پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
تونس د څلورو لارو پر سر؛ څوک به هغه غوره لار پیدا کړي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
تونس د څلورو لارو پر سر؛ څوک به هغه غوره لار پیدا کړي؟

د تېرو څو کلونو پرمهال په تونس کې څو مهمې پېښې رامنځته شوې. دغه پېښې په ۲۰۱۰ م کال کې د انقلاب څپو د خورېدو لامل شوې او د ۲۰۱۹ م کال د ولسمشرۍ ماڼۍ په ټاکنو سره پای ته ورسېدې.

په تونس کې د یو شمېر پېښو، صحنو او بېلابېلو سیاسي حالاتو لکه د قانون جوړونې ټاکنې، د اساسي قانون تصویب، پارلماني او د ولسمشریز ریاست ټاکنې او داسې نورو پېښو پر رامنځته کېدو سربېره اوس هم د تونس ستونزو ته حللاره نه ده پیدا شوې؛ بلکې په دغه هېواد کې د اقتصادي رکود لمن لاپراخه شوې او د پراخېدو په حال کې ده. پر ډېرو ټاکنیزو ژمنو او د نړیوال بانک پر لادرکه پورونو سربېره د تونس حکومت پر دې نه دی توانېدلی، چې دغه ستونزه حل کړي.

د تونس ټاکنې په څرګند او بشپړه ډول یوه ځانګړې موضوع بیانوي. هغه دا چې د تونس خلکو په دغه هېواد کې ټولو رامنځته شوو سیاسي خوځښتونو ته د رد ځواب ووایه او په دغه پروسه کې یې د خپل نه ګډون پرېکړه وکړه او د سازمان شوو دروغو په اړه یې شهادت ورکړ. همدارنګه دوی د یادو پروسو په تړاو خپله خستګي هم پټه نه کړه. حتا هغو کسانو چې په دغه پروسه کې یې ګډون وکړ، د واکمنو سیاسي ټیمونو پر ځای یې نور سیاسي حزبونه لکه نهضه خوځښت وټاکل، چې د اسلامپالۍ جامې یې پر تن دي او همداراز نداء حزب چې د وطن پالنې جامې یې غوستې.

د تونس د ټاکنو واقعیت ډېر ناهیلی کوونکی و او په دغه پروسه کې د ډېرو لږو خلکو د ګډون خبرونه ورکول کېږي. د بې پولې ناظرانو د سازمان رییس «هاجر السدیری الشابي» په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر لږ یاد کړ. د ټاکنو د کمېسیون نایب فاروق بو عسکري هم په دغه پروسه کې د خلکو د ګډون ډېره کمه لېوالتیا په خپل راپور کې پټه نه کړه. په ځانګړي ډول په یاده پروسه کې د ځوانانو ګډون خورا کم رنګه و. 

تونس نن ورځ د څلورو لارو پر سر دی. دغه حالت په لومړیو کې په تونس کې د سیاسي تشې (خلا) ښودونکی دی؛ ځکه په ټاکنو کې ټولو ګډون کوونکو سیاسي حزبونو ماتې خوړلې ده. یاد حالت دا ښيي چې خلک د سیاسي ریا کوونکو، دوه مخو، درواغجنو، په پردیو پورې تړلو څېرو پر ځای د یو بل ژغورونکي په تمه دي. دغه حالت ښيي، هغه وحشیانه جګړې چې په تېرو کلونو کې شوې او د ګمراه کولو هره هڅه یې شوې، خلک یې دین ته نېږدې شوي او په حل لاره یې قناعت او ایمان لري.

په ټاکنو کې ټول ګډون کوونکي سیاسي حزبونه اوسمهال د خلکو له سترګو پنا شوي او په ښکاره د ټاکنو د بهیر له لارې رد شوي دي. خلکو د واکمنو او بېواکمنو حزبونو سیاسي پروګرامونو تر دې وړاندې ازمویلې دي. ځکه هغوی یو ځل بیا له اساسي قانون او نورو قوانینو سره تعامل کوي او د نظامي او بهرنیو ځواکونو په لاس کې به وي؛ چې دغه خاوره یې تر کنټرول لاندې ده. هېڅ یوه سیاسي څېره پر دې نه ده توانېدلې او نه به وتوانېږي چې دغه واقعیت بدل کړي او تونس به له دغې لارورکۍ څخه ژغوري. که دغه سیاسي څېرې د ټاکنو او یا د بهرنیو ځواکونو له لارې واک تر لاسه کړي، خو بیا به هم د دغه هېواد اوسنی واقعیت بدل نه کړي.

هغه ښکاره او څرګند واقعیت چې د تونس هر وګړي ته روښانه دی او په تېرو انقلابونو کې ښه ثابت شوی، دا دی چې په تونس کې یوازې یو حزب د فکرې او تګلارې له مخې له نورو حزبونو سره توپیر لري او د تونس د ژغورنې لاره د هغه حزب په سیاسي برنامه کې نغښتې ده؛ چې هغه حزب التحریر دی.

یاد حزب یوازنۍ سرچینه ده چې خلکو ته یې مستقیم خط، فکره او تګلاره وړاندې کړې ده او په لوړ غږ وایي چې د سیکولري قوانینو تر سیوري لاندې ټاکنې هېڅ بدلون نه راولي او غږ کوي چې د تونس د ژغورنې لاره د اسلامي نظام واکمني ده. دغه حزب د تونس پر خلکو غږ کوي چې واکمن سیاسي قدرتونه په دغه هېواد کې د لوږې او ګډوډۍ لامل شوي او د خلکو شتمنۍ لوټوي. همدارنګه یاد سیاسي حزبونه تونس پردیو او سیاسي مزدورانو ته په واک کې ورکوي.

واقعیت دا دی چې د تونس ډېری خلکو د واکمنۍ لپاره د حزب التحریر سیاسي برنامه تایید کړې او دې ته په تمه دي چې دغه حزب واکمني تر لاسه کړي او اسلام په همغه ډول پلی کړي، څرنګه چې باید پلی شي. د تونس خلک د یو بشپړ او جامع انقلاب د پیلېدو په هڅه کې دي، چې په پیل کې اوسني سیاسي حزبونه پر ځای کېنوي او وروسته د تونس د اساسي قانون، نور قوانینو او په تونس پورې د ټولو اړونده تېرو مواردو بدلول پیل کړي.

هغه حزب چې په سیاسي برخه کې د تونس د ژغورنې لپاره شتون لري، هغه حزب التحریر دی. ځکه دا یوازنی حزب دی چې خپل اخلاص او رښتینولي یې ثابته کړې او هغه ټول موارد یې په ډاګه کړي چې د تونس د بدبختۍ لامل شوي. همدارنګه د تونس اوسنی حالت ټولو ته ښکاره دی. 

له دغه رښتیني منبر څخه د تونس پر واکمنانو غږ کوو، چې تر دغې ماتې او د واکمنو سیاسي قدرتونو تر لارورکۍ وروسته اوس هغه وخت رارسېدلی چې خپل لاس هغه حزب ته ورکړئ، چې الله سبحانه وتعالی، د هغه رسول صلی الله علیه وسلم او اسلامي امت ته مخلص او ژمن دی. دغه حزب تونس د سیند غاړې ته رهبري کوي او د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یې د خیر یوه نښه ګرځوي، ترڅو د تونس د تېر وخت ځلانده سیرت یو ځل بیا را وګرځي. لکه د موسی بن نصرو، طارق بن زیاد او عقبه بن نافع رحمهم الله اجمعین.

موږ د تونس له باایمانه او تاریخي خلکو څخه په اخلاص او رښتینولۍ غواړو، چې د ایمان او اخلاص پر بنسټ د هغه ګواښ پر وړاندې یو رښتینی دریځ ونیسي، چې همدا اوس ورسره مخ دي. اوس په دوی پورې اړه لري. که څوک په دغو څلورو لارو کې سمه لاره غوره کړي، د خیر لور ته یې رهبري کوي او که بیا تېروتنه وکړي، له بدبختۍ سره مخ کېږي.

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې په تونس کې واکمنو ته په ځانګړې او ولس ته په عام ډول وس او توان ورکړي، چې دغه غږ ته مثبت ځواب ووایي. ځکه له دغه حالت څخه د هغوی د ژغورنې لاره همدا ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

[انفال: 24]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم بلنه او دعوت ومنئ، چې هغې لارې ته مو بیایي، چې تاسو ته ژوند درکوي. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ دی او ټول د هغه لور ته ورګرځئ.

لیکوال: حمد طبيب

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onچهارشنبه, 06 نومبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې