جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
زموږ مسلمان مشران د الولاء والبراء مخالفه مفکوره لري
بسم الله الرحمن الرحيم
زموږ مسلمان مشران د الولاء والبراء مخالفه مفکوره لري

﴿مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا﴾

[النساء:۸۵]

ژباړه: څوک چې د نېکۍ سپارښتنه(شفاعت) وکړي، هغه به له هماغې (نېکۍ) څخه برخه ترلاسه کړي او څوک چې د بدۍ سپارښتنه وکړي هغه به له هماغې(بدۍ) څخه برخه ترلاسه کړي او الله پر هر شي قدرت لرونکی دی.

هغه ناورین چې په یمن کې رامنځته شوی ټولو ته څرګند دی. د یونېسف سازمان سیمه‌ییز مشر ګیرټ کافیلاري(Geert Cappelaere) د وینا پر بنسټ، یمن د ماشومانو د هستوګڼې لپاره دوزخ ګرځېدلی دی. د دې سازمان د اټکل له مخې یمن هغه ځای دی چې نږدې هره ورځ پکې ۱۳۰ ماشومان له لوږې او د ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي. هره شېبه د دې شونتیا شته چې حالت د جګړې د شدت او پر بندرونو د بندیزونو د دوام له امله لا کړکېچن شي.

د دې جګړې واقعي قربانیان بې ګناه مسلمان ماشومان، مېرمنې او د ډېر عمر لرونکي کسان دي چې په دې جګړه کې لوړې بیې پرې کوي او دا په داسې حال کې چې دا د دوی خپله جګړه نه ده. دا د لمر په څېر روښانه ده چې دغه د انګلیس او امریکا جګړه ده او د هغو مسلمانو ګوډاګیانو په مرسته یې پر مخ وړي، چې د دوی له خوا ګمارل شوي او نوموړي ګوډاګیان د خپلو بادارانو د ښېلاک لپاره هڅه کوي چې خپلې خاورې او طبعي سرچینې د هغوی په واک کې ورکړي.

ډېر مسلمان هیوادونه د خپلو خاینو مشرانو په مرسته په جګړه کې ښکېل دي او د امریکا په لارښوونه د سعودي عربستان له لوري دغه روانه جګړه تمویلېږي او سعودي عربستان د دې جګړې ترشا ستر بسپنه ورکونکی هیواد دی.  دوی له حوثیانو سره د جګړې په موخه عربې اییتلاف رامنځته کړ. په دې جګړه کې د سعودیانو او هم د حوثیانو د ملاتړ لپاره ډېر مسلمان هیوادونه ښکېل دي، لکه کویټ، متحده امارات، بحرین، مصر، مراکش، اردن، سوډان، ایران او پاکستان.

امریکا خپله په یمن کې ډېر هوايي بریدونه ترسره کړي دي او همداراز یې د سعودي په مشرۍ د عربي اییتلاف د جنګي الوتکو د ملاتړ لپاره د وسلو مرسته کړې، په ځانګړې توګه ۲۲۷کیلو ګرامه د لاک هېډ مارټین(Lockheed Martin ) له لوري جوړ شوي لیزري بمونه چې له امله یې ۴۰ زده کوونکي د سفر پر مهال ووژل شول. دغه راز د امریکا بحري ځواکونو یو شمېر بېړۍ ولېږلې، چې په دې بېړیو کې لویه جنګي بېړۍ د (USS Boxer) په نامه او دوو نورو وسلوالو جنګي بېړیو شتون درلود. انګلستان او فرانسې هم په خپل وار د دې جګړې د ملاتړ لپاره د وسلو او استخباراتي معلوماتو په برخه کې مرسته کړې.

هغه څه چې هر مسلمان وګړی اندېښمن کوي، دا دی چې په دغې جګړه کې د بې ګناه مسلمانانو ژوند اخیستل کېږي او د لوږې له امله د نورو مسلمانانو په لاسونو د مرګ تر پولې پورې رسېږي او دا ټول هغه څه دي چې د خاینو مسلمانو چارواکو له خوا یې په اړه پرېکړه کېږي. دا هغه چارواکي دي چې د الولی والبرا (نفرت د الله لپاره او محبت د الله لپاره) مفکوره یې هېره کړې.

«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لاَ يَظْلِمُهُ وَلاَ يُسْلِمُهُ، وَمَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»

مسلمان د مسلمان ورور دی، نه پرې ظلم کوي او نه یې دښمن ته سپاري. څوک چې د خپل ورور د اړتیا پوره کولو په هڅه کې وي، الله سبحانه و تعالی به د ده اړتیاوې پوره کړي. څوک چې له مسلمان څخه یوه سختي لري کړي، الله به د قیامت په ورځ له ده څخه سختۍ ایسته کړي. چا چې د یو مسلمان پر عیب پرده واچوله، الله سبحانه و تعالی به په قیامت کې د ده پر ګناهونو پرده واچوي.

موږ د الولی والبرا (د الله په خاطر د محبت او نفرت) مفکورې مانا د علي رضي الله عنه په تاریخي پېښه کې لیدلی شو. د یوې ځانګړې موضوع په اړه د شام د والي معاویه رضي الله عنه او خلیفه علي رضي الله عنه تر منځ شخړه رامنځته شوه. د روم امپراطورۍ پاچا قیصر په دې پېښه خبر شو او تمه یې درلوده چې له دې پېښې څخه د ځان په ګټه کار واخلي، نو یې معایه رضي الله عنه ته لیک واستاوه:

د روم له قیصره معاویه ته:

موږ خبر شوو چې ستا او د علي تر منځ یوه پېښه رامنځته شوې او موږ پوهېږو چې د علي په پرتله ته د خلافت ډېر حقداره یې. که را ته امر کوې؛ نو به پوځ در ولېږم چې د علي سر در ته تقدیم کړي.

د معاویه له لورې هرقل ته ځواب:

د دوو وروڼو تر منځ جګړه ده او ته څوک یې چې زموږ تر منځ مداخله کوې؟ که چپ نه شوې، نو داسې پوځ به در ولېږم چې پیل به یې تا سره او پای به یې ما سره وي، ترڅو ستا سر را ته راوړي او علي ته یې تقدیم کړم.

که څه هم معاویه رضي الله عنه له علي رضي الله عنه سره شخړه درلوده او له ده سره د روم پاچا هرقل د ملاتړ ژمنه وکړه، خو بیا هم دی خپلې اسلامي عقیدې ته او الله سبحانه و تعالی ته ریښتنی پاتې شو. د یو رښتني مسلمان مشر ځواب دا ډول وي، نه د اوسنیو ګوډاګیو مشرانو په څېر چې خپل ځانونه تش د اسلامي خاورو مشران بولي.

الولی والبرا (د الله لپاره محبت او نفرت) مفکوره د اسلام د هغو سترو مفکورو له ټولګې څخه ده، چې هر مسلمان یې په اړه حتمي باید پوهاوی ولري او خپل زړه ته یې نږدې کړي. په اصل کې د دې مانا دا ده چې یو کس الله سبحانه و تعالی، د هغه پېغمبر او مومنانو ته ریښتنی او وفادار وي، نه کافرانو او د هغوی لارویانو ته. الله سبحانه و تعالی په قران کې فرمايي:

﴿يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء بعضهم أولياء بعض ومن يتولهم منكم فإنه منهم إن الله لا يهدي القوم الظالمين﴾

[المايدة:۵۱]

ژباړه: اې مومنانو! یهودان او عیسویان خپل دوستان مه نیسئ، دوی په خپلو کې سره دوستان دي. که له تاسو څخه څوک هغوی خپل دوستان ونیسي، نو بیا هغه هم په هغوی کې شمېرل کېږي. پرته له شکه چې الله سبحانه و تعالی ظالمان له خپلې لارښوونې څخه بې برخې کوي.

څومره ستره اړتیا ده چې امت له خپلو هغو حکامو سره محاسبه وکړي چې  هغوی د الله سبحانه و تعالی له رالېږل شوي شریعت پرته د نورو د قوانینو پر بنسټ حکومت کوي. په یمن کې له خپلو وروڼو او خویندو سره یو ځای د خپلو حکامو پر وړاندې باید ودرېږو، ترڅو وکولی شو خپل وروڼه او خویندې مو د بهرنیانو له دسیسو او ظلمونو څخه وژغورو او په دې لاره کې باید داسې کلک ګامونه واخلو ان که زموږ د سر په بیه هم وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

یاسمین ملک

ژباړن: حمزه خالد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې