سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ترکیه کې د امریکا د ډالرو لوبه!
بسم الله الرحمن الرحيم
په ترکیه کې د امریکا د ډالرو لوبه!

امریکا د ترکیې پر وړاندې اقتصادي جګړه پیل کړې. واک ته د ټرمپ له رسېدو را په دېخوا د قدرت او تسلط لپاره د امریکا حرص زیات شوی. د ټرمپ دا خبره « تر هر څه مخکې امریکا » یوازې یو شعار نه دی، بلکې د بهرني سیاست اساس یې جوړوي. پخوا هم همداسې وو؛ خو اوس یې نوی اړخ نیولی ځانغوښتنه او غرور یې د ډیپلوماسۍ په اصل اوښتی.

امریکا په ښکاره ټولې نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې موږ د نړۍ خانان یو او ټول هیوادونه او نړیوالې موسسې باید زموږ په خوښه کار وکړي. ایران او ترکیه خو پرېږده؛ خپل ملګري هیوادونه یې؛ انګلیستان، کاناډا، اسټرلیا او اروپایي اتحادیه هم له دغې پالیسۍ مستثنی نه دی.

امریکا متحده ایالات د ۲۰۰۸ کال له سختو اقتصادي کړکېچونو وروسته د خپلې اقتصادي پیاوړتیا او ډالرو د ودې لپاره خورا تدابیر نیسي. فدرال له نورو مرکزي بانکونو سره یو ځای مالي مارکېټونو ته د ډالرو د سېلاب په لېږلو او د نړۍ به ګوټ ګوټ کې د امریکا په پورونو سره، د نړیوال مالي کړکېچ په تثبیت کولو کې بریالی رول ولوباوه. نوو راپورته شوو اقتصادونو کولای شوای په ډېره اسانۍ د په  (0 - 0.25)  سلنه  سود امریکایي ډالر لاسته راوړي. په ۲۰۱۴ کې د دغه مالي ریکارډ کچه څلور برابره شوه او ۴،۵ ټریلیونه ډالرو ته رسېده. په ۲۰۱۷ کې یې له مالي مارکېټونو څخه د امریکایي ډالرو په بېرته ټولولو او د سود په ډېرولو سره د توازن نارمل کول پیل کړل. دغه کار د سیمه ییزو پیسو د ارزښت په راټیټولو او د امریکایي ډالرو په قرض اخیستلو مستقیم اغېز وکړ چې اوس څو چنده شوي او په سیمه ییزو پیسو یې ورکړه، تقریبا ناشونې ده ځکه له یوې خوا یې ارزښت کم دی او له بل اړخه ډالر لږ شوي دي. همدا مسله په ترکیه او د ترکیې پیسو YTL کې هم وه.

د ترکیې لپاره دا د دوخت مسله وه چې ځان یې په داسې کپیټلېسټ مالي جال کې واچاوه چې کنټرول یې د امریکا په لاس کې دی. د ترکیې پر فولادو او المونیمو باندې د تعرفو د وضع کولو لپاره د ټرمپ یو ټویټ کافي و چې د ترکي لیرې ارزښت په څو ثانیو کې راټیټ کړي.

دا خبره د د امریکايي کشیش برنسن پر سر د ترکیې او امریکا تر منځ د اختلاف لپاره نه ده. دا یوازې د امریکا یوه پلمه وه چې په ترکیه کې خپله اجینډا پلې کړي. لکه څنګه چې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډیرس وویل: « د برنسن په ازادېدو به پر فولادو وضع شوې تعرفې لېرې نه شي. تعرفې د ملي امنیت خبره ده.» ټرمپ د خپلو ښي اړخو مسیحیانو او نشنلستانو د ډاډ لپاره وویل «انډري برنسن، په امریکا کې یو محترم شخص او مسیحي رهبر، په ترکیه کې بې دلیله محاکمه او ځورول کېږي» اردوغان بهرنیان ملامت کړل او د «که دوی ډالر لري، موږ هم خدای لرو»په ویلو یې ناسم اسلامي احساسات تحریک کړل، په دې توګه یې خپلې د تېرې لسیزې هغه فاجعه امیزه اقتصادي پالیسۍ د پردې شا ته کړې چې په پایله کې یې ترکیه په بهرنیو قرضونو کې غرقه کړه او په پراخه کچه یې کپیټلیسټ اقتصادي نظام پلی کړ.

ترکیه ډېره مخکې له دغه پلان شوي کړکېچه خبره وه. له همدې امله اردوغان عمومي ټولټاکنې ۱۸ میاشتې رامخکې کړې، څو دغه اقتصادي ناورین ته چې له امله یې د ترکیې پولي واحد لېره سخته راټيټه شوله چمتووالی ولري. د ده له ټاکل کېده وروسته، نوی انتخاب شوی نظام خوندي و، په سوریه کې د ترکیې رول کم شو او امریکا د خپلې برترۍ او نفوذ په خوندي کولو سره خپلو موخو ته ورسېده بیا یې له ترکیې سره اقتصادي جګړه پیل کړه.

له نورو دولتونو سره د امریکا اړیکې پر ګټه ولاړې دي، کله چې خپله ګټه لاسته راوړي او خپلې موخې ته ورسېږي، بیا اړیکه ارزښت نه ورته لري. ترکیه باید پوهه شي چې یو کفري هېواد هېڅکله د مسلمان ملګری نه شي کېدی. دوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي. عثمانیانو به ویل:  د خوک غوښې خوړونکی، نه ملګری کېږي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

[المایده: ۵۱]

ژباړه: اې مومنانو! له یهودانو او عیسویانو سره دوستي مه کوئ، ځکه دوی یو دبل دوستان دي او که چا دوستي ور سره وکړه، نو بیا د همدوی دی، الله ظالم قوم ته هدایت نه کوي.

 

اوکې پالا

په هالنډ کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

Last modified onسه شنبه, 18 سپټمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې