شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکایي سولې اسانوونکي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکایي سولې اسانوونکي!

(ژباړه)

له شک پرته که د پاکستان مرسته او اسانیتا نه وي، امریکا اړ ده چې له افغانستان څخه ووځي. امریکایي چارواکي د «اسانتیا او فشار» له پالیسۍ څخه په ګټې اخیستنې له پاکستان څخه غواړي چې د سولې خبرو په لړۍ کې د اسانتیا په واسطه امریکا په افغانستان کې له ماتې او بشپړو تلو وژغوري. د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل د ۲۰۱۹م د فبرورۍ پر پنځمه د سنا د نظامي خدمتونو کمیټې غړو ته په خبرو کې وویل: «زموږ پام د سیمې اصلي لوبغاړي پاکستان ته دی، تر څو د سیمه ییز مقاومت د انګېزو د کمزوري کولو لپاره هڅې وکړي او د افغانستان او ټولې ختیځې اسیا د سولې په بهیر کې خپل بنسټیز رول ولوبوي.» جنرال ووټل همدانګه زیاته کړه: «د سیمې امنیت او سولې لپاره زموږ متمرکزې شوې ستراتیژۍ ته په کتو پاکستان ته یوه ښه موکه ده، ترڅو د امریکا له هڅو څخه د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې پر ځای کړي، چې  د افغانستان د جګړې په اړه د خبرو د یوې هوکړې پر تر لاسه کېدو متمرکزې دي.»

‏امریکا له اوو سیندونو څخه تل له ماتې څخه د مخنیوي لپاره د یو سیمه ییز اسانوونکي په توګه په پاکستان پورې تړلې ده.  پاکستان د امریکا د نظامي برید لپاره د اړیکو د کرښې اسانه کولو لپاره تر ټولو غوره ټاکنه ده. پاکستان د امریکا د جګړې هڅې د هوایي دهلېزونو، هوایي اډو، استخباراتو او تدارکاتي کرښو په امن کېدو سره اسانې کړي. هر کله چې د افغان مجاهدینو مقاومت لوړېده، پاکستان د امریکا د خصوصي او نظامي شبکې او سل ګونو استخباراتي افسرانو ته په خپله خاوره کې لاره اسانه وله. تر دې وروسته امریکا د پاکستان له نیکیو او مرستو څخه په مننې له همدغو نظامي شبکو څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د هند په مرسته خپله جګړه طرحه کړه؛ ترڅو پر پاکستان خپل احسان واچوي او د افغانستان د سولې په خبرو کې له پاکستان څخه وړیا اساني تر لاسه کړي. تر دې هم وروسته، زر ځله کله چې افغان مجاهدین د امریکا پر وړاندې په مقاومت کې مخکې کېږي، همدغه پاکستان دی چې د امریکايي ځواکونو نظامي عملیات په ټبریزو (قبیلوي) سیمو کې اسانوي، تر څو د مجاهدینو سرحدي بریدونه پر ناټو، افغان دوکه شوې اردو او امریکا له منځه یوسي. هر کله چې د مقاومت کوونکو او مجاهدینو لاسته راوړنې دوام کوي، پاکستان د امریکا پلان د ډیورنډ دیوال په جوړولو سره اسانوي، ترڅو په افغانستان کې د امریکا او متحدنیو لپاره امنیتي تدبیر وي؛ لکه څنګه چې اوس امریکا له افغانستان څخه له سپکاوي ډکو بشپړو وتلو په ځنډه کې ده. پاکستان په خپل منافق صفت یو ځل بیا د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو په پیلو سره د امریکا برنامې اسانوي، تر څو یوه سیاسي معامله لاسلیک کړي، چې په افغانستان کې به د امریکایي سرتیرو، خصوصي نظامیانو، تړونونو او اډو د تل پاتې شتون لامل شي.

‏ په ورته وخت کې به د افغان سولې خبرې په افغانستان کې د هند نفوذ کم نه کړي، بلکې د تېر په پرتله به یې ډېر پیاوړی کړي. د دې تر څنګ به خبرې د امریکایي ځواکونو له لوري پاکستان ته ګواښ هېڅ وخت کم نه کړي، بلکې امریکا به په افغانستان کې خپل شتون ثابت کړي، که هر څومره په استانه کې له افغانستان څخه د وتلو موضوع هم وي. دغه خبرې هېڅکله پاکستان ته دا اجازه نه ورکوي چې خپل قدرت پیاوړی کړي، بلکې امریکا به یو وحشي ځناوړ ته وده ورکړي، چې هند به یې پیدا کوونکی وي. د دفاعي توغندیو (MDR) څېړنې په بهیر کې امریکا له  هند سره د دغه هېواد د دفاعي بالستیکي توغندیو (BMD) ظرفیت لوړېدو ژمنه وکړه. د ملي اطلاعاتو اداره کوونکې (s’DNI) د نړیوال ګواښ په راپور (GTAR) کې په ټکر کې جملې بیان کړې دي: «امریکا په رسمي ډول پاکستان د خپل یو دښمن په توګه پېژني.» پر دې سربېره، هند ته د فاعي پرمختللې ټکنالوژۍ او د غربي رژیمونو له لارې اټومي ټکنالوژي، چې دغه ټکنالوژي یې تر خپل کنټرول لاندې ده، د توغندیزې ټکنالوژۍ رژیم (MTCR)، د اسټرالیا ګروپ (AG) او اټومي تدارکاتي ګروپ (NSG) ورکول کېږي. همدارنګه له هند سره دوه اړخیزې دفاعي او لوژستیکي هوکړې هم لاسلیک کېږي.

د امریکا د نظامي متحدینو برنامو اسانول په حقیقت کې یوه اړخیزه ملګرتیا ده چې په پایله کې به نه یوازې د امریکا به ګټه، بلکې د غلام صفت او اسانوونکي هېواد په زیان تمامه شي. د امریکا او پاکستان ملګرتیا یوه استثنا نه ده او نه به وي. هر کله چې اسلام حاکم شي، د حکومتولۍ لوبې بدلوي، ځکه هېڅکله به ښکېلاکګرو ته د اطاعت لپاره سر ټیټ نه کړي. اسلام له نورو کفري هېوادونو سره نظامي اتحاد رد وي او پر ځای یې نه یوازې د یو لوی قدرت پر رامنځته کېدو تمرکزو کوي، بلکې د یو ځواکمن نړیوال قدرت په هڅه کې به وي. دغه امر په لومړیو کې د دولت صنعتي کېدل اړین بولي. نو پر همدغه بنسټ، د خپل صنعت په ودې او د وسلو په تولید کې په ځان بسیاینې سره به سیالي وکړي. اسلامي دولت د سود پر بنسټ پورونه د ځانګړو شرایطو تر چتر لاندې رد وي او پر ځای یې یو پیاوړی، خپلواک اقتصاد د اسلام د اقتصادي نظام تر شرایطو لاندې رهبري کوي. اسلام د دولت ـ ملت محدودیت له منځه وړي. په اصل کې د خلیفه په اړه یو غلط تصور و، چې دا پخپله د خلیفه او اسلامي خلافت پر وړاندې یو تور (تهمت) دی. پر همدغه اساس، اسلامي خلافت دولت به له بیا تاسیس کېدو وروسته د مسلمانانو پر یووالي او یوځای کېدو تمرکزو وکړي. همدا اوس د نبوت پر تګلاره د ثاني خلافت بیا تاسیس کېدو اړین وخت دی.

لیکوال: مصعب عمير-ولایه پاکستان

د حزب التحریر ـ مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: بهیر «ویاړ»

Last modified onجمعه, 01 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې