جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خپلمنځي تفاهم، خو به مسکو کې نه
بسم الله الرحمن الرحيم
خپلمنځي تفاهم، خو به مسکو کې نه

د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په مسکو کې ځیني افغان سیاستوال چې ډېری یې پخواني مجاهدین دي له طالبانو سره مخ کېږي او د افغانستان د راتونکي، سولې او خپلمنځي تفاهم په اړه خبرې کوي. دا غونډه چې په ښکاره د مسکو مېشتو افغانانو په کوربه توب جوړه شوې، د روسیې هغه هڅه ده چې غواړي بیا د افغانستان په مسایلو کې ځان ښکېل کړي.

د افغانستان د ستونزو د حل لپاره دا یوه لاره ده چې افغانان خپلو کې یو له بل ته لاس ورکړي او د امریکايي اشغال پر وړاندې واحد صف جوړ کړي. که طالبان او پخواني افغان مجاهدین سره پخلا شي او واحد دریځ پیدا کړي، دا به یو ښه پرمختګ وي، خو پوښتنه دا ده چې د مسکو غونډه د واحد دریځ د پیدا کولو هڅه ده او که نه دواړه لوري د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي؟ داسې نه ښکاریږي چې دوی دې یو ګد هدف ته د رسېدو لپاره را ټول شوي وي. که دوی رښتیا غواړي واحد دریځ پیدا کړي، نو لومړنۍ ستونزه دا ده چې دوی څنګه د یو داسې هېواد په پلازمینه کې را ټول شوي چې دوه میلیونه افغانان یې شهیدان کړي او د افغانستان د اوسنیو ستونزو بنسټ یې اېښی دی!؟ له بله اړخه د افغانستان د ستونزې حل دا نه دی چې له یوه ښکېلاکه د خلاصون لپاره د بل ښکېلاک یا له یوه دښمن څخه د خلاصون لپاره د بل دښمن لمنې ته ځانونه وغورځوو. له همدې امله په مسکو کې را ټولېدل به د افغانستان د ستونزې له حل سره مرسته ونه کړي.

په افغانستان کې پاکو سیاستوالو او رېښتینو مجاهدینو ته پکار ده چې له طالبانو سره د مشترک دریځ د پیدا کولو او د افغانستان د اشغال د ختمولو لپاره له شخصي ګټو او تربګنیو تېر شي او لوی فکر وکړي. وسله والو طالبانو ته هم پکار ده چې ټولو هغو ته د مخالفینو په سترګه ونه ګوري چې له دوی سره نه دي. ډېر کسان شته چې د اشغال پر ضد دي او غواړي دا اشغال ختم شي، نو ځکه طالبان باید له دوی سره د نږدې کېدو هڅه وکړي.

هغوی چې تر اوسه پورې په ناسمه لاره روان وو او د ښکېلاک ملګرتیا یې کوله اوس باید پوه شي چې ښکېلاک له دوی سره هم لوبه کوي، نو ځکه باید دریځ بدل کړي او د خپل ولس په څنګ کې ودریږي. که موږ یو بل ته لاسونه ورکړو او په یوه داسې اجنډا سره سلا شو چې زموږ له عقیدې سرچینه واخلي، نو د افغانستان د اشغال خاتمه حتمي کیږي.

زمری افغان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې