پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام د يوې ايډیالوژۍ په توګه څه ډول توکمپالنې ته د پای ټکی اېږدي
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام د يوې ايډیالوژۍ په توګه څه ډول توکمپالنې ته د پای ټکی اېږدي

اسلام يوازنۍ ايډیالوژي ده چې د توکمپالنې د له منځه وړلو وړتيا لري. دا چې څنګه؟ نو لومړی بايد توکمپالنې پر اساس پوه شو او ویې پېژنو.

د اکسفورډ قاموس (New Oxford American Dictionary) توکمپالنه په دوو معناوو راپېژني:

1. هغه عقیده ده چې یو توکم ته پر بل باندې لومړیتوب ورکوي. تعصب، تبعیض او مخالفت ته د هغه چا پر وړاندې لاره هواروي، څو خپل توکم پر ټولو غوره وګڼي.

2. هغه عقيده ده چې د یوه توکم ټول غړي یې د هغه توکم ځانګړتياوو يا وړتياوو ته په کتو سره لري، چې  له بل توکم سره یې په ټيټه یا لوړه کچه کې توپیر راشي.

د توکمپالنې پر بنسټ د خلکو ترمنځ کاذبې اړيکې وي او د اړيکو اساس يې قومپالنه، هيواد پالنه او ملتپالنه ده. دا اړيکې د کورنۍ، ټبر او قوم له اړيکو څخه سرچينه اخلي. يادې درې واړه اړيکې له کاذبو مفکورو څخه رامنځته شوې، چې په اصل کې نفاق اچوي او بېلتون رامنځته کوي.

ملتپالنه هغه وخت رامنځته کېږي چې کله د واک ترلاسه کولو لپاره د بریالیتوب فکر رامنځته شي. په لومړي سر کې له یوه کورني واحد څخه پیلېږي، چې د کورنۍ يو غړی د دې کورنۍ د چارو مشري پر غاړه اخلي. کله چې دا کار وشي، نوموړی خپله مشري د کورنيو ټولو غړو ته غځوي. بیا د يوې ټولنې مشر کېږي او په پايله کې د قومونو ترمنځ سيالۍ ته لاره هوارېږي. ټول وایي چې يوه کورنۍ، یو قوم يا یو هيواد ذاتا له نورو څخه لوړ دی او ټول هڅه کوي چې ځواک او امتيازات ترلاسه کړي.

 په همدې توګه ملتونه وزیږېدل. که څه هم اوس ډېری آزادخيالې سيکولر ټولنې ادعا کوي چې دوی د توکمپالنې له هرې بڼې سره تر ډېره بريده مخالفت لري. دوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د اساسي قانون يادونه کوي چې د مساوات مفکوره يې پکې ځای پر ځای کړې ده. خو د اساسي قانون اساس پر ملتپالنې ولاړ دی، په دې مانا چې د دوی هيواد له نورو ټولو څخه لوړ دی. دا هغه مفکوره ده چې له بېلابېلو وسایلو، لکه د خپلواکۍ ورځ، ملي سرود او نورو له لارې يې د يادو ټولنو په دننه کې وده کړې ده. د دغو ټولو په پايله کې ټولنه هڅه کوي چې ملتپالنې ته وده ورکړي او همدغه ملتپالنه تعصب او توکمپالنې ته لاره هواروي. دا حتمي ده چې هر ملت به خپلې ګټې لري؛ د يوه ملت ګټې به د بل ملت له ګټو سره ټکر کوي او په پايله کې به مخالفت، بېلتون او شخړه په نړۍ کې رامنځته کېږي او خلک به له ښکېلاک، توکمي تعصب او توپیري چلند، غلامۍ، د کډوالو له کړکېچ او جګړو سره مخ کېږي.

د اسلام له راتګ څخه مخکې عربي ټولنه له قومي جوړښتونو څخه رامنځته شوې وه. اسلام په نړۍ کې د خلکو ترمنځ نوې ايډیالوژیکې اړيکې د اسلامي عقيدې پر بنسټ جوړې کړې او هغه نورې ټولې اړيکې يې بې باوره وګڼلې.

﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ

[الحجرات: ۱۳]

ژباړه: اى خلکو! له شک پرته تاسو مو له یوه نر او یوې ښځې څخه پیداکړي یئ او تاسو مو د دې لپاره په ډلو او قبیلو ویشلي یئ، چې یو او بل سره وپېژنئ. له شک پرته د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې په تاسو کې د عزت وړ هغه څوک دی چې په تاسو کې پرهېزګار وي. الله سبحانه وتعالی په هر څه پوه او باخبره دی.

د پورته آيت پيغام دا دی چې ټول خلک د آدم عليه السلام او حوا عليه السلام اولاده دي او په مساوي توګه له درنښت څخه برخمن دي. يوازنی توپير په دين کې دی چې د الله سبحانه وتعالی او د ده د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اطاعت پر اساس رامنځته کېږي. یو کس د کورني نسب له مخې نه، بلکې د تقوا له مخې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې درنښت وړ دی. (ابن کثير)

اسلام د اسلامي عقيدې پر پيروۍ ټينګار کوي او ټول خلک د بشريت د ستر خالق عقيدې ته رابولي. په اسلام کې اړيکې د اسلامي عقيدې لااله الا الله پر بنسټ ولاړې دي، نه د توکم، رنګ يا سيمې پر بنسټ.

په ډېری ځايونو کې پیغمبر صلی الله عليه وسلم د ملتپالنې بدوالی او شومتوب په خبرو او عمل کې څرګند کړی دی.

«لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ»

(ابوداود)

ژباړه: هغه څوک چې تعصب ته خلک رابولي یا د تعصب لپاره جګړه کوي او یا د تعصب لپاره مړ شي، له موږ څخه نه دی.  

نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپله وروستۍ خطبه کې وفرمايل:

«أيها الناس، إن ربكم واحد، وإن أباكم واحد، كلكم لآدم، وآدم من تراب، إن أكرمكم عند الله أتقاكم، ليس لعربي فضل على أعجمي إلا بالتقوى»

ژباړه: اې خلکو! ستاسو رب او پلار یو دی. تاسو ټول د آدم عليه السلام اولاده یئ او هغه له خاورې څخه جوړ شوی دی. هېڅ عرب له عجم څخه غوره نه دی، خو په تقوا سره.

دی صلی الله عليه وسلم يو بل ځای فرمايي:

«إِنَّ اللَّهَ لا يَنْظُرُ إِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُم»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسې څېرو او رنګونو ته نه ګوري، بلکې ستاسې زړونو او کړنو ته ګوري.

 

يو بل ځای بیا فرمايي:

«أَحَبُّ النَّاسِ إِلَى اللَّهِ أَنْفَعُهُمْ لِلنَّاسِ»

ژباړه: ټول خلک د الله سبحانه وتعالی بنده ګان دي او په دوی کې الله سبحانه وتعالی تر ټولو نیږدې هغه څوک دی، چې د هغه سبحانه وتعالی بندګانو ته ګټه ورسوي.

په لاندې کیسه کې له تعصب څخه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم کرکه په ډاګه کېږي:

 يوه ورځ  حضرت ابوذر رضی الله عنه حضرت بلال رضی الله عنه ته د (تورې ښځې زویه) خطاب وکړ. نبي کريم صلی الله عليه وسلم په قهر شو او ورته ويې فرمايل: «إِنَّكَ امْرُؤٌ فِيكَ جَاهِلِيَّةٌ‏» (په تا کې لا تراوسه جاهلیت پاتې دی.) ابوذر رضی الله سخت پښېمانه شو او پر ځمکه پرېوت. له حضرت بلال رضي الله عنه څخه يې وغوښتل چې د ده پر مخ پښه کېږدي.

کله چې د اسلام دښمنانو د ايډیالوژیکو اړيکو د تړاو پر بنسټ د مسلمانانو ستر ځواک وليد، دوی اړ شول چې د ملتپالنې کرغېړنه او سپکه اړيکه بيا له سره را ژوندۍ کړي. په اسلامي امت کې د عربي او ترکي ملتپالنو تر نامه لاندې درزونه ولوېدل، له دې لارې اسلامي خلافت له منځه ولاړ او اسلامي دولت په ملتونو وويشل شو. په اسلامي نړۍ کې اوسني خپلسري چارواکي د چوکۍ او موقف ساتلو په موخه د ملتپالنې او هيوادپالنې مفکورو ته وده ورکوي او همدا یو بنسټیز لامل دی چې اسلامي هېوادونو ته د ملتپالنې مفکورخ را وګرځېده.

په پای کې ويلی شو چې له تاریخي پلوه دا ناشونې ده چې خلک دې پرته له دې چې د یو او بل ګټې ونه ګواښي د ملتپالنې د کاذبو اړیکو پر بنسټ سره يوځای شي. آن که سيکولر- آزاد خياله ملتونه هڅه وکړي چې توکمپالنه له منځه يوسي، بیا هم دوی ځکه دا کار نشي کولی چې د دوی په ټولنو کې د ملتپالنې اړیکې ته دوامداره وده ورکول کېږي او همدغه ملتپالنه د توکمپالنې بنسټ تشکيلوي.

له بله پلوه اسلام د يوې بېلې اړيکې غوښتنه کوي، هغه اړيکه چې خلک د ملتپالنې له ګرداب څخه ژغوري او د يوې ايډیالوژيکې اړيکې ټينګولو ته یې هڅوي. ياده ټولنه به د تقوا پر بنسټ جوړه وي، یعنې له توکمپالنې څخه به پاکه وي. زموږ تاريخ د داسې يوه کمساري بري شاهد دی. يو دولت چې بنسټ يې په صحيح اړيکه ولاړ وي په هغه کې به مسلمانان د ملتپالنې له شومتوب څخه خبر وي. توکمپالنه به نه يوازې د عدلي او قضايي بنسټونو له لارې له منځه ځي، بلکې د يو اخلاقي مکلفيت له لارې به ټولنه د دغې ناوړه کړنې له ريښو وباسي.

ياسمين ملک

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې