جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ختیځ ترکستان مسلمانانو پر وړاندې د چین توره پرېکړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د ختیځ ترکستان مسلمانانو پر وړاندې د چین توره پرېکړه

(ژباړه)

 ختیځ ترکستان د اسلامي خاورو له ډلې او له اسلامي دولته نه بېلېدونکې برخه وه. دغه خاوره د منځني ختیځ په منځ کې پروت دی او په شمال کې له روسیې، په جنوب کې له تبت، په ختیځ کې له مغلستان، په لوېدیځ کې له قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، افغانستان او د هند تر اشغال لاندې د هند یوې برخې او د جنوب ختیځ له لوري له شانګ‌های او کانسو ایالت سره نښتی دی. پراخوالی یې له ۱۶۲۶۰۰۰ کیلومتره مربع څخه ډېر دی. دغه خاوره په ۵۴۰۰ کیلومتره پولې سره د چین له پنځو لویو ایالتونو څخه دی او تر ۲۵ مېلیونو ډېر نفوس لري. دغه مسلمانان پر نورو نژادونو سربېره لکه قزاقان، قرغېزیان، تاتاریان، اوزبکان او له اویغوري نژاد سره ترکي اصله تاجکان هم لري؛ له بېلابېلو ګړدودونو سره یې  ژبه ترکي ده، خو عربي رسم الخط کاروي. پلازمېنه یې ختیځ ترکستان دی. د مسلمانانو له خوا د فارس او خراسان له فتحې وروسته دغو خاورو ته اسلام راوړل شو.

د قتیبه بن مسلم الباهلي پوځ په ۹۵ هـ.ق کال کې د کاشغر ښار ته ننوت، کله چې د کاراکان د دولت بنسټګر سطان خاخان، چې په غراخان مشهور و، اسلام قبول کړ، له ده څخه د پیروۍ له امله یې زامنو او د دولت مشرانو هم اسلام ومانه. په ۲۳۲م کال کې دا خاورې ټولې اسلام ونیولې، په همدغه وخت کې قران کریم وژباړل شو، جوماتونو د معبدونو ځای ونیوه او یوازې په کاشغر کې ۳۰۰ جوماتونه جوړ او په لویو اسلامي مرکزونو بدل شول، د اسلامي نړۍ له هرې خوا د اسلامي علومو او احکامو د زده‌کړې لپاره  طالبان دغو مرکزونو ته راتلل.

په ۱۷۵۹م کال کې د چین وحشي ځواکونه د چین د اشغال په موخه ختیځ ترکستان ته روان شول، چې د چینایانو او ددې خاورې د مسلمانانو ترمنځ ډېرې خونړۍ جګړې وشوې، هغې جګړې چې مېلیونونه مسلمانان یې قرباني او چین یې تر ۱۸۶۲م کال پورې پر دې خاوره مسلط کړ. له هغه کال وروسته د ترکستان مسلمانانو د اشغال پر وړاندې سخت مقاومتونه وکړل او په پایله کې د یعقوب بیک په مشرۍ بریالي او د ده تر مشرۍ لاندې یې خپلواک دولت جوړ کړ؛ خو ۱۶ کاله وروسته د انګلیسانو په مرسته د چین حکامو په ۱۸۷۶م کال کې د دویم ځل لپاره دغه خاوره اشغال، هغه یې د نوې خاورې په توګه د سینکیانګ په نامه ونوموله او د چین پر امپراتورۍ پورې یې وتړله او د هغه تابع یې کړه.له هغې وروسته چې د چین ملي دولت په ۱۹۱۱م کال پر دې خاوره بشپړ واکمن شو، د دغو  مسلمانانو د تابع کولو، د مقاومت د ماتولو او د انقلابونو د مخنوي لپاره یې ډېرې انساني وژنې پیل کړې. د مسلمانانو په حق کې یې سخت ظلمونه او شکنجې روا وبللې. دا خاوره یې په ۴۵۰ جبري کارځایونو ووېشله. په دغو کارځایونو کې ډیرو د مرګ تر پولې کار کاوه، شخصي ملکیتونه له منځه لاړل، عمومي خوړنتونونه جوړ او کورنی پخلی بند شو او د وخت د ضایع کېدو له امله کورنۍ له یو بله خورې شوې. د مسلمانانو ټولې شتمنۍ غصب شوې، ترڅو چې مسلمانانو د دویم ځل لپاره انقلاب وکړ او په پایله کې یې په ۱۹۴۴م کال په ختیځ ترکستان کې خپلواک دولت جوړ کړ، خو ددغه دولت عمر زیات اوږد نه شو؛ بلکې ۱۹۴۴م کال کې بیا اشغال شو او تر اوسه پر دې سیمه مسلط دی.

د ختیځ ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې د چین ظالمانه کړنې

۱ـ رسمي اعلان یې کړی چې اسلام د قانون ضد دی او څوک چې د هغه پر اساس عمل وکړي، جزا ورکول کېږي.

۲ـ د اسلام د دین پر زده‌کړه او د هغه د عبادتونو په ترسره کولو یې بندیز لګولی.

۳ـ د مسلمانانو د زامنو لپاره په مدرسو کې د کفر او الحاد تدریس کوي.

۴ـ  تر ۲۸ زرو زیات جوماتونه او تر ۱۸ زره زیات اسلامي مدارس یې وتړل.

۵ـ  له اسلامي ځایونو لکه جوماتونو او مدرسو څخه د اسلامي احکامو ضد استفاده.

۶ـ  د کورونو پلټل او له ۷۳۰۰۰۰ زرو جلده زیات د اسلامي کتابونو او خطي نسخو راټولول او په عمومي میدانونو کې یې په سوځولو د علماوو اړ کول.

۷ـ د اسلام پر ضد د پوسترونو او خبرتیاوو چاپول او په کلیو او ښارونو کې پر دېوالونو لیکل لکه: د اسلام دین افیون دی، اسلام د استعمار په خدمت کې دی، اسلام د علم پر ضد دی او دې ته ورته نور دروغ.

۸ـ  د وېښتانو لنډولو ته د ښځو اړ کول، د حجاب بندول او د لنډو کالیو اغوستل، د مخالفت په صورت کې په نیولو ګواښل او قانون ته تسلیمول.

۹ـ په ۱۹۴۹ـ ۱۹۶۸ کلونو کې د ۳۶۰ زرو مسلمانانو اعدامول، هغه کلونه چې په هغو کې مسلمانانو د ظالم چین د اشغال پر وړاندې ۴۵ ځله انقلاب کړی و.

۱۰ـ په ۱۹۶۶م کال کې د روژې په مبارکه میاشت کې د اشغال له خوا په وحشیانه عامه وژنه کې د ۷۵ زرو کسانو شهیدول.

۱۱ـ د چین له چارواکو او کمونېست حزب څخه د مرستې او ملاتړ په موخه د رسمي بیانیو صادرولو ته د مسلمان علماوو اړ کول.

۱۲ـ  د کمونیستي اصولو زده‌کړو او له چیني چارواکو سره د معاملې په موخه د زده کوونکو روزلو ته د مسلمان علماوو او امامانو مجبورول.

۱۳ـ  په کورونو او جوماتونو کې د اسلام احکامو له زده‌کړې د مسلمانانو د بچیانو د منعه کولو لپاره، د پرېکړه لیک لاسلیک کولو ته د امامانو او علماوو اړ کول.

۱۴ـ د هغو علماوو نیول او شکنجه کول چې د چیني چارواکو له تعلیم څخه ځان ساتي، لکه څنګه چې یې لسګونه زره مسلمان عالمان نیولي او د مرګ تر پولې یې شکنجه کړي، چې ډېری یې په زندان کې مړه شوي دي.

چین اوس په ترکستان کې مسلمانان په ډېر بد حالت قتل عاموي، ځکه مسلمانان نور د حضرت عمر فاروق، صلاح الدین ایوبي او معتصم بالله تر حاکمیت لاندې نه دي، بلکې د چارو واک یې د مزدورو حکامو په لاس کې دی، چې تر حاکمیت لاندې یې د مسلمانانو په حق کې جنایت، د ختیځ ترکستان د مسلمانانو په حق کې د چین تر جنایت کم نه دی. د بېلګې په توګه: اردغان؛ هغه څوک چې ستایونکي او ملاتړي یې اسلامي حاکم بولي، د ختیځ ترکستان د مسلمانانو په حق کې چې کوم ظلم او وحشت  کېږي، دی هېڅ د مسئولیت احساس نه کوي، پر دې سربېره له چین سره یې اړیکو ته هم دوام ورکوي او ان د چین وحشت یوه داخلي چاره بولي، په داسې حال کې چې د ختیځ ترکستان مسلمانان ترکي اصلیت لري او د ترکیې له خلکو سره عقیدوي او نسبي اړیکې لري؛ خو اردوغان په سوریه کې د امریکا امرونه مني او د بشار اسد د ژغورلو او حکومت ته د راګرځېدو لپاره هڅه کوي، هغه حکومت ته چې نږدې و د انقلاب کوونکو په لاس را وپرځول او پر ځای یې د نبوت پر منهج راشد خلافت تاسیس شي. همدارنګه اسلام ته منسوب د اسلامي خاورو حکام سلمان او روحاني، چې د یمن، سوریې او عراق د خلکو له وژلو پرته بل کار نه لري، په ختیځ ترکستان کې زموږ د وروڼو حالت هېځ ارزښت نه ورته لري.

هغه لاسونه هېڅکله نه دي پرې شوي، چې په دغو اشغال شویو سیمو کې د استعمارګرو کفارو په واسطه پر مسلمانانو لوبې کوي، د نبوت پر منهج له راشده خلافت پرته به فلسطین، کشمیر، ختیځ ترکستان، جنوبي سوډان، قبرس، اندلس او نورې اسلامي خاورې  ازادې نه شي. دا د الله سبحانه وتعالی وعده ده، د هغه چا وعده چې هېڅکله وعده خلافي نه کوي. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری دی، د هغه چا زېری چې له خپل ځانه یې خبره نه ده کړې؛ بلکې هره خبره یې د الله سبحانه وتعالی وحی ده.

نو اې مسلمانانو! د راشد خلافت د تاسیس لپاره مو په حزب التحریر کې دخپلو وروڼو لاس ونیسئ او په دغه الهي تکلیف کې برخه واخلئ. د رب العالمین له خوا د فرض شوي خلافت تاسیس مو د عزت او خاورو د ازادۍ لامل کېږي او له دوښمنانو څخه به مو حساب واخلي. راشده خلافت به د نړۍ په ټولو څنډو کې د خیر، علم او عدل منار پورته کړي، که څه هم نور د هغه رامنځته کول لرې ویني، خو ژر به رامنځته شي.

لیکوال: استاد شایف الشرادي ـ ولایه یمن

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: زمری دوست

Last modified onدوشنبه, 18 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې