جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له معنوي  پلوه د روژې عبادت بايد احساساتي نه؛ بلکې له اخلاص او زغمه ډک وي
بسم الله الرحمن الرحيم
له معنوي پلوه د روژې عبادت بايد احساساتي نه؛ بلکې له اخلاص او زغمه ډک وي

یو وخت یوې صحابې مېرمنې نصيبه بنت کعب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل، چې په قرآن کې خو يوازې د نارينه‌و يادونه شوې او د ښځو اهمیت په کې له پامه غورځول شوی. نو په اړه یې لاندې ايات نازل شو.

﴿اِنَّ المُسلِمِينَ وَالمُسلِمٰتِ وَالمُؤمِنِينَ وَالمُؤمِنٰتِ وَالقٰنِتِينَ وَالقٰنِتٰتِ وَالصّٰدِقِينَ وَالصّٰدِقٰتِ وَالصّٰبِرِينَ وَالصّٰبِرٰتِ وَالخٰشِعِينَ وَالخٰشِعٰتِ وَالمُتَصَدِّقِينَ وَالمُتَصَدِّقٰتِ وَالصَّآئِمِينَ وَالصّٰٓـئِمٰتِ وَالحٰفِظِينَ فُرُوجَهُم وَالحٰـفِظٰتِ وَالذّٰكِرِينَ اللّٰهَ كَثِيرًا وَّالذّٰكِرٰتِ اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُم مَّغفِرَةً وَّاَجرًا عَظِيمًا﴾

[الاحزاب:۳۵]

ژباړه: له شکه پرته مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې، مومنان نارينه او مومنې ښځې، امر منونکي نارينه او امر منونکې ښځې، ريښتیني نارينه او ريښتینې ښځې، صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځې، د الله پر وړاندې سر ټيټونکي نارينه او سر ټيټونکې ښځې، خيرات ورکوونکي نارينه او خيرات ورکوونکې ښځې، روژه نیونکي نارينه او روژه نیونکې ښځې، پاک لمن نارينه او پاک لمنې ښځې، د الله ډېر ډېر يادونکي نارينه او د الله ډېر ډېر يادونکې ښځې دا (لس واړه ډوله) خلک هغه کسان دي، چې الله د هغوی لپاره بښنه او لوی اجر چمتو کړی دی.

د همدې ايات له مخې په اسلام کې نارينه او ښځې د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې له يو ډول ثواب او اجر څخه برخمن دي. له دې ايت څخه ښکاري، چې الله سبحانه و تعالی ته جنسيت نه بلکې تقوا ارزښت لري. هغو متقیینو چې په نړۍ کې يې خپل ټول ژوند د خپل پالونکي له اصولو سره سم جوړ کړی وي، نو دغو واقعتونو ته په کتو سره مسلمانې ښځې بايد پوه شي، چې د روژې مبارکه مياشت د ښځو او نارينه‌وو لپاره يوه ځانګړې مياشت ده او د دې يادونه نه ده شوې چې زيات خواړه د تيار شي، بلکي د الله رضا او زيات ثوابونه د په دې مبارکه مياشت کې ترلاسه شي، چې هر نيک عمل له ۷۰ ځله زيات ثواب لري او هر هغه څوک چې الله ته ريښتینی وي، له پورتني ايت سره سم که د الله سبحانه و تعالی خوښه وي بښل کېږی او زيات اجر ترلاسه کوي!.

که د اسلام او صحابوو تېر تاريخ ته ور وګرځو راته جوته به شي، چې د روژې په مياشت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه صحابه وو په زړونو کې څومره تقوا او اخلاص وو. دوی به زموږ په څېر روژه نيوله، د شپې به يې لمونځونه کول، بې وزلې روژه نيونکي به يې مړول او همدارنګه صدقه به يې ورکوله، له دې سره سره به یې په دې سپېڅلي میاشت کې فتوحات کول، سیاسي معاهدې به یې کولې او د ټول اسلامي امت چارې به یې پر غاړه اخيستې وې.

مسلمانانو په دې سپېڅلې میاشت کې ځينې د پام وړ فتوحات کړي دي، لکه: د بدر غزا چې د جمعې په ورځ د روژې پر اوولسمه وشوه او په دې جګړه کې الله سبحانه و تعالی مسلمانانو ته برۍ ورپه برخه کړ. همداراز د حدیبیې تړون له ماتولو سره سم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته موکه برابره شوه، چې په اتم هجري کال د روژې پر ۲۰مه له کومې جګړې پرته مکه فتحه کړي. بله بریا  په ۹۲ هـجري کال کې د ویزغوتیانو له ظالم پاچا رودريک (Roderic of the Visigoths) څخه د اسپانيې ازادول و،چې طارق بن زياد د ويزغوت پوځ په ماتې سره د اندلس طلايي لړۍ پيل کړه، چې ۷۰۰ کاله مسلمانان پرې واکمن وو. مغولي امپراطوري هم د روژې په مياشت (۶۵۸هـ) کې ړنګه شوه او په اسیا کې مغول هغه ښکېلاکګر قوم و، چې د خپل ښکېلاک په لاره کې به يې هر څه له منځه وړل. الله سبحانه و تعالی د مصر له مملوک څخه سيف الدين قدس راپورته کړ، ده ټول اسلامي پوځ یو موټی کړ او په عین جالوت کې یې مغول له ماتې سره مخ کړ. په ۵۸۲ م کال کې د صلاح الدین ایوبي له لوري د فلسطين ازادي هم له پامه نه شي غورځېدلی او دا په اسلامي تاريخ کې ډېره مهمه جګړه بلل شوې ده، چې په يوه ورځ کې یې د صلیبیانو رېښې له سټې وایستې او فلسطین یې ازاد کړ.

صحابه‌وو او صحابي ښځو په دې لويو جګړو کې ګډون درلود. د هغوی له ډلې څخه روفيضه بنت سعد الاسلمیه وه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې د اسلام لمړنۍ نرسه ګڼل کېږي او دغې مېرمنې د روژې میاشت د بدر په غزا کې د زخميانو درملنه کوله. یوه بله بېلګه ليلا الغفاريه ده ، چې دې هم په غزاګانو کې برخه اخيستې وه؛ اوبه يې وړلې او د زخميانو درملنه به يې کوله. بله صحابیه ام ضحاک بنت مسعود ده، چې په غزاګانو کې يې برخه اخيستله او د نارينه و په څېر به په غنیمت کې ونډه ورکول کېده. زموږ مسلمانو ښځو لپاره يوه بله بېلګه ام سلمه ده، چې د اسلام په تاريخ کې يې په ډېرو مهمو غزاګانو کې برخه اخيستې ده. نوموړې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای د بني مسطلق، طايف، خيبر، حنين په غزاګانو او د مکې د فتحې په غزا کې، چې د روژې په مبارکه مياشت کې شوې وه، برخه اخستې. نوموړې د حديبیې او رضوان تاريخي تړون د امضاء کېدو پر مهال هم شتون درلود.

البته دا د صحابي ښځو يو څو بېلګې وې او دوی زموږ لپاره نن ورځ يوه نمونه ده. دوی  زړه ورې، اخلاصمنې او تقوا لرونکې مېرمنې وې، چې د ژوند په ټولو برخو کې به یې د اسلام د پراخوالي لپاره کار کاوه او دا هر څه يې د روژې په مياشت کې ترسره کړي. تېرو مسلمانانو خپل ژوند د نفسي غوښتنو پر بنسټ ځانګړو عبادتونو ته نه و وېشلی. دوی د روژې په مياشت کې د احساساتي غوښتنو له مخې عبادت نه کاوه، چې د تدین د غریزې پر مټ خپل وخت یوازې لمانځه، روژې نيولو او د قران کريم تلاوت ته ځانګړی کړي. بلکې دوی به اسلام د ژوند د معیار په توګه د ژوند په ټولو اړخونو کې په پام کې نیوه او يو ځانګړی فرق يې دا و، چې روژې میاشتې ته یې د لویو اجرونو د ترلاسه کولو په موخه خورا ارزښت ورکاوه او له همدې امله به روژه دوی ته سپېڅلې میاشت وه.

له همدې امله اسلامي امت ته په کار ده، چې د تېرو متقینو پر پلونو پل کېږدي. د صحابه وو او صحابي ښځو په څېر د روژې میاشتې واقعي مفهوم د ژوند یوه برخه وګرځوي.

 په پايله کې د روژې په میاشت کې او له روژې وروسته پر نبوې طریقه باندې د خلافت بيا ځلي راتګ ته کار کول فرض دي، ځکه امت ډال نه لري او دا د هر نارینه او ښځینه دنده ده چې د دغې ټاکلې موخې لپاره هڅې وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې ته

لیکواله: امانه عابد

ژباړن:افغان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې