور، پیراک، قدح او پینانګ ایالتونو کې پاکتن هارپن (PH) ایتلاف وتوانېد چې واک خپل کړي دغه راز د ډاکټر مهاتهیر محمد له لورې په ۹۲ کلنۍ کې د لمړي وزیر په توګه د لوړې ترسره کول یو بله تاریخي شېبه وه.

تر دا مهاله د هیواد سیاسي فضا باثباته برېښي. که د ډاکټر مهاتهیر محمد هغه اعلان پر خپل ځای پرېږدو، چې له مخې یې پاچا (یانګ دې پرتوان آګونګ) هوکړه کړې، چې انور ابراهیم ته شاهي عفوه اعلانوي او په دې سره به د لمړي وزیر پخوانی مرستیال ژر خوشې شي. دا به بیا ده ته لار پرانیزي چې مهاتیر یې ځای ناستی شي او هر څه به د پلان له مخې تر سره شي.

په روانې تودې سیاسي فضا کې حزب التحریر ـ مالیزیا په ډاګه کوي:

۱- پخواني حاکم ګوند ته!

موږ په وار وار تاسو ته یادونه کړې، چې الله سبحانه و تعالی تر هر چا ځواکمن دی او ورته اسانه ده چې په هر وخت کې له تاسو څخه واک بېرته واخلي. موږ تاسو ته څو ځله یادونه کړې، چې ستاسو دنده د الله سبحانه و تعالی قانون په بشپړه توګه پلي کول دي، خو تاسو مغروره یاست، هېڅکله مو غوږ کېنښود او زموږ سلا مشورې مو له پامه وغورځولې. څومره مو چې په توان کې وو، همغومره مو د خلکو او حزب التحریر پر وړاندې له بې عدالتیو څخه کار واخیست. اوس الله سبحانه و تعالی له تاسو څخه د هغو خلکو پر مټ واک واخیست، چې له کلونو راهیسي تاسو پرې تېری کاوه. تاسو په دې نړۍ کې الله سبحانه و تعالی هېر کړی او په رښتیا سره به تاسو په اخرت کې د الله سبحانه و تعالی له لورې له پامه وغورځول شئ. تاسو په دې نړۍ کې خپله جزا ولیدله او که مو توبه ونه ایستله تر دې سخته لویه جزا به مو په اخرت کې انتظار کوي. دغه راز باید پوه شئ د هغې ماليزیایي- نژاد پرستۍ ننګه مو چې کوله د اکثریت خلکو له لورې رد شوه او تر ټولو مهمه د پام وړ دا ده چې نژاد پرستي حرامه او اسلام منع کړې.

۲-  نوي حاکم ګوند ته!

تاسو د خلکو له لورې غوره شوي یاست او واک ته د الله سبحانه و تعالی په خوښه رسېدلي یاست. زموږ لمړنۍ او تر ټولو مهمه لارښونه تاسو ته دا ده، چې باید الله سبحانه و تعالی مو په یاد وي او هېڅکله هغه سبحانه و تعالی د حکومت کولو پر مهال مه هېروئ! کله هم د تېر رژیم په څېر له تکبر څخه ډکه، حریصه او ناعادلانه کړنلاره مه غوره کوئ. تاسو په خپلو سترګو ولیدل، چې څه ډول الله سبحانه و تعالی د تېر رژیم واک له منځه یووړ او دا هغه سبحانه و تعالی ته ډېره اسانه ده. نو ځکه مو تل په یاد وي چې الله سبحانه و تعالی ته د واک بېرته اخستل ډېر اسانه دي، چې پر تاسو یې لورولی. په رښتیا سره دا واک یو باور دی او الله سبحانه و تعالی به يې په آخرت کې درنه خامخا پوښتنه کوي. باور یعنې څه؟ باور یعنې په هغه څه حکم وشي کوم چې الله سبحانه و تعالی رالېږلي دي! پر تاسو فرض ده، چې د تېر وخت ټول هغه نظامونه او قوانین ګوښه کړئ، چې له ښکېلاک څخه را پاتې دي او پر ځای یې د الله سبحانه و تعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه قانون جوړ او پلی کړئ. په دې توګه درته یادونه کوو، چې تاسو د اسلام د بشپړ پلي کېدو په موخه مکلف یاست. که څه هم موږ پوهیږو چې تاسو به دا چاره ترسره نه کړی؛ خو بیا هم موږ تاسو ته د دې مسولیت یادونه کوو، ترڅو په اخرت کې مو الله سبحانه و تعالی ته د دې مسولیت په اړه ځواب ویلی وي. په رښتیا سره دا باور به ستاسو پر اوږو لوی پېټی وي او هغه څوک به ډېر د افسوس وړ وي چې په دې برخه کې غفلت وکړي.

۳-  هغه اسلامي ګوند ته، چې په دغو ټاکنو کې سیالۍ ته را وړاندې شوی و!

له خپلو ځانونو سره محاسبه وکړئ، چې ولې اسلامپالنه د خلکو له لوري رد شوه او همداراز تاسو په وړوکې او محدوده بریا مه ویاړئ. رښتیا هم دا هیڅ د ویاړ ځای نه دی چې د الله سبحانه و تعالی قانون د له پلي کېدو پاتې شي. تاسو به ښایي ځینې څوکۍ ګټلې وي؛ خو حقیقت لا هم څرګند دی چې اسلام لا بریا نه ده موندلې. موږ په وار وار تاسو ته یادونه کړې او لا به یې یادوو، هغه سیاسي مبارزه چې د بې ایمانه لوېدیځ په دیموکراتیک نظام کې ترسره کېږي هېڅکله به هم اسلام ته بریا ور نه کړي. ځکه دیموکراسي د اسلام د بریالي کېدو په موخه نه، بلکې د لوېدیځ له لورې داسې ډیزاین شوې چې د اسلام مخه ډپ کړي.

۴- هغه کسانو ته چې په رښتیا سره غواړي اسلام بریا ومومي!

ستاسو په منځ کې داسې کسان شته چې نه غواړي په پارلمان کې غیر مسلمانان په واک کې وویني.  دا خواشینونکې ده چې هر څه په خپله منځته نه راځي، دیموکراسي ده چې غیر مسلمانانو ته په پارلمان کې د ګډون اجازه ورکوي! ان اسلامي ګوند په خپله دې ته زمینه برابره کړې، چې کافر نوماندان پارلمان ته لاره پیدا کړي! له دې امله څه ډول به د اسلام د بشپړ پلي کېدو هیله ولرو، چې نظام په خپله غیر مسلمانانو ته د واک ته رسېدو اجازه ورکوي! تاسو باید پوه شئ چې اسلام به هیڅکله هم د دیموکراټیک نظام په اډانه کې بریا ونه مومي. سربېره پر دې که د پارلمان ټول واک له مسلمانانو سره وي بیا هم بې ګټې دی. ځکه د الله د حق پر وړاندې قانون جوړونه د دوی له لورې غصب شوې.

ای مسلمانانو!

تاسو په څوارلسم پړاو ټاکنو کې وښودله چې تاسو په هیواد کې د ظلم او ناعادلانه رهبرۍ تر سیوري لاندې له ژوند کولو وروسته بدلون غواړی. ستاسو دې په یاد وي چې بې عدالتي به تر هغې دوام مومي چې د الله سبحانه و تعالی قانون نه وي پلی شوی. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾

[المائده:۴۵]

ژباړه: او کوم خلک چې د الله سبحانه و تعالی له نازل شوي قانون سره سمه پرېکړه ونه کړي، هم هغوی ظالمان دي.

له دې امله د هر هغه چا چې د هیواد واکمني په لاس کې وي او هغه څه نه پلي کوي چې د الله سبحانه و تعالی له لورې راغلي وي؛ بیا نو په رښتیا سره دوی ظالمان او په استبداد سره واکمني کوي. هغه مهال به په ریښتنې توګه استبداد له منځه لاړ شي، چې کله د الله سبحانه و تعالی قانون په پوره توګه پلی شي. تر هغې چې د هیواد نظام له دیموکراسۍ او سیکولریزم څخه اسلام ته بدل نه شي، تل به بې عدالتي او استبداد وي. ریښتنی عدالت به هغه مهال تر لاسه شي چې کله موږ د شریعت تر سیوري لاندې ژوند وکړو او شریعت یوازې په ریښتنې توګه هغه مهال راتلای شي چې اسلامي دولت (خلافت) شتون ولري.

د باریسان ناسیونال (BN)  له ناکامۍ، تکبر، حرص او تر دومره ډېرو کلونو وروسته ظلم څخه دا جوتېږي، چې د اسبتداد دور له منځه ځي. خو بیا مو هم په یاد وي چې په بشپړه توګه استبداد هغه مهال له منځه ځي، چې کله پر هیواد د خلیفه له لوري د الله سبحانه و تعالی د کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم حکومت پیل شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: د حزب التحریر مالیزیا ویاند عبدالحکیم عثمان

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې