شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا منځ مهاله ټاکنې؛ ټرمپ لا هم غواړي امریکا ستره کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا منځ مهاله ټاکنې؛ ټرمپ لا هم غواړي امریکا ستره کړي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر نیمې-لارې وهلو وروسته په دفتر کې متوجه شو چې د استازو کور بایلي، خو پر کانګریس یې لا هم منګولې ښخې کړي دي. د ده د کمپاین ډول تر ډېره بریده د ده د ولسمشرۍ له کمپاین سره ورته و او بنسټ یې د کډوالۍ ضد، کډوالو ضد، او بهرنیانو پر خلاف مفکورو ولاړ و، همداراز څه ډول به یوازې دی وکولی شي امریکا د راتلونکې لپاره رهبري کړي. ډونالډ ټرمپ د دیپلوماسۍ ټول نورمونه شاته وغورځول. حکومت یې په ځان غوښتنې، نژادي تبعیض او ملت پالنې سره مخ ته یووړ او د امریکایي ولس تر منځ یې داسې احساس رامنځته کړ، ترڅو پر دې ډول مفکورو باور پیدا کړي. ټرمپ په بریالیتوب سره د عامو خلکو تر منځ پیدا شوی قهر او غوسه کنټرول کړه، ډېرو یې په دې باور درلود چې نظام د دوی استازولي نه کوي او نظام د یوې وړې ډلګۍ لخوا پر دوی تپل شوی دی. د دې ژمنو تر عنوان لاندې چې واک به بېرته خلکو ته ورکوي، د امریکا حاکمې طبقې د ټرمپ په وجود کې داسې شخصیت وموند، چې په افراطي ډول یې هغه نړیوال نظم په بل مخ واړاوه، چې نور یې د امریکا لپاره کار نه ورکاوه.

ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره خپل ټول کمپاین په دې موخه پر مخ یووړ، چې په نړیواله کچه د امریکا مسولیتونه له ریښې بدلون ومومي او پېټی د هغو وړیا سورلیو پر اوږو ور واړوي چې د امریکا له لګښتونو یې ګټه اخیسته، خو له امریکا سره یې لږ مرسته کوله. ټرمپ د آرام اقیانوس له سوداګریز تړون څخه پیل وکړ او په کاري دفتر کې د ولسمشر په توګه له کار پیلولو سره سم ټرمپ یو داسې تړون لاس لیک کړ، چې له مخې یې امریکا د آرام اقیانوس له سوداګریز تړون څخه ووځي.

ورپسې د ټرمپ په لېست کې د شمالي امریکا آزادې سوداګرۍ تړون (NAFTA) و او پر دغه تړون د «تر ټولو ناکاره سوداګریز تړون» مهر ولګېد، چې تر اوسه د امریکا له لوري لاسلیک شوی. ټرمپ د شمالي امریکا آزادې سوداګرۍ تړون په دې پړ وباله چې امریکا کې د تولید په برخه کې دندې له منځه وړي، ځکه د دې تړون پر بنسټ شرکتونو ته اجازه ورکړل شوې وه، ترڅو خپلې فابریکې مکسیکو ته ولېږدوي، چیرته چې کارکونکي تر امریکا ارزانه دي. د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې ټرمپ اخطار ورکړ چې له دې سوداګریز تړون څخه وځي. کاناډا او مکسیکو  ټینګار وکړ چې د دې پر ځای به د تړون پر سر خبرې اترې وکړي او ټرمپ هم ومنله.

تر یو کال اوږدو خبرو اترو وروسته ډېره شونتیا د دې وه، چې امریکا د نړۍ تر ټولو لوی آزاد سوداګریز تړون څخه ووځي او کاناډا نږدې وه چې له دې تړون څخه وایستل شي. د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر لمړۍ نېټه د بیا کتنې، خبرو اترو په پایله کې د ازادې سوداګرۍ سیمه د «امریکا-مکسیکو-کاناډا تړون» ته واوښته. امریکا او مکسیکو تر خپل منځ د اتومات تولید پر سر ستونزه هواره کړه، خو له کاناډا سره څو اړوند ټکي همداسې پاتې شوه. ټرمپ له کاناډا څخه غوښتل ترڅو خپل د لبنیاتو بازار د امریکایي مالدارانو پر مخ پرانیزي او کاناډا غوښتل داسې کړنلاره رامنځ ته شي چې اختلافات حل او فصل کړي. دا موخې په وروستي تړون کې تر لاسه شوې.

له لسیزو را په دېخوا له اطلس نه پورې غاړې تړون، د لبرال نظم لپاره د ستنې په څېر اساسي دنده ترسره کړې، چې امریکا یې مشري کوله. خو بیا هم د ټرمپ اداره په دې تکل وه چې له اروپا څخه ځان لیرې کړي او له اروپایي شریکانو او پخوانيو دښمنو دولتونو، لکه د روسیې په څېر نوي متحدین ځان ته ولټوي. دغه سپکاوي چې زړو متحدینو ته په کې لومه ایښودل شوې وه ډېری اروپایي مشران اړ کړل، چې له امریکا سره پر اړیکو له سره غور وکړي. د ۲۰۱۷م کال په جولای کې ټرمپ په ډاګه کړه چې دی د متحدینو په اړه څه ډول احساس لري، ده وویل: «المان! تر کومه بریده چې زه یې په اړه اندېښنه لرم، هغه دا چې المان روسیې ته اړ دی ځکه المان ډېره زیاته انرژي له روسیې څخه تر لاسه کوي. ټرمپ د سهارني ناري پر مهال د ناټو سکرتر جنرال جینز سټولنټ برګ ته وویل: «نو موږ به المان ژغورو حال دا چې دوی خپله انرژي له روسیې لاسته راوړي؟ وضاحت راکړه».

د ټرمپ اداره په ښکاره توګه غواړي د اروپا له لویي وچې څخه ځان لېرې کړي او اصلي موخه دا ده چې نور هم مخ ته لاړه شي او له اروپایي ملتپالو سره اړیکي ورغوي ترڅو اروپایي اتحادیه کمزوره او یا په اوږد مهال کې دا اتحادیه بشپړه له منځه یوسي. د ټرمپ په اند د اروپایي ملي دولتونو را ټولونه د لویوالي یا ابرقدرتۍ لپاره تر اروپایي اتحادیې ډېره ښه ده او دا به له امریکا سره مرسته وکړي، ترڅو له اروپایي هیوادونو سره دوه اړخیز تړونونه ولري.

له دې ټولو شرمناکه ناکامیو او ګډوډیو سره سره، چې د ټرمپ له ولسمشرۍ سره ملې دي- د پردې تر شا ستراتیژۍ دا ده، چې د ادارې له لوري باید د «تر هر څه مخکې امریکا» شعار ملاتړ وشي. د ټرمپ له لوري څو اړخیزو تړونونو ته په سپکه سترګه کتل د دې لمړنۍ نښه ده چې امریکا نوره نه غواړي له لبرال نظم سره سم مخ ته ولاړه شي او د ګوښه کېدو وېره هم نه لري. پر ځای یې ټرمپ د دې هڅه کوي چې د څو اړخیزو تړونونو ځای دوه اړخیز تړونونه ونیسي. اروپا ته د خپل سفر پر مهال ده په یو مرکه کې ټینګار وکړ، چې امریکا به یوازې له برتانیې سره هغه مهال سوداګریز تړون ته داخله شي، چې لمړۍ وزیره «مې» په پوره توګه ځان له اورپایي اتحاديې څخه وباسي.

د ټرمپ اداره د امریکا له کمزوریو څخه خبره ده او د هغو محدودیتونو په اړه پوهېږي چې په نړیوال نظم کې شتون لري، ترڅو د چین او روسیې په څېر قدرتونو له لوري را پورته شویو ننګونو سره مبازره وکړي. په داسې نړۍ کې چې له یو قطبي څخه د څو قطبي کېدلو لور ته روانه ده د قوانینو بیا لیکل د شطرنج لوبې د پیل مانا لري. د ټرمپ د ادارې نظرونه به د امریکا ګټو ته ښې پایلې ولري.

په داسې حال کې چې تېرو ادارو هغه اقتصادي ننګونې، چې د چین له لوري را منځته شوې وې په نښه کړي، خو پر وړاندې یې د پالسیو په بڼه لږ څه کړي دي، د ټرمپ ادارې د چین په وینا «د تاریخ تر ټولو لوی سوداګریز جنګ» پیل کړ. امریکا دوی ته د چین پر صادراتو باندې په دوو پړوانو کې د ګمرکي تعرفو لوړول، تصویب کړل او داسې نښې شتون لري چې امریکا به د چین له لوري دغه هیواد ته پر ټولو صادراتو تعرفه لوړه کړي. چین هم په غبرګون کې ورته تعرفې لوړې کړې، خو د امریکا پر مارکېټ د چین زیاته تکیه چین اړ کړ چې له امریکا سره خبرو ته کښېني او ان امتیاز ورکړي. دا هغه څه و چې ټرمپ یې تل غوښتونکی دی.

د امریکا حاکمې طبقې ډونالډ ټرمپ داسې شخصیت وموند چې زوړ‎ نظم تر شا پرېږدي په کوم کې چې نور د امریکا ګټې په هغه ډول نه شوای خوندي کېدای لکه څرنګه یې چې امریکا غواړي. ټرمپ د امریکا د اتباعو له هغه احساس څخه ګټه واخیسته چې په سیاسي نظام کې یې خپله استازولي نه لیده او خپل ځان یې د یو پاپیولیست رهبر په توګه را وړاندې کړ چې د محرومو او عادي خلکو چوپړ به کوي. ټرمپ د ټولو شخړو پر رامنځته کولو سربیره، د خپلو مخکنیو رهبرانو په څېر د خلکو له دې احساس څخه په ګټې اخیستنې سره  غواړي د امریکا حیثیت همداسې وساتي.

د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عدنان خان

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې