جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نړۍ څه ډول په امریکا پورې وتړل شوه؟
بسم الله الرحمن الرحيم
نړۍ څه ډول په امریکا پورې وتړل شوه؟

نړۍ څه ډول په امریکا پورې وتړل شوه؟

(ژباړه)

امریکا په خپل واقعي قدرت سره د نړۍ زبرځواک ګڼل کېږي. دا په تاریخ کې یوازینی زبرځواک دی، چې دا ډول قدرت لري. که یې د روم او فارس له امپراطوریو سره پرتله کړو، نو هغوی زبرځواک نه، بلکې یوازې سیمه ییز قدرتونه وو. د خلافت دولت هم یو سیمه ییز قدرت و. اوس ټوله نړۍ د امریکا په کنټرول کې ده. امریکایان د نړۍ پر هر څه واکمن دي. دغه راز پر اسلامي نړۍ هم نفوذ لري. دلته یوازې پر دې بحث نه کوو چې امریکا ولې پر نړۍ حاکمه شوه، بلکې دا هم څېړو چې څه ډول پرې حاکمه شوه.

د امریکا نژدې تاریخ ته یوه لنډه کتنه

د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره انګیستان، فرانسې او نورو اروپایي قدرتونو په نړۍ کې ډېرې مستعمرې له لاسه ورکړې. د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیله امریکا د اروپا ناوړه حالت یوازې څاره او د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره ډاډمنه شوه چې اروپایي قدرتونه به له دغې ستونزې څخه د راوتو توان ونه لري. امریکا دغه وخت پوه شوه، چې د اروپا د انحطاط لپاره نړیوال ډګر ته د راوتو وخت دی.

امریکا د دواړو نړیوالو جګړو په لومړیو کې یوازې دغه پېښې له خپلې قارې څخه څارلې او دا یې غوره ګڼله چې د یوه نندارچي په څېر پاتې شي او پر خپل داخلي اقتصاد تمرکز وکړي. امریکا له صنعتي انقلاب وروسته اقتصادي پرمختګ ته پام واړاوه او د صنعتي تاسیساتو پر جوړولو یې پیل وکړ. سره له دې چې تر همغه وخته د مخ پرودې هېوادونو په کتار کې وه. که څه هم امریکا په دویمه نړیواله جګړه کې مداخله وکړه؛ خو انګیزه یې تر ډېره دا وه چې د جاپان د امپراطورۍ پر وړاندې د خپل ځان دفاع وکړي. امریکا په ۱۹۴۴ـ ۱۹۴۵م کلونو کې په دویمه نړیواله جګړه کې مداخله وکړه. په دغه وخت کې یې پوځي ځواک دا توان درلود، چې د اروپا د ملاتړ لپاره متحدین (المان، اېټالیا او جاپان) له پښو وغورځوي. د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د امریکا صنعت د اروپا له صنعت سره د سیالۍ توان پیداکړ او د جاپان صنعت یې له کمزورۍ سره مخ کړ. دغه قضیه د امریکا لپاره طلایي فرصت و، څو نړیوال ډګر ته راووځي او خپل هغه لوی ستراتیژیک پلان پلی کړي، چې دغه هېواد یې د کلونو لپاره په قدرت کې ساتلی شوی.

د ستراتیژیکو پروګرامونو په ځانګړې توګه د سړې جګړې د ستراتیژۍ جوړوونکی جورج کنان، د پالیسیو د طرحې د ۲۳مې شمېرې په څېړنه کې بیانوي: «موږ د نړۍ تقریباً ۵۰ سلنه پانګه او ۶.۳سلنه نفوس لرو... په داسې حال کې له موږ سره باید څوک کینه او نفرت ونه کړي. زموږ اصلي دنده په راتلونکي پړاو کې دا ده، چې د اړیکو یوه نوې طرحه جوړه کړو، ترڅو موږ ته له دغه ناسم دريځ څخه د ملاتړ اجازه راکړي... د دغې چارې د پرځای کولو لپاره باید موږ د بشري حقونو، د ژوند د معیارونو او د ډېموکراتیک کولو په څېر له خیالي موخو څخه ډډه وکړو. دغه خیالي شعارونه به موږ له کاره وباسي، ځکه زموږ لپاره مناسب نه دي.»

 (۱) دا د امریکا لپاره یو مناسب وخت و، چې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د خپلې لوبې قوانین طرحه کړي او داسې اړیکې ورغوي چې امریکا په راتلونکي کې برلاسې کړي.

لومړی: د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې ټوله اروپا ړنګه شوه. امریکا په دې پوهېده چې د اروپا اقتصادي جوړښت تر دوی لوی دی؛ ځکه د امریکا په پرتله یې هم ښارونه لوی وو او هم یې ډېر پوه کسان دلودل. امریکا درک کړې وه، که چېرې اروپا یوازې پرېښودل شي ځان به له ټولو ویجاړیو وژغوري او په بریالیو او شتمنو هېوادونو به بدله شي. په دې توګه به په نیږدې راتلونکي کې د امریکایي پانګوالو او شرکتونو پر وړاندې جدي ګواښ شي. له همدې امله امریکا د ۱۹۴۸- ۱۹۵۱م کلونو په بهیر کې د مارشال د طرحې پر اساس له اروپا سره د مرستې په موخه ۱۲میلیارده ډالر پور ورکړل، چې له مخې یې د امریکا درېیمه برخه صادرات اروپایي هېوادونو وپېرل. دغې معاملې امریکا ته ډېره ګټه وکړه، ځکه د هغې په واسطه یې اروپا په خپل نفوذ کې وساتله.

دویم؛ د امریکا نوي نړیوال نظم د خپلو اقتصادي ګټو لپاره په نړۍ کې ځانګړي ځایونه رسم کړل. المان او جاپان  د صنعتي تخصص په لرلو سره کاري ځواک ګڼل کېدل. داسې انګېرل کېده چې په راتلونکي کې به دغه هېوادونه د امریکا لپاره د تولید په لوړ قیمت سره وکارول شي. د نړۍ درېیمه درجه هېوادونه په طبیعي سرچینو او ټیټ قېمت کارولو سره پېژندل شوي وو، چې د امریکا له صنعتي کمربند (د ډېرو صنعتي شرکتونو شتون) سره یې مرسته کوله، څو په لږ لګښت سره خپل تولیدات ډېر کړي. امریکا خپلو اقتصادي ګټو ته په پام سره د نړۍ بېلابېلو برخو ته بېلابېل نومونه غوره کړل.

درېیم: ډالر په ۱۹۷۱م کال کې د اروپایانو په غوښتنه د طلا پر ځای معیار شو. دغه کار د امریکا په ګټه نه و، ځکه چې د ډالر ارزښت راټیټېده. دغه راز امریکا کافي طلا نه درلوده، چې ډالر بېرته پرې را وګرځوي. نو ولسمشر نیکسون د طلا معیار ټول ختم کړ، چې په دې سره اروپا او د نړۍ نور هېوادونه د تل لپاره په ډالر پورې وتړل شول. اوسمهال ۴۰سلنه نړیوالې راکړې ورکړې او معاملې په ډالر کېږي. دا د امریکا د رښتیني زبرځواکېدو د هڅو یو ښه ګام و، چې په دغه لاره کې یې د دوی ګټې او قدرت خوندي کړل.

کمونېزم په دغه برخه کې کوم جدي ګواښ نه ګڼل کېده. لکه څنګه چې له ‌ډیموکراسۍ سره پرتله کېږي، چې کمونېزم به د هېوادونو د باثباته کېدو مخه ونیسي. یو له دغو هېوادونو څخه اېټالیا و. (۲) د ۱۹۴۸م کال په بهیر کې کمونیستي رژیم له یوې روا ډيموکراتیکې لارې څخه د قدرت اخیستو په حال کې و؛ نو له همدې امله امریکا له پخواني فاشیست رژیم سره مرسته وکړه، څو په واک ته رسولو کې یې په اېټالیا کې بې ثباتۍ ته لاره هواره کړي. ډیموکراسي او فارملېت پال او د فاشیست ضد رژیمونه هېڅکله د امریکا لپاره په ګټه نه وو؛ ځکه ملت له دې لارې پر خپلو سرچینو واک او خپلواکي پیداکوله، امریکایي شرکتونه یې نه پرېښودل او پر امریکایي پانګوالو یې محدودیت لګاوه.

وودرو ویلسون هغه کس دی چې د دولتونو لپاره یې د خود مختارۍ (خپلواکۍ) پروګرام جوړ کړ. هغه پوهېده، که چېرې دولتونه قدرت تر لاسه کړي، نو دغه کار به دوی ته سیاسي اراده ورکړي، چې په پایله کې به د دوی د اقتصادي ثبات او خپلواکۍ لامل شي؛ خو د هغوی پر ملي سرچینو باندې د برلاسي یادونه یې ونه کړه. نو له همدې امله د دمینیکان پر جمهوري او د هائیتي پر جزیرو باندې په داسې حال کې برید وشو، چې سرتېرو زرګونه کسان مړه او چاپېریال یې له ناوړه حالت سره مخ کړ. کله یې چې په دغه سیمه کې وحشي رژیمونه او بې ثباته سیاسي نظامونه رامنځته او د امریکایي شرکتونو په واسطه یې کنټرول کړل، نو وروسته یې دا سیمه پرېښودله. وودر ویلسون د دې لپاره د خودمختارۍ (خپلواکۍ) موضوع رامنځته کړه، چې پر اروپایي مستعمېرو د اروپایانو واک او نفوذ ختم کړي. که څه هم هغه پوهېده، چې دا موضوع به د وخت په تېرېدو د امریکا له امپریالیستي ګټو سره په ټکر کې شي؛ خو پرېکړه یې کړې وه چې خپلو ضد او نقیص خبرو ته به دوام ورکوي.

دلته هم ډېرې خبرې دي، چې امریکا څه ډول پر ټوله نړۍ کودتاوې پیل کړې. په ځانګړې توګه د نړۍ پر درېیمې درجې هېوادونو لکه: ایران ۱۹۵۳م، ګواتمالا ۱۹۵۴ او ۱۹۶۳م کلونو کې؛ هغه وخت چې «کندي» د یوې پوځي کودتا په وسیله د ډيموکراسۍ د مخنیوي لپاره خپل هېواد ته راوګرځېد. دغه راز برازیل په ۱۹۵۴م او شیلي په ۱۹۷۳م کال کې. (۳) کله چې په یوه هېواد کې انقلاب رامنځته کېږي، امریکا د ډیموکراسۍ د ثبات د مخنیوي په خاطر چې انقلاب ختم شي، د هغوی په چارو کې مداخله کوي. په دغه دلیل چې ډیموکراسي کپیټالېزم ته ګواښ دی او هغوی یو د بل مترادف نه دي. ارسطو په خپل کتاب «سیاست» کې دې ته ورته موضوع بیانوي: «یا نابرابري کمه کړئ یا هم ډیموکراسي.»

 (۴) دوی هغه نظام ښه بولي، چې د الیګارشي او ډیموکراسي تر منځ وي؛ ځکه دواړه په هر حالت کې ستونزې را ولاړوي. غرب لاتر اوسه دلته د یوه داسې سیاسي نظام په راوستو کې ناکام دی، چې د منلو وړ وي. ان په امریکا کې هم لېبرال ډيموکراتیک ارزښتونه یوازې د ځانګړو خلکو لپاره وو او دي. اوس هم لېبرال دېکتاتوري نظام دی. هېڅکله کامله او خالصه ډيموکراسي نه وه، ځکه د ځانګړو اشخاصو لپاره خالصه ډیموکراسي تر ناخالصې ډیموکراسۍ ډېره زیانمنه وه. دولتونو د ازادۍ او نیکمرغۍ مصنوعي بېلګې رامنځته کړې، چې ډېر محدودیتونه لري او هڅه کوي چې خلک پرې وغولوي او کم عقل یې کړي.

په لندن کې د رویال نړیوالو چارو انستیتیوت له خوا په څېړل شوي او مطالعه شوي کتاب «امریکايي نظامیان» کې راغلي: «کله چې امریکا د ډیموکراسۍ لپاره چاپلوسي کوي، اصلي ژمنه یې د کاپیټلیستي نظام د خصوصي پانګې اچونې لپاره ده. کله چې د پانګوالو حقونو ته ګواښ وي، هلته ډيموکراسي باید له منځه ولاړه شي، خو که دا حقونه وساتل شي، نو قاتلین او شکنجه کوونکي بیا هغه ښه بولي.» (5)

اسلامي نړۍ په نامعلوم حالت کې

امریکا په اسلامي هېوادونو کې د بهرنیو هېوادونو پوځیان د اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي بې‌ثباتۍ لپاره کاروي. وروسته هغوی له ډېرو ستونزو سره ملکي وګړو ته پرېږدي، چې د ځان لپاره مشر وټاکي یا هم ځینې وخت پخپله امریکا د هغوی خراب حالت ته په کتو سره مشر ورته ټاکي. په پایله کې دغه حاکمان د خپل هېواد د ثبات لپاره د امریکا پر لوري منډې وهي، چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور واخلي. نو له پوځي مسوولیت وروسته د پیسو نړیوال صندوق د هغه هېواد ټول واک په لاس کې اخلي او په امریکا پورې یې تړي. په دغه حالت کې نظامي هڅې ته اړتیا نشته، ځکه د پیسو نړیوال صندوق پروګرام پر مخ وړي، خو که خلک بیا را پورته شي، هغه مهال یو ځل بیا امریکا د بې ثباتۍ لپاره نظامي عملیات کاروي او بېرته په همغه توګه دوام ورکوي ... ایا دغه حالت درته اشنا ښکاري او که نه؟

په دغه کار سره د امریکا ځانګړي بهرني متحدین په واک کې پاتې کېږي. دغه راز سیمه ییز ځانګړي کسان هم په دغې دوستۍ کې ونډه لري؛ په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه بې‌ګناه ملکي وګړي له دغه حالته ځوریږي. امریکا په دې توګه منځنۍ اسیا، لاتینه امریکا او افریقا تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

امریکا په منځنۍ اسیا کې داسې دېکتاتوران او پاچاهان ټاکي، چې د هغې سیمې طبیعي سرچینې د دوی د متحدینو په واک کې ورکړي. د هغوی د مزدورۍ او غاړې اېښودنې په پایله کې ورته د مننې لپاره ځینې شیان ورکوي. امریکا د الفتاح سیسي په شان دېکتاتور څخه په پوره توګه راضي ده، چې د بیان، عقیدې او لېبرال ـ سیکولار ازادي پر خلکو تپي. د سیسي سرتېري د هغو کسانو په شکنجه او ځورولو لاس پورې کوي، چې د اسلام حاکمیت غواړي او یا هم بنسټیز تړاو ورپورې لري. په داسې حال کې چې امریکا له دغو مظلومانو سره د مرستې هېڅ لېوالتیا نه لري. مثلاً، امریکا د مصر د انقلاب پر مهال د سیسي مرستې ته ور ودانګل، څو د پاڅون په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي او هغه په واک کې پاتې شي.

د پاکستان رول د کشمیر په ناورین کې په همدې ډول دی. عمران خان د مودي له خوا د ۳۷۰مې مادې د لغوه کولو او تندو خبرو په غبرګون کې ډېرې کمې هڅې کړې دي. په حقیقت کې دغه مزدور حاکمان د امریکا کسان دي او له امریکا سره ګټو ته په رسېدو کې مرسته کوي، لکه د پیسو نړیوال صندوق چې یو استعماري بنسټ دی.  عمران خان د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور اخلي او دغه هېواد نور هم د دغه صندوق پر رسۍ تړي. د پیسو نړیوال صندوق ډېری سیاستونه: د بهرنۍ مستقيمې پانګونې د ترویج لپاره قانون جوړونه یا (FDI)، د نرخ د ارزښت ټیټول، امریکا ته د صادراتو ډېرول او د خصوصي کولو لپاره یې اسانتیاوې برابرول دي؛ چې دغه کار به په راتلونکي کې پاکستان سخت زیانمن کړي. دا ټول سیاستونه د امریکا له متحدینو سره د پانګې د ډېرېدو او ساتلو لپاره مرسته کوي. یو خوا حکومت خصوصي سکتورونه له اندازې ډېر کړي دي او بل خوا بیا خلک له درنو مالیو ځوریږي. دغه ستراتیژي، پوروړی حکومت تل په پور کې ساتي.

دا ښکاره ده، چې امریکا ځینې هېوادونه د پانګې په وسیله په ځان پورې تړلي دي، ترڅو د نړۍ یوازیني زبرځواک اقتصادي او پوځي قدرت ته سر خوږی جوړ نه کړي. د نړۍ د نفتو ټوله سوداګري په ډالرو کېږي، ډېری بندیزونه د ډالرو له لارې لګول کېږي او لېبرال سازمانونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا د ځانګړو پانګوالو ملاتړ کوي. مثلاً: بیلدربرګ او تریلاتیرال کمیسیون د شلمې پړۍ په اویایمو کلونو کې پر پرمختللو ملتونو د نړیوال صندوق د سیاستونو په تپلو سره وتوانېد، چې د امریکا پر صنعتي متخصصینو (جاپان او اروپا) د نفتي ناورین ناوړه اغېز را ټیټ کړي.

دا د دې لامل شو چې د صنعت نړۍ یعنې جاپان او اروپا د امریکا د ډالر نظام سربېره، د ډیموکراتیکې، ملتپالې او انقلابي لېوالتیا په له منځه وړلو سره په دې وتوانېدل، چې د لسیزو لپاره په نړۍ (په ځانګړې توګه درېیمه نړۍ) کې خپل ثبات وساتي. امریکا د پیسو نړیوال صندوق په وسیله د ډېرو تګلارو د صنعتي کېدو مخه نیولې ده، پرته له هغو چې اړینې یې ګڼلې؛ د مثال په ډول: امریکا په ۲۰۰۳م کې د ډیموکراسۍ په پلمه عراق اشغال کړ او د انګلیس په ملګرتیا یې د هغوی د تېلو اداره په خپل لاس کې واخیسته. دا د پوره واک د تر لاسه کولو یوه برخه ده، چې امریکا هڅه کوي د هغې په واسطه اقتصادي، سیاسي، پوځي، ټېکنالوژیکي ولکه او د انرژۍ ډګرونه کنټرول کړي.

امریکا د نړۍ هېوادونو ته وایي چې خپل نرخونه مو وساتئ، خو له بله اړخه خپله د نړۍ د ځینو برخو د له منځه تلو لامل شوې ده؛ چې څوک د امریکا د واکمنۍ پر وړاندې ګواښ ونه اوسي. که چېرې یو څوک له دغې کړۍ څخه بهر شي، په پایله کې به بېرته امریکا ته راګرځي. لکه څنګه مو چې په دې وروستیو کې ولیدل، چې عمران خان غواړي د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز CPEC)) پرېږدي او په امریکا پورې په دې موخه ځان وتړي چې هغوی یې اقتصادي او F  ۱۶جنګي الوتکو نظامي ملاتړ وکړي او د دې ترڅنګ د مالي اقداماتو ځانګړې ډله (FATF) هم لغوه کړي. پاکستان پوه شوی؛ چې چین د امریکا په پرتله په اقتصادي، پوځي او په نورو برخو کې د ملاتړ توان نه لري؛ ځکه امریکا نړیوال نظم داسې تنظیم کړی، چې د پانګوالۍ په نړیوال نظام کې یې د ټولو ځای ثابت ساتلی دی.

په منځني ختیځ کې د قدرت انډول

د اقتصادي وحشت په وسیله په سیمه کې د هېوادونو په یو او بل پورې له تړلو وروسته، امریکا له اسرائیلو څخه د منځني ختیځ په ختیځو سیمو کې د انډول ساتلو لپاره ګټه اخلي. هغوی په دې ډول په سیمه کې خپلې اقتصادي ګټې ساتي. امریکا د خپلو ګټو د ساتلو په بدل کې له اسرائیلو سره مرستې کوي؛ لکه: لکه د اردن د سیند او غزې غربي څنډې. لېبرالان او جمهوري غوښتونکي دواړه لوري امریکایان له ۱۹۶۷م راهیسې د اسرائیلو په تاسیس کې له یو بل سره له اندازې ډېر متحد وو. چې ښه بېلګه یې د عرب پر ختیځ اورشلیم واک ټینګول دي. که څه هم په نړیواله توګه عامه افکار هغه غندي، خو امریکا لا تر اوسه له اسرائیلو سره د پیسو او په سیمه کې د واکمنېدو په برخه کې مرستې کوي، ترڅو د خپلې خوښې کړنې ترسره کړي. همداراز په دغه سیمه کې یو افراطي مسیحي عنصر هم شته؛ یا په بل عبارت هغه صلیبیان او اسراییل چې امریکا اجازه ورکوي، څو د فلسطیني مسلمانانو پر وړاندې خپله وحشیانه دښمني وکړي.

د ایران او عربستان په اړه هم دغه ډول قضیه روانه ده، چې د امریکا په وسیله په سیمه کې د قدرت د انډول په موخه کارول کېږي او همدا د سیمې د نازک او ناوړه حالت ښکارندویي کوي. د ایران د ښي او کیڼ لوري دواړه ګاونډیان یعنې پاکستان او اسرائیل هستوي وسلې لري. ایران له همدې امله د هستوي وسلو د جوړولو هڅه کوي؛ که څه هم امریکا فشار پرې راوړي او هڅه کوي چې ایران د هستوي وسلو جوړول ودروي. که ایران د هستوي وسلو پر جوړولو بریالی شي، نو اسرائیل د تهدید احساس کوي. دغه شخړه به د فارس په خلیج کې د سیمې د نفتو د سوځېدو لامل شي، چې په پایله کې به د نفتو بیه لوړه شي او پر نړیوال اقتصاد به اغېزه وکړي. د قدرت انډول یوازې پر منځني ختیځ نه دی تپل شوی، بلکې د نړۍ په نورو سیمو کې هم پلی کېږي. مثلاً ناټو د امریکا په وسیله اروپایي ملتونو ته د قدرت د وېش په توګه کارول کېږي. که څه هم دا په اسلامي نړۍ کې د امریکا د نفوذ ساتلو د څرنګوالي یو انځور دی.

پایله

له دې دایرې څخه د وتو یوازینۍ لاره دا ده، چې له تکتیکي اېډیولوژیک بدلون څخه کار واخیستل شي؛ هغه بدلون چې نړیوالو ته به رښتینې سوله راولي. هغه اېډیولوژي چې د انسانانو غرېزې او عضوي اړتیاوې به په سمه توګه اشباع کړي؛ په پوره توګه به متفاوت اقتصادي او سیاسي نظامونه رامنځته کړي، چې د خپلو ټولو ښاریانو امنیت، سوله او عدالت به وساتي او پر اوسني پانګوال نظام به بریالۍ شي. نو اسلام یوازنۍ ایډیالوژي ده چې د دغو غوښتنو د لاسته راوړلو توان لري. کمونېزم خو د تاریخ اشغال دانۍ ته ولوېد او یوازې کپیټلېزم د انسانانو یوازینۍ هیله ده، چې دغه هیله هم د له منځه تلو په حال کې ده.

د واقعیت د بدلون لپاره ډېری خلک له دغه نظام څخه نشي تښتېدلی؛ ترڅو چې پر ځای یې یو باارزښته او قوي نظام راشي او د هغه ځایناستی شي. پر دې سربېره اسلام په سیمه کې د نظامي انډول د منطق مفهوم د اېډیولوژۍ د قدرت په وسیله چلنجوي. اسلام د فارس او روم قدرتونه په ګونډو کړل؛ که څه هم د مدینې جغرافیوي موقعیت د دې وړ نه و. اسلام به یو ځل بیا راشي او نړۍ به ازاده کړي، داسې چې ۱۴۰۰سوه کاله وړاندې یې ازاده کړې وه. په دې تمه چې اسلام به ډېر ژر د زبرځواک په توګه د تاریخ په کتاب کې ثبت شي.

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾

 [توبه: ۳۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې د خلکو د لارښوونې لپاره یې رسول او حق دین راولېږه، څو هغه پر ټولو دینونو برلاسی کړي؛ که هر څو د مشرکینو نه خوښیږي.

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

 لیکوال: محمد مصطفی

ژباړن: حبیب الله

Last modified onسه شنبه, 03 ډسمبر 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې